نړۍ
د ټرمپ پر ملاتړي او سیاسي فعال بریدکوونکی لا هم ورک دی، پولیسو یې پر سر یو لک ډالر انعام اعلان کړ
د ایف.بي.ای څیړونکو پر سیاسي فعال او د ډونالډ ټرمپ پر ملاتړي چارلي کېرک د برید کوونکي دوه انځورونه خپاره کړي دي.
چارواکو پرون پنجشنبه وویل، ګمان کیږي چې بریدکوونکی د یوې مرمۍ له ډزې وروسته د بام له لارې نژدې کلي ته تښتیدلی دی.
پولیسو د مقتول د موندنې او ځای ځایږي د معلومولو لپاره یو لک ډالر انعام اعلان کړی دی.
دوی وایي، برید کې له یوه پیاوړي ټوپکه استفاده شوې چې وروسته سیمه کې موندل شوی دی.
د کېرک وژنې د امریکا د دواړو ګوندنو له غندنې سره مخامخ شوي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه د وژنې له کبله ماتم اعلان کړی دی.
چارلي کرک د چهارشنبې په ورځ د (یوتا ویلي) په پوهنتون کې د وینا پرمهال په مرمۍ وویشتل شو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په مسکو کې د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ، د اوکراین پراخ بریدونه
چارواکي وایي چې پرمسکو د اوکراین د یکشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو په پراخ برید کې دوه کسان وژل شوې دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې روسانو د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ خپلې رایې کارولې.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین پرپلازمینه دا ترټولو لوی برید وباله چې په نتیجه کې یې د مسکو په سیمه کې د چارواکو په وینا دوه کسان ووژل شول. د رویترز د راپورله مخې دوه نور کسان د اوکراین په هغه سیمه کې وژل شوي چې د روسیې ترکنټرول لاندې ده. په وژل شویو کې د ټاکنو یو چارواکی هم شامل دی. د مسکو ښاروال پرټیلیګرام لیکلي چې "دغه بې ساری برید په څرګنده توګه د ټاکنو د ګډوډولو لپاره پلان شوی و، خو دښمن په دې کار کې بریالی نه شو."
د چارواکو په خبره په دغه برید کې د مسکو د تېلو د تصفیې هغه مرکز هم زیانمن شوی چې تر دې مخکې هم پرې برید شوی و.
د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي ویلي چې د شپې له خوا د اوکراین د لیرې واټن ویشتونکو وسلو په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د صنعت یو لوی مرکز او لوژیستیکي تاسیسات په نښه شوي و. نوموړي دا هغه مرکزونه بللي چې د ده په خبره د روسیې د جګړې د هڅو ملاتړکوي.
د روسیې د پارلمان یا دوما لپاره دغه ټاکنې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پراوکراین د روسیې د پراخ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې دي چې ترسره کیږي. ټاکل شوې چې د دغو انتخاباتو لومړنی نتیجه د دوشنبې په ورځ اعلان شي.
د لاهور پولیسو د عمران خان خور علیمه خان ونیوله
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان خور علیمه خان د لاهور د پولیسو له خوا نیول شوې ده.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پنجاب څانګې یوه ویاند تایید کړه چې پولیسو علیمه خان د یکشنبې په ورځ په لاهور کې په خپل کور کې ونیوله. نوموړې د دې ګوند له خوا د سپټمبر په ۲۷ د پلان شوې اعتراضیه لاریون څو ورځې مخکې نیول کیږي.
د رویترز د راپورله مخې د لاهور د سیمه ییزې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې هغه نیول شوې او د ۳۰ ورځو لپاره زندان ته استول شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې" د استخباراتي راپورونو له مخې په هر عامه ځای کې د هغې شتون به د عامه خوندیتوب لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي."
د عمران خان ګوند چې راتلونکې اونۍ یې د اسلام اباد پرلور یو لاریون تنظیم کړی، د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې حکومت به د دغه اعتراضیه لاریون د مخنیوي لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې دي.
شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی وتوغاوه
جاپان او جنوبي کوریا تایید کړه چې شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه یو بالستیک توغندی د کوریا ټاپووزمې په ختیځ کې سمندر ته وتوغاوه. د جنوبي کوریا پوځ وویل چې دغه توغندي شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره واټن وواهه.
د جاپان دفاع وزارت هم ویلي چې توغندی د جاپان له ځانګړې اقتصادي سیمې بهر سمندر ته لوېدلی دی.
شمالي کوریا تردې مخکې د سپټمبر په ۱۲مه هم څو لنډ واټنه بالستیک توغندي سمندر ته توغولي وو. د دې هیواد له خوا دغه توغندي یوه ورځ وروسته له هغه وتوغول شول چې د جنوبي کوریا، امریکا او جاپان پنځه ورځني ګډ پوځي تمرینات پای ته ورسېدل.
شمالي کوریا په منظم ډول بالستیک توغندي او د وسلو نور سیسټمونه ازمويي. کارپوهان وايي، دغه ازموینې د پوځي وړتیاوو د لا پیاوړتیا او د ځواک د ښودلو لپاره ترسره کېږي. د کیم جونګ اون په مشرۍ شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو پرېکړه لیکونو له مخې د بالستیک توغندیو له ازموینې منع ده.
اوکراین د روسیې پر پلازمینه مسکو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي
د روسیې پر پلازمینه مسکو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
رویترز خبري اژانس نن یکشنبې د مسکو د ښارول سرګي سوبیانین په حواله لیکلي،" څه باندې ۱۶۰۰ بې پیلوټه الوتکو مسکو ښار او شاوخوا سیمې په نښه کړې وې چې ډير شمیر يې شنډې او راغورځول شوې دي".
د هغه په ټکو،" اوکراین هڅه کوي هغه ټاکنې ګډوډې کړي چې د ولسمشر پوتین ۲۶کلنه واکمني لاپسې پیاوړې کوي".
نن په روسیه کې د پارلماني ټاکنو وروستۍ ورځ ده.
درې ورځې کیږي چې خلک د پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره خپلې رای کاروي.
بل پلو، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي،" تیره شپه پر مسکو زموږ د اوږد واټن ویشتونکو توغندو ځوابي بریدونو ډیر اغیز درلود".
د اوکراین د تیرې شپې په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د تصفیې یوه مهمه فابریکه زیانمنه شوې ده.
قالیباف:هرمز تنګی د ایران د شرطونو له پوره کیدو وروسته پرانستل کیږي
د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف نن یکشنبې ویلي، "هرمز تنګی د ایران د شرطونو له پوره کیدو وروسته پرانستل کیږي".
پرون د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي ویلي و چې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره يې د ایران شرطونه د قطر له لارې ولسمشر ټرمپ ته سپارلي او د ځواب په تمه دي.
هغه له الجزیزې ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ۷ شرطونه وړاندې کړل، خو تاکید يې د دریو شرطونو په پوره کیدو و.
ایراني رسنیو دا درې شرطونه د جګړې د پای ته رسولو "اصلي شرطونه" یاد کړي دي.
د رضايي په ټکو،" په ټولو جبهو کې د جګړې درول، د ایران د ګنګل شوې پانګې ازادول او د سمندري محاصرې پای ته رسول له امریکا سره د جګړې د پایته رسولو اصلي شرطونه دي".
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ایران حکومت له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو په ټکو يې که چیرته سمه هوکړه ونه شي " فکر پرې نه کوم".
ریاض ته نږدې له چاودنې وروسته امریکا د سعودي او حوثیانو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو خبرداری ورکړی
د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته نژدې د چاودنې له راپورونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې ښايي د ریاض او د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې ترمنځ "شخړې په چټکۍ زیاتې" شي.
پرون شنبې د ریاض هوايي ډګر ته څیرمه د چاودنې غږ واوریدل شو او له سیمې لوګي پورته شول.
د سعودي چارواکو تایید کړه چې حوثي یاغیانو هڅه کړې د بالستیک توغندي په وسیله پلازمینه ریاض په نښه کړي.
حوثیانو د سږ کال په جولای کې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر کښتیو بریدونه پیل کړل.
حوثیان د یمن ګڼ میشتې سیمې په واک کې لري او په وروستیو کې يې د باب المندب تنګي ته څیرمه ساحلي ښارونه او ګڼې سیمې نیولي دي.
حوثیانو له دې وړاندې ویلي وو چې د حملو هدف یې د سعودي پوځي او د تیلو تاسیسات دي.
د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنو او لوګي راپور
د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر ته څېرمه پرون (شنبې) د اور او لوګي راپورونه ورکړل شوي دي.
راپورونه وايي، دا پېښه د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړو او نښتو له زیاتېدو سره هممهاله شوې ده. د پېښې د مرګژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د رویټرز په ویډیوګانو کې د دې سیمې په اسمان کې لوګي او لوخړې لیدل کېږي چې هوايي ډګر ته تللې لویه لار، د هوايي ډګر ترمینل او نور تاسیسات پکې تت لیدل کېږي.
فرانس پریس خبري اژانس هم د ریاض د اوسېدونکو په قول د هوايي ډګر خوا ته د اور او لوګیو د لیدلو خبر ورکړی دی.
خبري اژانسونو په ریاض کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر هم ورکړی دی.
په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۴ چاپېریال ساتونکي وژل شوي
د «ګلوبل ویټنس» ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۲۴ د ځمکې او چاپېریال ساتونکي وژل شوي دي.
د راپور له مخې، ۸۵ سلنه چاپېریال ساتونکي په لاتینې امریکا کې ږژل شوې دي. په کولمبیا کې ۳۹ تنه وژل شوي او د پرلهپسې څلورم کال لپاره د چاپېریال ساتونکو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی، ورپسې په برازیل کې ۲۶ کسان وژل شوي دي.
په هندوراس او فلیپین کې ۱۲، په مکسیکو کې ۱۰ او په ګواتیمالا کې اته چاپېریال ساتونکي ثبت شوې دي. د «ګلوبل ویټنس» په وینا، له درې پر څلور برخو ډېر قربانیان کوچني بزګران، د بومي ټولنو غړي یا افریقایيالاصله کسان وو.
دغه سازمان ویلي، له نیمايي ډېرې وژنې د ځمکو له شخړو سره تړاو لري او لږ تر لږه درېیمه برخې پېښې له منظمو جرمونو یا اجیر قاتلانو سره تړاو لري. سازمان خبرداری ورکړی چې اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه د ټولو پېښو ثبت او تایید ممکن نه دی.
امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ نوې امنیتي هوکړه کوي
امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ د دې کورواکې سیمې د امنیت په اړه پر یوې نوې هوکړې سلا شوي دي.
د هوکړې له مخې، امریکا به په ګرینلنډ کې خپل پوځي حضور پراخوي او روسیه او چین به له پوځي اډې جوړولو، د ځواکونو له ځای پر ځای کولو او په حساسو برخو کې له پانګونې منع کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا هوکړه د ګرینلنډ او امریکا امنیت ته د اړتیا وړ اقداماتو زمینه برابروي او د اعتبار موده به ونه لري.
د ډنمارک او ګرینلنډ چارواکو هم د هوکړې هرکلی کړی، خو د دې هوکړې عملي جزییات لا نه دي خپاره شوي. ټاکل شوې هوکړه راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې لاسلیک شي.
د ډنمارک او ګرینلنډ صدراعظمانو د شنبې په ورځ وویل چې دا هوکړه د دې سیمې امنیت او مځکنۍ بشپړتیا پیاوړې کوي.
امریکا پر اوکراین د وسلو له پلورلو سره موافقه وکړه
امریکا پر اوکراین د ۲.۶۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو د پلورلو اجازه ورکړه.
په دې تجهیزاتو کې بېلابېل توغندي، توپونه، د بېپیلوټه الوتکو ضد رادارونه او نورې وسلې شاملې دي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې اوکراین د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د دفاعي ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، د دې وسلو پلور لا هم د کانګرېس تایید ته اړتیا لري. د وسلو د پېرلو لګښت به د اروپايي هېوادونو له مرستو او هغو امریکايي مالي سرچینو څخه ورکړل شي چې مخکې له اوکراین سره د مرستې لپاره ځانګړې شوې دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پر کییف د روسیې بریدونه زیات شوي او اوکراین د هوايي دفاعي مهماتو له کمښت سره مخامخ دی.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لایحه هم لاسلیک کړې چې له مخې یې پر روسیې د نویو بندیزونو لګول ممکن شوي او هدف یې پر مسکو لا زیات فشار راوستل دي.
په همدې حال کې، د مسکو او کییف ترمنځ د لانجمنو سیمو پر سر اختلافات لا هم د سولې د خبرو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بلل کېږي.