د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۸

نړۍ

چارواکي: غزه کې د جګړې له پيله د وژل شویو فلسطینیانو شمیر له ۶۰ زرو واوښت

د اسراییل او حماس جګړه، ارشیف
د اسراییل او حماس جګړه، ارشیف

د غزې د روغتیا وزارت وایي، پر دغې تړانګې د اسراییل د بریدونو له پيله تراوسه څه باندې ۶۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې وزارت دغه شمیرې نن سه شنبه ( د زمري ۷مه) اعلان کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې څه شمیر یې پوځیان او څومره یې ملکیان دي.
خبر کې راغلي چې د وژل شویو شاوخوا نیمایي برخه ښځې او ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې غزه کې د لوږې کچې د لوړېدو په اړه د ملګرو ملتونو له خبرداریو وروسته دغې تړانګې ته ځمکنۍ او هوایي مرستې رسیدلي دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: تهران له اوربنده سرغړونه کړې

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر نن سې شنبه ایران تورن کړ چې بیا بیا یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.

ډونالډ ټرمپ دا خبره په تروت سوشل کې خپره کړې ده.

ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دا خبره کړې ده چې د واشنګتن او تهران ترمنځ د دوو اونیو د اوربند پای ته رسیدو ته تر څلرویشت ساعتونو لږ وخت پاتې دی او لاهم د ایران او امریکا تر منځ په اسلام اباد کې د روغې جوړې د بل پړاو د خبرو برخلیک څرګند نه دی.

ښایي امریکایي پلاوی نن له ایران سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس

د امریکا درې سرچینو اکسیوس خبرې ویبپاڼې ته ویلي چې تمه ده نن سهار د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس اسلام اباد ته روان شي او هلته له ایران سره د یوې احتمالي روغې جوړې په تړاو خبرې وکړي.

د راپور له مخې د ولسمشر ټرمپ استازی ستیف ویتکوف او جراد کوشنر به هم د پاکستان پلازمینې ته ولاړ شي.

پاکستان ته له ایراني لورې سره د خبرو لپاره د امریکا د پلاوي د سفر راپورونه په داسې وخت کې خپریږي چې له ایران سره د امریکا د دوو اونیو اوربند په ختمیدو دی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی دی، که کومه موافقه ونه شي نو د ایران پر پلونو او د انرژي پر تاسیساتو به هوایي بریدونه وکړي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې اوربند د واشنګتن په وخت د چهارشنبې ماښام پای ته رسیږي.

ایران تر اوسه دا خبره نه ده تایید کړی چې پلاوی یې اسلام اباد ته روان دی.

جاپان نورو هیوادو ته د وسلو صادرات پيلوي

د جاپان حکومت له نړیوالې دوهمې جګړې راوروسته د وسلو د صادراتو په بندیزونو کې نرمښت راوست.

د کیودو خبرې اژانس نن سه شنبه( د اپریل ۴ مه) خبر ورکړ چې د کابینې او ملي امنیت شورا له پریکړې وروسته اوس جاپان کولی شي چې پر هغو هیوادونو وسلې وپلوري چې له هغوی سره دفاعي تړونونه لري. د نوې پریکړې له مخې په استثنایي مواردو کې هغو سیمو ته هم جاپان وسلې صادرولی شي چې هلته شخړې وي.

د وسلو د صادراتو په محدودیتونو کې نرمښت ته د جاپان د کورني دفاعي صنعت د پراختیا د یوې هڅې په سترګه کتل کیږي. جاپاني شرکتونو تر اوسه یوازې د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره وسلې تولیدولې.

شمالي کوریا او چین په چټکۍ سره خپلې پوځي وړتیاوې پراخوي، دغو هڅو ته په جاپان کې د یوه ګواښ په سترګه کتل کیږي.

د لبنان او اسراییلو استازي دامریکا په منځګړیتوب بیا خبرو ته سره کیني

د متحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزارت
د متحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزارت

دامریکا متحدو ایالاتو تایید کړه چې دلبنان او اسراییلواستازي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ یوځل بیا خبرو ته سره کیني.

رویترز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله رپوټ ورکړ چې واشنګټن کې د لبنان او اسراییلو سفیران د خپلو هیوادونو په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې سره ګوري.

دمتحدوایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ددغو خبرو د لومړي پړاو کوربه وو چې له لسیزو وروسته تیره اونۍ د لومړي ځل لپاره په مخاخ توګه وشوې.

د بهرنیو چارو دوزارت ویاند رویترز خبري اژانس ته ویلي :«مونږ ددواړو هیوادونو ترمینځ د حسن نیت په اساس دمخامخ خبرو لپاره تسهیلاتو برابرولو ته ادامه ورکوو.»

اوسمهال د لبنان او اسراییلو ترمینځ لس ورځنۍ اوربند دوام لري.

په تور سمندرګي کې د روسیې د تیلو په بندر د اوکراین بیاځلي برید

په تور سمندرګي کې د روسیې د تیلو په بندر  د اوکراین د ډرونونو برید
په تور سمندرګي کې د روسیې د تیلو په بندر د اوکراین د ډرونونو برید

اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د تور سمندرګي د توآپسې د تېلو پر بندر برید وکړ.

د روسي چارواکو په وینا ددغه برید له امله بندر کې اور ولګید او لږ تر لږه یو کس په کې ووژل شو. دا په تېره یوه اوونۍ کې پر دې مهم جنوبي بندر دوهم برید دی.

د روسیې د کراسنودار سیمې والي، وینیامین کوندراتیف، دوشنبه (د اپرېل په ۲۰مه) وویل: «توآپسې یو ځل بیا د پراخ ډروني برید لاندې راغی.»

د اوکراین د ډرون ځواکونو قومندان، روبرت بروودي، تایید کړه چې د اوکراین پوځ یو ځل بیا د روزنېفت تر اداره لاندې د توآپسې د تېلو تصفیه‌ خونه په نښه کړې.

له دغه برید څو ساعته مخکې هغه اور مړ کړای شو چې د اپرېل په ۱۶مه د یو ورته برید له امله رامنځته شوی وو.

دغه تصفیه‌خونه، چې په ورځ کې شاوخوا ۲۴۰٬۰۰۰ بېرله خام تېل پروسس کولی شي او د سون توکي لکه پترول او ډیزل تولیدوي، د روسیې د تیلو ستر شرکت روزنفت د صادراتي زیربناوو برخه ده او په وروستیو میاشتو کې د اوکراین له خوا څو ځله په بریدونو کې په نښه شوې ده.

په ورته مهال، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د اپرېل په ۲۰مه شپه یې ۱۱۲ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) د هېواد پر فضا له منځه وړل شوې دي.

ټرمپ : د جې ډي ونس په مشری امریکايي پلاوی د اسلام اباد په لور خوځیدلی دی

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسشمر جې ډي ونس ،
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسشمر جې ډي ونس ،

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي ددغه هیواد لوړ پوړی پلاوی به په څو ساعتونو کې اسلام اباد ته ورسیږي.

نیویارک پوست ورځپاڼې د دوشبنې په ورځ ( د وري په ۳۱مه ) د ټرمپ له قوله ولیکل چې د مرستیال ولسشمر جې ډي ونس په مشری دغه پلاوي چې سټیف ویټکاف او جیراد کوشنر یې غړي دي تهران سره د بل پړاو خبرو لپاره د پاکستان په لور خوځيدلی دی.

خو ایراني چارواکو دامریکا لخوا د ایران د بندرونو محاصره اوربند څخه سرغړونه ګڼلې ویلي دي چې اوسمهال امریکا سره د بل پړاو خبرو لپاره کوم پلان نلري.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبه په ورځ یوځل بیا ګواښ وکړ که چیرې دا پلا خبرې مطلوبه نتیجه ورنکړي نو ایران د انرژۍ تاسیسات او زیربناوي به یوځل بیا په نښه شي.

د جاپان شمال کې له پیاوړې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی

جاپان کې زلزله
جاپان کې زلزله

د جاپان په شمال کې له ۷ اعشاریه څلور درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی دی.

زلزله نن دوشنبه په ځایي وخت مازدیګر مهال ۴ بجې او ۵۳ دقېقې وشوه.

ویل شوي چې د سونامي څپې به تر دریو مترو پورې رسیږي.

خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د سمندر له غاړو او سمندر ته له نژدې کورونو ژر تر ژره ووځي او خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.

سملاسي د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر، د جوړښت په تړاو یې بېلابیل راپورونه ورکړل شوي

انځور پاکستان ته د امریکایي پلاوي د پخواني سفر دی
انځور پاکستان ته د امریکایي پلاوي د پخواني سفر دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، مرستیال یې جې ډي ونس دا ځل په پاکستان کې له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشري نه کوي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په دې اړه اې بي سي نیوز ته وویل: " یوازې امنیتي مسله ده، که نه جې ډي فوق العاده کس دی."

تر دې وروسته بیا رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړ چې ونس به له سټیف ویټکاف او جرید کوشنر سره په دې پړاو خبرو کې هم ګډون ولري.

سي ان ان هم بیا وروسته وویل:" وضعیت بدلون کړی" ونس به پاکستان ته ځي.

د امریکا ولسمشر پرون اعلان وکړ چې امریکایي پلاوی پاکستان ته د سفر په حال کې دی.

هغه پر ټولنیزه پاڼه تروت سوشیل ولیکل چې پلاوی به یې " سبا شپه" په پاکستان کې وي چې اشاره یې د ایران په وخت د سه شنبې سهار او د ثور میاشتې لومړۍ نیټې ته وه.

ټرمپ، دې ته په اشارې چې متحده ایالات ایران ته د عادلانه او معقول تړون وړاندیز کوي، وویل چې که ایران دا وړاندیز ونه مني، "متحده ایالات به د ایران ټول بریښنا کوټونه او ټول پلونه ویجاړ کړي."

ایران تراوسه د خپل پلاوي د سفر او جوړښت په اړه څه نه دي ویلي.

امریکایي او ایراني مرکچیان شاوخوا لس ورځې وړاندې په اسلام اباد کې خبرو ته سره کیناستل، خو خبرې یې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

پخواني معلومات په دې لینک شوي راپور کې ولولی: ټرمپ: زموږ استازي به سبا شپه په پاکستان کې وي؛ که ایران زموږ وړاندیز ونه مني، نو پلونه او د برېښناکوټونه به یې ویجاړ شي

ایران ویلي د امریکایي پوځیانو له خوا د دوی د یوې بیړۍ د هدف ګرځولو غچ به اخلي

د هرموز تنګي پر سر د امریکایي ځواکونو د اپاچي هلي کاپټرو ګزمه
د هرموز تنګي پر سر د امریکایي ځواکونو د اپاچي هلي کاپټرو ګزمه

د ایران د خاتم الانبیا قرارګا ګواښ کړی چې د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا په عمان سمندرګي کې د خپلې یوې بیړۍ دهدف ګرځولو او توقیف غچ به واخلي.

د دغې قرارګا ویاند ویلي چې امریکایي پوځ د ایران پر دغې سوداګریزې بیړۍ ډزې کړي، هغه یې له تګه غورځولې او بیا یې ځواکونه تل ته ورختلي دي.

دوی ویلي چې دغه بیړۍ له چین څخه ایران ته روانه وه.

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول کارونه د امریکا د نه جدیت نښې نښانې دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ ( سنټکام) تایید کړې چې د دوی ځواکونو په عمان سمندرګي کې د ایران یوه بیړۍ نیولې ده.

سنټکام ویلي، دغې بیړۍ ته په شپږو ساعتونو کې څو ځله خبرداري ورکړل شول، خو دا چې د امریکایي ځواکونو لارښوونې یې ونه منلې، نو دوی ډزې پرې وکړې.

له دې سره په نړۍ کې د تېلو بیې یوځل بیا پورته شوې دي.

د ایران په جګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي

د ایران په جګړه کې ۳۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

په ایران کې د شهیدانو او پخوانیو سرتیرو دولتي بنسټ نن یکشنبې وویل،"د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ جګړه کې درې زره او۴۶۸ کسان وژل شوي دي".

دغه بنسټ دا ویل نه دي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او که پوځیان.

همدارنګه د ښځو او ماشومانو د وژل کیدو په اړه هم څه ویل شوي نه دي.

بل پلو، د ایران عدلې طب تیره اونۍ د امریکا او اسراییلو سره په جګړه کې د درې زرو او ۳۷۵ ایرانیانو وژل کیدو خبر تایید کړې و.

د دغې ادارې په ټکو، په وژل شویو کې دوه زره ۸۷۵ نارینه او ۴۹۶ نور يې ښځې دي.

په امریکا کې د ایران د بشري حقونو میشت د "هرانا" په نوم یو سازمان بیا په دې جګړه کې د درې زرو او ۶۳۶کسانو وژل کیدو خبر ورکړی و.

د هرانا د شمیرو له مخې، په وژل شویو کې ۱۷۰۱ تنه چې ۲۵۲ماشومان دي، ملکیان وګړي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG