خبرونه
په اندونیزیا کې سخته زلزله شوې
د اندونیزیا لویدیځ پاپوا سیمه نن یو سختې زلزلې ولړزوله.
د جرمني د جیولوجي تحقیقاتي مرکز نن ( د اګست دولسمه) وویل چې دا زلزله د شپږ اعشاریه پنځه ریښتر په کچه وه.
د دې څیړنیز مرکز په وینا، د زلزلې مرکز تر مځکې لاندې په اوولس کیلومترۍ کې ژور و.
تر اوسه د دې زلزلې له امله د سر او مال د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه: د افغان ښځو په مشرۍ ادارو او سازمانونو رول د ښځو او نجونو د ملاترلپاره ډیرمهم دی
ملګري ملتونه وایي، د افغان ښځو په مشرۍ سازمانونه او ادارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ د سیسټم د ملا تیرګنل کیږي او موږ نشي کولی چې د دوی مخکښ مشرتابه له لاسه ورکړو. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو څانګې پرون یکشنبې پرخپله ایکسپاڼه دغه څرګندونې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین ته په اشاره کړې چې د نومبرمیاشتې په ۲۵ پیل شوی دی.
د ملګروملتونو د ښځو څانګې د نړیوالو مرستو کمیدو ته په اشاره لیکلي چې له ډیری دغو سازمانونواو بنسټونو سره مرستې زښتې زیاتې کمې شوي او هغوی یې اوس اړکړي چې هغه ښځې هم له دندو ګوښه کړي چې تراوسه پورې یې د مرستو بهیرجاري ساتلی.
د دې ادارې په خبره د مرستو د کمیدو له امله د ښځو په مشرۍ د هرو لسو ادارو او سازمانونو له ډلې څلوریې دې ته اړشوي چې خپل ښځینه پرسونل دیرش سلنه کم کړي.
ملګري ملتونه: افغانستان کې بېوزلي او خوارځواکي زیاته شوې او ژمي کې به وضعه لا پسې خرابه شي
د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي مرستیال اجرایوي رییس کارل سکاو وايي په افغانستان کې بیوزلي او خوارځواکي زیاته شوې، او وضعیت به د ژمي په میاشتو کې نور هم خراب شي.
هغه په دوحه کې له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې دا خبره کړې.
د ښاغلپ سکاو په خبره د خوړو نړیوال پروګرام نږدې نیمایي مرستې کمې شوي، چې ورسره د افغانستان په څیر هیوادونو کې د دوی فعالیتونه سخت اغېزمن شوي.
پخوا به ډبیلو اف پي افغانستان کې لسو میلیونو کسانو سره مرستې کولې خو د بودیجې د کمېدو په سبب دمګړۍ یواځې دوو میلیونو خلکو ته مرستې رسولی شي.
د اوکراین ولسمشر له اروپایي متحدانو سره د خبرو په هدف نن لندن ته سفر کوي
ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي نن دوشنبه لندن ته ولاړ شي او هلته د بریتانیا په ګډون له خپلو اروپایي متحدانو فرانسې، جرمني او ایټالیا سره وګوري.
دغه بحثونه به له روسیې سره د سولې پر پلان او دغه راز اوکراین سره د پوځي مرستو پر دوام متمرکز وي.
د لندن بحثونه د امریکا په فلوریدا کې د اوکرایني او امریکایي چارواکو تر درې ورځنیو خبرو وروسته پلان شوي دي.
که څه هم دواړو لورو دا خبرې مثبتې بللي، خو د پام وړ کوم پرمختګ په کې ونه شو.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وایي، خپله وروستۍ هڅه کوي چې د روسیې او اکراین ترمنځ جګړه ودروي.
اسراییل غواړي خپل ځواکونه د سوریې په جنوب کې پریږدي، خو سوریه اسراییل د کړکیچ په پراخولو تورنوي
د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو وایي، هوډ لري چې ځواکونه یې د سوریې د جنوب په حایل زون کې پاته شي.
نوموړي پرون یکشنبه له خپلو سفیرانو سره یوه غونډه کې ویلي، هیله من دی چې د سوریې د جنوب د غیر پوځي کېدو په اړه هوکړې ته ورسیږي، خو په وینا یې بیا به هم هلته خپل ځواکونه ساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع اسراییل نورو هېوادونو ته د کړکېچ په غځولو تورن کړ.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د الشرع اشاره د سوریې په جنوب کې د اسراییل دوامداره هوایي بریدونو او بمباریو ته وه.
اسراییل تېر کال د بشار الاسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته د جولان لوړو او سوریې ترمنځ حایل زون ته، چې د ملګرو ملتونو له خوا اداره کیږي، پوځیان واستول.
اسراییل دا کار د ځان د خوندیتوب او له هغه ځایه د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره مهم بولي.
د دوحې فورم په څنډه کې په افغانستان، سوریه او افریقا کې له داعش سره پر روانې مبارزې خبرې شوي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي، ځانګړي استازي یې د دوحې فورم په څنډه کې په افغانستان، سوریه او افریقا کې له اسلامي دولت ډلې/داعش سره پر روانې مبارزې خبرې کړي.
دغه وزارت پرون یکشنبه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فیصل بن عبدالله ال حنزاب دا خبرې د همدغو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا کتنو کې کړې دي.
خبرپاڼه کې د داعش د اوسني ګواښ او دا چې له دغې ډلې سره مبارزه څه ډول روانه ده، معلومات نه دي ورکړل شوي.
فرانسوي څیړونکو او چارواکو د تیرې نومبر میاشتې په دیارلسمه وویل، داعش اوسمهال په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې فعالیت لري چې پخوا ته په کتو کمزوری شوی دی.
دوی دا څرګندونې د پاریس د خونړي برید په لسمه کلیزه کې وکړې، هغه برید کې چې د داعش څو وسله والو او ځانمرګو بریدګرو ۱۳۰ تنه ووژل.
جرمن میشتو افغان فعالانو ملي ډیالوګ د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لاره وبلله
د جرمني په فرانکفورت ښار کې لسګونه افغان فعالانو او ځوانانو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه غونډه وکړه او ملي ډیالوګ یې یوه جدي اړتیا وبلله.
د افغان ښځو د کار، زده کړو او ټولنیز ګډون له حق څخه دفاع د دوی د بحثونو د سر موضوع وه.
د " ملي مرکې " تر عنوان لاندې دغه غونډه د دسمبر په شپږمه جوړه شوې وه، خو خبرپاڼه یې پرون ماښام ازادي راډیو ته رسېدلې ده.
د دوی د خبرپاڼې له مخې " تر هغو چې د افغانانو بېلابیل نظرونه او غږونه وانه وریدل شي " افغانستان ثبات او ښې راتلونکې ته نه شي رسیدلی.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو د تعلیم، کار او سفر په ګډون بېلابېل بندیزونه لګولي چې وخت ناوخت یې نړیوال بنسټونه او افغان فعالان په اړه اندیښنې څرګندوي.
د ډونالد ټرمپ ادارې ۵۵ ایرانیان له متحده ایالتونو اخراج کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، هغه ۵۵ تنه اتباع یې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اخراج کړي، ایران ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت د قونسلي چارو مشر مجتبی شصتي کریمي ویلي ( له اخراج شویو سره د غیر انساني چلند راپورونه ترلاسه شوي) دي.
دا دویمه ډله ایرانیان دي چې امریکا یې اخراجوي.
لومړنۍ ډله په میزان میاشته کې ایران ته استول شوې وه.
په ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي
د هند په ساحلي ښار ګوا کې د یوه نایټ کلب دننه اورلګېدنې ۲۵ تنه مړه کړي دي.
د ګوا اعلی وزیر پرامود ساونت نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶مه) ویلي چې درې-څلور بهرني سیلانیان هم قربانیانو کې شامل دي، خو د هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، اورلګېدنه د همدغه کلب په پخلنځي کې د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له کبله شوې ده.
د ښاغلي ساونت په خبره درې تنه د اور د لمبو او پاته نورو د اکسیجن د کموالي له کبله مړه شوي دي.
د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله، ملګري ملتونه د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا را روانه چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۹) د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) نن یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه دغه خبر خپور کړی دی، خو جزییات یې نه دي ورکړي.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په انګړ کې دغه غونډه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره همهاله ترسره کیږي.
ملګري ملتونه وایي، د طالبانو په څه باندې څلور کلنه واکمنۍ کې د افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
طالبان بیا د بشري حقونو په اړه اندیښنې بې ځایه بولي او وایي، پر ښځو لګول شوي بندیزونه شرعي او دودیز بنسټ لري.
د دوی له دې استدلال سره بیا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ګڼ شمېر افغانان یوه خوله نه دي.
ملګري ملتونه: کارځایونو ته د ښځینه کارکوونکو پر تګ بندیز، ژوند ژغورونکي خدمتونه متاثره کړي
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د طالبانو د بندیز ټیک درې میاشتې پوره شوې.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیز د خېر ښیګڼې چارې متاثره کړي او په وینا یې، هر څومره چې اوږدیږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخ کوي.
دوی ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو یې دې موده کې د کورونو او ټولنو له لارې د خیر ښیګڼې هڅو له هغې ډلې د زلزله ځپلو او پاکستان او ایرانه د راستنو شویو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دوی اړمنو افغان ښځو او نجونو ته هغه وخت په خوندي ډول خدمتونه کولای شي چې ښځینه کارکوونکې یې د ازاد فعالیت اجازه ولري.
دوی یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګول شوی دغه بندیز لرې کړي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
وړاندې تر دې رسنیو د طالب چارواکو په حواله ویلي، دا بندیز د دوی د مشر د هغه فرمان یوه برخه ده چې له مخې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو ګډون منع شوی دی.