خبرونه
طالبان د خپلې واکمنۍ څلورم کال لمانځي ; د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی "استبدادي" واکمني رد کړي
په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په کابل او نورو ولایتونو کې مراسمو ته آمادګی نیولې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي.
دکارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو په وړاندې د پرلهپسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي.
طالبان په افغانستان کې واک ته ستندیل د فتحې ورځ بولي اوټاکل شوې ده نن یې د یو لړ مراسمو په ترځ کې په کابل او ولایاتو کې تجلیل کړي.
بلخوا له هیواده بهر د طالبانو مخالفینو تابیا نیولې ده چې په دې ورځ په څو هیوادونو کې دغونډو په ترځ کې د طالبانو واکمني وغندي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جاپان د زیانګالو افغانانو د ملاتړ لپاره ۳ میلیون ډالره نوره مرسته اعلان کړه
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان د زیانګالو قشرونو د ملاتړ لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د دې ادارې د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، دا مالي مرسته به د افغانستان د بشري وضعیت ښهوالي او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتولو په هدف ولګول شي.
ویل شوي چې دا پروژه به په ځانګړي ډول د میندو، نوزېږو، ماشومانو او ځوانانو لپاره روغتیايي خدمتونه پیاوړي کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې مرستې یوه برخه به د هغو کورنیو او کسانو د روحي ـ ټولنیز ملاتړ د برابرولو لپاره وکارول شي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي، په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو او محرومو سیمو کې.
د تېرې لیندۍ یا قوس د میاشتې په وروستیو کې هم جاپان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د بشري مرستو په برخه کې ۱۹.۵ میلیون امریکايي ډالر تصویب کړي دي.
د یاد بیان له مخې، له دې تازه مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، یعنې له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان ټولې مرستې تر ۵۴۹ میلیون ډالرو واوړي.
افغانستان سږ کال په ځانګړي ډول د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله له لا سخت وضعیت سره مخامخ دی.
د سوریې د حمص په امام علي جومات کې چاودنې ۸ کسان وژلي او ۱۸ نور یې ژوبل کړي
د سوریې روغتیايي چارواکي وايي، د جمعې په ورځ د حمص په امام علي جومات کې چاودنې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
دا د سوریې د اوږدې مودې واکمن بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته پر یوه جومات د برید لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا په حواله، د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي چې په چاودنه کې اتلس نور کسان ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت دا "ترهګریز بمي برید" وباله او ویې ویل چې د عاملینو د تعقیب لپاره یې پلټنې پیل شوې دي.
یوې اسلامپالې وسله والې ډلې د جمعې په ورځ د سوریې د حمص په دې اکثریت علوي میشته سیمه کې د چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د سرایا انصار السنه ډلې په ټیلګرام کې په یوه بیان سره ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو په علوي سیم کې د امام علي بن ابي طالب په جومات کې "یو شمیر چاودیدونکي توکي وچول".
دا ډله د واکمن بشارالاسد له لرې کېدو وروسته جوړه شوې.
دې وسله والې ډلې د جون په میاشت کې د دمشق په یوه کلیسا کې د بمي چاودنې مسؤلیت هم په غاړه اخیستی و.
زیلنسکي: له ډونالډ ټرمپ سره د مهمې کتنې پلان لرم
د اوکراین ولسمشر وايي چې په لنډ وخت کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ده د کتلو پلان جوړ شوی دی.
ولودیمیر زیلنسکي پرون (پنجشنبې) په یوه پیغام کې ویلي چې دا کتنه د کيیف او مسکو ترمنځ د سولې د هوکړې د ترلاسه کولو په هڅو کې مهم رول لرلی شي.
ده، په خپل پیغام کې، چې أه ټولنیزو رسنیو کې یې خپور کړی، همداراز لیکلي، دا پرېکړه د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا د منشي، رستم عمروف، له هغه راپور وروسته شوې چې پکې له امریکايي چارواکو سره د وروستیو اړیکو په اړه معلومات ورکړل شوي وو.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. خو ځینو سرچینو کییف پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي زیلنسکي د ډسمبر له ۲۸مې (د مرغومي اوومه) څخه د حساسو خبرو لپاره د فلوریدا ایالت او د مارالاګو استوګنځي ته سفر وکړي.
دا خبر یوه ورځ وروسته له هغه خپور شو چې زیلنسکي د ډونالډ ټرمپ له استازو، سټیو ویتکاف او جراد کوشنر، سره د ټیلیفوني تماس خبر ورکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان: د شري له امله مړینې ۸۸ سلنه کمې شوي
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي دي چې د شري له امله مړینې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۸۸ سلنه راکمې شوې دي، او د واکسیناسیون هڅو په همدې موده کې نژدې ۵۹ میلیونه انسانان له مرګه ژغورلي دي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ، (د ډسمبر په ۲۵مه) په په خبرپاڼه کې وویل، سره له دې اوږدمهالو لاسته راوړنو، د شري ناروغي یو ځل بیا په نړیواله کچه د زیاتېدو په حال کې ده او دا چاره د ناروغۍ د کنټرول په برخه کې د تېرو کلونو پرمختګونه له ګواښ سره مخامخ کوي.
د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې د شري شاوخوا ۱۱ میلیونه پېښې ثبت شوې دي، چې دا د واکسین په پوښښ او عامه روغتیايي سیستمونو کې د موجودو تشو څرګندونه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د شري د خپرېدو د مخنیوي لپاره پکار ده چې لږ تر لږه ۹۵ سلنه وګړي د شري د واکسین دوه پړاوونه ترلاسه کړي، خو دا هدف لا هم په ډېرو هېوادونو کې نه دی پوره شوی.
امریکا: د نایجریا په غوښتنه مو د داعش پر مورچلو هوايي بریدونه کړي
د امریکا متحدایالتونه وایي چې د نایجریا د حکومت په غوښتنه یې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د «اسلامي دولت» ډلې (داعش) پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي په څلورمه) اعلان وکړ چې د امریکا پوځ د نایجریا د سوکوتو ایالت په قلمرو کې د داعش پر وسله والو پوځي عملیات کړي دي. د هغه په وینا، دا عملیات د سیمې د مسیحیانو پر وړاندې د دې ډلې د بریدونو د مخنیوي په هدف شوي دي.
د امریکا د پوځ د افریقا قوماندانۍ (افریکام) هم تایید کړې چې دا هوايي بریدونه د نایجریايي چارواکو په همغږۍ ترسره شوي او په پایله کې یې د یادې ډلې یو شمېر غړي وژل شوي دي. افریکام په یوه بیان کې، چې وروسته خپور او بیا لېرې شو، ویلي و چې دا عملیات د نایجریا د حکومت په رسمي غوښتنه ترسره شوي دي.
د استانبول پولیسو د داعش د احتمالي بریدونو د مخنیوي په لړ کې ۱۱۵ کسان نیولي
د استانبول پولیسو د پنجشنبې په ورځ په امنیتي عملیاتو کې د «داعش» ترهګرې ډلې د غړیتوب په شک ۱۱۵ کسان نیولي دي.
دا عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې د کرسمس د مراسمو او د نوي کال د لمانځنو پر مهال د احتمالي بریدونو په اړه خبرداري ترلاسه شوي وو.
د استانبول د عمومي څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، د ۱۳۷ شکمنو کسانو پر ضد د نیولو حکم صادر شوی و، چې تور پرې لګېدلی و د کال د پای د جشنونو په ترڅ کې د بریدونو د تنظیم هڅه یې کوله.
پولیسو د استانبول په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۲۴ ځایونو چاپې ووهلې، چې په پایله کې یې ۱۱۵ کسان ونیول شول او د پاتې ۲۲ شکمنو د نیولو هڅې لا هم روانې دي.
د پلټنو پر مهال امنیتي ځواکونو لاسي وسلې، مهمات او یو شمېر اسناد هم کشف او ضبط کړي دي.
د څارنوالۍ دفتر ویلي چې یو شمېر نیول شوي کسان له هېواد څخه بهر په وسلهوالو نښتو کې د ګډون له امله پېژندل شوي وو، او د ځینو نورو پر ضد د ملي او نړیوالو ترهګریزو جرمونو په تړاو د توقیف حکمونه لا له وړاندې صادر شوي وو.
تر دې وړاندې، د انقرې ولایت امنیه قومندانۍ د دسمبر په ۱۹مه خبرداری ورکړی و چې داعش ښايي د نوي کال له شپې مخکې په انقره او استانبول کې بریدونه وکړي.
اسراییلي امنیتي چارواکي له ایران سره د همکارۍ په تور یو کس نیولی
د اسراییل امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو اسراییلي وګړی یې د ایران له استخباراتي ادارو سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
د د اسراییل د پولیسو او داخلي استخباراتو، شینبت د ګډې خبرپاڼې له مخې، دا کس تورن دی چې د ایراني عناصرو په لارښوونه یې د حساسو سیمو نقشې او عکسونه اخیستل، چې پکې د اسراییل د پخواني صدراعظم نفتالي بنت د استوګنې ځای هم شامل دی.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي وروسته اخیستي تصویرونه د پیسو په بدل کې بهرنیو لورو ته لېږلي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړی محمد حامد میوند وفات شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر او د تدریساتو د برخې مسوول محمد حامد میوند د پنجشنبه په ورځ په کابل کې ومړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې محمد حامد میوند کلونه کلونه د افغانستان د فوټبال د روزونکو او حکمانو په روزونه کې مهمه ونډه لرله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د محمد حامد میوند د مړینې علت نه دی څرګند کړی، خو یوشمیر کورنیو رسنیو لکه طلوع نیوز یوازې دومره ویلي دي چې نوموړي په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هرات کې د نژدې څلور میلیارډه افغانۍ په ارزښت پروژې پرانیستل شوې
په هرات کې د بریښنا د لیږد او ویش څلور پروژې پيل او پنځه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پرروژې چې نژدې څلور میلیارډه افغانۍ لګښت لري، پرون پرانیستې.
د پرانیستو په غونډه کې ښاغلي برادر وویل چې د دې ټولو پروژو له بشپړیدو سره به د هرات صنعتي پارکونو او صنعت کارانو ته څلرویشت ساعته بریښنا چمتو شي.
افغانستان خپله لویه برخه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او په ژمي کې چې د بریښنا لګښت ډیریږي د کابل په شمول په لویو ښارونو کې د بریښنا پارچوي زیاتیږي.
د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي
ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي.
دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي.
د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.
د دغو دریو هیوادونو تر منځ دا لوبې له نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره روانې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جنوري میاشتې په نیمایي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.