د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۶

خبرونه

د طالبانو حکومت او قرغزستان د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې

عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی
عکس له ارشیفه اخیستل شوی دی

د طالبانو حکومت او د قرغزستان حکومت اقتصادي او د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ دا موافقه د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د سفر په جریان کې وشوه.

د راپورونو له مخې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د تسهیل تر څنګ قرغزستان ژمنه کړې چې سوداګریزې ویزې به اسانه کړي، بانکي اړیکې به ښه کړي او د افغان سوداګرو لپاره به د ترانسپورت لارې اسانه کړي.

مخکې تر دې قرغزستان سږ کال طالبان د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه لرې کړل.

د دې تر څنګ په منځنۍ اسیا هیوادونو کې ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د پایپ لاین پر یوه لویه پروژه کار بیا پیل کړی دی او ازبکستان په اګست میاشت کې له کابل سره د 2.5 ملیارد ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراین د روسیې پر پلازمینه مسکو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

په مسکو کې د یوې ودانۍ یوه برخه چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې زیانمنه شوې ده
په مسکو کې د یوې ودانۍ یوه برخه چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې زیانمنه شوې ده

د روسیې پر پلازمینه مسکو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

رویترز خبري اژانس نن یکشنبې د مسکو د ښارول سرګي سوبیانین په حواله لیکلي،" څه باندې ۱۶۰۰ بې پیلوټه الوتکو مسکو ښار او شاوخوا سیمې په نښه کړې وې چې ډير شمیر يې شنډې او راغورځول شوې دي".

د هغه په ټکو،" اوکراین هڅه کوي هغه ټاکنې ګډوډې کړي چې د ولسمشر پوتین ۲۶کلنه واکمني لاپسې پیاوړې کوي".

نن په روسیه کې د پارلماني ټاکنو وروستۍ ورځ ده.

درې ورځې کیږي چې خلک د پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره خپلې رای کاروي.

بل پلو، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي نن پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي،" تیره شپه پر مسکو زموږ د اوږد واټن ویشتونکو توغندو ځوابي بریدونو ډیر اغیز درلود".

د اوکراین د تیرې شپې په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د تصفیې یوه مهمه فابریکه زیانمنه شوې ده.

قالیباف:هرمز تنګی د ایران د شرطونو له پوره کیدو وروسته پرانستل کیږي

د ایران د امنیت د ملي شورا منشي محسن رضايي او د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف
د ایران د امنیت د ملي شورا منشي محسن رضايي او د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف نن یکشنبې ویلي، "هرمز تنګی د ایران د شرطونو له پوره کیدو وروسته پرانستل کیږي".

پرون د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي ویلي و چې له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره يې د ایران شرطونه د قطر له لارې ولسمشر ټرمپ ته سپارلي او د ځواب په تمه دي.

هغه له الجزیزې ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ۷ شرطونه وړاندې کړل، خو تاکید يې د دریو شرطونو په پوره کیدو و.

ایراني رسنیو دا درې شرطونه د جګړې د پای ته رسولو "اصلي شرطونه" یاد کړي دي.

د رضايي په ټکو،" په ټولو جبهو کې د جګړې درول، د ایران د ګنګل شوې پانګې ازادول او د سمندري محاصرې پای ته رسول له امریکا سره د جګړې د پایته رسولو اصلي شرطونه دي".

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې د ایران حکومت له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی، خو په ټکو يې که چیرته سمه هوکړه ونه شي " فکر پرې نه کوم".

ریاض ته نږدې له چاودنې وروسته امریکا د سعودي او حوثیانو ترمنځ د شخړې د زیاتېدو خبرداری ورکړی

د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته نژدې د چاودنې له راپورونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې ښايي د ریاض او د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې ترمنځ "شخړې په چټکۍ زیاتې" شي.

پرون شنبې د ریاض هوايي ډګر ته څیرمه د چاودنې غږ واوریدل شو او له سیمې لوګي پورته شول.

د سعودي چارواکو تایید کړه چې حوثي یاغیانو هڅه کړې د بالستیک توغندي په وسیله پلازمینه ریاض په نښه کړي.

حوثیانو د سږ کال په جولای کې په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر کښتیو بریدونه پیل کړل.

حوثیان د یمن ګڼ میشتې سیمې په واک کې لري او په وروستیو کې يې د باب المندب تنګي ته څیرمه ساحلي ښارونه او ګڼې سیمې نیولي دي.

حوثیانو له دې وړاندې ویلي وو چې د حملو هدف یې د سعودي پوځي او د تیلو تاسیسات دي.

حال‌وش: په ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه افغان کډوال مړه شوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د حال‌وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت پر یوې لویې لارې د افغان کډوالو موټر له یوه تیل وړونکي موټر سره ټکر کړی چې له کبله يې اووه افغان کډوال مړه شوي او او نهه نور ټپیان دي.

دې سازمان پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې پېښه د جمعې په ورځ د (سنبلې۲۷مه) د ایرانشهر او جکیګور ترمنځ پر لویه لار شوې ده.

تراوسه د دې افغانانو د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنو او لوګي راپور

د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض هوايي ډګر ته څېرمه پرون (شنبې) د اور او لوګي راپورونه ورکړل شوي دي.

راپورونه وايي، دا پېښه د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځ د جګړو او نښتو له زیاتېدو سره هممهاله شوې ده. د پېښې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د رویټرز په ویډیوګانو کې د دې سیمې په اسمان کې لوګي او لوخړې لیدل کېږي چې هوايي ډګر ته تللې لویه لار، د هوايي ډګر ترمینل او نور تاسیسات پکې تت لیدل کېږي.

فرانس پریس خبري اژانس هم د ریاض د اوسېدونکو په قول د هوايي ډګر خوا ته د اور او لوګیو د لیدلو خبر ورکړی دی.

خبري اژانسونو په ریاض کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر هم ورکړی دی.

په ۲۰۲۵ کال کې ۱۲۴ چاپېریال ساتونکي وژل شوي

د «ګلوبل ویټنس» ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۲۴ د ځمکې او چاپېریال ساتونکي وژل شوي دي.

د راپور له مخې، ۸۵ سلنه چاپېریال ساتونکي په لاتینې امریکا کې ږژل شوې دي. په کولمبیا کې ۳۹ تنه وژل شوي او د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د چاپېریال ساتونکو لپاره تر ټولو خونړی هېواد بلل شوی، ورپسې په برازیل کې ۲۶ کسان وژل شوي دي.

په هندوراس او فلیپین کې ۱۲، په مکسیکو کې ۱۰ او په ګواتیمالا کې اته چاپېریال ساتونکي ثبت شوې دي. د «ګلوبل ویټنس» په وینا، له درې پر څلور برخو ډېر قربانیان کوچني بزګران، د بومي ټولنو غړي یا افریقایي‌الاصله کسان وو.

دغه سازمان ویلي، له نیمايي ډېرې وژنې د ځمکو له شخړو سره تړاو لري او لږ تر لږه درېیمه برخې پېښې له منظمو جرمونو یا اجیر قاتلانو سره تړاو لري. سازمان خبرداری ورکړی چې اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي، ځکه د ټولو پېښو ثبت او تایید ممکن نه دی.

بنګله‌دېش د افغانستان پر وړاندې د ټېسټلوبې لپاره لوبډله اعلان کړه

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ د شنبې په ورځ د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې میاشتې د یوې ټېسټلوبې لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې چې دا ټېسټلوبه د اکتوبر له ۹مې تر ۱۳مې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي. دا له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لومړۍ ټېسټلوبه ده.

بنګله‌دېش به له دې وروسته د افغانستان او زیمبابوې په ګډون په درې اړخیزه یو ورځنیو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د درې اړخیزې سیالۍ په لړ کې به بنګله‌دېش د اکتوبر په ۱۷مه له زیمبابوې سره لومړۍ لوبه وکړي او د اکتوبر په ۲۱مه به له افغانستان سره مخامخ شي. د سیالیو دوه غوره لوبډلې به د اکتوبر په ۲۳مه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ نوې امنیتي هوکړه کوي

امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ د دې کورواکې سیمې د امنیت په اړه پر یوې نوې هوکړې سلا شوي دي.

د هوکړې له مخې، امریکا به په ګرینلنډ کې خپل پوځي حضور پراخوي او روسیه او چین به له پوځي اډې جوړولو، د ځواکونو له ځای پر ځای کولو او په حساسو برخو کې له پانګونې منع کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دا هوکړه د ګرینلنډ او امریکا امنیت ته د اړتیا وړ اقداماتو زمینه برابروي او د اعتبار موده به ونه لري.

د ډنمارک او ګرینلنډ چارواکو هم د هوکړې هرکلی کړی، خو د دې هوکړې عملي جزییات لا نه دي خپاره شوي. ټاکل شوې هوکړه راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې لاسلیک شي.

د ډنمارک او ګرینلنډ صدراعظمانو د شنبې په ورځ وویل چې دا هوکړه د دې سیمې امنیت او مځکنۍ بشپړتیا پیاوړې کوي.

امریکا پر اوکراین د وسلو له پلورلو سره موافقه وکړه

امریکا پر اوکراین د ۲.۶۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو د پلورلو اجازه ورکړه.

په دې تجهیزاتو کې بېلابېل توغندي، توپونه، د بې‌پیلوټه الوتکو ضد رادارونه او نورې وسلې شاملې دي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې اوکراین د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د دفاعي ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، د دې وسلو پلور لا هم د کانګرېس تایید ته اړتیا لري. د وسلو د پېرلو لګښت به د اروپايي هېوادونو له مرستو او هغو امریکايي مالي سرچینو څخه ورکړل شي چې مخکې له اوکراین سره د مرستې لپاره ځانګړې شوې دي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پر کی‌یف د روسیې بریدونه زیات شوي او اوکراین د هوايي دفاعي مهماتو له کمښت سره مخامخ دی.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لایحه هم لاسلیک کړې چې له مخې یې پر روسیې د نویو بندیزونو لګول ممکن شوي او هدف یې پر مسکو لا زیات فشار راوستل دي.

په همدې حال کې، د مسکو او کی‌یف ترمنځ د لانجمنو سیمو پر سر اختلافات لا هم د سولې د خبرو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بلل کېږي.

طالب چارواکي: چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې

د کابل ښار
د کابل ښار

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د کابل ښار داوومې ناحیې په چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې ده.

دې ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د یوه ویډيو پیغام په خپرولو سره ویلي،" د غره د ښویېدنې په صورت کې د سلګونو کورنیو د زیانمنیدو احتمال شته او خلکو يې غوښتي چې دا سیمه تخلیه کړي".

وړاندې راغلي چې یو مسلکي ټیم د ارزونې په موخه سیمه ته استولی شوی دی.

د طالب چارواکو په خبره، د دې غره په لمنو او شاوخوا سیمو کې نژدې ۳۰۰ کورونه د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د رالوېدو له احتمالي خطر سره مخ دي.

چهلستون د کابل ښار یوه له پخوانیو او غرنیو سیمه ده چې په ځینو برخو کې استوګنیز کورونه د غره د لمنو سربیره د غره په پورته برخو کې جوړ شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG