د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۱

خبرونه

ټرمپ: دا به ښه وي که ایرانیان رضا پهلوي غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې هغه د ایران له پخواني ولیعهد رضا پهلوي سره خبرې نه دي کړې، او زیاته یې کړه، چې دی نه پوهیږي چې ایا ایرانیان به د هغه مشري ومني، او که دوی دا کار وکړي، نو دا به د ده لپاره ښه وي."

ډونالډ ټرمپ په خپل دفتر کې له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل: "رضا پهلوي ډیر ښه ښکاري، خو دی نه پوهیږي چې په خپل هیواد کې به یې څنګه هرکلی وشي.

په ایران کې د روانو پراخو لاریونونو په ترڅ کې، د ژوندی دې وي پاچا او پهلوي به بیرته راشي شعارونه ډیر اوریدل کیږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: که د ایران له لوري کوم مثبت اقدام ونه شي، ښايي «د ازادۍ پروژه» بیا پيل کړي

ټرمپ: که د ایران له لوري کوم مثبت اقدام ونه شي، ښايي «د ازادۍ پروژه» بیا پيل کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې ښايي تر شپې پورې د ایران له لوري د امریکا وړاندیزونو ته ځواب ترلاسه کړي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي و چې واشنګټن تمه لري ایران به د جمعې په ورځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته خپل ځواب وسپاري.

روبیو ویلي و: «وګورو چې په دې ځواب کې څه شامل دي. زموږ هیله دا ده چې داسې څه وي چې موږ یوې جدي مذاکراتي پروسې ته داخل کړي.»

خو د شنبې تر غرمې پورې لا هم د امریکا د وړاندیز او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ایران د رسمي ځواب خبر نه و خپور شوی.

ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي و: «داسي ښکاري چې نن شپه به یو لیک ترلاسه کړم، وګورو چې څه پېښېږي.»

د امریکا ولسمشر، چې د سپینې ماڼۍ په انګړ کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، ګواښ وکړ چې که د ایران له لوري کوم مثبت پرمختګ ونه شي، امریکا ښايي یو ځل بیا «د ازادۍ پروژه» عملي کړي.

سي‌این‌این: ټپي مجتبي خامنه‌يي د جګړې د ستراتیژۍ په ټاکلو کې مرسته کوي

سي‌اېن‌اېن تلویزیوني چاینل د امریکا د استخباراتي ارزونې پر بنسټ، راپور ورکړی چې مجتبی خامنه‌يي د اسراییل په برید کې سخت ټپي شوی، خو لا هم د جګړې د ستراتیژۍ په ټاکلو کې له جګپوړو چارواکو سره همکاري کوي.

د سي‌اېن‌اېن دا راپور، چې د شنبې په ورځ د غويي په ۱۹مه خپور شوی، د هغو امریکايي چارواکو له معلوماتو جوړ شوی چې د ایران د نوي مشرتابه په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو له ارزونو خبر دي.

د دې استخباراتي ارزونې له مخې، که څه هم تر اوسه لا روښانه نه ده چې په اوسني حکومت کې وروستۍ پرېکړه د چا له‌خوا کېږي، خو مجتبی خامنه‌يي له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو په مدیریت کې «احتمالاً رول لري او مرسته ورسره کوي.»

د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې ۴ افغانان بریالي شوي

د درو ښځو په ګډون ۴ افغانان د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې بریالي شوي دي.

د کارګر ګوند غړي پیمانه اسد، رابعه نسیمي او شهیره کریمي د لندن او عبدال بوستاني د ګلاسګو د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې بریالي شوي دي.

د لندن د سیمه ییزې شورا انتخابات د پنجشنبې په ورځ وشول.

پیمانه اسد له هغو رایه ورکوونکو مننه کړې چې د درېیم ځل لپاره یې بیا هغې ته رایه ورکړه.

هغې د دغو ټاکنو د ستونزو په اړه لیکلي: «ځینو خلکو به راته ویل چې زه ریښتینې مسلمانه نه یم، ځکه چې د دوو دولتونو پر حللارې باور لرم. ما ته به یې صهیونیسته ویل، او ځکه چې پلار مې د افغانستان پښتون دی، طالبان به یې راته ویل. همداراز، د بهرني سیاست په اړه د خبرو کولو له امله به یې د چوپولو لپاره د مرګ ګواښونه راته استول.»

مېرمن اسد ټینګار کړی: «ما دا ټول بریدونه وزغمل او د درېیم ځل بریا مې ترلاسه کړه. ان تر دې چې د تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د نوملړ په سر کې راغلم.»

د بریتانیا د پنجشنبې ورځې د ټاکنو پایلې ښيي چې د صدراعظم کی‌یر سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند، د انګلستان په سیمه‌ییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز په رایه‌اچونو کې له پراخې ماتې سره مخ شوی دی.

په مقابل کې، د «ریفرم یوکې»، د سکاټلنډ ملي ګوند، د وېلز «پلاید کامري» ګوند او زرغون ګوند په یو شمېر حوزو کې پرمختګ کړی دی.

دا ټاکنې د انګلستان د ۱۳۶ سیمه‌ییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز د سیمه‌ییزو پارلمانونو لپاره ترسره شوې وې، او د ۲۰۲۹ کال تر عمومي ټاکنو مخکې د کارګر حکومت لپاره د عامه افکارو تر ټولو مهمه ازموینه بلل کېږي.

افغان باډي‌بلډر د نیویارک پرو سیالیو اتلولي وګټله

افغان باډي‌بلډر علي بلال په امریکا کې د «نیویارک پرو» بدني روزنې د نارینه ووو د فزیک ګته ګورۍ په سیالیو کې اتلولي خپله کړه.

بلال د جمعې په شپه په پایلوبه کې د برازیل لوبغاړي اېډوان پالمېرا ته ماتې ورکړه، او لومړی مقام یې خپل کړ. د سیالیو درېیم مقام د اندونیزیا د عیسی کاسیک په برخه شو.

علي بلال پر سټېج پیاوړې ننداره وړاندې کړه او د خپل بدن جوړښت، د عضلو د واضح حالت او غوره نندارې له امله وستایل شو.

علي بلال د باډي‌بلډنګ په برخه کې د افغانستان تر ټولو بریالیو نړیوالو ورزشکارانو څخه ګڼل کېږي. هغه تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال «ارنولډ کلاسیک» سیالۍ هم ګټلې وې او د «مستر اولمپیا» په سیالیو کې یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې پرله‌پسې دوهم مقامونه ترلاسه کړي وو.

د قطر صدراعظم او باندنیو چارو وزیر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د ایران په اړه خبرې وکړې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام تایید کړه چې د دغه هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي. ډي. ونس سره لیدلي دي.

تر دې مخکې رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو، د خبرو سرچینو په قول، راپور ورکړی و چې د دوی خبرې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو پر محور راڅرخېده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جي. ډي. ونس او قطري چارواکي «د سیمې وروستي پرمختګونه او د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وارزولې، څو د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا سبب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران وايي لا هم د امریکا د وړاندیز شوې هوکړې طرحه ارزوي او تر اوسه یې رسمي ځواب نه دی ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو مخکې ویلي و چې تمه ده تهران خپل ځواب د جمعې په ورځ واشنګټن ته وسپاري.

( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره

UNHCR and IOM
UNHCR and IOM

د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي.

د ملګرو ملتو د شمیرو له مخې تیرمیلادي کال دوه میلیونه او اته لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپله هیواد ته ستانه شول چې روان کال تر دې دمه د تیرکال په پرتله د کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شوی دی.

امریکایي ځواکونو د ایران دوې بیړۍ ویشتلي

د امریکا سمندري ځواکونه- ارشیف
د امریکا سمندري ځواکونه- ارشیف

د امریکا پوځ وایي، د ایران د تیلو پر دوو بیړیو یې د جمعې په ورځ ډزې وکړې او د هغوی مخه یې ونیوله چې د امریکا له سمندري محاصرې تیرې شي.

د امریکا د مرکزي قوماندې( سنتکام) په وینا دوه کښتۍ یې چې د ایران بیرغ پرې رپیده، خو بار پکې نه و، وویشتلې او ایران ته یې د هغوی د داخلیدو مخه ونیوله.

امریکا د ایران د سمندري محاصرې له پیله د جمعې تر ورځې د څه باندې اویا ایراني کښتیو د مخنیوي خبر ورکوي.

امریکایي ځواکونه د اپریل له دیارلسمې راپه دې خوا د هند په سمندر کې هغه بیړۍ دروي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي.

پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي

عرفات غونډۍ- ارشیف
عرفات غونډۍ- ارشیف

په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.

سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي.

د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي.

له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي.

د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.

د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي

د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب
د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.

واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.

نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.

هرات کې مسافروړونکی بس اوښتی لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان دي

د کابل - هرات لویه لار
د کابل - هرات لویه لار

د هرات په ادرسکن کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان دي.

پولیس راډیو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړونده رسنۍ ده نن د پېښې په اړه راپور ورکړی.
د راپور په اساس بېګا ناوخته د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره په لویه لار ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی او مسافرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.

ټپيان نږدې روغتونو ته وړل شوي.

د افغانستان لویې لارې په تېره د کابل – کندهار – هرات لویه لار تل د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدې دي چې هر کال پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اوړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG