د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۸

افغانستان

ایران تېرو دوه ورځو کې ۲۹۲ افغان زندانیان افغانستان ته لېږدولي دي

د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو تبادله، ارشیف
د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو تبادله، ارشیف

ایران پرون او وړمه ورځ ۲۹۲ افغان زندانیان افغانستان ته لیږدولي دي.

دا خبره په تهران کې د طالبانو د حکومت شارژدافیر ( د سفارت سرپرست) فضل محمد حقاني تېره شپه ناوخته( یکشنبه د لیندۍ دویمه) ازادۍ راډیو ته وکړه.

ایرانۍ رسنۍ وایي چې پر بېلابیلو جرمونو محکومو شویو دغو افغانانو په ایران کې د محکومیت دوره تیره کړې، خو د قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره د طالبانو د حکومت اړوندو ادارو ته معرفي شوي دي.

معلومه نه ده چې ایران کې دا مهال څه شمېر افغانان بندیان دي، خو طالب او ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د بندیانو د تبادلې پروسه ګړندۍ کړې ده.

تیره اونۍ د ایران د بشري حقونو سازمان ازادۍ راډیو ته ویلي و چې د سږ میلادي کال له پيله ایران کې ۷۲ افغانان اعدام شوي چې په خبره یې د محکمې جریانونو یې عادلانه نه وو.

په ایران کې د افغانانو د محکومیت لاملونه تر ډیره د نشه یي توکو قاچاق او جنایي جرمونه دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

 نن د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی

نن پنجشنبې د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د تیز باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل کړی دی.

په اعلامیه کې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندینه هم شوی دی.

وروستیو بارانونو او سیلونو د افغانستان په خیتځو ولایتونو کې په لسهاوو کسان مړه او خلکو ته په میلیونو افغانیو تاوان ورسوه.

د افغانستان د ازادي جبهه ادعا کوي چې پنځه طالب سرتیري يې وژلي دي

د افغانستان د ازادي په نوم جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې يې د نښه پرمهال پنځه طالب سرتیري وژلي او یولس نور يې ټپیان کړي دي.

دغه جبهې پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې پرون چهارشنبه یې د طالبانو یو برید په شا تمبول دی.

د جبهې په ټکو، نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.

تراوسه طالب چارواکو د دغې ادعا په اړه څه ویلي نه دی.

ازادي راډيو په خپلواکه توګه د دې جبهې ادعاوې نشي تاییدولی.

یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي،"په روانه اوونۍ کې څه باندې درې سوه افغان کډوالو د پاکستان له زندانونو تر خوشي کیدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي".

دغه وزارت نن پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، د ماشومانو په ګډون ۳۲۵تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

وړاندې راغلي، دغه کسان د بیلابیلو لاملونو له کبله بندیان شوي وو.

پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې چې په زرهاوو کډوال يې بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي لسګونو زرو راستنو شویو کورنیو ته یې د استوګنې نمرې ورکړي

ارشیف
ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت څه دپاسه ۶۵ زره راستنوشویو کورنیو ته د استوګنې د نمرو د توزیع خبر ورکوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي، او دا لړۍ لا هم روانه ده.

بلخوا ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریبا ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هیوادونو،پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

دافغانستان او ایرلنډ د چهارشنبې د کریکټ لوبه بې نتیجې اعلان شوه

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم ، ارشیف

د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کیږي.

ددغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بې نتیجې اعلان شوه.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګست تر۱۴ دوام وکړي.


د پیښور سترې محکمی دیو افغان پخواني جنرال او دوه خبریالانو د ډیپورت مخه ونیوله

د پیښور ستره محکمه ، ارشیف
د پیښور ستره محکمه ، ارشیف

پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د پیښور سترې محکمی دیو افغان پخواني جنرال او دوه خبریالانو د ډیپورت مخه ونیوله.

یادې محکمې د ایالت کورنیو چارو وزارت ته حکم کړی دی چې د جنرال نوید احمد عمري او خبریالانو سید انعام الله صالحي او سید منیر احمد هدف د پاته کیدو په اړه د دوه میاشتو په ترځ کې تصمیم ونیسي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې یادو کسانو په خپلو عریضو کې پاکستان کې د دوه میاشتو د پاته کیدو غوښتنه ځکه کړې وه چې وايي په افغانستان کې یې ژوند ته ګواښ متوجه دی.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» په چوکاټ کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې شاوخوا ۲.۶۶میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.

ملډاویا ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي د سفر پرسر په هغه هیواد کې سیاسي لانجه راپورته شوې

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت درې چارواکو د اګست په ۳مه د ملډاویا له پلازمینې کیشینیو څخه کتنه ترسره کړه چې له پراخو سیاسي نیوکو سره مخ شوې ده.

طالبانو ویلي چې دا سفر د کرنې په برخه کې د تخنیکي او عملي همکاریو د پراخېدو لپاره ترسره شوی او هڅه یې کړې چې هغه ته د رسمي سفر بڼه ورکړي. د طالبانو اړوندو رسنیو د دې پلاوي د سفر په اړه پرله ‌پسې راپورونه خپاره کړي دي.

خو ازادي راډیو د ملډوایا څانګې د راپورله مخې د ملډاویا حکومت ویلي چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له پلاوي سره هېڅ رسمي لیدنې کتنې ندي پلان شوي. د ملډاویا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلاوي غړیو ته ویزې ځکه ورکړل شوې چې هغوی د نړیوالو بندیزونو په لېست کې نه ووشامل خو د دې وزارت په خبره هغه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.

د راپورونو له مخې د دې درې کسیز پلاوي مشري د کرنې مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني کوله.

د ملډاویا صدراعظم د دې پېښې په اړه ویلي چې دا یوه "شرموونکې او د نه منلو وړ" اداري تېروتنه وه او د ویزو د ورکړې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کاله په پوره کیدو دي خو په دې موده کې روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د روسیې له لوبډلې سره لوبه کوي

په تایلنډ کې د فوټسال د اسیایي جام لوبو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن خپله درېیمه لوبه د روسیې پر وړاندې ترسره کوي.

دا لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین په درې نیمو بجو پیلېږي.

افغانستان په دې سیالیو کې خپلې لومړۍ دوه لوبې د کوربه هېواد تایلنډ او ویتنام پر وړاندې بایللې دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې لوبغاړو د ننۍ لوبې لپاره ښه تیاری نیولی او هیله من دي چې هغه وګټي.

یو افغان په یونان کې د یوې ښځې د وژلو په تور نیولی شوی دی

یو ۲۶ کلن افغان سوک‌ وهونکی چې په یونان کې یې پناه اخیستې، نن چهارشنبې د یوې سکاټلنډۍ مرستندویه کارکونکې الیزابت جین راس د وژنې په تور محکمې ته وړاندې کېږي.

د یونان پولیس وايي، د ۳۸ کلنې راس مړی د جولای په ۱۸مه په اتن ښار کې په یوه بکس کې وموندل شو. نوموړې د جولای له ۱۵مې راهیسې ورکه وه.

پولیس وايي، تورن د وژنې تورونه رد کړي او ادعا کوي چې مړی یې په یوه اپارتمان کې موندلی، خو د وېرې له امله یې په بکس کې ایښی او د پټولو هڅه یې کړې ده.

یوشمیر رسنیو تورن کس شریف احمدزی ښودلې او ویلي یې دي چې هغه چې په افغانستان کې زیږیدلی، په ځوانۍ کې یونان ته تللی او هلته میشت شوی دی.

چارواکي وايي، تورن د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارت د پیسو ایستلو لپاره کارولی او ښايي د هغې له ټیلیفون څخه یې داسې پیغامونه هم استولي وي چې ګواکې نوموړې لا ژوندۍ ده.

د پولیسو په وینا، د قضیې څېړنې روانې دي او د تورونو بڼه کېدای شي د پلټنو له پرمختګ سره بدله شي.

د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ «په ۵مه» په ایرلنډ کې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لړۍ د اګسټ تر ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې ښکاره کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.

د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له امله‌یې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي ډول ترسره شي.

د دغو سیالیو کوربه‌توب په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG