خبرونه
م م له مرستندویه ټولنو: د ستنېدونکو افغان ښځو لپاره مرستې زیاتې کړئ
ملګرو ملتونو له مرستندویه هیوادونو غوښتي چې له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ستنیدونکو ښځو لپاره مرستې زیاتې کړي.
د افغانستان د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له ایران او پاکستانه د راستنیدونکو ښځو او نجونو لپاره تمویل زیات کړي چې ډیری وختونه په خپله خوښه هیواد ته نه ستنیږي او د هغو ښځینه مرستندویه کارکوونکو لپاره دې چې د دوی ملاتړ کوي، پانګونه زیاته کړي.
دوه ورځې مخکط د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وویل چې له ایران څخه د افغان کډوالو په لویه کچه راستنیدو په سرحدونو کې پر خدماتو او اسانتیاوو فشار زیات کړی دی، او د مالي سرچینو کمښت د مرستندویه ادارو کار له خنډ سره مخ کړی دی.
په دې وروستیو کې، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل چټک شوی او د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په وینا، په تیرو درو میاشتو کې نژدې ۱.۸ ملیون افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زلنسکي له لوړپوړو امریکایي چارواکو سره له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې پر پلان خبرې کړي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، د ډونالد ټرمپ له زوم جارد کوشنر او نورو امریکایي چارواکو سره یې، له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې د پلان پر مهمو ټکو هوکړه وکړه.
رویټرز لیکلي چې زلنسکي پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۱۹مه) په انلاین بڼه پر کوشنر سربیره د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بیسنټ او نورو چارواکو سره پر " یوه اقتصادي سند" خبرې کړې دي.
له جګړې وروسته د اوکراین بیارغونه او دغه هېواد ته امنیتي ضمانتونه نن سبا د اوکراین په اړه د جوړېدونکو بحثونو اصلي ټکي دي.
د اوکراین اوسنۍ جګړه په اروپا کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو خونړی جنګ بلل کیږي.
دا جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې په یرغل سره پېل شوه.
د حزب الله پر سر د تهران او بیروت کړکېچ، د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د سفر بلنه رد کړه
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجي ایران ته د سفر په موخه د خپل ایراني سیال عباس عراقچي بلنه رد کړې، خو ویلې یې دي، دا د خبرواترو د رد په معنا نه ده.
د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي، رجي دا مهال ایران ته د سفر بلنه نه ده منلې او برعکس یې وړاندیز کړی چې یوه دریم او بې پلوه هېواد کې به خبرې وکړي.
عباس عراقچي تیره اونۍ خپل لبناني سیال ته د تهران د سفر بلنه ولیږله او له هغه یې وغوښتل چې د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ییزو تحولاتو د ارزونې په پار دا سفر وکړي.
د ایران او لبنان اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې د حزب الله پر سر او دا چې دغه ډله دې بې وسلې کړای شي، کړکېچنې شوې دي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځی ډله ده چې د لبنان پر جنوب کنټرول لري او د لبنان پارلمان کې غړي هم لري.
امریکا دا یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.
جرمني وايي، اسلام اباد کې دغه هېواد ته د تګ په تمه د یوشمېر افغانانو پناغوښتنې به رد کړي
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، دولت یې هوډ لري چې د یوشمېر هغو افغانانو د پنا غوښتنې په رسمي ډول رد کړي چې اوسمهال پاکستان کې منتظر دي.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) تېر ماښام د دغه وزارت په حواله لیکلي، دغه شمېر افغانانو ته به، چې کره شمېر یې اعلان شوی نه دی، وویل شي چې " د منلو لپاره یې هیڅ سیاسي لیوالتیا نشته".
که څه هم معلومه نه ده چې جرمني ولې دغه شمېر افغانان نه مني، خو وړاندې تر دې جرمن چارواکو ویلي، اسلام اباد کې جرمني ته د تګ په تمه د میشتو افغانانو امنیتي شالید څیړي او که چیرته شک ورته پيدا شي، غوښتنلیک یې ردوي.
وزارت زیاته کړې چې پاکستان کې د پاته ۹۰ هغو افغانانو چې د جرمني له موسسو سره یې کار کړی او شاوخوا ۵۸۰ نورو کسانو، چې ژوند یې خطر کی دی، د منلو چارې روانې دي.
دې لړ کې به راتلونکۍ اونۍ هم یو شمېر افغانان په چارتر الوتکه کې له اسلام اباده جرمني ته ولیږدول شي.
ملګرو ملتونو اسلام کلا بندر کې د کډوالو د لاسنیوي د ځنډول شوي ماموریت یوه برخه بیرته پيل کړه
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان او ایران پر پوله یې د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي د ځنډول شویو چارو یوه برخه بیرته پېل کړه.
دا چارې هغه مهال وځنډول شوې چې طالبانو په اسلام کلا بندر کې د راستنیدونکو د هرکلي په یوه مرکز کې د نژدې ټولو ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر تېر ماښام د امنیت شورا غونډې ته وویل، دوی توانیدلي چې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو یوه وړه ډله اسلام کلا ته ولیږي چې ژوند ژغورونکي خدمتونه وړاندې کړي.
اسلام کلا له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو اصلي لاره ده، فرانس پریس لیکلي د سږکال له پيله یو اعشاریه دوه میلیونه کډوال پر دې لارې افغانستان ته اړول شوي چې ۶۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.
طالبانو د روان کال د سپتمبر میاشتې په پيل کې دفترونو ته د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکوونکو د تګ مخه ونیوله.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې تازه ویلي، د دغه بندیز له کبله یې د ژوند ژغورنې خدمتونه ټکني شوي او ورځ تر بلې له خطر سره مخامخ کیږي.
مجاهد د بشري حقونو په برخه کې د یوناما غوښتنې رد کړې
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د څرګندونو په ځواب کې نن وویل چې په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین دي.
مجاهد زیاته کړه، افغانان مکلف نه دي چې د نورو ټولنو هغه بشري حقونه چې ډول ډول تعریفیږي هغه خپل حقوق وګڼي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي استازولۍ( یوناما) نن چهارشنبه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې بشري حقونه اختیاري نه دي، ضروري دي او لاهم ډیر افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په افغانستان کې ترې بې برخې دي.
یوناما له طالبانو وغوښتل چې له نړیوالو مکلفیتونو سره سم د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په تړاو جدي ګامونه واخلي.
واشنګتن د تایلند او کمبودیا ترمنځ د روغې جوړې هڅې کوي
د امریکا متحد ایالتونو له تایلنډ او کمبودیا څخه وغوښتل چې په خپلو کې سمدستي له دښمنۍ لاس واخلي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ له درې ورځو راهیسې په سرحد کې نښتې روانې دي. تر اوسه لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او په سلګونو زره کسان مجبوره شوې دي چې د جګړو له ویرې له خپلو سیمو ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ وویل چې دغو دواړو ملتونو په اکتوبر کې د ولسمشر ټرمپ په منځګړیتوب روغه جوړه وکړه او باید هغه تړون ته ژمن پاتې شي.
ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې دی به د تایلنډ او کمبودیا له مشرانو سره په ټیلفون هم خبرې وکړي چې له جګړې لاس واخلي.
کمبودیا او تایلند یو بل تورنوي چې جګړه یې پیل کړې ده، دواړو لوریو پر یوه بل د توپونو ډزې کړي او هوایي بریدونه یې کړې دي.
د توکیو او سیول اعتراض پر ماسکو او پیکنګ
جنوبي کوریا او جاپان نن وروسته تر دې اعتراض وکړ چې د چین او روسیې پوځي الوتکو په ګډه د دغو دوو هیوادو شاوخوا الوتنې وکړې.
جنوبي کوریا د روسیې او چین استازیو ته خپل اعتراض اعلان کړ او جاپان ویلي دي چې خپلې جدي اندیښنې یې د خپل ملي امنیت په تړاو له دغو هیوادو سره شریکې کړې دي.
د توکیو په باور، دوو ( تو- پنځه نوي) روسیي الوتکو چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري د سې شنبې په ورځ له دوو چینایي ( ایچ- شپږ) الوتکو سره د جاپان شاوخوا الوتنې وکړې.
دا الوتنې وروسته تر دې ترسره شوې دي چې د جاپان صدراعظم سانای تاکایچي د تایوان په برخه کې د چین له دریځ سره مخالفت څرګند کړ.
د راپورونو له مخې د روسیي او چین الوتکې د جاپان او جنوبي کوریا د هوایي حریم له قلمرو څخه بهر تیرې شوې دي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو له دفتر سره مرستې کمې شوي
د ملګرو ملتو د بشري حقونو ستر کمشنر وایي د ده دفتر د پاتیدو لپاره هڅې کوي، ځکه چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي.
ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ وویل چې مرستې په داسې وخت کې کمې شوې دي چې له شخړو څخه په اغیزمنو سیمو کې له بشري حقونو څخه سرغړونې په زیاتیدو دي.
ښاغلي ترک زیاته کړه چې هیوادونو ته د ملګرو ملتو د ځانګړیو راپور ورکوونکو سفرونه کم شوې دي او په کولمبیا، کانګو، میانمار، تونس او یوشمیر نورو هیوادونو کې چې اړتیاوې به زیاتیدو دي، بنیادي هلې ځلې باید ودرول شي.
په ایران کې د طالبانو د لوړو زده کړو پر وزیر انتقادونه شوې
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران د سفر پرمهال د دغه هیواد د علومو له وزیر حسین سیمایي صراف سره لیدلي دي او هغه ترې پوښتنه کړې ده چې دا ممکنه ده چې د یوه هیواد نیمایي کسان حذف شي.
د ایران ایلنا خبرې اژانس د ښاغلي سیمایي خبرې رااخیستې دي چې ندا محمد ندیم ته یې ویلي دي چې د ایران په پوهنتونونو کې نجونې او هلکان یوځای درس وایي او په دین او روایتونو کې د ښځې او نر ترمنځ هیڅ توپیر نه شته.
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي بي بي سي ته ویلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې نه دې شوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د اونۍ په پيل کې د نژدې یوې اونۍ په مخه ایران ته په سفر تللی دی.
دیوالي جشن د یونسکو په فرهنګي میراث کې داخل شو
دیوالي جشن نن د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لیست کې شامل شو.
د هند په پلازمینه نوي ډيلي کې د یونسکو غونډه پرون پرانیستل شوه چې تر سبا پورې دوام کوي. په دې غونډه کې د اته اویا هیوادونو په لسګونه فرهنګي میراثونه ارزول کیږي چې ځیني یې د یونسکو د فرهنګي میراث برخه شي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د یونسکو د اعلامیې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دیوالي د هندي کلتور او ارزښتونو مربوط ده.
مودي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل چې دیوالي د هندي تمدن روح دی او د یونسکو دا پریکړه به د دې جشن نړیوال شهرت لاپسې زیات کړي.
دیوالي د هندوانو له مهمو جشنونو څخه دی چې په هند او نوره نړۍ کې یې هندیان لمانځي.