خبرونه
په پاکستان کې د ورښتونو له امله ۲۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی
پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر دوه نیم سوه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خیبرپښتونخوا د چارواکو او ژغورونکو په وینا یوازې په بونیر کې د تلفاتو شمیر تر دوه سوو اوړي، لس تنه په ګلګت بلتستان او نولس نور د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې وژل شوې دي.
چارواکي وایي چې یوه هیلکوپتر چې سیل ځپلیو ته یې مرستې رسولې د باجوړ لور ته د خرابې هوا له امله لویدلې ده او د عملې پنځه غړي یې هم په دې پیښه کې وژل شوې دي.
په سوات کې د سیندونو د اوبو د زیاتیدو له امله تر دوه زره ډیرو کسانو خپل کورونه پرې ایښې دي او خوندي ځایونو ته لیږدیدلې دي.
چارواکو ویره ښودلې ده چې تلفات ممکن تر دې پسې زیات شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مارکو روبیو: له ایران سره یوې هوکړې ته لېواله یو، خو په هر قیمت نه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، واشنګټن له تهران سره د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د نرمښت «یو حد او حدود» لري.
روبیو، چې سیمې ته د سفر په ترڅ کې بحرین ته تللی، د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، وویل چې امریکا به هېڅکله ایران ته اجازه ور نه کړي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په بدل کې مالیه واخلي، ځکه د هغه په وینا، دا کار به «بشپړه ګډوډي » رامنځته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې عمان ته نږدې په یوې بار وړونکې بېړۍ برید شوی او یوڅه زیان یې لیدلی دی.
تر اوسه هېچا د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی، خو څو امریکايي چارواکو ایران په دې برید تورن کړی دی.
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د عمان له خوا د بېړیو د تګ راتګ لپاره د یوې لنډمهالې لارې د معرفي کولو په غبرګون کې ټینګار کړی چې د ایران له همغږۍ او څارنې پرته به هرمز تنګي کې د بېړیو حرکت ناامن او خطرناک وي.
ملګري ملتونه د مخدرو موادو په وړاندې دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي دغه سازمان دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی
ملګري ملتونه د مخدرو موادو په وړاندې دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي دغه سازمان د مخدروموادو د ننګونو سره د مقابلې ، نویو ګواښونو،او د حللارو په میندلو کې دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی.
دمخدرو موادو او جرایموپه وړاندې د ملګروملتونو دفتر (UNODC) په خپله ایکسپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کوي چې فعالیتونه یې په وقایې ، علاج او په رغونې متمرکز دي او په عین حال کې دهغو ټولنو ملاتړ کوي چې د کوکنارو د کښت څخه داوښتو له تګلارې زیانمنې شوي دي.
افغانستان کې ددغه دفتر مسئول پولیاک اوکې سیري وايي:" د مخدره موادو ستونزه لا هم یوه جدي ننګونه ځکه ده چې ډېر خلک، په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې، لا هم د مخنیوي، درملنې او رغیدنې باکیفیته خدماتو ته لاسرسی نه لري."
هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د مخدره موادو کارول په زیاتېدونکي ډول له دودیزو نشه يي توکو لکه چرس (حشیش) او تریاکو څخه مصنوعي نشه يي موادو لکه میتامفیتامین (شیشه) او ټابلیټ K ته اوړي.
وروسته لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او کاروبار یو مخ بندیز ولګاوه په دغه هیواد کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شو. د (UNODC) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کرنه نسبتا مخکني کال ته بیا هم ۲۰ سلنه نوره کمه شوه او تاریخي ټیټې کچې ته ورسېده.
د اروپايي اتحادیې دیپلوماتان: د طالبانو پلاوي سره بروکسل کې وروستۍ خبرې په تخنیکي چارو متمرکزې وې
د اروپايي اتحادیې دیپلوماتانو د ازادي راډیو خبریال ته ټینګار کړی چې د طالبانو پلاوي سره بروکسل کې د اروپايي کمیسیون په بلنه وروستۍ خبرې تخنیکي خبرې وې او د دیپلوماتیکې پیژندګلوۍ په معنا نه دي.
دوی وویل چې د کډوالو دستنولو موضوع غړو هیوادونو پورې اړه لري او ګڼ هیوادونه نیت لري اجباري ستنولو ته مخه کړي نو ځکه د طالبانو همکاري اړینه ده.
دغه ديپلوماتان وايي دوه ډلې کسان ستنول کیږي; هغه کسان چې امنیت ته خطر جوړوي او بل هغه کسان چې لوی جرمونه یې ترسره کړي دي او نه هرهغه کس چې د پناه اخیستو غوښتنلیک یې رد شوی دی.
دغه دیپلوماتان وايي دمثال په توګه سویدن نیت لري ۲۰۰ کډوال او ډنمارک څه کم ۲۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.
اسرائیل: خپل ځواکونه له لبنان څخه نه ستنوو
د اسرائیل حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ ترڅو چې حزب الله بې وسلې شوی نه وي خپل ځواکونه له لبنان څخه نه باسي.
د اسرائیل د حکومت ویاند، ډیویډ منسر، خبریالانو ته وویل:
«تر څوچې حزبالله یو ګواښ وي، بې وسلې شوی نه وي او پوځي تشکیلات یې له منځه نه وي تللي، موږ به خپل ځواکونه د لبنان له جنوب څخه ونه باسو.»
حزبالله د تېر کال (کب) میاشت کې، وروسته لدې چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړل، د اسرائیل پر شمال د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو په توغولو جګړې ته داخل شو. په مقابل کې، د اسرائیل پوځ پر لبنان پراخ هوايي بریدونه پیل کړل او خپل ځمکني ځواکونه یې هم د دغه هېواد جنوب ته ولېږل.
د جګړې په جریان کې، د لبنان حکومت په واشنګټن کې له اسرائیل سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د دغو خبرو په اړه ویلي چې دواړه ګاونډي هېوادونه د «ارادې او نیت پر بنسټ یوې ژمنې» ته نږدې شوي دي.
ایران امریکا سره د تفاهم لیک د امضا په درشل کې ټینګار کاوه چې د اسرائیل له خوا پر لبنان بریدونه باید پای ته ورسېږي، او د دغه تفاهم له لاسلیک څو ورځې وروسته د اسرائیل او حزبالله ترمنځ اوربند رامینځ ته شو.
حزب الله یو سیاسي او پوځي سازمان دی چې امریکا یې یوه ترهه ګره ډله ګڼی خو اروپايي اتحادیه یې یواځې پوځي څانګه ترهه ګره ګڼي.
د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل
د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د جمعې په ورځ به د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې سخت بارانونه وشي او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خطر هم شته.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ، پروان، سمنګان، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ میلیمټرو پورې باران اټکل شوی دی. دغه راز د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو سیمو کې په ساعت کې د ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره پورې د چټکو بادونو وړاندوینه هم شوې ده.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې په دې وروستیو کې ویلي وو چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د بارانونو او سېلابونو له امله څه دپاسه ۳۰۰ کسان مړه او ۴۰۰ نور ټپیان شوي او له ۱۸ زرو څخه زیاتې کورنۍ زیانمنې شوې دي.
سویس د افغانستان بشري مرستو صندوق سره سلګونه زره ډالر مرسته کړې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د سویس حکومت د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ۱.۹۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
اوچا د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، په خپلې اېکسپاڼې ولیکل چې دا مرسته «هغو خلکو ته هیله وربښي چې ژوند یې د کړکېچونو او ناڅاپي پېښو له امله اغیزمن شوی دی.»
دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ دهغو هیوادونو څخه دی چې له سترو بشري بحرانونو مخ دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د وینزویلا د زلزلو د مړو او ټپیانو شمیر له زرو کسانو اوښتی
په وینزویلا کې د پرله پسې دووزلزلو له امله د مړو شویو کسانو شمیر لږترلږه ۱۶۴ ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر له ۹۷۰ اوښتی.
دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۲ و، د دې هېواد د شمالي ساحل سیمه ولړزوله، یوازې ۴۰ ثانیې وروسته بلې د ریښترپه کچه ۷،۵ زلزلې بیا همدا سیمه ولړزوله.
دغو زلزلو په پلازمینه کاراکاس کې کورونه ونړول او په ټوله سیمه کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. چارواکو وویل چې له متحده ایالاتو او څو اروپایي هېوادونو څخه لسګونه ژغورونکي ډلې د ځپل شوې سیمې پر لور استول شوي او د چین، هند، برازیل او ان ایران په ګډون چې په خپله جګړې ځپلی، یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستې وړاندیز کړی دی.
روبیو: د واشنګټن او تهران ترمنځ تخنیکي خبرې به د روانې میاشتې په پای کې پیل شي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د تخنیکي خبرو نوی پړاو به د جون میاشتې په پای کې په سویس کې بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې د فارس خلیج سیمې ته د خپل مهم سفر د دویمې ورځې په پای کې وکړې. د دې سفر هدف د واشنګټن او تهران ترمنځ د لنډمهالي هوکړې په اړه د سیمې د اندیښنو کمول بلل شوي دي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې روبیو د چهارشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه بحرین ته روانیدو مخکې په کویټ کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "زما په باور، تخنیکي ډله به د جون په ۲۹مه یا ۳۰مه بېرته خبرو ته کښېني."
هغه څرګنده کړه چې په دغو خبرو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د انرژۍ وزارت متخصصین ګډون وکړي او بحثونه به د بندیزونو، اټومي مسایلو او د هوکړې د عملي کولو پر میکانیزمونو متمرکز وي.
روبیو ټینګار وکړ چې واشنګټن هڅه کوي د یوه نازک اوربند ته ورته فضا څخه ژر تر ژره یو هراړخیزاو دوامداره توافق ته لاره هواره کړي.
واشنګټن او تهران تیره اونۍ یوتفاهم لیک لاسلیک کړچې له مخې یې د ځینو نورو مواردو ترڅنګ د هرمزتنګی بیرته پرانستل شو او امریکا د ایران د بندرونو محاصره پای ته ورسوله.
فریدریش میرڅ: له طالبانو سره همکاري یوازې تخنیکي بڼه لري او د جرمني د ملي ګټو لپاره ده
د جرمني صدراعظم فریدرش میرڅ هغه تورونه رد کړي چې ګواکې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره اړیکې عادي کوي. هغه ټینګار وکړ چې هر ډول همکاري یوازې تخنیکي بڼه لري او د جرمني د ملي ګټو لپاره ترسره کېږي.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې میرڅ د چهارشنبې په ورځ د جرمني د پارلمان (بونډستاګ) په غونډه کې د حکومت د پوښتنو او ځوابونو پر مهال، د زرغون ګوند د نیوکو په ځواب کې وویل: "موږ دا رژیم (طالبانو) نه عادي کوو."
هغه زیاته کړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې د دولتونو ترمنځ وي، نه د حکومتونو ترمنځ، او جرمني تل له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. میرڅ وویل: "موږ د طالبانو دې رژیم ته د دوستۍ لاس نه ورغځوو؛ بلکې په هغه ضروري تخنیکي کچه همکاري کوو چې زموږ د هېواد ملي ګټې تأمینوي."
هغه څرګنده کړه چې حکومت په تر ټولو ټیټه ممکنه تخنیکي کچه اړیکې ساتي، څو هغه افغان نارینه بېرته افغانستان ته واستول شي چې په جرمني کې یې جنايي جرمونه ترسره کړي دي. هغه وویل: "همدا تګلاره به دوام ولري."
په برلین کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د طالبانو د حکومت تر څلورو نورو ډیپلوماتانو پورې به جرمني ته د ورتګ اجازه ورکړل شي، څو افغانستان ته د ډیپورټ بهیر اسانه او چټک شي.
د ویاند په وینا، د افغانستان د قونسلي چارو چارواکو ته اړتیا ده، څو د بېلګې په توګه نور پاسپورټونه صادر کړي. هغه وویل چې د جرمني حکومت به د ویزو له ورکولو مخکې د دغو چارواکو سابقه او شرایط په دقت وڅېړي.
په وینزویلا کې دوه پرله پسې زلزلې؛ څه باندې یوه پیړۍ کې بې سارې وې
په وینزویلا کې د پرله پسې دووزلزلو له امله له ۳۰ څخه ډېر کسان مړه او سلګونو نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي چې د مړو او ټپیانو شمېر به نور هم لوړ شي، ځکه تراوسه ژغورونکې ډلې ټولو هغو سیمو ته چې زلزلې ځپلې، ندي رسیدلي.
دا په تېرو څه باندې سلو کلونو کې د وینزویلا تر ټولو پیاوړې زلزله وه. لومړۍ زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۲ و، د دې هېواد د شمالي ساحل سیمه ولړزوله، یوازې ۴۰ ثانیې وروسته بلې د ریښترپه کچه ۷،۵ زلزلې بیا همدا سیمه ولړزوله.
دغو زلزلو په پلازمینه کاراکاس کې کورونه ونړول او په ټوله سیمه کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړ. د ژغورنې او بیړنیو خدماتو سلګونه کارکوونکي په چټکۍ سره هڅه کوي چې هغه کسان ومومي او وژغوري چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو او کنډوالو لاندې بند پاتې دي.