خبرونه
په هرات کې پر مرګونې ترافیکي پېښه غبرګونونه
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې تر یوې مرګونې ترافیکي پیښې وروسته د قربانیانو کورنیو او ژوندیو پاتې شویو کسانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
پلاوي د چهارشنبې په ورځ پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه پیغام کې لیکلي:
"په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په هرات کې د هغې غمجنې ترافیکي پیښې په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، چې د ۱۹ کوچنیانو په ګډون ۷۹ کسان پکې ووژل شول."
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو چارواکو او عیني شاهدانو ویلي چې دا پیښه د سې شنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس د موټرسایکل او د تیلو له یوه ټرک سره ټکر شو، چې له امله یې اور ولګېد.
د چارواکو په وینا، بس د اسلام کلا له سرحدي سیمې څخه مسافر لیږدول، چې معمولا له ایرانه د ایستل شویو کډوالو د ستنېدو نقطه ده.
ایراني چارواکو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱.۲ ملیون افغان کډوال ایستل شوي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو څو میاشتو کې ۸۰۰،۰۰۰ نور له دې هیواده ووځي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په افغانستان کې د سختې واورې او باران له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي
نن د طالبانو د فواید عامې وزارت په سالنګونو کې د دوو کسانو مړینه تایید کړې.
پرون او وړمه ورځ هم د واورې، توپان او بارانونو په سبب د ۱۴ کسانو مړینه تایید شوې وه او یو شمېر نور ژوبل وو.
د تازه ارقامو له مخې په سالنګونو کې ۱۲ کسان ژوبل شوي هم دي.
هلته په واورو کې یو شمېر ایسار خلک ژغورل شوي او نږدې روغتیايي مرکزونو ته رسول شوي.
په سالنګونو سربېره، په بامیان، دایکندي، غور، خوست، پکتیا،میدان وردک او غزني کې یو شمېر لارې تړل شوي دي.
ټرمپ: د ناټو عسکر افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې شاته وو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د ناټو عسکر په افغانستان کې په لومړۍ کرښه کې نه وو.
ښاغلي ټرمپ دا خبره له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې.
هغه ویلي: «هغوی ټولو ویلي چې ډېر عسکر یې افغانستان ته لیږلي. هغوی دا کار کړی دی. [مګر] هغوی شاته وو، له لومړۍ کرښې لږ شاته»
د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو د بريټانوي سیاستوالو غبرګونونه او نیوکې پارولي.
منتقدینو په افغانستان کې د بریټانیا د ۴۵۷ عسکرو د وژل کېدو خبره یاده کړې.
د بریټانیا د پارلمان غړي او پخواني پوځي چې افغانستان کې یې هم د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره ګډ خدمت کړی ویلي :«د ښاغلي ټرمپ ادعا له هغه واقعیت سره سر نه خوري چې په افغانستان کې خلکو د خدمت پر مهال تجربه کړی.»
د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې شاوخوا شل کلن حضور درلود.
نن د امریکا، روسیې او اوکرایین استازي په ابوظبۍ کې خبرې کوي
دوی د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په هدف په اړوندو امنیتي مساییلو بحث کوي.
دا لیدنه وروسته تر هغه کېږي چې پرون په مسکو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او بل امریکايي استازي جرډ کوشنر د روسیې له جمهور رییس ولادمیر پوتین سره ولیدل.
کرملین دا لیدنه رغنده بللې او ویلي یې دي چې د راتلونکو پړاونو په اړه پکې بحث شوی.
امریکا په دې لټه کې ده چې د اوکرایین څلور کلنه جګړه پای ته ورسوي.
روسیه د اوکرایین په ختیځ کې د دونباس کنټرول غواړي خو اوکرایین لا دې چارې ته غاړه نه ده اېښې.
اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۱۰ ملیونه یورو مرسته وکړه
اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د لس میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازې ویرونیکا بوکوویچ پوهار د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دې لس میلیونه یورو مرستې به د ښځو لپاره کوچینۍ تصدۍ جوړې شي.
د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلې دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتو د پراختیایي ادارې( یو این ډي پي) له لورې ولګول شي. بیان زیاتوي چې له شریعت سره به سم افغان ښځو ته مالي خدمات چمتو شي او په تجارتي برخه کې به وروزل شي.
یو این ډي پي ویلي دي چې په افغانستان کې له دوه زره یو ویشتم کال راپه دې خوا چې طالبان بیا ځلي واکمان شوې دي، نړیوالې مرستې کمې شوې او پر ښځو محدودیتونه زیات شوې چې له امله یې په اقتصادي ډګر کې د دوی هلې ځلې له خنډونو سره مخامخ شوې دي.
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس وفات شو
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی مشر عبدالسلام عظیمي ومړ.
عبدالسلام عظیمي چې د مصر په الازهر پوهنتون کې حقوق او اسلامي شریعت لوستی و، په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو د پوهنځي استاد پاتې شوی. په تیر جمهوري نظام کې د اساسي قانون د تدوین د کمیسیون غړی و او د ولسمشر حامد کرزي حقوقي سلاکار. پوهاند عظیمي له دوه زره شپږم تر دوه زره څوارلسم کلونو پورې د افغانستان د سترې محکمې رییس و.
پوهاند عظیمي د پنجشنبې په ورځ د نوي کلونو په عمر په ترکیه کې وفات شو.
د ویسټ اینډیز کرکټ لوبډلې افغان ټیم ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له ویسټ اینډیز سره د درې شل اوروه لوبو وروستۍ یوه تیر ماښام د پنځلس منډو په توپیر بایلوده.
تر دې مخکې دوې لوبې افغانستان ګټلې وې. دا لوبې نړیوال جام ته د تیاریو لپاره په متحد عربي اماراتو کې ترسره شوې.
ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.
په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.
زیلینسکي: امریکا کییف ته امنیتي تضمینونه ورکړي
د اوکراین ولسمشر وایي چې د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو په اړه یو سند بشپړ شوی خو له روسیې سره د سولې لپاره د مځکې پر سر اختلافات په خپل ځای دي.
ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پرمهال وویل چې د امنیتي تضمینونو سند د اوکراین د پارلمان او د متحد ایالتونو د کانګرس له لورې تصویبیدو ته چمتو شوی دی، خو ښاغلي زیلینسکي دا ونه ویل چې په امنیتي تضمینونو کې څه شامل دي.
روسیه چې د اوکراین د خاورې شاوخوا شل فیصده یې نیولې ده د سولې په بدل کې غواړي چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمه روسیې ته وسپارل شي، خو کییف له دې سره سخت مخالفت کوي او وایي چې د روغې جوړې په بدل کې دې ته په هیڅ ډول چمتو نه دی چې د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.
ټرمپ د "سولې پلاوی" اعلان کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د "سولې پلاوی" اعلان کړ.
د ولسمشر ټرمپ په مشری دغه پلاوی یا بورډ به پیل کې په غزه کې د سولې په ټینګښت تمرکز کوي.
ددغه ابتکار د لاس لیک مراسم د سویس په داووس ښار کې ترسره شول.
دنړۍ ګڼ مشران په داووس کې د ( WEF) یا د اقتصاد دنړیوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون لپاره دغه ښار کې دي.
ټرمپ وویل : " کله چې دغه پلاوی په بشپړه توګه تشکیل شي ، مونږ کولای شو تقریبا هرکار چې وغواړو وکړو ، او دا کار به له ملګرو ملتونو سره په هماهنګۍ ترسره کړو."
هغه وویل ملګري ملتونه لوی امکانات لري چې تراوسه په بشپړه توګه ترې استفاده نه ده شوې.
ټرمپ د نړۍ لسګونو مشرانو ته بلنه ورکړه چې دغه پلاوي سره یوځای شي او وویل چې غواړي دغه پلاوی په غزه کې د اوربند د ټینګښت سربیره د نوروستونزو اواري ته هم پاملرنه وکړي.
د تکواندو روزونکې خدیجه احمد زاده له بند خوشې شوه
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې بی بی سي ته تایید کړې چې دتکواندو ښځینه روزونکې خدیجه احمد زاده چې د امربالمعروف په امر هرات کې نیول شوې وه خوشې شوې ده.
خبر زیاتوي چې نوموړې دځايی محکمې د حکم په اساس په ۱۳ ورځو بند محکومه شوې وه او نن یې د بند موده پوره شوه.
خدیجه احمد زاده د مرغومي په شلمه دهرات د جبرئیل ښار څخه نیول شوې وه. امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې ویلي وو چې نوموړې نیول شوې او محکمې ته وړاندې شوې ده.
د وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پرته له جزییاتو بی بی سي ته ویلي وو چې آغلې احمد زاده شرعي مقررات مات کړي.
ښاغلي خیبر ویلي وو چې څو کسه نور هم نیول شوي او محاکمې ته به وړاندې شي.
لسګونه افغان کډوال د پاکستان له توقیف خونو ازاد او خپل هیواد ته ستانه شوي
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت نننۍ خبرپاڼه وايي روانه اونۍ د پاکستان له توقیف خونو ۱۲۳ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
خبرپاڼه کندهار کې د راستنیدونکو دچارو د ریاست د راپور په اساس وايي دغه کسان له یوې ورځې تر ۲ میاشتو بندیان وو او ددغه ریاست لخوا د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لیږل شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ UNHCR خپل تازه راپورکې چې وړمه ورځ یې خپور کړ وویل چې پاکستان کې د پولیسو له خوا د کډوالو د ځورولو، نیولو او ایستلو موارد زیات شوي دي.
د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سترې کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۱ لکه کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان افغانستان ته ډیپورټ یا اخراج یا شوي دي.