خبرونه
د اوکراین ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا پر وړاندیزونو له ولسمشر ټرمپ سره ویني
د اوکراین ولسمشر وروسته له دې چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د سولې د طرحې مسوده ترلاسه کړه، اعلان وکړ چې تمه لري په «راتلونکو ورځو» کې له ډونالډ ټرمپ سره د دې طرحې په اړه خبرې وکړي.
ولودیمیر زیلنسکي ټینګار وکړ چې هر ډول توافق باید «عزتمنه سوله» وي او په کې د اوکراین د «خپلواکۍ او حاکمیت درناوی» تضمین شي.
همداراز ټاکل شوې چې د اوکراین د درې اروپایي متحدانو؛ جرمني، بریتانیا او فرانسې مشران، نن جمعه (د لړم ۳۰مه) له زیلنسکي سره خبرې وکړي.
د امریکا وړاندیز شوې طرحه له کیف څخه غواړي چې مسکو ته پراخ امتیازونه ورکړي.
د راپورونو په بنسټ، د دې طرحې شرطونه ظاهراً هغو سختو غوښتنو ته ورته دي چې روسیه یې پر اوکراین د پراخ یرغل له پیله له اوکراین څخه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له پاکستانه په ۱۵ ورځو کې له ۵۳ زرو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ تر ۱۵مې نېټې پورې له پاکستان څخه څه باندې ۵۳ زره او ۵۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له پاکستانه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدنه د جون د دوهمې نیمایي په پرتله ۳۷ سلنه او د هغوی جبري ایستل ۱۳۶ سلنه زیات شوي دي.
دغه سازمان زیاتوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۱۵مې پورې نږدې ۲.۶ میلیونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد سازمان وايي، ۹۶ سلنه راستنېدونکو دوی ته ویلي چې د پاکستان د پولیسو لهخوا د نیول کېدو وېره افغانستان ته د دوی د ستنېدو تر ټولو مهم لامل و.
د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د پنجشنبې په ورځ «د زمري په ۲۹مه» د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د سختو بارانونو، له دوړو او خاورو سره د تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
په اېکسپاڼه د دې ادارې خبرپاڼه وايي، په نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي متره پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له پورته کېدو سره د سختو بادونو د لګېدو امکان شته او په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.
تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د یکشنبې په ورځ «د زمري په ۲۵مه» ویلي و چې د روان میلادي کال له پیل څخه د اګسټ تر میاشتې پورې په افغانستان کې له ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي او ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هرمز تنګي د کړکېچ له زیاتېدو سره د نفتو بیې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې
د نفتو د نړیوالو بیو د لوړېدو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه د خبرو اترو برخلیک لا هم څرګند نهدی.
د چهارشنبې په ورځ «د زمري په ۲۸مه» د برنټ خام نفتو بیه د تېرې ورځې په پرتله یو سلنه لوړه شوه او هر بېرل ۹۲ ډالرو ته ورسېد.
د امریکا د خامو نفتو بیه هم هر بېرل ۸۵ ډالرو ته لوړه شوې ده.
دغه بیې په تېرو دوو اوونیو کې د نفتو تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل: "له اسلامي جمهوریت ایران سره هېڅ ډول خبرې اترې یا مذاکرات روان نهدي او د هېڅ ډول خبرو یا مذاکراتو پلان هم نهشته."
په عین حال کې، په وروستیو ورځو کې د هرمز په تنګي کې هم کړکېچونه زیات شوي دي.
پر بېړیو د بریدونو دوام او د متحده عربي اماراتو له لوري د ایران د تازه توغندیزو بریدونو پر وړاندې د مقابلې اعلان، د دغو کړکېچونو له مهمو عواملو څخه بلل شوي دي.
درې افغان تکواندوکاران د نړیوال فدراسیون ریاست جام سیالیو لپاره لاهور ته ځي
تمه ده چې د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې درې لوبغاړي د پنجشنبې په ورځ، د «زمري په ۲۹مه» د پاکستان په لاهور ښار کې د نړیوال تکواندو فدراسیون د ریاست جام په سیالیو کې ګډون وکړي.
احسان رحیمي به د منفي ۵۴ کیلوګرامه وزن، حکمتالله زین به د منفي ۶۸ کیلوګرامه وزن او امېد سهاک به د منفي ۸۷ کیلوګرامه وزن په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخ شي.
په دغو سیالیو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو له ۵۰۰ څخه ډېر ورزشکاران ګډون کوي.
اوچا: کارکونکي یې په افغانستان کې له خطرونو سره سره د زیانګالو لاسنیوی کوي
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي چې کارکونکي یې په افغانستان کې په داسې حال کې د زیانګالو لاسنیوی کوي چې د اکثرو ژوند ته یې هره ورځ خطرونه متوجه دي. دې ادارې د چهارشنبې په ورځ د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، کله چې بحرانونه رامنځته کیږي، مرستندویان سمدستي اقدام کوي. هر کال د اګست په ۱۹مه د بشر پالنې نړیواله ورځ د بشري چارو فعالانو او مرستندویانو ته د درناوي په پار او له هغو خلکو سره د پیوستون څرګندولو لپاره لمانځل کېږي چې په ټوله نړۍ کې له بحرانونو اغېزمن شوي دي. افغانستان هم یوله هغو هیوادونو دی چې له سخت بشري وضعیت سره مخامخ دی او ملیونونه وګړي یې بیړیو او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د اوکراین د دفاع پخواني وزیر د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه
د اوکراین د دفاع پخواني وزیر میخایلو فیدوروف د سې شنبې په ورځ پر فساد او د حکومتولۍ پربحران د سختو انتقادونو ترڅنګ په هیواد کې د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه وکړه. هغه همداراز وویل چې اوکراین باید د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره یو "قانوني، خوندي او واقع بینانه" میکانیزم رامنځته کړي.
فیدوروف، چې په جولای میاشت کې یې له دندې لیرې کیدو اعتراضونه راوپارول، خبرداری ورکړ چې د جګړې پر مهال فساد د خپل ځان د دفاع په چارو کې د اوکراین وړتیا کمزورې کوي. هغه همداراز د سرتېرو، له هېواده بهر د میلیونونو اوکراینیانو او د جګړې د لومړۍ کرښې په سیمو کې د اوسېدونکو خلکو د رایې ورکولو د حق د تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ.
د میخایلو فیدوروف دغو څرګندونو د اوکراین پر ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سیاسي فشارونه زیات کړي دي. زیلنسکي په ۲۰۱۹ کال کې د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو خو پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل راهیسې چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شو، نافذ پوځي وضعیت د دې لامل شوی چې تر اوسه په اوکراین کې هېڅ ټاکنې ترسره نه شي.
متحده عربي امارات وایي، له ایران سره یې ټولې سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې درولې دي
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکې وایی چې له ایران سره یې ټولې سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې درولې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو مشرې، عفراء الحاملي، د سې شنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې ویلي: "په سیمه کې د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو له امله چې سیمه ییزه او نړیواله سوله او امنیت کمزوري کوي، له ایران سره ټول تجارت، سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې تر بلې خبرتیا پورې درول شوې دي."
د امارت دې چارواکې "د متحده عربي اماراتو او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي اړیکو په اړه ادعاوې" رد کړې، خو په دې اړه یې نور جزئیات وړاندې نه کړل.
دا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت اعلان وکړ چې "له ایران څخه توغول شوي دوه بالستیک توغندي" یې کشف او شنډ کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه ادعا "بېاساسه" بللې ده.
ایران له متحده عربي اماراتو سره پراخې اقتصادي او مالي اړیکې لري او د وروستۍ جګړې تر پیل مخکې د اماراتو بندرونه ایران ته د ډېرو وارداتي توکو د لېږد مهمې سرچینې وې. له دې سره سره، د دواړو هېوادونو اړیکې د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پیل راهیسې له ترینګلتیاوو سره مخ شوې دي.
د پاکستان حکومت وایي، یوه خصوصي روغتون ته د عمران خان د لیږدولو په اړه د سترې محکمې پریکړه ننګوي
د پاکستان حکومت وایي، د سترې محکمې هغه پرېکړه به وننګوي چې له مخې یې په بند کې د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د طبي معایناتو لپاره یوه خصوصي روغتون ته انتقالېږي.
د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په یوه ویډیويي بیان کې چې د پاکستان دولتي راډیو پرخپله ایکسپاڼه کې خپورکړی، وویل: "دا پرېکړه د قانون په چوکاټ کې نه راځي." هغه ویلي چې حکومت پردې پریکړې د بیاکتنې لپاره عریضه وړاندې کوي او غوښتنه به وکړي چې د یوه خصوصي روغتون پرځای هغسې چې محکمې پریکړه کړې، د ۷۳ کلن عمران خان طبي معاینات په یوه دولتي روغتون کې ترسره شي شي.
د پاکستان سترې محکمې د سې شنبې په ورځ امر وکړ چې عمران خان دې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې زنداني دی، د روغتیايي معایناتو لپاره په اسلام اباد کې د شفا انټرنشنل روغتون ته ولېږدول شي. د پریکړې له مخې د هغه خور او ډاکټرې، عظمیٰ خان، ته به اجازه ورکړل شي چې د درملنې پر مهال ورسره پاتې شي او کورنۍ به یې په اوونۍ کې یو ځل د هغه د لیدو اجازه ولري.
۷۳ کلن عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا تېروي. عمران خان او د هغه تحریک انصاف ګوند (PTI) وايي، پر دوی لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.
عمران خان، چې پخوانی مشهور کرکټ لوبغاړی دی، له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان صدراعظم و او لا هم د دغه هېواد تر ټولو اغېزناک مخالف سیاسي مشر بلل کېږي.
امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC پر مشرې او یوه جګپوړي وکیل بندیزونه ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، متحدوایالتونو د سې شنبې په ورځ د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC پر مشرې او د دې محکمې پر یوه لوړپوړي څارنوال بندیزونه ولګول.
روبیو په یوه اعلامیه کې وویل، ده د دغې محکمې پرمشرې، جاپانۍ قاضي توموکو اکانې او جګپوړي وکیل عبدلایه سېه چې د سېنېګال تبعه دی، بندیزونه لګولي دي. د رویترز د راپورله مخې دا بندیزونه د ټرمپ د تېر کال د هغه اجرائیوي فرمان له مخې لګول شوي چې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونو ته اجازه ورکوي.
روبیو وویل: "دغو کسانو په مستقیم ډول د جرمونو د نړیوالې محکمې په هغو هڅو کې برخه اخیستې چې د هغو حکومتونو د چارواکو د څېړنې، نیولو، توقیف یا محاکمې لپاره ترسره کېږي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له صلاحیت سره موافق نه دي."
ICC دا اقدام غندلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دغه بندیزونه د قانون حاکمیت کمزوری کوي.
امریکا تېر کال په بندیزونو کې د ICC څو چارواکي چې څارنوالان او قاضیان هم پکې شامل وو، په نښه کړل. واشنګټن د دغو بندیزونو لپاره د محکمې له خوا د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دې هیواد د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو د حکمونو او همدارنګه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د محکمې د پخوانۍ څېړنې یادونه کړې وه.
د امریکا دغه نوي بندیزونه د دغو کسانو هره هغه شتمني چې په امریکا کې یې لري، کنګلوي او د امریکا مالي سیسټم ته له لاسرسي څخه یې بې برخې کوي.
دا اقدام د ټرمپ د ادارې له لوري د هاګ مېشتې نړیوالې محکمې پر وړاندې د فشارونو د زیاتېدو وروستی ګام دی. دغه محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا د جنګي جرمونو، نسل وژنې او د بشریت پر ضد د جرمونو د محاکمې لپاره جوړه شوې وه، امریکا یې غړیتوب نه لري.
نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷ کلیزه او په دې هیواد کې عمومي رخصتي ده
نن د اسد یا زمري ۲۸ مه له بریتانوي امپراتورۍ څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ګټلو ۱۰۷ مه کلیزه ده. د دغې ورځې په مناسبت د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په هغې اعلامیه کې چې د دغې ورځې په مناسبت خپره کړې، د افغانستان ټولو وګړو ته یې د دې ورځې د مبارکي ترڅنګ ویلي چې افغانانو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې د وخت استعمار، بریتانوي امپراتوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړاستقلال ومني. هغه همدارنګه د پخواني شوروي اتحاد او د امریکا د پوځي یرغلونو په وړاندې د افغانانو د جهاد یادونه کړې او پرافغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو ته په اشاره یې ویلي چې له نن څخه څلور ورځې وړاندې یې د "فتحې" ورځ ولمانځله. طالبانو د اګسټ ۱۵ پرافغانستان د بیاواکمنیدو ورځ د لویو غونډو په جوړولو او یولړمراسمو په ترسره کولو سره ولمانځله خو د خپلې واکمنۍ په پنځو کالو کې یې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هغاسې چې د جمهوریت په دوره او له هغې مخکې کلونو کې لمانځل کیده، نده لمانځلې. خو عامو خلکو په خواله رسنیو کې دا ورځ ډیره یاده کړې ده.
افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان ترواکمنۍ لاندې د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۹ د راولپنډۍ د تړون له لاسلیک وروسته چې د افغان – انګلیس دریمې جګړې ته یې د پای ټکی کیښود، په بهرني سیاست کې خپلواکي ترلاسه کړه.