خبرونه
په اوکراین د روسیې د تیرې شپې بریدونو مرګ ژوبله اړولې او د ملیونو خلکو بريښنا یې پرېکړې
اوکرایني چارواکي وايي په دغه هیواد باندې د روسیې د تیرې شپې بریدونو کې ۴ کسه مړه او څو تنه نور ټپیان شوي دي.
ددغو بریدونو په نتیجه کې د برښنا او تودوخې شبکې هم زیانمنې شوي او په ملیونو خلک د ژمې په دې سړه هوا کې له برښنا او د تودوخې له خدماتو بې برخې شوي دي.
ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وویل چې روسي ځواکونو داوکراین په اتو سیمو دغو بریدونو کې تقریبا ۳ سوه ډرون ، ۱۸ بالیستیک توغندي او ۷ کروز توغندي کارولي دي.
زیلنسکي په ټیلیګرام کې ولیکل چې په دغو بریدونو کې د انرژي او برښنا تاسیسات په نښه شوي دي.
روسي چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په اوکراین کې د روسیې د جګړې د درولو لپاره خبرو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
عمان د هرمز تنګي د مدیریت د څرنګوالي په اړه ایران ته د یو میکانیزم وړاندیز کړی دی
رویټرز خبري اژانس د سېشنبې په ورځ فارس خلیج کې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړ چې عمان ایران ته دیوه ګډ سیمه ایز میکانیزم د جوړولو وړاندیز کړی چې له مخې به یې هرمز تنګي څخه د بیړیو د تیریدلو حق العبور په داوطلبانه ډول ورکول کېږي.
سرچینې چې نوم یې په راپور کې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې د عمان دغه وړاندیز د سیمې د هېوادونو له ملاتړ برخمن دي او داهم په کې راغلي دي چې ددې مهمې سمندري لارې کنټرول به یوازې د ایران په لاس کې نه وي.
ویل کېږي چې دغه وړاندیزکې د مالاکا تنګي د ادارې له ماډل څخه الهام اخیستل شوی چې د مالیزیا او اندونیزیا ترمنځ په ګډه اداره کېږي. د دې ماډل له مخې، بیړۍ دیاد تنګي څخه د تیریدو لپاره داوطلبانه فیس پرې کوي چې عواید یې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د چارو د تمویل لپاره لګول کېږي.
عمان تر دې مخکې په رسمي ډول ویلي چې د هرمز تنګي د مدیریت له هغې طریقې سره چې ایران یې غواړي موافق نه دی او ټینګار یې کړی چې د دې تنګي اداره باید د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره شي.
له دې مخکې ایراني چارواکو تایید کړې وه چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه یې له عماني چارواکو سره خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې دا مهال یوازینۍ رسمي خبرې چې ایران پکې دخیل دی، د هرمز تنګي په اړه له عمان سره دي.
ملګري ملتونه: د طالبانو د حکومت د پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو له پيل راهیسې سلګونه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د طالبانو د حکومت د پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو له پيله ۴۹۹ ملکیان وژل شوي او ۱۲۱۶ نور ټپيان شوې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما دغه خبره د ( اپریل،مې ،جون) میاشتو پر مهال د بشري وضعیت د اروزنې په راپور کې، چې نن سه شنبه خپور شو، کړې ده.
راپور کې راغلي چې د تاوتریخوالي له کبله دغه ملکي مرګ ژوبله د تیر کال د اکتوبر میاشتې له لومړیو څخه د سږ کال د جون تر ۳۰مې پورې مستنده شوې ده.
د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته تر هغه خرابې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې شوې چې د پاکستان هوایي ځواکونو د تېر کال اکتوبر کې د لومړي ځل لپاره پر کابل هوایي بریدونه وکړل.
یوناما پر ملکي مرګ ژوبلې سربیره په افغانستان کې بشري وضعیت یوځل بیا د اندیښنې وړ بللی دی.
دوی په هرات کې د حجاب نه مراعاتولو په تور د دیرشو ښځو د نیولو، د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د نیولو او توقیف د نهه ویشتو پیښو او د ځینو هغو د شکنجې خبره هم یاده کړې ده.
پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.
بدخشان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وژل شوی دی
بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله امیري بهارک ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د بدخشان ولایت امنیه قومانداني ویاند احسان الله کامګار ازادي راډیو ته وویل چې ذبیح الله امیري باندې نن د بهارک- فیض اباد په لار دوه موټر سایکل سپرو وسله والو برید کړی او دبرید کونکو څخه یو کس د امیري د محافظانو په ډزو کې وژل شوی او دوهم کس نیول شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چې دقتل انګیزه تراوسه څرګنده نه ده.
د خبر ترلیکلو کوم کس یا ډلې ددغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دغه برید په داسې حال کې کیږي چې بدخشان ولایت کې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو او مخالفینو ترمینځ یې نښتې شوي دي.
پر افغانستان د پاکستان ۵۰ حملې: “۴۷۲ ملکیان وژل شوي او ۷۱۵ ټپیان شوي دي”
رواداري: د پاکستان په بریدونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان دي
د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان چې له افغانستانه بهر فعالیت کوي، وایي د پاکستان په بریدونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر او د ۲۰۲۶ کال د جون ترمنځ موده کې یې د پاکستان اړوند ۵۰ بریدونه څېړلي دي.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د وژل شویو ۴۷۲ ملکي وګړو له ډلې ۳۴۲ نارینه، ۸۶ ماشومان او ۴۴ ښځې دي.
رواداري سازمان وايي چې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د استوګنې کورونه، ښوونځي، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه او نور عامه تأسیسات په نښه شوي او سخت زیانیې لیدلی دی.
خو د پاکستان حکومت تر دې مخکې څو ځله ادعا کړې چې په خپلو بریدونو کې یې یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پوځي تأسیسات او پټنځایونه په نښه کړي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د شمېرو له مخې، د روان کال د جون په ۲۹مه د پاکستان په هوايي بریدونو کې چې د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ترسره شول، ۲۸ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل وو، وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
همداراز، نړیوالو سازمانونو کابل کې د «امېد» په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې د لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړو وژل کېدل هم تأیید کړي دي.
طالبانو په یو نوي نوم «د حکومت د ځواب ورکونې پروګرام» پیل کړ
مجاهد: د حکومت د خلکو پر وړاندې د ځواب ویلو پروګرام پیل شو
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې حکومت د لاسته راوړنو د رسنیزو کولو پروګرام پیل کړی دی.
هغه د دوشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر نوم لاندې دا پروګرام څو اوونۍ دوام کوي.
مجاهد وايي د دې پروګرام هدف د حکومت د لاسته راوړنو رسنیز کول دي.
دغه پروګرام د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په نوم ترسره کېده.
د طالبانو حکومت هم په تېرو کلونو کې دا پروګرام په همدې نوم ترسره کاوه، خو سږ کالیې نوم بدل کړی دی.
د طالبانو مشر: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول زموږ د مبارزې له اهدافو و
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده وایي، د دې ډلې د ۲۰ کلنې مبارزې له مهمو اهدافو څخه یوه هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول و.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه دا څرګندونې په کندهار کې له سیمهییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړ.
دا اداره په تېرو پنځو کلونو کې د خلکو او نړیوالو سازمانونو لهخوا د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورنه شوې ده.
د دغه وزارت چارواکوچې ځان د اسلامي شریعت په پلي کولو مکلف بولي، د نورو محدودیتونو ترڅنګیې پر ښځو او نجونو د حجاب اغوستل اجباري کړي او ګڼ نور محدودیتونهیې هم پرې لګولي دي.
ټرمپ: له ایران سره خبرې ډېرې جدي دي، خو که ناکامې شي، سخت پوځي برید به وکړو
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل، ایران تهیې د ډیپلوماسۍ لپاره یو بل فرصت ورکړی، خو که خبرې ناکامې شي، امریکا به پر ایران ډېر پراخ پوځي اقدامات ترسره کړي.
ډونالد ټرمپ له اکسیوس وېبپاڼې سره په مرکه کې وویل: “موږ له ایران سره ډېرې جدي او ژورې خبرې روانې کړې دي. که دا خبرې پایلې ته ونهرسېږي، نو بیا به ډېرو پراخو پوځي اقداماتو ته ستانه شو.”
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر کومه وخته به ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي، وویل: “زیات وخت نه. یا به ډېر ژر پرمختګ وشي او یا به هېڅ پرمختګ ونهشي.”
د امریکا ولسمشر پر ایران د ۱۳ شپو له پرلهپسې بریدونو وروسته، د تېرې جمعې په ورځ د دغو پوځي عملیاتو د درولو امر وکړ.
ایران هم چې د دغې جګړې پر مهالیې د منځني ختیځ څو هېوادونه په نښه کړي و، اعلان وکړ چې خپل بریدونهیې درولي دي.
ټرمپ وویل چې منځګړو هېوادونو ترې غوښتي وو څو خبرو ته یو بل فرصت ورکړي.
د سوریې ولسمشر: له نورو هیوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسراییل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسیږي
د سوریې ولسمشر احمد الشرع وایي چې دمشق له څو نورو هېوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسرائیل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسېږي.
الشرع له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د دې ډول یوې هوکړې بریا به د یوې هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره کړي، پرته له دې چې د جولان پر لوړو سیمو د سوریې حق له پامه وغورځول شي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې که لبنان کې ګډوډي وي، نو دا به پر سوریې مستقیم او سمدستي اغېز ولري. نوموړي زیاته کړې چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې پراخېدل هم د ټولې سیمې لپاره درنې پایلې لرلای شي.
د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې دمشق په لبنان کې د پوځي مداخلې نیت نه لري او د وسلو د انحصار او همدارنګه د جګړې او سولې په اړه د لبنان د حکومت د پرېکړې د حق ملاتړ کوي.
په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق غړی انوارالحق احدي وایي دې شتمنو ۷۰۰ ملیون ډالره ګټه کړې
په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق غړی او د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي وايي چې د افغانستان هغې شتمني چې په سویس کې ساتل کېږي، تر اوسه یې ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او۴،۲ میلیارډه ډالرو ته رسېدلې ده.
ښاغلي احدي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۴) د "افغان پوهانو او کارپوهانو ټولنې" په انلاین ناسته کې کړې دي.
په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، نوموړي په امریکا کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د پاتې ۳،۵ میلیارډ ډالرو په اړه ویلي چې تر اوسه دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړې کړې دي او ډېر احتمال شته چې درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د خوشې کولو په اړه پرېکړه وکړي ترڅو د افغانستان د خلکو شتمنۍ خوندي پاتې شي.
احدي همداراز ویلي چې تر اوسه په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق له شتمنیو څخه هیڅ کارندی اخیستل شوی او کله چې وضعیت عادي شي، دا شتمنۍ به د افغانستان مرکزي بانک ته ولېږدول شي.
د نړۍ په بازارونو کې نن دوشنبې د تیلو بیې را ولویدې
د ایران او امریکا ترمنځ پریوبل د بریدونو د دریدو وروسته نن دوشنبې د نړۍ په بازارونو کې د اومه تیلو بیې شاوخوا اوه سلنه را ولویدې.
د دغو بریدونو له دریدو سره دا هیلې زیاتې شوې چې ښايي دواړه هېوادونه بېرته اوربند ته وګرځي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه خبرې اترې پیل شي. د برینټ او ټکزاس اومه تیلو بیې د دوشنبې په ورځ ډیرې راولویدې او د هربیرل بیه یې شاوخوا ۹۰ ډالرو ته ورسیده.
د برېنټ اومه تېلو د هربیرل بیه تېره اوونۍ له ۱۰۰ ډالرو څخه پورته شوې وه چې دا د مې له میاشتې راهیسې د تیلو ترټولو لوړه بیه وه.
امریکا په ایران کې پر اهدافو د ۱۳ ورځو له بریدونو وروسته د شنبې په ورځ خپل پوځي عملیات ودرول. په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازي وویل چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ "خبرو اترو ته لږ فرصت ورکوي."