نړۍ
ډونالډ ټرمپ په رسمي ډول د ټیک ټاک اکونټ جوړ او خپله لومړی ویډیو يې په کې خپره کړې ده
سپینې ماڼۍ پرون سه شنبې په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره د ټیکټاک حساب پرانیست، څو په امریکا کې د دغه اپ له ۱۷۰ میلیونو څخه ډېرو کاروونکو ته د ولسمشر ټرمپ پیغامونه ورسوي.
نوی حساب چې د اټ وایټ هوزس په نوم جوړ شوی، پرون يې یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې په کې ولسمشر ټرمپ وايي، "زه ولسمشر ټرمپ ستاسې غږ" یم.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، د ټرمپ حکومت ژمن دی چې د ولسمشر تاریخي لاسته راوړنې تر خلکو د ډېرو رسنیو او پلېټفارمونو له لارې ورسوي.
د رویټرز د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ د ټیکټاک سره ځانګړې مینه لري خو امریکايي قانون جوړونکي بیا اندېښنه لري چې ټیکټاک د امریکايي کاروونکو شخصي معلومات ښايي د چین حکومت لاس ته په ورشي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ؛ د داووس اقتصادي فورم په څنډه کې د ګرینلنډ په اړه له ښکیلو خواوو سره خبرې اترې کوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د ګرینلنډ په اړه له یوې ناستې او خبرو اترو سره مواقفه کړې ده.
ټرمپ پرون دوشنبې د (جنوري۱۹مه) پر خپل ټروټ اکونټ ولیکل،"له ټولو خواوو سره مو په داووس کې د ګرینلنډ په اړه د خبرو اترو پر سر مواقفه وکړه".
هغه په دې اړه نور جزیات ورکړې نه دي.
د ګرینلڼد پر سره جنجال د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.
دغه خودمختاره سیمه چې د ډنمارک خاروه دی، امریکا يې په ځلونو د نیولو ګواښ کړی دی.
ټرمپ وايي، ګرینلنډ د امریکا او د نړۍ د ملي امنیت لپاره مهمه سیمه ده او ډنمارک يې د ساتنې وړتیا نه لري.
د داووس اقتصادي فورم د جنوري په ۱۹مه پیل شوی او د همدې میاشتې په ۲۳مه پای ته رسیږي.
ټرمپ په همدې روانه اونۍ کې په دې اقتصادي فورم کې ګډون کوي.
په هسپانیه کې د ریلګاډو په ټکر کې ۳۹ کسان مړه شوي
په هسپانیه کې د دوو چټکو ټرینونو/ریل ګاډو په ټکر کې ۳۹ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان دي.
لومړنی ټرین له خپلې لیکې وتلی او بل یو له مخ پرې لګېدلی.
پېښه یکشنبه ناوخته د هسپانیې د جنوبي ولایت کوردوبا اداموز سیمې ته نږدې شوې.
په دواړو ټرینونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ناست وو.
چارواکو ویلي د پېښې له امله د لږ تر لږه ۲۰۰ نورو ټرینونو د حرکت مخه ډب او سفرونه ځنډېدلي.
ایران کې ډیر محدود انټرنټی خدمات دلاسرسي وړ دي
د راپورونو له مخې په ایران کې محدود انټرنېټي خدمات د لاسرسي وړدي او د هیواد دننه کارونکوته د VPN له لارې د وصل کېدو امکان برابرشوی.
د «نېټ بلاکس» په نوم د انټرنېټ د څار ادارې د یکشنبې د ورځې ناوخته وویل، سره له دې چې په ایران کې د عادي انټرنېټ په وصلیدو کې ګډوډي له ۲۲۸ ساعتونو وروسته هم دوام لري، د انټرنېټ د ټرافیک اړوند موندنې ښيي چې په ځینو شبکو، لکه ګوګل کې محدودو آنلاین خدمتونو ته لاسرسی بېرته فعال شوی.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپورله مخې د شنبې د ورځې له لومړیو ساعتونو د ایران په ځینو ښارونو کې د انټرنېټ محدود لاسرسی وو، خو څو ساعته وروسته یو ځل بیا پرې شو.
د پراخو اعتراضونو په تعقیب، د ایران حکومت د تېرې پنجشنبې له ماښام وروسته په ټول هیواد کې انټرنېټ په بشپړه توګه قطع کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اتو اروپايي هېوادونو باندې ۱۰ فیصده تعرفه اعلان کړه
ښاغلي ټرمپ ویلي په متحده ایالتونو باندې د ګرینلنډ د پلور تر هوکړې پورې به له دغو اتو اروپايي هېوادونو د توکو په وارداتو لس فیصده تعرفه د فبروري له لومړۍ اجرا شي.
په تروث سوشیال کې د ښاغلي ټرمپ د بیان په اساس دا اته اروپايي هېوادونه ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسه، جرمني، هالنډ، فنلنډ او بریټانیا دي.
هغه ګواښ وکړ چې د جون له لومړۍ به دا تعرفه ۲۵ فیصدو ته لوړه کړي.
ګرینلنډ د ډنمارک یوه نیمه کورواکه سیمه ده.
د ګرینلنډ چارواکي او خلک له امریکا سره ضمیمه کېدل نه غواړي او د ولسمشر ټرمپ د مکررو غوښتنو په غبرګون هلته پرون ځینې لاریونونه هم شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو واره ویلي چې غواړي ګرینلنډ وپېري او هغه ان د دې چارې لپاره د زور کارول هم نه دي رد کړي.
ولسمشر ټرمپ دلیل راوړي چې ګرینلنډ د ستراتیژیک موقعیت او پراخو طبیعي زیرمو او هم د امریکا د ملي امنیت په خاطر حیاتي ارزښت لري.
د ګرینلنډ په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته اروپايي مشرانو کلک غبرګونونه ښوولي دي.
ّّپه کراچۍ ښار کې یوې لویې اورلګېدنې شپږ کسان وژلي دي
د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې د ودانۍ ځینې برخې ویجاړې کړې او شپږ کسان یې وژلي دي.
ویډیوګانو کې ښکاري چې له ودانۍ څخه اور پورته کیږي پداسې حال کې چې اور وژونکي د اور د کنټرول په لټه کې دي.
اور د شنبې په شپه (د جدي ۲۷) ولګېد او لامل یې لا نه دی معلوم.
د پولیسو یوه چارواکي وویل چې شپږ جسدونه د کراچۍ ملکي روغتون ته وړل شوي او ۱۱ ټپیان هم تر درملنې لاندې دي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې د ودانۍ ځینې برخې نړیدلي او د ژغورنې کارکونکي ویره لري چې ټوله ودانۍ به ونړیږي.
له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي.
د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده.
د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.
په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه
د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله.
د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو.
له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي.
د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.
کردي ځواکونه د حلب ښار له څنډې څخه نن ووتل
د سوریې پوځ نن خبر ورکړ چې د حلب ښار ختیځ ته داخل شوې دي.
د پوځ په وینا یوه ورځ مخکې تر دې کردي ځواکونو موافقه وکړه چې دا سیمه به پریږدي. تیره اونۍ په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
په هغه بیان کې چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، د سوریې پوځ وویل چې د دوی ځواکونه د لویدیځ فرات سیمې ته چې د (دیر حافر) له ښارګوټي څخه پيلیږي، داخل شوې دي.
د شوې موافقې له مخې کردي ځواکونو منلې چې له نن سهار څخه به سیمه پریږدي.
ملګري ملتونه وايي، روسیې او اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په ساحه کې پر اوربند موافقه کړې
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره IAEA وايي، روسیې او اوکراین د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا سیمه کې پر محلي اوربند موافقه کړې ده څو د دې بټۍ د بریښنا د وروستي مرستندوی مزي د ترمیم امکان برابر شي.
په یوه بیان کې چې IAEA پرون ناوخته خپور کړ راغلي دي، د بریښنا دا مزی چې د جنوري په دوهمه د پوځي فعالیتونو په نتیجه کې زیانمن شوی باید په راروانو ورځو کې بېرته فعال شي.
په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله راغلي دي چې وايي، دا د دې ادارې په نوښت څلورم موقت اوربند دی او څرګندوي چې IAEA خپل مهم رول ته دوام ورکوي.
زاپوريژیا د اروپا د بریښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات دي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې روسي ځواکونو ولکه پرې ټینګه کړې ده.
هند له اوږده ځنډ وروسته بهر ته د غنمو صادرات بیا پیل کړل
هند له نژدې څلور کلن بندیز وروسته پرون اجازه ورکړه چې له دې هېواده ۵۰۰ زره مټریک ټنه د غنمو اوړه او ورسره تړلي محصولات بهر ته صادر شي.
هندي چارواکو وايي د دې هېواد د غنمو حاصلات اوس د تیر پرتله ښه شوي دي. هند په نړۍ کې له چین وروسته د غنمو په تولید کې دویم مقام لري.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې په هند کې د تودوخې څپو د غنمو حاصلات کم کړي وو.
نوي ډیلي په ۲۰۲۲کال کې د غنمو د حاصلاتو د کمیدو له کبله نورو هېوادونو ته د غنمو صادرات منع کړي وو.