خبرونه
صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه
د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه.
دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه وايي سږ کال په افغانستان کې ملیونونه خلک عاجلې سرپناه ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) وايي په افغانستان کې سږ ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴.۲ ملیون کسان عاجلې سرپناه او غیرخوراکي مرستو ته اړتیا لري.
د دغه پروګرام د افغانستان څانګې (دوشنبه د وري ۳۱مه ) په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د باکو په نړیوال ښاري فورم کې یې د دغو خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړی او هڅه کوي د هغوی لپاره د مرستو زمینه برابره کړي.
د ګڼ شمیر کډوالو راستنیدو او د سیلابونو په نتیجه کې د کورونو ویجاړي د سرپناه دنشتوالي ستونزه پراخه کړې ده.
بلخوا د کډوالی نړیوال سازمان ( IOM) وايي د سږ کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته له پاکستانه د ستنوشویو کډوالو شمیرکې د تیرکال دهمدې مودې په پرتله ۱۵ برابره زیاتوالی ولیدل شو.
دغه سازمان خپل تازه رپوټ کې چې یکشنبه د وري په ۳۰ مه یې خپور کړ وايي یواځې د مارچ له ۲۹مې د اپریل تر ۱۱مې پورې څه دپاسه ۴۲ زره کسان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د لبنان او اسراییلو استازي دامریکا په منځګړیتوب بیا خبرو ته سره کیني
دامریکا متحدو ایالاتو تایید کړه چې دلبنان او اسراییلواستازي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یوځل بیا خبرو ته سره کیني.
رویترز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله رپوټ ورکړ چې واشنګټن کې د لبنان او اسراییلو سفیران د خپلو هیوادونو په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې سره ګوري.
دمتحدوایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ددغو خبرو د لومړي پړاو کوربه وو چې له لسیزو وروسته تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره په مخاخ توګه وشوې.
د بهرنیو چارو دوزارت ویاند رویترز خبري اژانس ته ویلي :«مونږ ددواړو هیوادونو ترمینځ د حسن نیت په اساس دمخامخ خبرو لپاره تسهیلاتو برابرولو ته ادامه ورکوو.»
اوسمهال د لبنان او اسراییلو ترمینځ لس ورځنۍ اوربند دوام لري.
په تور سمندرګي کې د روسیې د تیلو په بندر د اوکراین بیاځلي برید
اوکرایني بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تور سمندرګي د توآپسې د تېلو پر بندر برید وکړ.
د روسي چارواکو په وینا ددغه برید له امله بندر کې اور ولګید او لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو. دا په تېره یوه اوونۍ کې پر دې مهم جنوبي بندر دوهم برید دی.
د روسیې د کراسنودار سیمې والي، وینیامین کوندراتیف، دوشنبه (د اپرېل په ۲۰مه) وویل: «توآپسې یو ځل بیا د پراخ ډروني برید لاندې راغی.»
د اوکراین د ډرون ځواکونو قومندان، روبرت بروودي، تایید کړه چې د اوکراین پوځ یو ځل بیا د روزنېفت تر اداره لاندې د توآپسې د تېلو تصفیه خونه په نښه کړې.
له دغه برید څو ساعته مخکې هغه اور مړ کړای شو چې د اپرېل په ۱۶مه د یو ورته برید له امله رامنځته شوی وو.
دغه تصفیهخونه، چې په ورځ کې شاوخوا ۲۴۰٬۰۰۰ بېرله خام تېل پروسس کولی شي او د سون توکي لکه پترول او ډیزل تولیدوي، د روسیې د تیلو ستر شرکت روزنفت د صادراتي زیربناوو برخه ده او په وروستیو میاشتو کې د اوکراین له خوا څو ځله په بریدونو کې په نښه شوې ده.
په ورته مهال، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د اپرېل په ۲۰مه شپه یې ۱۱۲ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) د هېواد پر فضا له منځه وړل شوې دي.
د طالبانو حکومت بلاروس سره د تیلو د پیرلو خبرې کړي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د بلاروس دصنعت وزیر یوګنیویچ کورنتسوف سره له دغه هیواده د پترولو او ډیزلو د پیرلو په هکله خبرې کړي دي.
دغه خبرې ددوشنبې په ورځ ازبکستان کې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلامیه وايي عزیزي په دې غونډه کې د بلاروس پانګه والو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې ده .
نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون کې چې دافغانستان محصولات هم په کې نندارې ته ایښول شوی ازبکستان ته تللی دی.
نوموړي په داسې حال کې بلاروس څخه د سونګ د موادو د پیرلو خبرې کړي چې ایران سره دامریکا او اسراییلو د جګړې او هرمز تنګي څخه د بیړیو د حرکت دمحدودیدو له امله افغانستان کې هم د تیلو بیې لوړې شوي دي.
ټرمپ : د جې ډي ونس په مشری امریکايي پلاوی د اسلام اباد په لور خوځیدلی دی
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي ددغه هیواد لوړ پوړی پلاوی به په څو ساعتونو کې اسلام اباد ته ورسیږي.
نیویارک پوست ورځپاڼې د دوشبنې په ورځ ( د وري په ۳۱مه ) د ټرمپ له قوله ولیکل چې د مرستیال ولسشمر جې ډي ونس په مشری دغه پلاوي چې سټیف ویټکاف او جیراد کوشنر یې غړي دي تهران سره د بل پړاو خبرو لپاره د پاکستان په لور خوځيدلی دی.
خو ایراني چارواکو دامریکا لخوا د ایران د بندرونو محاصره اوربند څخه سرغړونه ګڼلې ویلي دي چې اوسمهال امریکا سره د بل پړاو خبرو لپاره کوم پلان نلري.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبه په ورځ یوځل بیا ګواښ وکړ که چیرې دا پلا خبرې مطلوبه نتیجه ورنکړي نو ایران د انرژۍ تاسیسات او زیربناوي به یوځل بیا په نښه شي.
بقایي: ایران تر دې شیبې بل پړاو خبرو لپاره هیڅ پروګرام نه لري
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن ویلي چې تر دې دمه له امریکا سره د سولې دویم پړاو خبرو کې د ګډون هیڅ پروګرام نه لري.
نوموړي په خپل اونیز خبري کانفرانس کې ویلي: " ایران به خپلو ملي ګټو ته په کتو د سولې د خبرو د دوام په اړه مناسبه پریکړه وکړي."
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې پلاوی یې پاکستان ته د تګ په حال کې دی.
هغه پر ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل ولیکل چې پلاوی به یې " سبا شپه" په پاکستان کې وي چې اشاره یې د ایران په وخت د سه شنبې سهار او د ثور میاشتې لومړۍ نیټې ته وه.
ټرمپ، دې ته په اشارې چې متحده ایالات ایران ته د عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوي، وویل چې که ایران دا وړاندیز ونه مني، "متحده ایالات به د ایران ټول بریښنا کوټونه او ټول پلونه ویجاړ کړي."
د جاپان شمال کې له پیاوړې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی
د جاپان په شمال کې له ۷ اعشاریه څلور درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.
زلزله نن دوشنبه په ځایي وخت مازدیګر مهال ۴ بجې او ۵۳ دقېقې وشوه.
ویل شوي چې د سونامي څپې به تر دریو مترو پورې رسیږي.
خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سمندر له غاړو او سمندر ته له نژدې کورونو ژر تر ژره ووځي او خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.
سملاسي د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون په لومړۍ کرښه کې دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وایي، دغه هېواد د نړیوال اقلیمي بدون په لومړۍ کرښه کې دی.
یوناما نن دوشنبه ( د حمل ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان له دې کبله د نړۍ د ډیرو زیانګالو هېوادونو په داسې ډله کې دی چې د مبارزې لپاره یې کم چمتوالی لري.
دوی دا څرګندونې هغه انلاین سیمینار ته کړي چې لړۍ یې په همدې تړاو له یوه خپلواک څیړنیز مرکز سره په ګډه ۲۰۲۵ کال کې پيل شوې ده.
یوناما وایي چې دوی په دغو سیمینارونو کې ،چې شپږ پړاوه لري، متخصصان، موسسې او نور اړخونه سره کینوي چې له وضعیته د وتلو لارې چارې ولټوي.
د اقلیمي بدلونونو په لړ کې د همدې حمل میاشتې په دویمه او دریمه اونۍ کې په نژدې ټول افغانستان کې سیلابونه راووتل چې خلکو ته یې د سر او مال زیان واړوه.
پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر، د جوړښت په تړاو یې بېلابیل راپورونه ورکړل شوي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، مرستیال یې جې ډي ونس دا ځل په پاکستان کې له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشري نه کوي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په دې اړه اې بي سي نیوز ته وویل: " یوازې امنیتي مسله ده، که نه جې ډي فوق العاده کس دی."
تر دې وروسته بیا رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې ونس به له سټیف ویټکاف او جرید کوشنر سره په دې پړاو خبرو کې هم ګډون ولري.
سي ان ان هم بیا وروسته وویل:" وضعیت بدلون کړی" ونس به پاکستان ته ځي.
د امریکا ولسمشر پرون اعلان وکړ چې امریکایي پلاوی پاکستان ته د سفر په حال کې دی.
هغه پر ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل ولیکل چې پلاوی به یې " سبا شپه" په پاکستان کې وي چې اشاره یې د ایران په وخت د سه شنبې سهار او د ثور میاشتې لومړۍ نیټې ته وه.
ټرمپ، دې ته په اشارې چې متحده ایالات ایران ته د عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوي، وویل چې که ایران دا وړاندیز ونه مني، "متحده ایالات به د ایران ټول بریښنا کوټونه او ټول پلونه ویجاړ کړي."
ایران تراوسه د خپل پلاوي د سفر او جوړښت په اړه څه نه دي ویلي.
امریکایي او ایراني مرکچیان شاوخوا لس ورځې وړاندې په اسلام اباد کې خبرو ته سره کیناستل، خو خبرې یې بې نتیجې پای ته ورسېدې.
پخواني معلومات په دې لینک شوي راپور کې ولولی: ټرمپ: زموږ استازي به سبا شپه په پاکستان کې وي؛ که ایران زموږ وړاندیز ونه مني، نو پلونه او د برېښناکوټونه به یې ویجاړ شي
ایران ویلي د امریکایي پوځیانو له خوا د دوی د یوې بیړۍ د هدف ګرځولو غچ به اخلي
د ایران د خاتم الانبیا قرارګا ګواښ کړی چې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا په عمان سمندرګي کې د خپلې یوې بیړۍ دهدف ګرځولو او توقیف غچ به واخلي.
د دغې قرارګا ویاند ویلي چې امریکایي پوځ د ایران پر دغې سوداګریزې بیړۍ ډزې کړي، هغه یې له تګه غورځولې او بیا یې ځواکونه تل ته ورختلي دي.
دوی ویلي چې دغه بیړۍ له چین څخه ایران ته روانه وه.
بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول کارونه د امریکا د نه جدیت نښې نښانې دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ( سنټکام) تایید کړې چې د دوی ځواکونو په عمان سمندرګي کې د ایران یوه بیړۍ نیولې ده.
سنټکام ویلي، دغې بیړۍ ته په شپږو ساعتونو کې څو ځله خبرداري ورکړل شول، خو دا چې د امریکایي ځواکونو لارښوونې یې ونه منلې، نو دوی ډزې پرې وکړې.
له دې سره په نړۍ کې د تېلو بیې یوځل بیا پورته شوې دي.