د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۶

خبرونه

شلو اروپايي هیوادونو له اروپايي کمیسیونه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه

د اروپايي اتحادیې شلو غړیو هیوادونو په ګډه له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا نوښت د شنبې په ورځ د بلجيم د پناه او مهاجرت وزیرې انیلین فان بوسوویت (Anneleen Van Bossuyt) له‌خوا اعلان شو.

هغې وويل:

«د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ټول غړي هېوادونه له یوه ستونزمن خنډ سره مخامخ دي: موږ نه شو کولای هغه افغانان چې غیرقانوني یا مجرم دي، حتی له محکومیت وروسته، بېرته واستوو. دا وضعیت د پناه‌ ورکولو پر تګلاره د خلکو باور کموي او زموږ د امنیت لپاره خطر پېښوي. اوس د ګډ اقدام وخت دی.»

د بلجیم ترڅنګ، دا لیک بلغاریا، قبرس، جرمني، استونیا، فنلنډ، یونان، هنګري، آیرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، اتریش، پولنډ، سلواکیا، چک جمهوریت او سویډن هم لاسلیک کړی دی.

یاد هېوادونه له د اروپايي کمېسیون د پناه او مهاجرت له کمېشنر مګنس برونر څخه غواړي چې له طالبانو سره د بېرته ستنولو د تړونونو موضوع ته لوړ سیاسي لومړیتوب ورکړي او د دې لپاره هم دیپلوماتیکې او عملي حل‌لارې تعقیب کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتووالی وښود

ارشیف، د طالبانو او پاکستان بیرغونه
ارشیف، د طالبانو او پاکستان بیرغونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتو دی، خو د خبرو د پرمختګ لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ خپله اوونیزه خبري غونډه کې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ته په غبرګون چې د دواړو لورو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره‌یې د یو ګډ مېکانیزم وړاندیز کړی، وویل چې هر ډول دوه ‌اړخیز مېکانیزم باید د «یوازې د ډاډ ورکولو پر ځای د ملموسو اقداماتو» لامل شي.

نوموړي وویل افغانستان باید په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ته اجازه ورنه‌کړي چې له خاورې یې د پاکستان پر ضد کار واخلي.

پاکستان تر دې مخکې هم طالبان تورن کړي چې ګواکې هغو وسله‌والو ډلو ته‌یې پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلام‌اباد باید د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان وانه‌چوي.

ملګرو ملتونو د کانګو د ایبولا د مخنیوي لپاره د ۱.۱ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه

د روان کال د مې له ۱۵مې د ایبولا د خپرېدو له پیل راهیسې، د دغې ناروغۍ څه د پاسه ۵،۶۰۰ پېښې او له ۲،۷۰۰ ډېرې مړینې یې ثبت شوې دي.
د روان کال د مې له ۱۵مې د ایبولا د خپرېدو له پیل راهیسې، د دغې ناروغۍ څه د پاسه ۵،۶۰۰ پېښې او له ۲،۷۰۰ ډېرې مړینې یې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ۱.۱ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، د ایبولا پر وړاندې د مبارزې پروګرام ټولټال ۲.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه‌یې یوازې ۴۸ سلنه لګښت برابر شوی او موجودې سرچینې یوازې د څو اوونیو لپاره بسنه کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د روان کال د مې له ۱۵مې د ایبولا د خپرېدو له پیل راهیسې، د دغې ناروغۍ څه د پاسه ۵،۶۰۰ پېښې او له ۲،۷۰۰ ډېرې مړینې یې ثبت شوې دي.

ملګري ملتونه وايي، دا په کانګو کې د ایبولا تر ټولو ستره خپرېدنه ده.

د بریتانیا پر درېیو هوايي ډګرونو سایبري برید شوی

ارشیف، د لندن په یوه هوايي ډګر کې یو شمېر مسافر
ارشیف، د لندن په یوه هوايي ډګر کې یو شمېر مسافر

د منچسټر د هوايي ډګرونو ادارې (اېم‌اې‌جي) اعلان کړی چې د بریتانیا پر درېیو هوايي ډګرونو له سایبري برید وروسته د ۸،۷ میلیونه مراجعینو شخصي معلومات له خطر سره مخ شوي دي.

د دغه سایبري برید هدف منچسټر، لندن سټنسټډ او ختیځ میډلنډز هوايي ډګرونه و، خو د شرکت په وینا د الوتنو او د هوايي ډګرونو پر فعالیتونو یې اغېز نه‌دی کړی.

د شرکت د اعلامیې له مخې، افشا شويو معلوماتو کې برېښنالیک پتې، د ټیلیفون شمېرې، د موټر نمبر پلېټ او پوستي کوډ شامل دي، خو د مشتریانو بانکي او د تادیاتو معلومات خوندي پاتې شوي دي.

د منچسټر هوايي ډګرونو ډلې زیاته کړې چې برید د تېرې اوونۍ په پای کې شوی او د سې شنبې په ورځ تشخیص شوی دی.

دغه ډله وايي، د مشتریانو د معلوماتو د خوندي کولو لپاره‌یې اړین اقدامات ترسره کړي دي.

بریتانیا کې تېر کال هم د جګوار، لېنډروور، مارکس اېنډ سپنسر او هارودز په شمول په څو شرکتونو سایبري بریدونه شوي وو.

د نیپال او تبت په پوله کې د سېلابونو له امله څه د پاسه ۳۵۰ کسان مړه شوي

د نیپال او د چین د تبت په پوله کې ناڅاپي سېلابونه او ځمکښویېدنه
د نیپال او د چین د تبت په پوله کې ناڅاپي سېلابونه او ځمکښویېدنه

د نیپال او د چین د تبت په پوله کې د ناڅاپي سېلابونو او ځمکښویېدنو له امله څه د پاسه ۳۵۰ کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۱،۳۸۱ کسان ورک دي.

د نیپال چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دغه هېواد کې ۸۲۳ کسان ورک دي چې لږ تر لږه ۵۱۷ یې بهرني اتباع دي.

په ورکو کسانو کې سیلانیان، غر ختونکي او هندوان زیارت کوونکي هم شامل دي.

په همدې حال کې، چین اعلان کړی چې په تبت سیمه کې ۵۵۸ کسان چې ۲۶۰ یې بهرني اتباع دي، ورک شوي دي.

چارواکي وايي، د قربانیانو د لټون او پېژندنې د عملیاتو له دوام سره ښايي په شمېرو کې بدلون راشي.

په ورته وخت کې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نیپال کې د سېلابونو له پېښې وروسته ۹۰ امریکايي اتباع ورک دي، خو تر اوسه د هېڅ امریکايي وګړي د مړینې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د «بوسنیا قصاب» د ملګرو ملتونو په زندان کې ومړ

د بوسنیا د جګړې پر مهال د صرب ځواکونو یو قوماندان راتکو ملادیچ
د بوسنیا د جګړې پر مهال د صرب ځواکونو یو قوماندان راتکو ملادیچ

د بوسنیا د جګړې پر مهال د صرب ځواکونو یو قوماندان راتکو ملادیچ، په هاګ کې د ملګرو ملتونو په زندان کې د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

هغه په ۲۰۱۷ کال کې د قتل عام او نسل‌وژنې په جرم په عمري بند محکوم شوی او مخالفانو یې د «بوسنیا قصاب» لقب ورکړی و.

ویل کېږي چې نوموړي په ۱۹۹۵ میلادي کال کې، د بوسنیا د لږ تر لږه اته زره مسلمانانو د وژلو امر کړی و.

دا وژنه په هغه سیمه کې ترسره شوه چې ملګرو ملتونو د «خوندي سیمې» په توګه ټاکلې وه.

د سربرېنیتسا د قتل عام قربانیان په څلورو ورځو کې د بلدوزرونو په وسیله په لویو ډله‌ییزو قبرونو کې خښ شول.

څه موده وروسته، د دې وژنې د پټولو لپاره د ځینو قربانیانو جسدونه له ډله‌ییزو قبرونو وایستل شول او لیرې غرنیو سیمو ته ولېږدول شول.

د نړیوالې جنایي محکمې د پرېکړې له مخې، د دې وژنو هدف د بوسنیا د مسلمانانو «قومي تصفیه» وه.

درې کاله وروسته، کله چې محکمې د ملادیچ د عمري بند حکم اعلان کړ، هغه چیغه کړه: "دا ټول دروغ دي."

نوموړي د خپل ژوند وروستۍ میاشتې د هالنډ په هاګ ښار کې د ملګرو ملتونو د زندان په روغتیايي څانګه کې تېرې کړې.

سپینه ماڼې: د کابل پر هوايي ډګر د برید طراح طالبانو له زندانه خوشې کړی و

سپینه ماڼۍ وايي،" د کابل پر هوايي ډګر د برید طراح طالبانو له زندانه خوشې کړی و".

سپینې ماڼې پرون چهارشنبه د کابل هوايي ډګر پر "ابي ګیټ" د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر ټرمپ په حواله لیکلي،" ویاړم چې د برید طراح مو نیولی او عدالت ته مو سپارلی دی".

د اعلامیې په ټکو،" د برید طراح د هغوو زرګونو بندیانو له ډلې و چې د کابل د سقوط پرمهال د طالبانو له خوا د زندانانو له ماتیدو وروسته خوشي شوي وو".

د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۲۶ د کابل هوايي ډګر په "ابي ګیټ" کې ځانمرګی برید وشو چې د ۱۳امریکايي سرتیرو په ګډون ۱۷۰ افغان ملکیان په کې ووژل شول.

د برید مسولیت هغه مهال د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې منلی و.

بل پلو، د طالبانو په تیره پنځه کلنه واکمنۍ کې داعش وسله والې ډلې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې برید کړي او طالبان ادعا لري چې د دې ډلې یو شمیر مشران يې وژلي دي.

د ایران وسله وال ځواکونه: فردا راډیو، بي بي سي فارسي او ایران انټرنشنل رسنۍ پوځي موخې دي

Abolfazl Shekarchi
Abolfazl Shekarchi

د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند وايي،" یو شمیر بهر میشتې فارسي ژبې رسنۍ پوځي اهداف دي".

ابوفضل شکارچي پرون چهارشنبه په یوه مرکه وویل،" فردا راډیو، بي بي سي فارسي او ایران انټرنشنل په مستقیمه توګه "موساد" او "سي ای اې" ته کار کوي او د "دښمن" اطلاعاتي سازمانونه دي".

د هغه په ټکو،" دا رسنۍ خبر رسونکې ادارې نه دي بلکې د ایران لپاره احتمالي پوځي اهداف دي".

له دې وړاندې یو شمیر نورو ایراني چارواکو بهر میشتې فارسي ژبې رسنۍ اسراییلو او امریکا ته په تبلغاتو تورنې کړې وې.

څو کاله وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فردا راډيو په ګډون یو شمیر رسنۍ ترهګریز سازمانونه اعلان کړي وو.

په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي

د طالبانو حکومت وايي،"په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،" په راخوشي شویو کډوالو کې ماشومان هم شاملي دي".

د دې وزارت په خبره،" راخوشي کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي".

پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.

میټا شرکت ومنله چې تر راتلونکو لسو کلونو به ۱۷ میلیارده ډالره تاوان ورکړي

د فیسبوک او انسټاګرام مالک میټا شرکت ومنله چې تر راتلونکو لسو کلونو به ۱۷ میلیارده ډالره تاوان ورکړي.

پرون چهارشنبې د کلیورنیا په یوه محکمه کې پریکړې وشوه چې میټا شرکت به د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پر ځینو محدودیتونو سربیره تر لسو کلونو ۱۷ میلیارد ډالره تاوان ورکوي.

د محکمې په حکم کې راغلي،"ماشومان او تنکي ځوانان د ورځې له خوا د دوو ساعتونو لپاره کولی شي فیسبوک او انسټاګرام وکاروي".

د حکم له مخې،" ماشومان به د شپې له لسو د سهار تر ۶ بجو فیسبوک او انسټاګرام ته لاسرسی ونه لري".

میټا شرکت تورن دی چې ماشومان او تنکي ځوانان يې د فیسبوک او انسټاګرام له لارې د عامه ځورونې له خطر سره مخ کړي دي.

سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده

طلوع تلویزیوني چاینل تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده.

په طلوع کې یوې سرچینې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل،"د موبي ګروپ دا برخه پرون چهارشنبې وتړل شوه".

تراوسه د موبي مسوولانو يه رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دننه طالبانو ته نژدې رسنیو راپور ورکړ"چې (لاپیس) له فضا، دریا، شمس او یو شمیر نورو پردوکشینونو سره همکاري لري چې د سندغاړو، فلمونو او کنسرتونو داسې تصویرونه او ویډيوګاني يې خپرې کړي چې لوڅي برخې لري".

د راپورونو له مخې،" د لاپیس برخې یو شمیر کارکوونکي له افغانستانه وتلي او له پاتي کسانو څیړنې روانې دي".

تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG