د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۸

افغانستان

د جرمني حکومت: د طالبانو قونسلي استازي مو د اخراج بهیر د همغږۍ لپاره منلي

ارشیف
ارشیف

د جرمني د حکومت ویاند سټیفان کورنیلیوس وایي، دوی د طالبانو دوه قونسلي استازي د دې لپاره منلي چې په جرمونو د محکومو شویو افغانانو د اخراج بهیر کې ورسره همغږي وکړي.

نوموړي پرون پنجشنبه رویټرز ته دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې په بن کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ ډيپلوماتانو د تیرې دوشنبې په ورځ د طالب استازي د معرفي کېدو په غبرګون کې ډله ییزه استعفا وکړه.

د طالبانو دوه قونسلي استازو ته د جرمني حکومت په تیره جولای میاشت کې اعتبارلیکونه ورکړل چې د پلان له مخې یو به یې په برلین کې د افغانستان په سفارت او بل یې د بن په قونسلګرۍ کې دنده اجرا کوي.

جرمني د ۲۰۲۴ کال په اګست کې په جرمونو د محکومو افغان کډوالو اخراج له سره پېل کړ او دوه ځله یې دغه کډوال په ځانګړو الوتکو کې کابل ته واستول.

رویټرز وایي، شاوخوا څلور نیم لکه افغانان دا مهال په جرمني کې اوسیږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: د دوی له قوانینو سره مخالفت د اسلامي شریعت مخالفت دی

د افغانستان عدلیه وزارت
د افغانستان عدلیه وزارت

د طالبانو عدلې وزارت نن په خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ټول تقنیني اسناد له شریعت سره سم تدوین شوي دي او له دې قوانینو سره مخالف کسان به د قانوني تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

طالبانو روانه اونۍ یوی نوی قانون تصویب کړ چې له مخې یې افغان ټولنه پر ملایانو اشرافو، متوسطه او ټیټې کچې ویشل شوې او پکې ویل شوي دي چې د همدې طبقاتي سیستم له مخې به خلکو ته سزاوې ورکول کیږي.

پر دې قانون د بشري حقونو یوشمیر ډلو انتقادونه کړې دي او پرون د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازي ژیل برتراند ازادي راډيو ته وویل چې د دې قانون تصویب جدي اندیښنې پيدا کړې دي.

په افغانستان کې راتلونکې اونۍ د پولیو نوی کمپاین پیلیږي

ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پولیو کمپاین پيل شي.

پولیو فري افغانستان موسسې نن خبر ورکړ چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دوه زره پنځه ویشتم کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه پیښې ثبت شوې وې او وړم کال مثبتې پېښې پنخه ویشتو ته رسیدلې وې.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو دوو هیوادونو څخه دي چې لاهم پکې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي له منځه نه ده تللې.

د افغانستان فوټسال لوبډلې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې درې صفر وګټله. دا لوبه نن له غرمې مخکې په اندونیزیا کې چې د دې سیالیو کوربنه ده، ترسره شوه. رضا حسین پورد لوبې په لومړیو دقیقو کې یو ګول وواهه. هغه د لوبې په دوهمه نیمایي کې هم بل ګول ترسره کړ او د افغانستان لپاره دریم ګول هم امید قنبري ترسره کړ.

افغانستان په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی. دغه سیالۍ چې شپاړس ټیمونه پکې ګډون لري، د دلوې له اومې څخه پیل شوي او د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې به دوام کوي.

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره: په ختیځ کې درنو اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې پرکرنې متکي دي

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره وایي، د افغانستان په ختیځ کې پرله ‌پسې اورښتونو د هغو کورنیو وضعیت لا خراب کړی چې د خوړو لپاره پر کرڼې تکیه کوي او لا دمخه د وروستیو زلزلو له امله اغېزمنې شوې وې.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې د هوا دا وضعیت ښايي د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ کچه نوره هم لوړه کړي.

د خوړو او کرنې ادارې اټکل کړی چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې به درانه ورښتونه د بلې اوونۍ لپاره هم دوام وکړي او په ځینو ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د تودوخې درجه په چټکۍ سره راټیټه کېدای شي. په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او درنې واورې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام، WFP د ژمي په میاشتو کې د لوږې د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ماشومانو خوارځواکي عموماً په همدې موده کې اوج ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي افغانستان د خوارځواکو ماشومانو له پلوه د نړۍ له تر ټولو بحراني هیوادونو ګڼل کیږي چې پکې هرکال شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ څخه کړېږي.

د افغانستان د فوټسال لوبډله نن چهارشنبې له سعودي عربستان سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن چهارشنبې د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي. افغانستان په دې سیالیو کې چې اندونیزیا یې کوربنه ده، په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خبره د فوټسال ملي لوبډلې د دې سیالیو لپاره د چمتوالي په ترڅ کې په تایلنډ کې تمریناتي لوبې ترسره کړي دي. دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان: طالب چارواکي باید د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د لغوه کولو پریکړه سمدستي لغوه کړي

د بښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنېشنل) د طالبانو له‌ خوا د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د جوازونو لغوه کول او د هغوی د فعالیتونو منع کول، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د دوی د کمپاین یوه برخه بللې ده.

دې سازمان د سې ‌شنبې په ورځ، د دلو په ۷مه، په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې طالب چارواکي باید سمدستي دا پرېکړه لغوه کړي او دغو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې له ګواښ او فشار پرته خپلې مشروع چارې په ازاد ډول ترسره کړي.

امنستي انټرنېشنل خبرداری ورکړی چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه له دې مخکې هم له فشار او محدودیتونو سره مخ وو، او د طالبانو نوې پرېکړه به د خپلواکو رسنیو وضعیت لا خراب کړي.

د دې سازمان په وینا، دا اقدامات نه یوازې د رسنیو حالت نه ښه کوي، بلکې په افغانستان کې د ځپونکي چاپېریال تر سیوري لاندې د خپلواکو خبریالانو د مسلکي ملاتړ او امنیت لپاره پاتې وروستۍ لارې هم تړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ، د دلو په ۶مه، اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه ارزولي دي او له هغو څخه یې د درې بنسټونو د فعالیت جوازونه تمدید کړي او د نورو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.

په هرات کې د تاپي د ګازو د نل ‌لیکې کارونه چټک شوي دي

د تاپي د ګازو د نل لیکې پروژه په هرات ولایت کې یوې نوې مرحلې ته رسېدلې او د دې نل لیکې ۹۱ کیلومتره اوږده کرښه د نلونو د ایښودو لپاره چمتو شوې ده. له منځنۍ اسیا څخه خپریدونکې د تریند ورځپانې د سې شنبې د ورځې د راپورله مځې دا خبره په افغانستان کې د تاپي پروژې مشر او د ترکمنستان جنرال قونسل، باتیر یولوف، د هرات له والي سره په لیدنه کې کړې ده.

چارواکو ویلي چې د دغې کرښې ترڅنګ څو کاري کمپونه هم جوړ شوي او تمه ده چې د دې پروژې د هرات د برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي. ترکمنستان د دې پروژې پلي کېدو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د تاپي ۱۸۱۴ کیلومتره اوږده نل ‌لیکه به هر کال ۳۳ میلیارډ مکعب متره ګاز د ترکمنستان د ګلکینیش د ګازو له ساحې څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي. د دې پروژې چارې چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبرکې په ترکمنستان کې پیل شوې، د افغانستان د برخې د رغولو چارې یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوي چې د نا امنۍ له امله ډیرې ځنډیدلې دي خو پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د دې پروژې چارې بیا تیزې شوې دي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی: طالبان باید نړیوال مسولیتونه پرځای کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتراند وایي، که طالبان غواړي افغانستان بیرته له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره یوځای شي، باید هغه نړیوال مسولیتونه، په ځانګړې توګه د بشر د حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې چې دې هیواد کړي، پرځای کړي. نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل، د ښځو د حقونو ترڅنګ په ټوله کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت یوه لویه ستونزه ده. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د مشرتابه له لوري ډیرې پریکړې په ناسم لوري دي، د بیلګې په توګه د نوي جزایي قانون په اړه چې واکمنو چارواکو تصویب کړې جدي اندیښنې راپورته کړې چې دوی هغه په دقیق ډول څیړي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي همدارنګه وویل چې پرښځو او نجونو د طالبانو له لوري د لګول شویو محدودیتونو موضوع له طالب چارواکو سره په هرولیدنو کتنو کې راپورته کیږي او دوی به د دغو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د سالنګ لار پرانیستل شوه

سالنګ کې د واورو د لیرې کولو د عملیاتو یو تصویر ، ارشیف
سالنګ کې د واورو د لیرې کولو د عملیاتو یو تصویر ، ارشیف

افغانستان کې دطالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايی د سالنګ لار پرانیستل شوه.

دوزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۷مه په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه لویه لاره د ماسپښین له ۲:۰۰ بجو راهیسې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د سالنګ په لویه لاره د سفر پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي، د ترافیکو قوانین مراعات کړي، او د ژمي خوراکي توکي او ګرمې جامې، او همدارنګه د وسایطو تجهیزات او توکي لکه چینونه او دموټر غوړ له ځان سره ولري.

د سالنګ لویه لاره د درنو واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د واورې او بارانونو له امله یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې شمېرې ښيي چې د چهارشنبې راهیسې د واورې اورښت او باران له امله څه دپاسه ۶۰ کسان مړه او له ۱۰۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون څخه ډېر زیانمنونکی دی.

یو افغان ځوان په ایران کې د وروستیو لاریونونو په مهال وژل شوی

مشهد کې د وروستیو لاریونونو یو تصویر ، ارشیف
مشهد کې د وروستیو لاریونونو یو تصویر ، ارشیف

دازادې اروپا / ازادي راډیو د ایراني څانګې ،راډیو فردا،د موندنو په اساس د یزدان تمنا په نامه یو ۱۸ کلن افغان ځوان په ایران کې د وروستیو لاریونو په مهال د مرغومې په اتلسمه په مشهد کې په سر په ګولی ویشتل شوی وژل شوی دی.

دغه ځوان او یو ایرانی ملګری یې ، د قاسم اباد سیمه کې د ایران د امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نږدې ویشتل شوي دي.

خو په ایران کې د وروستیو لاریونونو په ترځ کې د افغانانو د وژل کیدو دقیق شمیر تراوسه نه دی خپور شوی او ایراني چارواکو هم تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

خو فردا راډیو ته سرچینو ویلي چې یوشمیر افغانان د مشهد په ګډون دایران په بیلابیلو ښارونوکې وژل شوي دي.

ددغو لاریونونو په ترځ کې د وژل شویو کسانو شمیر زرګونو کسانو ته رسیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG