خبرونه
د ناټو سرمنشي: د اوکراین د امنیتي تضمینونو بحثونه روان دي
د ناټو عمومي منشي مارک روته وایي، د اوکراین لپاره د داسې امنیتي تضمینونو د ورکړې بحثونه روان دي لکه د ناټو غړیو هیوادونو چې ترلاسه کړې دي.
ښاغلي روته په سپینه ماڼۍ کې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او اروپایي مشرانو سره تر غونډې وروسته فاکس نیوز ته وویل چې واشنګتن د اوکراین لپاره په امنیتي تضمینونو کې لیوالتیا ښودلې ده، چې د ناټو د پنځمې مادې په څير به وي.
روته زیاته کړه، په هغه څه چې بحث روان دی د ناټو غړیتوب نه دی، خو د ناټو د غړیو هیوادو په څير به دا تضمین ورکول کیږي چې پنځمه ماده یې روښانوي، یعني د ناټو پر یوه غړي برید د ناټو پر ټولو هیوادونو د برید په معنا دی.
زیلینسکي تر دې مخکې د ناټو تړون د پنځمې مادې پراساس له لویدیځ څخه د مرستې د تضمینونو غوښتنه کړې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نتنیاهو ادعا کوي چې خامنه يي نور ژوندی نه دی
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل ډیری نښې شته چې ښکاروي خامنه ای "نور نشته".
هغه له ایرانیانو وغوښتل چې کار پای ته ورسوي.
بنیامین نتنیاهو وویل چې د خامنه ای هستوګنځی ویجاړ شوی، او د انقلابي ګارډ قوماندانان او لوړ پوړي اټومي چارواکي وژل شوي دي.
ایراني چارواکو بیا د خامنه يي د زوم او د انګور د وژل کېدو تایید کړی.
تر دې مخکې دریو با خبره سرچینو د ایران دفاع وزیر امیر ناصرزاده او د انقلاب اسلامي ځواکونو د قوماندان محمد پاکپور د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا له ان بي سي سره په خبرو کې ویلي تر کومه ځایه چې دی خبر دی د ایران رهبر علي خامنه اي او ولسمشر مسعود پزشکیان ژوندي دي.
طالبانو د راه فردا ټلویزیون خپرونې بندې کړې
د طالبانو حکومت اعلان کړی چې دوی د محمد محقق له خوا تاسیس شوی ټلویزیون «راه فردا» بند کړی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران په خپله ایکس پاڼه د شنبې په شپه ناوخته لیکلي چې د :«د محمد محقق اړوند رسنیز آدرس، نشرات بند او ملکیتونه یې مصادره شول.»
هغه دلیل راوړی چې د دوی حکومت ځکه راه فردا ټلویزیون تړلی او د محقق ملکیتونه یې مصادره کړي چې ګواکې محقق د پاکستان وروستي بریدونه جایزه بللي وو او د طالبانو انتقامي بریدونه یې غندلي وو.
راه فردا ټلویزیون له ۲۰۰۶ کال راهیسې فعاله وو او تر ډېره یې مذهبي، فرهنګي پروګرامونه او خبرونه خپرول.
دغه ټلویزیون د محمد محقق له خوا تاسیس شوی وو.
محمد محقق د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکیې ته تللی او هلته له خپلې کورنۍ سره مېشت دی.
پاکستان سریلانکا ماته کړه خو له نړیوال جام ووت
پاکستان د کرکټ په نړیوال جام کې سریلانکا ماته کړه خو له نړیوال جام سره یې خدای پامانی وکړ.
پاکستان په شلو اورونو کې د سریلانکا لپاره د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی وو.
سریلانکا بېرته ۲۰۷ منډې پوره کړې او لوبه یې په پنځو نمرو وبایلوده.
خو پاکستان له دې بریا سره سره بیا هم نیمه پایلوبې ته له ورتګه پاتې راغلی ځکه په جدول کې د امتیازونو د اوسط په حساب تر نیوزیلنډ وروسته شو.
تمه ده یکشنبې دوه لوبې وشي. اولنۍ کې زمبابوې او جنوبي افریقا مخ دي او په دویمه کې هند او ویسټ انديز.
په ایران د اسراییلو پراخ هوايي بریدونه
د اسراییلو پوځ ویلي چې په ایران کې یې په ۵۰۰ هدفونو هوايي بریدونه کړي.
د بیان په اساس لږ تر لږه ۲۰۰ جنګي الوتکو دا حملې کړي.
اسراییلو ویلي چې دا یې د هوايي پوځ په تاریخ کې تر ټولو لوی بریدګر پروازي عملیات وو.
رویټرز: د ایران دفاع وزیر او د سپاه قومندان په نننیو بریدونو کې وژل شوي
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله وايي داسې ښکاري چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو قوماندان او د ایران دفاع وزیر د اسراییلو په نننیو بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه خبري اژانس لیکلي " د اسراییلو له پوځي عملیاتو دوو با خبره سرچینو او یوې سیمه ییزې سرچینې ویلي چې د دفاع وزیر امیر ناصرزاده او د سپاه پاسداران قوماندان محمد پاکپور د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي بیا نن له NBC نیوز سره په یوه مرکه کې تایید کړه چې لږترلږه "یو یا دوه قوماندانان" وژل شوي، خو نومونه یې وانخیستل.
عراقچي بیا زیاته کړه تر هغه ځایه چې دی پوهیږي، د ایران رهبر علي خامنه ای او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان "ژوندي دي."
که څه هم د ایران دولتي رسنیو پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو له پیل وروسته، د ځينو مشرانو او قومندانانو د ژوند په اړه خلکو ته ډاډ ورکړ خو تر اوسه یې د دفاع د وزیر او د سپاه د قومندان په تړاو هېڅ راپور نه دی ورکړی.
د طالبانو حکومت: د پاکستان بریدونو کې تراوسه ۵۲ ملکیان وژل شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په تېرو اوه ورځو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تازه شنبه د حوت ۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا مرګ ژوبله په ننګرهار، پکتیکا، خوست، کونړ او کندهار ولایتونو کې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې اوښتې ده.
نوموړي لیکلي چې په قربانیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.
نوموړي دغه راز ویلي چې په دې موده کې د پاکستانی پوځیانو په حملو کې د ولسي وګړو اته کورونه په بشپړ او ۱۴ نور نیمه تخریب شوي دي.
خو پاکستان په دې نښتو کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تر ډېره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي هغه چې د پاکستان د ادعا له مخې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره استعمالوي، خو د طالبانو حکومت دغه ډول ادعاوې په وار وار رد کړي دي.
پر کندهار او کونړ د پاکستان مرګوني بریدونه، ۱۴ ملکیان وژل شوي، طالبان وایي ځواب یې ورکړی
طالب چارواکي وایي، پر کندهار او کونړ د پاکستان د تیرې شپې په هوایي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار په تخته پل کې د اخراج شویو کډوالو پر کمپ بمباري شوې ده.
د هغه په خبره دغې پیښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ بیا توغندیز بریدونه شوي چې دواړه ځایه ۱۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
تر دې وړاندې پرون په پکتیکا او خوست کې هم د پاکستاني الوتکو د بریدونو خبرونه خپاره شول.
طالب چارواکي وایي، هلته ۱۹ ملکیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي چې دوی هم تېره شپه پر پاکستان ځوابي بریدونه کړي او په وینا یې میرانشا او سپین وام کې یې د پاکستان پوځي تاسیسات ویشتلي او هغه لوري ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خپلواکو سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له استانبول څخه تهران ته الوتنې لغو شوې؛ ایټالیا خپلو وګړو ته له ایرانه د وتلو امر وکړ
په داسې حال کې چې د ایران په شاوخوا کې د امریکا پوځي تیارۍ زیاتې شوي د ترکیې له استانبول ښار څخه تهران ته الوتنې پرون ماښام وځندول شوې.
د استانبول نړیوال هوايي ډګر پرون اعلان وکړ چې تهران ته د ترکش ایرلاین او دوو ایراني هوايي شرکتونو الوتنې کنسل شوې دي.
همداراز د ایران شمالي ښار تبریز ته د ترکش ایرلاین یوه الوتنه چې د نن سهار لپاره پلان شوې وه، هم کنسل شوې ده.
په عین حال کې د ایټالیا د بهرنیوچارو وزارت پرون جمعه له ایټالوي وګړو وغوښتل چې له ایران څخه ووځي. دې وزارت په یوه بیان کې وویل، هغو ایټالوي وګړو ته چې د ګرځندویانو په توګه ایران ته تللي او شتون یې هلته ډېر حتمي نه دی سپارښتنه کېږي له هغه ځایه ووځي.
داسې مهال چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره مذاکراتو تراوسه کومه ملموسه نتیجه نه ده ورکړې، متحدوایالتونو پر ایران له احتمالي پوځي برید مخکې په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی.
ایران له افغانستان سره د اورګاډي له لارې د سوداګرۍ د بېساري زیاتوالي خبر ورکوي
ایراني چارواکي وايي د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د تجارتي راکړې ورکړې کچه اولس ځلې زیاته شوې ده.
مهر دولتي خبري آژانس پرون جمعه (د کب ۸مه) د ایران د اورګاډي د ادارې دبهرنۍ سوداګرۍ د څانګې د مشر شهریار نقي زاده له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د تېر ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د روان ۲۰۲۶ کال تر فبروري میاشتې پورې له افغانستانه شاوخوا ۶۵۰ زره ټن توکي د اورګاډي په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو د انتقال کچه به د روان لمریز کال ترپایه ۷۵۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه بندې شوې چې د دواړو هېوادونو ځواکونو نښتې وکړې. له هغه وروسته له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغی.
د افغانستان او ایران ترمنځ په سرحد کې د سرحدي نښو د ایښودلو چارې پیل شوې
د طالبانو حکومت د هرات په اسلام کلا کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښو د عملي چارو د پیل خبر ورکوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو د چارو وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې د دې وزارت د سرحدي چارو د تثبیت د کمیسیون اړوند تخنیکي کمیټې تېره ورځ د هرات ولایت په اسلام کلا کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو په شتون کې عملا د سرحدي نښو د نوي کولو چارې پیل کړې.
نژدې یو کال مخکې افغانستان ته د ایران د بهرنیوچارو د وزیر عباس عراقچي د سفر پرمهال د ایران د کورنیوچارو وزارت امنیتي مرستیال د سرحدي کرښو د ټاکلو پرسر له طالبانو سره د اختلافونو خبر ورکړی و.
د طالبانو د حکومت د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو د وزارت په بیان کې د کوم اختلاف یادونه نه ده شوې خو ویل شوي دي چې افغان او ایراني تخنیکي ټیمونه په پام کې لري د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړ سرحد نښې او علامې ټولې نوې کړي.