خبرونه
وانګ یي: د همکارۍ خوندي کولو لپاره دې طالبان د نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.
د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې وانګ یي په دې خبرو کې وويل چې چين اقتصادي پرمختګ ته د لومړيتوب ورکولو د تګلارې ملاتړ کوي او د دې پرمختګ لپاره مرستې ته لېواله دی.
وانګ يي زیاته کړې چې چين به د طالبانو د شتمنيو له کنګل سره مخالفت ته دوام ورکړي، او په سرحدي سيمو کې د سولې او ارامښت د ساتلو لپاره به د واخان دهليز کې د دوه اړخيزو ګزمو د بیا پيل ملاتړ وکړي. همداراز ده له طالبانو غوښتي چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره جدي اقدامات وکړي چې د چين او افغانستان همکاري خوندي شي.
په راپور کې راغلي چې حقاني په نړيواله ټولنه کې د طالبانو د حکومت د ادغام لپاره د چين د ملاتړ وستایه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شهبازشریف: د افغان طالبانو پرضد به د پاکستان عملیات دوام وکړي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د افغان طالبانو پر ضد د «غضبُ الحق» عملیات به په “بشپړ عزم” سره دوام وکړي.
د راپورونو له مخې شهباز شریف د سې شنبې په ورځ په کوټه کې یوې پوځي اکاډمۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د دې عملیاتو موخه د پاکستاني وګړو د ژوند او مال ساتنه، د وسله والو ډلو پر ضد مبارزه، او د هغوی د پټنځایونو او مرکزونه په نښه کول دي.
د پاکستان صدراعظم وزیر زیاته کړه چې دا عملیات به د هغو په وړاندې چې نوموړي “په افغانستان کې مېشتې ترهګرې نیابتي او له طالبانو سره تړلې ډلې” وبلل، دوام وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون ندی ښودلی.
اسلام آباد کابل تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه مخ ته وړي، ملاتړکوي خو طالبانو تل دا تورونه ردکړي دي.
په پیکینګ کې د پوتین او شي کتنه؛ د روسیې او چین د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار
چین ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو مشرانو د مسکو او پیکینګ ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پرمختګ ستاینه وکړه.
پوتین چې د سې شنبې په ورځ پیکینګ ته رسیدلی، نن هم خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکوي.
د چین د دولتي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، د چین ولسمشر شي جینپینګ له پوتین سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې دوام "د هېڅ لوري په ګټه نه دی" او د "هر اړخیز اوربند" غوښتنه یې وکړه.
پوتین هم په دې لیدنه کې ادعا وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې "د نړیوال ثبات په ساتلو کې مرسته کوي" او ټینګار یې وکړ چې روسیه، سره له دې چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه شته، لا هم د انرژۍ یوه باوري عرضه کوونکې پاتې شوې ده.
کریملین ویلي چې له دې سفرڅخه "ډیرې تمې" کوي. په دې سفرکې د رسمي خبرو ترڅنګ، د اسنادو د لاسلیک مراسم، رسمي مېلمستیاوې او غیررسمي لیدنې شاملې دي او دواړه مشران به هم د مهمو نړیوالو مسئلو په اړه خبرې وکړي.
د روسیې د ولسمشر چین ته سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې لږ وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دغه هېواد ته سفر کړی و.
افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ۵۲۹ میلیونه ډالرو پلان پيل شو
ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي همکارو موسسو د پنځه سوه نهه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې پلان پیل کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه ماموریت( یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل فیسبوک کې خبر ورکړ چې ملګري ملتونه به له دوه میلیونه او اووه لکه ستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي. د راپور له مخې هغه کډوال له دې مرستو ګټه اخیستلی شي چې سږکال د اپریل او ډسمبر میاشتو ترمنځ له ایران او پاکستانه افغانستان ته تللي او ځي.
یوناما وایي چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ پر بنسټ چمتو شوی دی چې افغانستان ته د کډوالو له تګ څخه تر بیا مېشتېدنې پورې مرستې چمتو کوي.
ټرمپ: که ایران خبرو ته چمتو نه شي په څو ورځو کې به برید پرې وشي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، پر ایران یې د نویو بریدونو پلان په وروستۍ شیبه کې لغوه کړ، خو ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ دا هم وویل چې ښایي دې ته اړتیا وي چې امریکا پر ایران یوه بله سخته حمله وکړي.
ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ټاکل شوې وه چې سه شنبه پر ایران برید وکړي خو د قطر د امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د مشر په غوښتنه یې دا برید وځنډاوه چې خبرې اترې نتیجه ورکړي.
ولسمشر ټرمپ دوشنبه دا هم ویلي و چې ښایي دی پلان شوی برید دوه یا درې ورځې وځنډوي او هیله به یې دا ي چې له ایران سره د دغه هیواد د اټومي پروګرام په تړاو یوې نتیجې ته ورسیږي.
د سې شنبې په ورځ چې کله له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې ایران باید په څو ورځو کې خبرو اترو ته چمتو شي؟ ده په ځواب کې وویل چې دوه یا درې ورځي، ښایي جمعه، شنبه، یکشنبه چې محدود وخت دی.
د افغانستان په اکثر ولایتونو کې چهارشنبه د ورښتونو اټکل شوی
اټکل کیږي چې چهارشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سیلونه وبهیږي.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نهه ویشت ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته چې په ځینو کې به د ورښتونو کچه شاوخوا لس ملي متره او په ځینو کې تر پنځه دیرش ملي مترو ته ورسیږي.
هند له افغان کرکټ لوبډلې سره د سیالیو لپاره خپل ټیم اعلان کړ
هند د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره په خپل کور کې د یوه ټسټ لوبې او درې یو ورځنۍ لوبو لپاره لوبغاړي غوره کړل.
په ټسټ لوبه کې هند خپل دوه مهم لوبغاړي، باولر جیپریسټ بومرا او ال رونډر رویندرا جدیجا نه دې انتخاب کړي.
ټاکل شوې ده چې دا پنځه ورځنۍ لوبه د جون په شپږمه پیل شي.
د هند د یو ورځنۍ لوبډلې لپاره بیا د دغه هیواد دوه تجربه کاره پخواني کپتانان، ویرات کوهلي او روهیت شرما هم شامل شوې دي.
د پنځوس اورونو دا لوبې یوه د جون په ۱۴ مه، بله په ۱۷ مه او وروستۍ یوه یې ټاکل شوې ده چې په ۲۰ ترسره شي.
د فوټبال نړیوال جام لوبې په مکسیکو سیټي کې پرانیستل کیږي
د مکسیکو سیټي لوبغالی په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د لومړۍ لوبې او د پرانیستو د مراسمو لپاره تایید شو.
فیفا د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په دې لوبغالي کې به د جون په یولسمه د فوټبال نړیوال جام لوبې پيل شي.
د مکسیکو سیټي په لوبغالي کې چې د درې اتیا زره نندارچیانو ظرفیت لري په نولس سوه اویایم او نولس سوه شپږ اتیایم کلونو کې هم د فوټبال نړیوال جام د پرانیستو مراسم ترسره شوي وو.
د فوټبال سږنی نړیوال جام به په تاریخ کې تر ټولو ستر جام وي چې اته څلویښت لوبډلې پکې برخه اخلي او یو سل او څلور لوبې به په مکسیکو، کاناډا او د امریکا په متحد ایالتونو کې ترسره شي.
د خبریالان د ساتنې کمیټې غوښتنه کړې چې بروکسل ته دې د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه شي
د خبریالانو د ساتنې کمیټې له اروپايي کمیسیون غوښتي چې بروکسل ته د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه کړي.
دغه کمیټې د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د عدالت غوښتې د برخې مرستیال تام ګیبسون په حواله وویل،" په داسې حال کې چې طالبان ورځې تر بلې پر رسنیو فشارونه زیاتوي، اروپايي کمیسیون طالب پلاوی بروکسل ته غواړي او دغه اقدام ټکان ورکوونکی دی".
وړاندې راغلي،"اروپا طالب پلاوي ته په بلنې سره دغې ډلې ته مشروعیت ورکوي".
اروپايي کمیسیون افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه بروکسل ته د طالبانو یو پلاوي ته بلنه ورکړې ده.
تراوسه د دغه پلاوی د سفر وخت مشخص نه دی.
بل پلو، د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د یو بیان په خپرولو سره ویلي، " طالب پلاوي ته بلنه ورکول نه یوازې ډپیلماتیک، بلکې د اروپايي کمیسیون یو ستراتژیکه تیروتنه ده چې کیدای شي راتلونکې کې امنیتي خطرونه ولري".
په سن دیګو ښار کې پر یوه جومات په برید کې درې کسان وژل شوي
د امریکا د کلیفورنیا ایالات په سن دیګو ښار کې پر یوه ستر جومات په برید کې درې کسان وژل شوي.
په وژل شویو کې یو تن د جومات ساتونکی شامل دی.
پولیسو ویلي، دوه مشکوک بریدګر هم وژل شوي.
د سن دیګو د پولیسو مشر سکاټ وال ویلي، "پېښه د کرکې له کبله د جرم" په توګه څیړل کیږي چې جزیات به يې وروسته خپاره شي.
پېښه پرون دوشنبه شوې ده.
پولیسو ویلي، د برید پرمهال په جومات کې ماشومان په زده کړو بوخت وول.
تراوسه د پېښې لامل معلوم نه دی.
ایران له امریکا سره د جګړې د پایته رسولو شرایط اعلان کړل
ایران له امریکا سره د جګړې د پایته رسولو شرایط اعلان کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي نن سه شنبې وویل،" ایران ته د یورانیو د غني کولو حق ورکول، د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د بریدونو درول، په هرمز تنګي کې د محاصرې ختمول، د ایران د ټولو پانګو ازادول، پر ایران د یو اړخیزو بندیزونو پایته رسول او ایران ته د جګړې د زیانونو تاوان ورکول"، د ایران له خوا د جګړې د پایته رسولو شرایط دي.
امریکا او اسراییلو د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران برید وکړ.
له ۴۰ ورځینې جګړې وروسته دواړو خوا يې په اوربند سلا شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې د ایران ورته وړاندیزونه "بې مانا" بللي وو او ګواښ کړی و که په را روانو څو ورځو کې توافق ونه شي بیا په پر ایران بریدونه پیل کړي.