خبرونه
انقره هڅه کوي چې د ریاض او اسلام اباد له دفاعي ایتلاف سره مل شي
د ناټو د غړي هیواد، ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي له پاکستان او سعودي عربستان سره په خبرو بوخت دی چې د دغو دوو هیوادو له دفاعي ایتلاف سره یوځای شي. اسلام اباد او ریاض د سپتمبر په میاشت کې په خپلو کې دفاعي تړون کړی و.
هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۵ مه خبریالانو ته وویل : « اوسمهال خبرې روانې دي خوتراوسه کوم توافق نه دی لاسلیک شوی. »
ښاغلي فیدان زیاته کړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه نسبتا لوی پلتفورم د رامینځ ته کولو لپاره پراخ اوجامع نظرلري.
بلخوا د پاکستان د دفاعي صنایعو وزیر رضا حیات هراج د چهارشنبې په ورځ رویترز خبري اژانس ته وویل چې د سیمه ییزو درې قدرتونو ترمینځ دغه محتمل توافق، د پاکستان او سعودي عربستان له هغه توافق څخه جلا دی چې تیر کال اعلان شو.
هغه زیاته کړه د درې اړخیز توافق د نهايی کولولپاره د انقرې ، ریاض او اسلام اباد ترمینځ اجماع ضروري ده.
د ریاض او اسلام اباد ترمینځ توافق، دهند او پاکستان ترمینځ د مې په میاشت کې له څلور ورځني سخت جنګ څو میاشتې وروسته لاسلیک شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
محمود عباس له واشنګټن او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیلو د پلان په وړاندې "پریکنده غبرګون" څرګند کړي
د فلسطیني ادارې رئیس محمود عباس له متحدو ایالاتو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اسرائیلو د پلان په وړاندې چې غواړي په لویدیځه غاړه باندې خپله ولکه ټینګه کړې "پریکنده غبرګون" څرګند کړي.
د فرانسې دخبري اژانس خپل رپوټ کې زیاتوي چې محمود عباس ناروې ته دسفر په ترځ کې د چهارشبنې په ورځ وویل چې په دې هکله یې دناروې صدراعظم یوناس ګار استوره سره خبرې کړي دي .
محمود عباس داهم ویلي چې د ناروي صدراعظم سره یې د یهودي ښارګوټیو د اوسیدونکو د زورزیاتي او دهغو ۴ ملیارډو ډالرو د کنګل کیدو په هکله خبرې کړي چې د اسرائیلو لخوا فلسطینیانو ته تخصیص شوي وو.
محمود عباس خبریالانو ته وویل : "دغو جدي سرغړونو ته باید دامریکا او نړیوالې ټولنې لخوا پریکنده ځواب ځکه وویل شي چې د ولسشمر ټرمپ د هلوځلو مخه نیسي او د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونې ګڼل کیږي."
داسرائیلو امنیتي کابینې دیکشنبې په ورځ یو لړ اقدامات تصویب کړل چې اسرائیلوته اجازه ورکوي ترڅو خپل کنټرول هغو سیمو ته وغځوي چې د اوسلو د ۱۹۹۰ کال تړون سره سم د فلسطینانو د خودمختارې ادارې ترکنټرول لاندې دي.
د کریکټ نړیوال جام کې د پنجشنبې په ورځ درې لوبې کیږي
د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام د سیالیو په دوام کې د پنجشنبې په ورځ د سیریلانکا ټیم د عمان په وړاندې ، نیپال د ایټالیا او د هند ټیم د نامیبیا په وړاندې لوبې کوي.
پرون د افغانستان ملي ټیم په دوهم سوپر اور کې لوبه جنوبي افریقا ته وبایلله ، دغه راز پرون داسترالیا ټیم ایرلند ته د ۶۷ رنزونو په توپیر او ویسټ انډیز د انګلستان ته د دیرشو رنزونو په توپیر ماته ورکړه.
د جام وروستۍ لوبه ټاکل شوې د راتلونکې مارچ میاشتې په اتمه وشي.
عراقچې: دتوغنديو تسلیحات امریکا سره د خبرو موضوع نه ده
دایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايی دایران د توغندیو وسله "امریکا سره د خبرو موضوع نه ده او نه به وي."
عراقچي د چهارشنبې په ورځ دیوه حکومتي لاریون په ترځ کې ټینګار وکړ چې په ټکو یې هیڅوک نه شي کولای دایران په توغندیو تعرض وکړي.
خو دجرمني بهرنیو چارو وزیر یوهان واده پول د چهارشنبې په ورځ وویل د اټومي پروګرام سربیره ، د ایران د بالستیک توغندیو د پراختیا پروژه هم دایران او امریکا ترمینځ دخبرو یوه بله موضوع ده.
د عمان پلازمینه مسقط کې دمتحدو ایالاتو او ایران ترمینځ دخبرو یو پړاو ترسره شوی او دبل پړاو نیټه ترواسه نه ده څرګنده.
خواجه اصف: تر روژې مخکې به افغانستان کې " تروریستانو " باندې بریدونه وشي
د پاکستان دفاع وزیر وايي پاکستاني ځواکونه به له روژې مخکې په ټکو یې افغانستان کې په تروریستانو بریدونه وکړي.
خواجه اصف پاکستاني رسنۍ ARY سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه وویل که چیرې دغه عملیات وځنډول شي نو تاوان به یې ډیر وي.
خو هغه زیاته کړه چې دا یې خپل شخصي نظر دی او د تایید شویو معلوماتو په اساس دا خبره نه کوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د دفاع وزیر دغو څرګندونو په هکله غبرګون نه دی ښودلی خو د دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دیکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل چې افغانستان نه غواړي چاته ضرر ورسوي خو په ټکو یې که څوک نا پاک نیت ولري نو مناسب ځواب به ورکړل شي او تاریخ دا خبره ثابته کړې ده.
پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو افغانستان کې پناه اخیستې او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي خو کابل تل دا تور رد کړی او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو خلاف وکاروي.
افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې له جنوبي افریقا څخه په سوپر اوور کې مات شو
د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن جنوبي افریقا په دوهم ځانګړي اوور کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا لوبه د هند د ګجرات ایالت په احمد اباد ښار کې د نریندرا مودي په ستر لوبغالې کې وشوه.
لومړی بټنګ جنوبي افریقا وکړ چې یو سل او اووه اتیا منډې یې جوړې کړې، په ځواب کې یې افغانستان هم یو سل او اووه اتیا منډې وکړې، په دې ډول لوبه ځانګړي اوور ته ووته چې په دې اوور کې افغانستان اوولس منډې وکړې او جنوبي افریقا دا رنزونه پوره کړل چې له دې سره لوبه دوهم سوپر اوور ته ووته. په دوهم ځانګړي اوور کې جنوبي افریقا درویشت منډې جوړې کړې او افغانستان نولس رنزونه وکړل.
په دې نړیوال جام کې نن بله لوبه د استرالیا او ایرلنډ ترمنځ روانه ده او د نن دریمه لوبه د انګلستان او ویسټ اینډیز تر منځ د کابل په وخت د ماښام شپږ بجې شروع کیږي.
د اسراییل صدراعظم په واشنګتن کې له چارواکو سره د ایران په تړاو غږیدلی
د اسراییل صدراعظم واشنګتن ته له رسیدو سره سم د سې شنبې په ماښام د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف او د ولسمشر ټرمپ له زوم جیرد کوشنر سره، چې د ایران او امریکا د روغې جوړې د خبرو مشري کوي، وکتل.
د دې خبرو اترو جزییات نه دي خپاره شوي، خو دا خبرې د ډونالډ ټرمپ او نتنیاهو تر خبرو مخکې ترسره شوې دي. ټاکل شوې ده چې دا دواړه مشران نن په سپینه ماڼۍ کې وګوري.
رویټرز اژانس د باخبره سرچینو په وینا راپور ورکړی چې اسراییل اندیښمن دی چې واشنګتن له تهران سره په خبرو اترو کې د محدود اټومي تړون په لټه کې دی چې پکې د ایران د بالیستیک توغندیو د پروګرام محدودیدل نه دې شامل همداراز د حماس او حزب الله په څیر د وسله والو نیابتي ډلو لپاره د تهران د ملاتړ پای ته رسول د دې خبرو برخه نه دي.
په کاناډا کې یوې ښځې په لسګونو کسان وژلي او ټپيان کړي
په کاناډا کې یوې ښځې نهه کسه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړې دي.
دا پېښه د سې شنبې په ورځ د برټش کولمبیا په ټمبلر ریج سیمه کې رامنځته شوه. د کاناډا پولیسو په یوه بیان کې وویل چې د ټپيانو شمیر اووه ویشتو ته رسیږي چې دوه یې مرګوني دي.
پولیسو د بریدګرې د هویت په اړه ډیر جزییات له رسنیو سره نه دې شریک کړي، دوی یوازې دومره ویلي دي چې برید کوونکې ځان وژلی دی.
تر دې پېښې وروسته د کاناډا صدراعظم چې ټاکل شوې وه نن په مونیخ کې په نړیوال امنیتي کنفرانس برخه واخلي، د دې پېښې په خاطر خپل سفر وځنډاوه.
یوناما: په افغانستان کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ په خواشینۍ لمانځو
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما) د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن په یوه بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې دا مهمه ورځ په ډیرې خواشینۍ سره لمانځو.
یوناما په خپل بیان کې چې په خواله رسنیو کې یې شریک کړی دی زیاتوي چې یو زر شپږ سوه اووه ورځې کیږي چې د افغانستان واکمنو چارواکو له دولس کلونو څخه د پورته عمر نجونو پر مخ د زده کړې دروازې بندې کړې دي.
یوناما په دې بیان کې یو ځل بیا په ټینګار سره له واکمنو چارواکو غوښتې دي چې دا بندیز لرې کړي.
د فبروري یولسمه په نړۍ کې د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده چې په دې مناسبت د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم د ټولې نړۍ له هیوادونو غوښتې دي چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کارموندنې په لارو کې پراته خنډونه لرې کړي.
د کندهار ښار د غالیو په مارکېټ کې اور مالي زیان اړولی دی
د کندهار ښار د غالیو په یوه مارکېټ کې پرون (د سلواغې ۲۱مه) اور ولګېد.
په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي دي چې د دې اورپېښې علت د بریښنا شارټي وه.
د ځینو کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په کندهار کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې د دې اور په نتیجه کې ۲۸ میلیون افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د غالیو په مارګېټ کې لګېدلی اور له نژدې دوو ساعتونو وروسته مړ شو.
۱۱ سوه پاکستاني محصلان چې په افغانستان کې درس وايي، خپلو کورونو ته ستانه شوي دي
پاکستاني چارواکي پاکستان ته د هغو شاوخوا ۱۱ سوه محصلانو د ستنېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې زده کړې کوي.
دا محصلان وروسته له هغه له افغانستانه وځي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ترانزیتي لارې بندې شوې.
د آی ان پي خبري سایټ د راپور له مخې د پاکستان د فدرالي حکومت د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري پرون سه شنبې (د سلواغې ۲۱مه) د پاکستان ملي اسمبلې ته وویل چې شاوخوا ۱۱ سوه پاکستاني محصلان چې په افغانستان کې زده کړې کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیني لارو له بندېدو وروسته پاکستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۲۶ تنه یې د ځمکې له لارې او پاتې نور د هوا له لارې هلته رسېدلي دي.
ښاغلي چودري زیاته کړه چې ۹۴۷ پاکستاني محصلان لاهم په افغانستان کې دي. د هغه په وینا په کابل کې د پاکستان سفارت له پاتې محصلانو سره په تماس کې دی او د هغو د امنیت او هېواد ته د خوندي ستنولو لپاره لازم اقدامات کوي.
د تېرکال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې ترانزیتي لارې بندې کړې او وروسته د طالبانو حکومت وویل دا لارې به تر هغه وخته خلاصې نه شي چې اسلام آباد د هغو د بیا نه بندولو ضمانت نه وي ورکړی.