د ودانیزو چارو یو شمېر کارګران وایي د هوا په سړېدو سره یې کارونه په ټپه ولاړ او دوی حتی د یو وخت ډوډۍ برابرولو ته حیران دي.
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۵ کلن لازم خان عابد دی چې وایي د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي او له کابو ۱۵ کلونو راهیسې د ودانیزو یا ساختماني چارو کارګر دی.
حیرانه پاتې یم چې څه وکړم، زموږ غوښتنه دا ده چې یو کار راته پیدا کړل شي چې موږ په کې مصروفه شو
خو ده ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت وکړ چې د ژمي موسم په راتلو او هوا په سړېدو سره په اکثریتو سیمو او ولایتونو کې ودانیزې چارې په ټپه ولاړې دي او دی او نور کارګر ملګري یې بې کاره دي چې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شوي دي: "د ژمي په راتګ مو کارونه په ټپه ودرېدل، د (کورنۍ) ځینو اړتیاوو ته رسېدنه کولای شم، خو اکثرو ته نه، حیرانه پاتې یم چې څه وکړم، زموږ غوښتنه دا ده چې یو کار راته پیدا کړل شي چې موږ په کې مصروفه شو، دا هر څه خو پرېږدئ د دې ژمي البسې ته لا حیرانه پاتې یو چې دا څنګه برابر کړو."
عابد وایي چې مخکې یې د سمنټو په برخه کې د کارګرۍ ورځنی عاید ۳۵۰ افغانۍ و.
د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی ۶۰ کلن لطیف چې د ۱۶ کسیزې کورنۍ مشر او د ګچ کارۍ په برخه کې ۱۶ کلنه تجربه لري وایي چې د کورنۍ اکثره نارینه غړي یې په بېلابېلو ودانیزو چارو بوخت وي، که څه هم ټول کال کار موندنه ورته سخته وي، خو په خبره یې د ژمي موسم کې دی او زامن یې ټول بې کاره دي چې له بد بشري حالاتو سره مخ کېږي.
ده ازادي راډیو ته وویل چې مخکې یې په ورځ کې تر ۵۰۰ افغانیو مزدوري کوله، خو په خبره یې که څه هم په دې وروستیو کې دا عاید حتی ۱۵۰ افغانیو ته راټیت شوی دی، خو اوس بېخي بې کاره دي: "دلته افغانستان کې په ټولو برخو کې کار ډېر کم دی، په اوونۍ کې کارګرو ته له دوو ورځو زیات کار نه موندل کېږي او چې پیدا هم شي په ډېره سختۍ وي، زموږ کار به مخکې د حمل له میاشتې پیلېده تر ۸مې یا ۹مې میاشتې، خو چې هوا به سړه شوه د دې لپاره چې اوبه او سمنټ یخ وهي، کار بندېده، خو اوس دا هم نشته. نه خوراکي توکي او د پوښاک څه موندل کېږي، چې څوک مو ناروغ شي، تر روغتونه د کرایې پیسې نه وي، ځکه بې کاري ده."
د ودانیزو چارو دا کارګران د طالبانو له حکومت او بېلابېلو پراختیایي مؤسسو غوښتنه کوي چې د کار موندنې یا هم د دوی په خبره د کاري پلانونو تنظیمولو په برخه کې دې ورسره مرستې وکړي.
که څه هم د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د افغانستان د کارګرانو د ټولنې ځیني پخواني چارواکي او د دوی د حقونو فعالان د افغان کارګرانو پر ملاتړ ټینګار کوي.
باید د ژمي په موسم کې دا ځینې سترې پروژې دولت په تقسیماتو کې تنظیم کړي
له دې ډلې د افغانستان د کارګرانو د اتحادیې «امکا» یو پخواني چارواکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل چې د ټولو افغان کارګرانو اقتصادي وضعیت اندېښمنوونکی دی، خو په خبره یې، د ساختماني چارو کارګران په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې له بدو بشري حالاتو سره لاس او ګرېوان وي.
خو له دې ستونزو وتو ته څه کول په کار دي؟
د امکا دغه پخوانی چارواکي یې په اړه وايي: "په دولتي کچه باید مختلف کاري پروګرامونه ورته برابر شي، ځکه افغانستان بېلابېل موسمونه لري، باید د ژمي په موسم کې دا ځینې سترې پروژې دولت په تقسیماتو کې تنظیم کړي، د دې ترڅنګ د ودانیزو چارو ځیني مواد دي چې هغه هر موسم کې کارول کېدای شي، که دولت هغه «کارګرو» ته برابر کړي، بل دې ستونزو ته د رسېدو لپاره داسې کول په کار دي چې دا پراختیایي پروژې دې په دې ډول ډیزاین شي چې کارګران په دوامداره توګه په خپلو چارو بوخت پاتې شي، لکه ځینې پروژې دې د اوړي په موسم کې په سړو سیمو کې او برعکس د سړو سیمو دې په اوړي کې تنظیم کړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې، ښځینه کارکوونکې په کور کېنول شي او ډېر هغه ځوانان چې بېکاره دي، هڅه کوي د کار موندلو په لټه وطن پرېږدي.
که څه هم په افغانستان کې دا مهال د ټولو کارګرانو او کسبګرو کره شمېر مشخص نه دی، خو اوس د بدو اقتصادي حالاتو او له دولتي ادارو ایستل او تنقیص شویو اکثریتو کارکوونکو هم د لا چارۍ له امله کارګرۍ او سختو کارونو ته مخه کړې چې د بې کارۍ د لوړې کچې له امله کار موندل هغه هم په ژمي موسم کې ورته خورا سخت او ځیني وخت حتی ناشونې وي.