خبرونه
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدو اټکل شوی
د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې د بارانونو او سیلابونو امکانات شته.
ورته وړاندوینه پرون هم شوې وه، خو ازادي راډیو داسې راپور نه دی ترلاسه کړی چې تیره ورځ دې په دغو ولایتونو کې سخت سیلونه بهیدلي وي او چا ته دې د سر یا مال زیان اوښتی وي.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن د ایران له اعتراض کوونکو څخه ملاتړ اعلان کړ
د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن د ایران له اعتراض کوونکو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په ایران کې نن د اعتراضونو ۱۲مه ورځ ده.
میرمن نیومن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " نن بیا خلک په ټول ایران کې سړکونو ته راوتلي، هغوی پوهیږي چې ممکن په ګولۍ وویشتل شي، خو ډېرو ته چوپتیا له زړورتیا څخه خطرناکه ده."
هغې ویلي، د ایران رژیم د خپل مشروعیت وروستۍ نښې هم له منځه وړي دي.
په ایران کې مظاهرې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د تومانو د بې ساري ټیټېدو له کبله پيل شوې چې تراوسه یې ترڅ کې لسګونه کسان وژل او ټپیان شوي دي.
د اسپانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو یوه خونه رامنځته شوه
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت په اډانه کې د افغان میرمنو او نجونو د ملاتړ یوه خونه رامنځته کړه.
د دغې خونې موجودیت نن پنجشنبه ( د جدي ۱۸مه) په هغې غونډه کې اعلان شو چې د هسپانیا ډيپلوماتانو او د افغانستان د ښځو یوشمېر فعالانو په کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان لپاره د ښځو په نوم یوه سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه نوښت د افغانستان د فعالو ښځو د دوامداره هڅو پر مټ شوی دی.
که څه هم د دغې خونې د فعالیتونو په اړه ډېر جزییات نشته، خو اسپانیا په ۲۰۲۵ کال کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې د لږ تر لږه دوه غونډو کوربنه وه.
افغان فعالې ښځې له دې لارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو له حکومت سره د نجونو او ښځو د اساسي حقونو د پښو لاندې کولو له کبله حساب کتاب وکړي.
طالبان که څه هم ادعا کوي چې د نجونو او ښځو حقونه یې د اسلام په چوکاټ کې ورکړي دي، خو ګڼ شمېر افغانان، د اسلامي همکاریو سازمان او د بشري حقونو سازمانونه له دوی سره یوه خوله نه دي.
امریکا په شمالي انتلانتیک کې د روسیې بیرغ لرونکې یوه بیړۍ نیولې ده
متحده ایالاتو په شمالي اتلانتیک کې د روسیې بیرغ لرونکې د تیلو یوه بیړۍ نیولې ده.
د امریکا اروپایي قومندانۍ (یوروکام) د چهارشنبې په ورځ، د جنوري په ۷مه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د مارینرا په نوم دغه ټانکري بیړۍ د آیسلنډ او انګلستان ترمنځ نیولې شوې.
په بیان کې ویل شوي چې دا اقدام د متحده ایالاتو د فدرالي محکمې په امر ترسره شوی.
د تېلو وړونکې دا بیړۍ له ۲۰۲۴ کال له اوړي راهیسې د متحده ایالتونو تر بندیزونو لاندې وه.
دا اقدام د واشنګټن لخوا د وینزویلا د تیلو په غیرقانوني سوداګرۍ کې له ښکیلو بېړیو سره د مبارزې لپاره وروستی اقدام دی.
متحده ایالاتو په وروستیو اونیو کې د وینزویلا په وړاندې د خپل کمپاین د یوې برخې په توګه دوه نورې بیړۍ هم نیولې دي.
یو افغان ځوان بریتانیا کې د انساني قاچاق په تور محاکمه کیږي
یو اتلس کلن افغان پرون چهارشنبه د بریتانیا په یوه محکمه کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د لسګونه کډوالو ژوند یې خطر کې اچولی و.
د امان ناصر په نوم دغه ځوان تورن دی چې د ۴۶ ناقانونه کډوالو یوه ربړي بیړۍ یې له فرانسې څخه د بریتانیا په لور بیولې ده.
دغه افغان په محکمه کې ویلي، دی مجبور کړای شو و چې دغه بیړۍ له فرانسې بریتانیا خواته هدایت کړي.
د هغه بله محکمه د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۹مه جوړېږي.
دا د مانش کانال له لارې لومړۍ ډله کډوال دي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بریتانیا ته رسیدلي دي.
د بریتانیا حکومت په نوي قانون کې هغه کسان مجرم پيژني چې کډوال په دې خطرناکه لاره بریتانیا ته رسوي.
۲۰۲۵ کال کې ۲۹ کډوالو پر دغه لاره ژوندی بایللی دی.
د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور غړیو د لارو د پرانیستو هڅې پيل کړې
د افغانستان او پاکستان د خصوصي سیکتورونو مرکچي کېمېټې پرون (چهارشنبه) د دوو هیوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ د لارو د پرانیستو په اړه غونډه وکړه.
ټاکل شوې ده چې د دواړو خواوو کمېټې خپل وړاندیزونه له خپلو حکومتونو سره شریک کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو د حل په هدف، په ځانګړې توګه د لارو د پرانیستلو لپاره، د مذاکراتو وړاندیز کړی و. دا وړاندیز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري له هرکلي سره مخامخ شو او د همدې هدف لپاره څو انلاین غونډې هم وشوې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې پر کابل او پکتیکا د پاکستان له هوايي حملې او د دغو حملو په وړاندې د طالبانو له ځوابي بریدونو وروسته د پاکستان له لوري بندې شوې.
وروسته د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې تر هغو به له پاکستان سره لارې خلاصې نه کړي چې د لارو د نه بندولو په اړه یې کلک ضمانت نه وي ورکړی.
طالبانو د عمان د بهرنیو چارو وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکړه
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د عمان له بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره د افغانستان او عمان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او د سوداګریزو، ترانزیتي او ترانسپورتي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه (د جدي ۱۷مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور بللی او دواړو لورو په وروستیو اوونیو کې د دوو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو همکاریو د پراخولو لپاره د پلاوو سفرونه مهم ارزولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د سفر بلنه هم ترلاسه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تېر کال د حوت په میاشت کې په یوه رسمي سفر عمان ته تللی و او هلته یې له البوسعیدي او د دغه هېواد له یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره لیدنې کړې وې.
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ کال په سنبلې کې د عمان په پلازمېنې مسقط کې د افغانستان د سفارت کنټرول ترلاسه کړ.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړ
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، سهیل افریدی وایي، د ناامنۍ د تلپاتې حل لپاره باید د خیبر پښتونخوا د امن جرګې سپارښتنې عملي شي، او داسې ونه شي چې یوازې په یو اړخیزو پرېکړو او یا مطبوعاتي کنفرانسونو تکیه وشي.
تر دې وړاندې، د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (DG ISPR) مشر په یوه خبري کنفرانس کې په سیمه کې د پوځي عملیاتو په اړه د تحریک انصاف ګوند پر دریځ نیوکه کړې وه او ویلې یې و چې په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په دې ایالت کې د پوځ د عملیاتو مخالفت کوي.
سهیل افریدي پرون د جنرال شریف چوهدري د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې امنیت د خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان ګډه موضوع ده، او د ټینګښت لپاره یوه هر اړخیزه تګلاره پکار ده، چې پکې سیاسي ګوندونه، پښتانه مشران او نور اغېزمن شخصیتونه شامل وي.
نوموړي زیاته کړه چې پرېکړې باید د شخصي ګټو پر بنسټ او یا هم د تړلو دروازو شاته ونه شي، بلکې د ټولو اړخونو او د هغوی د استازیو په ګډون د ګډو او ټولشموله تګلارو له لارې وشي.
د خیبرپښتونخوا ایالت ډیری برخې ناامنې دي.
د ایران د تومان ارزښت نورهم پسې ټیټ شو
په ایران کې پرون (چهارشنبې د جنوري ۷ مه) د اعتراضونو په یوولسمه ورځ د ډالر په وړاندې د ایران د تومان ارزښت یوه بل ریکارډ یعني ۱۴۸ زره تومانو ته ټیټ شو.
په ایران کې وروستي اعتراضونه د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایران د پیسو د ارزښت د تیټېدو له کبله پیل شول چې لا هم دوام لري.
پرون (چهارشنبې) د هرې یورو ارزښت ۱۷۳ زره او د هر بریتانیايي پونډ ارزښت ۲۰۰ زره تومانو ته لوړ شو.
د ایران په اعتراضونو کې، چې د روانې جدې په اوومه پیل شوي، تراوسه لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په پاریس کې نن تر سلو ډیرې الوتنې لغوه شوې
د واورو او یخې هوا له امله نن په پاریس کې تر دوه سوه ډیرې الوتنې لغوه شوې.
د فرانسې د ترانسپورټ وزیر فیلیپ تبروت وویل چې شاوخوا صل الوتنې د شارل دوګل او څلور الوتنې د اورلي له هوایي ډګره ترسره نه شوې.
د فرانسې په پلازمینه او شاوخوا سیمو کې عمومي بسونه هم د کنګل لارو له امله دریدلي دي.
د یخې هوا له امله په فرانسه کې د لږ تر لږه شپږ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی.
ایران یو تن اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
د ایران قضایي سیستم اسراییل ته د جاسوسي په تور د علي اردستاني په نوم د یوه تن د اعدام خبر ورکړ.
د ایران د قضاییه قویې رسنۍ، میزان نن د اردستاني د اعدام خبر خپور کړ خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې نوموړی چیرته اعدام شوی دی.
د میزان په راپور کې ادعا شوې ده چې علي اردستاني موساد استخباراتي ادارې ته د ایران حساس اطلاعات ورکړي او د اسراییل لپاره مهم کس و.
ایران له اسراییل سره په جون کې د جګړې له پیله تر اوسه اسراییل ته د جاسوسۍ په تور لږ تر لږه لس تنه اعدام کړې دي.