خبرونه
هند په کابل کې خپل تخنیکي ټیم د سفارت کچې ته لوړ کړ
هند پرون (سې شنبې) اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ.
هندي رسنیو د هند د بهرنیو چارو وزارت په قول ویلي چې دا ګام د دوو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف اخیستل شوی دی.
هند ته د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي د وروستي سفر پر مهال پرېکړه وشوه چې هند به په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت سطحې ته لوړوي.
له دې وړاندې، د اکتوبر په ۱۰مه د هند د بهرنيو چارو وزير اېس. جې. شنکر اعلان کړی و چې د هند تخنيکي ماموريت به د بشپړ سفارت کچې ته لوړ شي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي د اکتوبر په ۹مه د يوې اوونۍ په مخه هند ته لاړ. د متقي دغه سفر، چې تر اکتوبر ۱۶مې دوام وکړ، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته — کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول — هند ته د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر و.
د هند د باندنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې به د دوی سفارت د افغانستان په هراړخیز پرمختګ، بشري مرستو او د ظرفیت جوړولو په طرحو کې ونډه واخلي.
هند په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو سره هممهاله خپل دیپلوماتان له کابله وایستل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وایي هر څوک چې د ایران مشر شي، وبه وژل شي
په داسې حال کې چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران د بریدونو شپږمه ورځ پوره کېږي او د دې احتمال په اړه خبرې کېږي چې ښايي مجتبی خامنهيي د خپل پلار ځای ونیسي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ټینګار کړی چې امریکا او اسراییل په دې جګړه کې په ډېر قوي دریځ کې دي او هر څوک چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر وټاکل شي، وبه وژل شي.
له بلې خوا د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدوایالتونو سناجرګې هغې طرحې ته مثبتې رأیې ورنه کړې چې هدف یې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو د دوام مخنیوی و.
دا طرحه د ډیموکرات ګوند د سناجرګې د اقلیت مشر چاک شومر په نوښت د سناتورانو ټیم کین او اډم شیف او او همداراز د جمهوريپال سناتور رنډ پال له خوا وړاندې شوې وه.
د دې طرحې هدف دا و چې د ډونالډ ټرمپ حکومت اړ کړي څو پر ایران روان پوځي عملیات ودروي، خو د طرحې له رد کېدو سره د ټرمپ ادارې ته په رسمي ډول دا فرصت برابر شو چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټکنالوژۍ د شرکتونو له یو شمېر مدیرانو سره د لیدنې پر مهال وویل:
«موږ اوس په ډېر قوي موقف کې یوو او د هغوی (ایران) مشري په چټکۍ سره له منځه ځي. هر څوک چې داسې ښکاري چې غواړي مشر شي، بالاخره به ووژل شي.»
ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې د تهران د بالستیک توغندیو زېرمه په چټکۍ سره له منځه وړل کېږي او د ایران پوځي وړتیا ورځ تر بلې کمزورې کېږي.
ایټالیا د خلیج هېوادونو ته د هوايي دفاع مرستې لېږي
د ایټالیا صدراعظمې اعلان کړی چې هېواد یې غواړي د ایران د احتمالي هوايي بریدونو د مقابلې لپاره د فارس خلیج سیمې هېوادونو ته د هوايي دفاع په برخه کې مرستې ولېږي.
جورجا مېلوني دا موضوع د پنجشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) له آر ټي ایل راډیو سره په مرکه کې وکړه.
مېلوني ویلي چې ایټالیا هم د بریتانیا، فرانسې او جرمني په څېر غواړي د فارس خلیج هېوادونو ته مرستې واستوي، په تېره بیا د دفاعي تجهیزاتو او په ځانګړې توګه د هوايي مدافع سیستمونو په برخه کې.
د ایټالیا صدراعظمې زیاته کړه:
«دا کار یوازې د دې لپاره نه کوو چې دا هېوادونه زموږ دوستان دي، بلکې تر ټولو مهم دلیل دا دی چې لسګونه زره ایټالیايي وګړي په دې سیمه کې اوسي.»
د هغې په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ ایټالیايي پوځیان هم په دې سیمه کې مېشت دي.
م.م. د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې د ملکي افغانانو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو نښتو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه د چهارشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) په یوه خبري غونډه کې وویل:
«په افغانستان کې راپورونه ښيي چې د سرحدي سیمو د توپچي بریدونو او هوايي حملو له امله عام ولس ته مرګ ژوبلې او د خلکو کورونو ته زیان اوښتی دی.»
دوجاریک زیاته کړه چې باید د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ساتنه وشي او جګړه باید د بېګناه خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند وویل چې د وضعیت خرابېدو د افغانستان د کونړ ولایت بېځایه شوي خلک هم سخت اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د وروستیو زلزلو له امله بېکوره شوي او اوس په موقتي سرپناوو کې اوسي.
د افغانستان او پاکستان د شخړو په اتمه ورځ پر کندهار د پاکستان د بمبارۍ هڅه شوې
په کندهار کې پر قول اردو د پاکستان د هوايی بریدونو په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې ځواکونو یې په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.
د افغانستان ملي راډیو تلویزیونو چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن سهار (پنجشنبه) وویل چې د پاکستان جنګي الوتکو تېره شپه هڅه وکړه چې په کندهار کې پر قول اردو بمباري وکړي خو له عکس العمل سره مخامخ شوې او په خپله هڅه کې ناکامې شوې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې نن اتمه ده. تر دې مخکې د دواړو خواوو د نښتو او بمباریو ډېر تمرکز د افغانستان په ختیځ او کابل کې و خو له پرون راهیسي د کندهار او بلوچستان ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.
په دې جګړه کې په تېره بیا په افغانستان کې لسګونه ملکیان هم وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت د لومړنیو شمېرو پر اساس، د سې شنبې تر ورځې د ۴۲ تنو ملکیانو وژل کېدا او د ۱۰۴ نورو ټپي کېدا تایید شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د وحشي بولیو ویروس په خپرېدو دی
د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس لا هم په خپرېدو دی او د هېواد په جنوبي سیمو کې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د وحشي پولیو یا WPV1 پنځه نوې پېښې ثبت شوې دي او د هېواد په جنوبي او ختیځو سیمو کې د ویروس د خپرېدو کچه زیاته لیدل شوې ده.
د دې ادارې په وینا، په جنوبي سیمو کې د پولیو د خپرېدو یو مهم لامل د واکسین کم پوښښ او د واکسین د کور په کور کمپاینونو پر ترسره کولو کې محدودیتونه دي.
د پولیو د بېړني کمېټې غړو هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دا ستونزه کوچنیو ماشومانو ته، په ځانګړي ډول په محافظهکاره ټولنو کې، د واکسین د رسیدو مخه نیسي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان د پولیو له پلوه یو واحد اپیډیمولوژیکي بلاک ګڼل کېږي او د پولیو دوامداره لېږد د دې خطر زیاتوي چې ویروس نورو سیمو ته هم خپور شي.
پر تهران او څو نورو ښارونو بریدونو نن سهار هم دوام وکړ
د ایران د پلازمېنې تهران او همداراز البرز په شمول په ځینو سیمو کې نن (پنجشنبې) سهار هم بریدونه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د د اسراییل دفاعي ځواکونو د چهارشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د ایران د حکومت پر بنیادي تاسیساتو یې په «ټول تهران» کې هوايي بریدونه کړي دي.
د ایران کورنیو خبري اژانسونو تایید کړې چې په تهران کې پر څو ځایونو بریدونه شوي، لکه د مهراباد هوايي ډګر پر شاوخوا سیمه، د ازادۍ میدان لوېدیځ ته څو نقطې، تهرانسر او چیتګر. همداراز قُم ښار ته نژدې پر یوه پوځي اډه هم برید شوی دی.
بل لور ته په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د چهارشنبې په ماښام په مریوان او سقز ښارونو کې هم ځینې هدفونه ویشتل شوي دي.
همدارشان د چهارشنبې په ماښام په یزد ښار کې بریدونه شوي. د غیر رسمي راپورونو له مخې، له هدفونو څخه یو د یزد کوهستان پارک ته نژدې د توغندیو سایټ بلل شوی دی.
د ایران دولتي رسنۍ د دې بریدونو په اړه پراخ راپورونه نه خپروي. په عین وخت کې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله د بریدونو د ځایونو او زیانونو په اړه دقیق معلومات محدود دي.
په غبرګون کې ایران د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې څو توغندي د اسرائیل پر بېلابېلو سیمو وتوغول.
چین منځني ختیځ ته ځانګړی استازی استوي، هدف یې د شخړو د هواري منځګړیتوب دی
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ له خپل عربستاني او اماراتي سیالانو سره په خبرو کې ویلي، چین منځني ختیځ ته یو ځانګړی استازی لیږي چې د منځګړیتوب لپاره اقدام وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو په پنځمه ورځ دغه څرګندونې په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر له دغو عرب چارواکو سره په خبرو کې د هغوی له زغمه مننه کړې او ویلي یې دي چې ملکیان باید خوندي شي او د انرژۍ د تاسیساتو په ګډون پر ملکي اهدافو بریدونه ونه شي.
چین د خپلو تېلو زیاته اندازه له منځني ختیځه تامینوي.
دا په داسې حال کې ده چې د انرژۍ د بازار د تحلیل شرکت کپلر وایي، په هرموز تنګي کې د تیلو د بیړیو تګ راتګ ۹۰ په سلو کې کم شوی دی.
د افغانستان په ۴ ولایتونو کې ۷ تنه په دورو ووهل شول
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وایي، د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۳مه) په څلورو ولایتونو کې ۷ کسان په دورو ووهل شول.
سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوه تنه په بغلان، یو کس په بلخ، درې تنه په هرات او یو تن په ارزګان کې په دورو ووهل شو.
وړاندې راغلي چې دغه کسان د خبرپاڼې په ټکو ( د نامشروع اړیکو) او ( له کوره د تیښتې) په تور وهل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا بدني سزاوې ، د نړیوالو بشري حقونو نقض دی.
د طالبانو حکومت بیا وایي، دغه سزاوې د اسلامي شریعت په رڼا کې عملي کیږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې لیکلي چې تېر ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۱۱ سوه کسان په دورو وهل شوي چې ۱۷۰ په کې ښځې دي.
هند او انګلستان د شل اوریز جام په دویمه نیمه پایلوبه کې سره مخامخ دي
د کریکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن هند او انګلستان د دغه جام دویمه نیمه پایلوبه کې سره مخامخ کیږي.
دا لوبه د کابل په وخت ماښام شپږ بجې د ممبي په کریکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د دغه جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې پرون نیوزلنډ او جنوبي افریقا سره مخامخ و چې لوبه نیوزلنډ په ۹ ویکټو وګټله او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
پایلوبه راتلونکې یکشنې د مارچ اتمه ترسره کیږي.
کابولوف: روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل منځګړیتوب وکړي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې هوارې شي.
کابلوف دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۳مه) په مسکو کې د طالبانو د حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره د کتنې پر مهال وکړې.
په مسکو کې افغان سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابلوف وروستۍ شخړې د اندیښنې وړ بللي او زیاته کړې ده چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره پر همدې موضوع خبرې کړي، خو جزییات یې روښان نه دي.
بل لورته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د اوربند د بیا ټینګیدو په هڅو کې برخه واخلي.
اردوغان د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف سره په ټیلفوني خبرو کې دا چمتوالی څرګند کړی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه یوه اونۍ وړاندې هغه وخت ونښته چې د طالبانو حکومت د ډیورند کرښې هغې غاړې ته پر پاکستاني پوستو ( غچ اخیستونکي) بریدونه پيل کړل.