روسیه په داسې حال کې د اوکراین په دونباس سیمه کې د یوه مهم ښار د نیولو خبر ورکوي چې ټاکل شوې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف نن په کریملین کې د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره وګوري.
په یوه ویډیویي پیغام کې چې کریملین خپورکړی د روسیې لوړپوړي پوځي جنرال والرې ګیراسیموف ادعا کړې چې پوکروفسک یې بشپړنیولی دی. خو اوکرایني چارواکو دغه ادعا ردکړې او نن سې شنبې یې رویترز آژانس ته ویلي چې اوکرایني سرتیري د دې ښارپرشمالي برخې کنټرول لري او د روسي ځواکونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.
اوکراین په وروستیو میاشتو کې ډیره هڅه کړې په شمال کې په ځانګړې توګه د کوپیانسک د ښارله شاوخوا او جنوب کې د پوکروفسک له سیمې روسي ځواکونه په شا وتمبوي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې د ختیځې جبهې لپاره د اوکراین د پوځ قومندانۍ نن سې شنبې پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پوکروفسک په ښاري سیمو کې د دښمن په وړاندې د لټون او تهاجمي عملیات دوام لري. په بیان کې دغه راز ویل شوي چې روسي ځواکونو له خرابې هوا څخه په ګټې اخیستو د پوکروفسک پریوه سیمه خپل بیرغ د تبلیغاتو لپاره پورته کړی چې وښیي ګواکې پربشپړښاریې کنټرول ټینګ کړی او وروسته سمدستي تښتیدلې دي.
په عین حال کې ټاکل شوې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو ویټکوف چې هڅه کوي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه حل لاره ومومي، نن په کریملین کې له ولسمشرپوتین سره خبرې وکړي. دا به د روان کال د جنوري له میاشتې راهیسې له پوتین سره د هغه شپږمه کتنه وي چې ترسره کوي یې. وروسته له هغې چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحدو ایالتونو د وړاندیز شوي پلان جزیات په ډاګه شول، واشنګټن هلې ځلې تیزې کړي دي چې دواړه لوري یوه تړون ته سره نژدې کړي.
د راپورله مخې اوکرایني چارواکي چې مخکې یې په جینوا کې له امریکایي لوړپوړو چارواکو سره خبرې ترسره کړي، هڅه کوي چې د امریکا له خوا د سولې په وړاندیز شوي پلان کې چې ویل کیږي ترډیره د روسیې په ګټه دی، د روسیې سخت دریځونه نرم کړي.
کله چې ځانګړی استازی مسکو ته په لاره و، د اوکراین ولسمشر ولودمیرزیلینسکي په کیدونکو خبرو کې د کریملین پرنیت شک څرګند کړ او ویې ویل چې دوی د سولې په غم کې ندي بلکې یوازې هڅه ېې داده چې د لویدیځ بندیزونه نرم کړي.