خبرونه
پاکستان به د سپتمبر په لومړۍ نېټه د موقتي استوګنې له کارتونو پرته افغان کډوال ایستل پيل کړي
د پاکستان حکومت رسمي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې به د هغو افغان کډوالو ایستل پیل کړي چې د موقتي استوګنې کارتونه یې پای ته رسېدلي دي.
دا پریکړه د دې اونۍ په پیل کې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو د بیرته ستنولو پلان (IFRP) د یوې برخې په توګه د لوړې کچې غونډې پر مهال شوې. دا پرېکړه د امنیتي اندیښنو او پر ملي سرچینو د فشار زیاتیدو له امله له غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې لپاره ملي ستراتیژي یاده شوې ده.
د راډیو پاکستان په وینا، د دې پالیسۍ له مخې نژدې یو ملیون افغان کډوال د ایستل کېدو له خطر سره مخامخ دي.
دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) چارواکو د افغان کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اړه بحث کړی دی.
په پاکستان کې څه باندې ۱،۴میلیونه د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال ژوند کوي چې د کارتونو موده يې د جون په میاشت کې پای ته رسیدلی وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسحق ډار یو ورا بیا ادعا کړې چې ترهګرې ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار یو ورا بیا ادعا کړې چې ترهګرې ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
ډار دا خبره د پنجشنبې په ورځ د اسیان هېوادونو د وزیرانو په ناسته کې چې د فیلیپین په مانیلا کې وشوه کړې.
هغه همداراز تور لګولی چې له افغان خاورې د ترهګرو ډلو فعالیت د سیمې لپاره هم یو جدي امنیتي ننګونه بلل کېږي.
د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د تازه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو وړاندې یې دا تورونه او ادعاوې په کلکه رد کړي.
طالب چارواکي وایي چې پاکستان د خپلو ستونزو پړه په دوی اچوي.
طالبانو ویلي چاته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
د نورستان سیلاب ځپلو ته ځینې مرستې رسېدلي
د نورستان سیلاب ځپلو ته د ځینو مرستندویه سازمانونو او هېوادونو مرستې رسېدلي.
له دې ډلې اغاخان بنسټ هم خوراکي او نورې اړینې مرستې نورستان ته وړي چې د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې په خبره ژر به په سیلاب ځپلو او اغېزمنو کسانو وویشل شي.
اخوا د ایران او هند مرستې هم د نورستان سیلاب ځپلو ته رسېدلي.
دوشنبه په نورستان کې د یوه خطرناکه سیلاب په راوتلو سره لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او ۸۰ نور کسان ټپیان شول.
تر سلو زیات نور کسان لا هم ورک دي.
په نورستان سربېره په ننګرهار او لغمان کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه اړولي.
ملګرو ملتونو تایید کړې چې د افغانستان په ختیځ کې سیلابونو لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دوی مرستندویه ټیمونه په سیمه کې حضور لري خو د ژغورنې او مرستو بهیر د لارو د خرابوالي په خاطر له ستونزو سره مخ دی.
د سعودي په دوو تیل وړونکو بیړیو تر برید وروسته د تیلو بیې په هر بیرل کې ۱۰۰ ډالرو ته ورسېدې
په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان په دوو تیل وړونکو بیړیو د برید تر راپور وروسته د پنجشنبې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې او هر بېرل تر ۱۰۰ ډالرو ورسېد.
د برنت نفتو بیې ۹۸ اعشاریې ۵ ډالرو او د امریکا د نفتو یا ویسټ تګزاس اینټرمیډیټ بیې څه باندې ۹۰ ډالرو ته ورسېدې.
دا په وروستیو شپږو اونیو کې د تیلو تر ټولو لوړې بیې بلل کېږي.
په ایران د امریکا د تازه بریدونو له پیل سره د تیلو بیې په نړیوالو بازارونو کې تر ۲۵ فیصدو لوړې شوي.
با خبره سرچینې: د شپږو ورځو په تیریدو سره په کابل کې د زرقا یفتلي د بنسټ د نیول شویو کارکوونکو برخلیک نه دی څرګند
با خبره سرچینو ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو لخوا په کابل کې زرقا یفتلي په مشرۍ " د ښځو او ماشومانو د تحقیقاتي بنسټ" د شپږو کارکوونکو نیول کیدل تایید کړل.
یادو سرچینو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د شپږو ورځو په تیریدو سره هم دیادو کسانو برخلیک څرګند نه دی.
سرچینو زیاته کړه چې د طالبانو کسانو ددغه بنسټ په دفتر چاپه واچوله او یو شمیر تجهیزات ، اسناد او کاري وسایل یې هم له ځان سره یوړل.
د ښځو د زده کړو د فعالې زرقا یفتلي په مشرۍ یاد بنسټ، دښځواو ماشومانو د وضعیت او حقوقو په اړه څیړنیز رپوټونه برابرول.
طالب چارواکو ددغه بنسټ د کارکوونکو د نیول کیدو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
زرقا یفتلي تیرکال دمتحدو عربي اماراتو لخوا "د بشري پیوستون لپاره دزاید د ۲۰۲۶ کال" بین المللي جایزه وګټله.
روانه اونۍ سلګونه افغانان د پاکستان له بند خونو ازاد او هیواد ته ستانه شول
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې ورځې خبرپاڼه وايي روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو یو زر او ۹۹ افغان کډوال ازاد او د ننګرهار او کندهار ولایتونو له لارې هېواد ته راستانه شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو کسانو کې کورنۍ او انفرادي وګړي شامل او د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو، چې له ډلې یې ۸۹۶ تنه د تورخم او ۲۰۳ تنه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي.
دغه کسان په داسې حال کې افغانستان ته ستنیږي چې پاکستاني چارواکو د جولاي میاشتې له لسمې نیټې راهیسې د افغان کډوالو د نیولو او ستنولو نوې لړۍ پیل کړې.
پاکستاني چارواکي خپل دغه کمپاین دهغو بهرنیانو د نیولو او اخراج لپاره عملیات بولي چې په وینا یې په دغه هیواد کې د اوسیدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نلري.
ملګري ملتونه وايی له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
روانه اونۍ افغانستان،پاکستان او هند کې د بارانونو او سیلابونو له کبله لسګونه کسان مړه شوي
رویترز خبري اژانس د چارواکو په حواله رپوټ ورکوي چې د روانې اونۍ په ترځ کې افغانستان،پاکستان او دهند په شمال کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۸۲ کسان مړه شوي او کرنیزې ځمکې، بنسټیزې زیربناوې او عامه تاسیسات هم سخت زیانمن شوي دي.
د رپوټ په اساس، د افغانستان د نورستان ولایت او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د هند د آسام ایالت چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله هلته لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي، چې ورسره د روانې اوونۍ د مړو شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی دی.
د آسام د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د چهارشنبې ورځې په راپور کې ویلي چې د ایالت په ۱۱ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زرو څخه ډېر کسان د سختو بارانونو له کبله اغېزمن شوي دي.
بلخوا د اقلیم د بدلون کارپوهان وايي، سره له دې چې افغانستان او پاکستان د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې ډېره لږه ونډه لري، خو د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه تر ټولو ډېر زیانمن هېوادونه دي. په دغو هېوادونو کې د سېلابونو، وچکالیو، د واورو د ویلې کېدو او د اوبو د کمښت زیاتېدونکي ګواښونه د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
د امریکا او ایران پریو بل بریدونو د دولسمې شپې لپاره دوام وکړ
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې د ایران دننه یې د شپنیو بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړی دی.
سنټکام په ایکسپاڼه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د پنځه نیمو ساعتونو له دوام وروسته، د پنجشنبې په سهار پای ته ورسېدل.
په اعلامیه کې راغلي چې امریکایي ځواکونو د دولسمې پرله پسې شپې لپاره د ایران سمندري وړتیاوې، د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو د ساتنې تاسیسات، د رادار او ساحلي څارنې مرکزونه، او همدارنګه د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي دي.سنټکام وايي چې د دغو بریدونو موخه د ایران هغه امکانات کمول دي چې په تجارتي بېړیو بریدونو کې ورڅخه کار اخلي .
بلخوا د ایران ځواکونه وايي د امریکا د نویو بریدونو په ځواب کې یې د کویټ په څو ځایونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د سپاه پاسداران ځواکونو اعلامیه وايي په کویټ کې یې د علی السالم په هوايي اډه ، د العدیري په پوځي اډه او په مخابراتي تاسیساتو برید کړی دی .
اعلامیه ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یو شمیر امریکایی عسکر "وژل شوي او ټپیان شوي" او د پاتریوت دافع هوا یو سیستم، او دغه راز څوامریکايي هیلي کوپټرې او ډرونونه له مینځه وړل شوي دي.
سپاه پاسداران ځواکونو د امریکا له بریدونو څو ساعته مخکې ګواښ کړی وو چې که د ایران زیربناوې په نښه شي نو د سیمې دهیوادونو د انرژۍ په تاسیساتو به برید وکړي.
له سېلابونو وروسته د ناروغیو له زیاتېدو د مخنیوي په اړه د روغتیا سازمان سپارښتنې
افغانستان کې له تازه سېلابونو وروسته په هېواد کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې د سېلاب ځپلو سیمو خلکو ته یوه لارښونه خپره کړې ده.
سپارښتنه شوې چې له سېلاب وروسته د څښاک اوبو کې باید احتیاط وشي، خوندي او پاکې اوبه وڅکل شي، له هغو خوړو باید ډډه وشي چې د سېلاب اوبو سره تماس کې وي، خواړه وپوښل شي او لاسونه ومینځل شي.
دغه راز سپارښتنه شوې چې اوبه په خوندي ځای کې ذخیره شي او که څوک ناروغ وي کافي اوبه وڅکي.
د دوشنبې په ورځ نورستان ، ننګرهار او لغمان کې ناڅاپي سېلابونه راغلل چې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیان یې د نورستان مرکز پارون ښار ته اړولی دی.
وروستۍ رسمي شمېرې ښيي چې پارون کې د دغه سېلاب په نتیجه کې لږترلږه ۲۳ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ تنه نور ټپیان شوي او لسګونه کسان دد غه خبر تر لیکلو لادرکه دي. د تلفاتو شمېر امکان لري لوړ شي.
رحمت شاه د حشمتالله شهیدي په ځای لوبډلمشر وټاکل شو
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د حشمتالله شهیدي له استعفا وروسته، رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو.
حشمتالله شهیدي د سه شنبې په ورځ وویل چې د خپلې شخصي پریکړې په اساس استعفا کوي.
رحمت شاه چې له دې مخکې یې د مرستیال لوبډلمشر مسئولیت په غاړه درلود په ځای یې رحمنالله ګربز ټاکل شوی دی.
د کرکټ بورډ خبرپانه وايي ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرکټ او د لوبډلې له جوړښت سره ځانګړې تجربه لري او د رحمنالله ګربز په مرسته به د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه افغانستان ته سترې بریاوې ورپه برخه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه دغه لوبغاړي به د ایرلند پر وړاندې دراتلونکې لوبلړۍ پر مهال دغه مسئولیتونه په غاړه ولري.
په ایران کې د پلونو او برېښناکوټونو د هدف ګرځولو په اړه د ټرمپ تازه خبرداری
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۳۱مه، خبرداری ورکړ چې که ایران په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ برید وکړي، امریکا به په ځواب کې یو پل یا د برېښنا تولید مرکز بمبار او ویجاړ کړي.
ډونالد ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې ولیکل: "له همدې شېبې وروسته، هر وخت چې د ایران اسلامي جمهوریت په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ د توغندي، راکټ، بېپیلوټه الوتکې (ډرون) یا هر ډول بلې وسلې په وسیله برید وکړي، متحده ایالات بهیې یو پل یا برېښناکوټ بمبار او لهمنځه یوسي."
هغه زیاته کړه چې دې خبرداري کې هغه پلونه او برېښناکوټونه هم شاملېږي چې د ایران د پلازمېنې تهران په شاوخوا یا دننه کې موقعیت لري.
د امریکا ولسمشر د چنګاښ په ۲۴مه هم ویلي و، که تهران هوکړه ونه مني، نو په راتلونکې اوونۍ کې به پر ایراني برېښناکوټو او پلونو خپل بریدونه پراخ کړو.
د اوربند د تفاهملیک له امضا مخکې هم ډونالد ټرمپ د برېښناکوټو او پلونو په څېر پر بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.
متحده ایالاتو له ایران سره د جګړې په روان پړاو کې چې ۱۲مې ورځې ته داخل شوی، د ایران په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د هېواد په جنوب کې څو پلونه په نښه کړي دي.