خبرونه
د روسیې ولسمشر د امریکا له ځانګړي استازي سره ولیدل
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په کریملین کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره ولیدل.
دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دا غونډه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې وشوه.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی ضرب الاجل د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. واشنګټن تهدید کړی چې که جګړه ونه درول شي "درنې تعرفې" او نور اقتصادي بندیزونه به ولګوي.
په جلا توګه، کریملین د چهارشنبې په ورځ وویل چې پوتین به د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره وویني.
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خبریالان د ساتنې کمیټې غوښتنه کړې چې بروکسل ته دې د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه شي
د خبریالانو د ساتنې کمیټې له اروپايي کمیسیون غوښتي چې بروکسل ته د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه کړي.
دغه کمیټې د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د عدالت غوښتې د برخې مرستیال تام ګیبسون په حواله وویل،" په داسې حال کې چې طالبان ورځې تر بلې پر رسنیو فشارونه زیاتوي، اروپايي کمیسیون طالب پلاوی بروکسل ته غواړي او دغه اقدام ټکان ورکوونکی دی".
وړاندې راغلي،"اروپا طالب پلاوي ته په بلنې سره دغې ډلې ته مشروعیت ورکوي".
اروپايي کمیسیون افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه بروکسل ته د طالبانو یو پلاوي ته بلنه ورکړې ده.
تراوسه د دغه پلاوی د سفر وخت مشخص نه دی.
بل پلو، د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د یو بیان په خپرولو سره ویلي، " طالب پلاوي ته بلنه ورکول نه یوازې ډپیلماتیک، بلکې د اروپايي کمیسیون یو ستراتژیکه تیروتنه ده چې کیدای شي راتلونکې کې امنیتي خطرونه ولري".
په سن دیګو ښار کې پر یوه جومات په برید کې درې کسان وژل شوي
د امریکا د کلیفورنیا ایالات په سن دیګو ښار کې پر یوه ستر جومات په برید کې درې کسان وژل شوي.
په وژل شویو کې یو تن د جومات ساتونکی شامل دی.
پولیسو ویلي، دوه مشکوک بریدګر هم وژل شوي.
د سن دیګو د پولیسو مشر سکاټ وال ویلي، "پېښه د کرکې له کبله د جرم" په توګه څیړل کیږي چې جزیات به يې وروسته خپاره شي.
پېښه پرون دوشنبه شوې ده.
پولیسو ویلي، د برید پرمهال په جومات کې ماشومان په زده کړو بوخت وول.
تراوسه د پېښې لامل معلوم نه دی.
ایران له امریکا سره د جګړې د پایته رسولو شرایط اعلان کړل
ایران له امریکا سره د جګړې د پایته رسولو شرایط اعلان کړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي نن سه شنبې وویل،" ایران ته د یورانیو د غني کولو حق ورکول، د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د بریدونو درول، په هرمز تنګي کې د محاصرې ختمول، د ایران د ټولو پانګو ازادول، پر ایران د یو اړخیزو بندیزونو پایته رسول او ایران ته د جګړې د زیانونو تاوان ورکول"، د ایران له خوا د جګړې د پایته رسولو شرایط دي.
امریکا او اسراییلو د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران برید وکړ.
له ۴۰ ورځینې جګړې وروسته دواړو خوا يې په اوربند سلا شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې د ایران ورته وړاندیزونه "بې مانا" بللي وو او ګواښ کړی و که په را روانو څو ورځو کې توافق ونه شي بیا په پر ایران بریدونه پیل کړي.
د ایران حکومت له امریکا او اسراییلو سره د جګړې له پیل راهیسې ۵۰ کسان اعدام کړي
د ایران حکومت له امریکا او اسراییلو سره د جګړې له پیل راهیسې ۵۰ کسان اعدام کړي.
دا خبره په امریکا کې میشت د ایران د بشري حقونو سازمان هرانا په یوه راپور کې کړې ده.
د راپور له مخې، اعدام شوي کسان د "جاسوسۍ، د ایران ملي امنیت ته د خطر جوړونې او بهرنیو رسنیو ته د جګړې اړونده خبرونو او معلوماتو د استولو په جرمونو تورن وو".
په راپور کې وړاندې راغلي چې له ۲۰۲۵کال راهیسې تر تیرې اونۍ په ایران کې څلور زره او۲۳ کسان شوي دي.
پرون دوشنبې د بښنې نړیوال سازمان په خپل کلنې راپور کې ویلي و چې تیرکال په نړۍ ۲۷۰۷ کسان اعدام شوي.
د دغه سازمان په ټکو، ددغو اعدامو له ډلې ۲۱۵۹ يې په ایران کې شوي.
ولسمشر ټرمپ وايي په ایران نوی برید یې وځڼډاوه
د متحدو ایالاتو ولسمشر وايي د فارس خلیج د عربي هیوادونو دمشرانو په غوښتنه یې په ایران نوی برید ځڼډولی.
دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشیال کې ولیکل چې دغه برید یې چې ټاکل شوې وه د سه شنبې په ورځ وشي وځڼډاو.
ولسمشر ټرمپ زیاتوي چې "د قطر دامیر، دسعودي عربستان د ولیعهد او متحدو عربي اماراتو د ولسمشر "په غوښتنه دغه برید اوس نه کوي.
تردې مخکې هغه د امریکا وړاندیز ته د تهران د ځواب په غبرګون کې ویلي وو چې ټاکل شوې نه ده چې ایران ته کوم امتیاز ومني او ګواښ یې کړی وو چې ایران پوهیږي چې "ډیرژر به څه پیښ شي."
خوټرمپ خپل تازه پيغام کې لیکلي "ددې لپاره چې جدي خبرې دوام لري او دمونږ د مشرانو او لویو متحدینو په اند به داسې یو توافق وشي چې امریکا ته به هم ډیر د منلو وړوي" ، نو دی هغه برید چې د سه شنبې ورځې لپاره پلان شوی و ځڼډوي.
ولسمشر ټرمپ وړاندې لیکي : "دهغه درناوي له کبله چې پاس ذکر شویو مشرانو ته یې لرم ، د جنګ وزیر،د ګډو ځواکونو لوی درستیز او دامریکا ځواکونو ته مې امرکړی دی چې د سبا برید نه ترسره کوو، خو دویته مې ویلي چې د بشپړې تیارسئ په حالت کې اوسي که چیرې دمنلو وړ توافق ونشي نو بشپړ او پراخ برید وکړي".
واشنګټن د روسیې په نفتو د خپل بندیز معافیت بیا تمدید کړ
د روسیې پر نفتو د امریکا د بندیزونو معافیت د یوې بلې میاشتې لپاره تمدید شو.
د امریکا د خزانې وزیر د دوشنبې په ورځ، د غويي ۲۸مه، اعلان وکړ چې واشنګټن د روسیې هغه نفت چې په ټانکرونو کې بار او په سمندر کې دي، د ۳۰ نورو ورځو لپاره د امریکا له بندیزونو معاف کړل.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومې موافقې ته نه دي رسېدلي، او په ټوله نړۍ کې د سون توکو بیې لا هم لوړېږي.
دا دوهم ځل دی چې پر ایران د امریکا او اسرائیل له ګډ برید وروسته، د روسیې د نفتو د خرڅلاو معافیت تمدیدیږي.
لومړی ځل، د هرمز تنګي د تړل کېدو او د نړۍ په بازارونو کې د نفتو د بیو د لوړېدو له دوام سره، د امریکا حکومت د وري ۲۸مه هم هغه معافیت وغځاوه چې مخکې یې د روسیې د نفتو په خرڅلاو لګولی و.
د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بېسېنټ، د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دا معافیت یو ځل بیا «تر ټولو زیانمنو هېوادونو سره مرسته ده څو د روسیې هغو نفتو ته لاسرسی پیدا کړي چې بیړیو کې بار په سمندر کې دي. »
د ایران د جګړې له پیل راهیسې، د نړۍ د نفتو بیې او ورسره د امریکا په شمول په ډېرو هېوادونوکې د سون توکو بیې لوړې شوې دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اوس مهال په امریکا کې د پټرولو بیه د جګړې د پیل د ورځې په پرتله ۵۰ سلنه لوړه ده.
د قرغیزستان ولسمشر وايي چې که دغه هیواد د امنیت شورا غړی شي نو افغانستان ته به ځانګړې پاملرنه وکړي
د قرغیزستان ولسمشر وايي چې که دغه هیواد د امنیت شورا غړی انتخاب شي نو دافغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
صدرجباروف د یکشنبې په ورځ خپل پیغام کې چې د قرغیزستان د رسنیو له لورې خپور شو وویل چې د منځنۍ اسیا امنیت دافغانستان ثبات پورې تړلی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د قرغیزستان د ولسمشر ددغو څرګندونو هرکلی کړی دی.
مرستیال ویاند حمدالله فطرت طلوع نیوز ته ویلي چې دوی دافغانستان په تړاو د قرغیزستان د ولسمشر "رغنده نظر" تاییدوي او په ټکو یې "دا واقعیت باید نور هیوادونه هم درک کړي چې افغانستان دسیمې په ثبات کې مهم رول لري."
د امنیت شورا نوي غیردایم غړي هیوادونه د راتلونکې جون میاشتې پیل کې ټاکل کیږي.
د ډله ایز امنیت سازمان CSTO په وار وار له افغانستانه منځنۍ اسیا او د سیمې نورو هیوادونو ته د ترهه ګرۍ او د مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
ملګري ملتونه :د کډوالو په ستنیدو سره په افغانستان کې د نفوسو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
ملګري ملتونه وايي د کډوالو په ستنیدو سره په افغانستان کې د نفوسو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامینځ ته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) د دوشنبې په ورځ وویل چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۵ ملیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د سه شنبې په ورځ د اذربایجان پلازمینه باکو کې نړیواله غونډه کې ددغو راستنیدونکو د ادغام د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.
بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خپل وروستي رپوټ کې د نفوسو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او ویلي وو چې راستنیدونکي ډیر زیانګالي دي او په دوی کې ۹۲ سلنه خلک د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.
ازبکستان وايي سلګونه کیلوګرامه مخدر مواد یې چې دافغانستان له لورې دغه هیواد ته قاچاق کیدل نیولي دي
ازبکستان وايي ۶۰۰ کیلوګرامه مخدر مواد چې د افغانستان له لوري دغه هیواد ته قاچاق کیدل کشف او ضبط کړي.
د ازبکستان د ګمرک ادارې دیکشنبې په ورځ وویل چې ۵۹۳ کیلوګرام چرس او ۳ کیلوګرام تریاک یې نیولي دي.
اعلامیه وايي چې دغه مواد په ډیره ماهرانه توګه په یوسکواټر کې ځای پرځای شوي وو او سکواټر په یوه لارۍ کې بار شوی وو.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو افغانستان کې یې د کوکنارو په کرنه بندیز لګولی او د مخدرو موادو د قاچاقو د مخنیوي لپاره یې په خپلو هلوځلو ټینګار کړی دی .
تردې مخکې، د ډله ایز امنیت سازمان CSTO له افغانستانه منځنۍ اسیا او د سیمې نورو هیوادونو ته د ترهه ګرۍ او دمخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
د پاکستان په واڼه کې په یوه چاودنه کې د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژل شوې دي
د پاکستان په واڼه ښار کې د دوشنبې په سهار د سړک غاړې بم چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څلورنور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مځې په وژل شویو کې د جنوبي وزیرستان د احمدزي وزیرد قوم یو وتلی مشر ملک طارق وزیر هم شامل دی.
د ځايي پولیسو افسر محمد طاهر شاه وزیر ویلي چې دا چاودنه ګلشن پلازا ته نږدې هغه مهال وشوه چې د طارق وزیرموټر له بازار څخه تېرېده.
پولیس وایي، ناپېژانده وسله والو ظاهراً د شپې له خوا د ګلشن پلازا په شاوخوا کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او بیا یې په سهار کې چاودنه ورکړې.
د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، طارق وزیر د قبیلوي شخړو په حل او د سولې د ټینګښت لپاره په جرګو کې مهم رول درلود.
هغه د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې هم د وسله والو له خوا تښتول شوی و، خو وروسته د قومي مشرانو او محلي منځګړو د هڅو په نتیجه کې خوشې شوی و. تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پیښې مسولیت ندی اخیستی.