د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۰

خبرونه

ایران وايي، افغانستان ته یې د عراق د اومو تېلو د صادرولو اسانتیا برابره کړې

یو ایرانی چارواکی وايي چې د دغه هیواد له لارې د عراق د کردستان د کورواکې سیمې اومه تېل افغانستان ته صادریږي.

د ایران د لویو لارو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د رېلګاډي ادارې اجرايي رییس جبار علي زاکري پرون په تهران کې یوې غونډې ته وویل، ایران د افغانستان او عراق ترمنځ د تېلو د سوداګرۍ لپاره ترانسپورتي اسانتیا رامنځته کړې او د خپل هیواد د رېلګاډي شبکې ته یې تر اوسه ۱۰۰ ټانکر واګونونه ور زیات کړي، څو دغه ترانزیتي بهیر پیاوړی کړي.

هغه هیله وښوده چې له دې وروسته هره میاشت له شاوخوا ۴۰ تر ۵۰ واګونونه نور هم دې شبکې ته ور زیات شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په بدخشان کې سیمه ‌ییز چارواکي د دغه ولایت په مرکز فیض‌ آباد ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکوي

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن چهارشنبې سهار د میزان ۱۵ د فیض‌آباد د نوي ښار په هنګر سیمه کې په یوې ګلدانۍ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.

د خبرپاڼې له مخې، په دې چاودنه کې دوه ملکي کسان، چې په یوه کرولا موټر کې سپاره وو، سطحي ټپیان شوي دي.

طالب چارواکي وايي، د دې پېښې په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې روانې دي.

بلخوا، د طالبانو یوې مخالفې د "افغانستان د ازادۍ جبهې" ډلې پر اېکسپاڼه ادعا کړې چې د بدخشان په مرکز کې یې د طالبانو پر یوه موټر هدفي برید کړی او د یوه سرګروپ په ګډون یې څلور طالبان وژلي دي. دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

ملګري ملتونه: ډيکارلو له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو پر حقونو او د دوحې د بهیرپه اړه خبرې کړي

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې د چارو مرستیالې روزمري ډيکارلو افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. هغې په دې سفر کې له طالب چارواکو، د مدني ټولنې له استازو، ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو له افغان ښځینه کارکوونکو سره وکتل.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې د سې شنبې په ورځ یې په خپله ویبپاڼه کې خپورکړی ویلي، ډيکارلو له طالب چارواکو سره په خبرو کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو اندېښنې مطرح کړې، په ځانګړي ډول یې د نجونو د زده کړو پر مسئلې ټینګار وکړ.

هغې وویل، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې پرمختګ د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کولی شي. ډيکارلو همداراز د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګېدلي محدودیتونه هم له طالب چارواکو سره مطرح کړل.

د بیان له مخې ډيکارلو د دوحې د بهیر د دوام لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنې هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د نشه ‌يي موادو پر ضد د مبارزې او خصوصي سکټور په اړه د دوحې د بهیر په دوو کاري ډلو کې پرمختګ شوی دی. هغې ټینګار وکړ چې دا خبرې باید د افغانستان د خلکو لپاره په عملي پایلو بدلې شي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې ستونزې، د اقلیم بدلون او طبیعي پېښې هم یادې کړې او ویې ویل، ملګري ملتونه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو مرستې ته چمتو دي.

ډيکارلو د خپل سفر پر مهال د مدني ټولنې له استازو او ښځینه فعالانو سره هم وکتل او په افغان ټولنه کې یې د هغوی پر مهم رول ټینګار وکړ.

نن د اوکتوبر ۷ پراسراییل د حماس د برید دریمه کلیزه، په اسراییل کې د یادغونډو په جوړولو سره لمانځل کیږي

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه، د حماس د اکتوبر د اوومې د برید دریمه کلیزه د یاد غونډو په جوړولو سره ونمانځله.

د قربانیانو کورنیو په چوپتیا کې د وژل شویو کسانو یاد ته درناوی وکړ، او ځینو نورو د خپلو عزیزانو د خوښې موسیقۍ په غږولو سره د هغوی یاد تازه کړ.

حماس چې د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ پراسراییل برید وکړچې په نتیجه کې یې په اسراییل کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۱ کسان غزې ته یرغمل یووړل شول. له دغه برید وروسته اسرائیل پر غزې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. په غزه کې د روغتیايي چارواکو د شمېرو له مخې، د اسرائیل په بریدونو کې تر ۷۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په اسراییل کې د دغه برید د دریمې کلیزې د یاد له مراسمو سره په یوه وخت، اسراییل پرغزې تازه بریدونه کړي دي. په غزه کې چارواکي وايي، د شپې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

د راپورله مخې د اکتوبر د اوومې د برید د قربانیانو درېیمه کلیزه داسې مهال نمانځل کېږي چې اسرائیل پارلماني ټاکنو ته نږدې شوی او په تېرو درېیو کلونو کې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو کړنې د انتخاباتي سیالیو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

روبیو: آیسلنډ د شمالي امریکا او اروپا په امنیت کې مهم ځای لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن غواړي په ارکتیک یا شمالي قطبي سیمه کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا سیالان او مخالفان لا له وړاندې په دې ستراتیژیکه سیمه کې خپل فعالیتونه پراخوي.

روبیو د ناټو درېیو متحدو هېوادونو ته د سفر په لومړي پړاو کې، د آیسلنډ د بهرنیو چارو له وزیرې تورګردور کاترین ګونارسدوتیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، آیسلنډ د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله د شمالي امریکا او اروپا په دفاع او امنیت کې مهم ځای لري.

روبیو دا سفر داسې مهال پیل کړی چې د شمالي قطب په سیمه کې د روسیې پوځي او پټ فعالیتونو او هلته د چین مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

روبیو وویل: "آیسلنډ زموږ د ګډې سیمې د امنیت او دفاع په تړاو د ډېرو مهمو مسئلو په مرکز کې دی."

هغه زیاته کړه: " ګواښونه مخ په زیاتېدو دي، له همدې امله په ټوله کې ارکتیک او په ځانګړي ډول آیسلنډ ته پاملرنه خورا مهمه ده."

د امریکا مرستیال ولسمشر: ایران باید د یورانیمو د غني کولو وړتیا د پام وړ راکمه کړي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس وايي، د ایران حکومت باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا د پام وړ راکمه کړي. هغه ټینګاروکړچې امریکا له ایران سره په خبرو کې یوازې په ژمنو بسنه نه کوي، بلکې له تهران څخه د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

ونس له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په سهار د تلې پر ۱۵مه خپره شوه، وویل چې امریکا د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په تماس او خبرو کې ده. خو د هغه په وینا، واشنګټن ته لا روښانه نه ده چې دغه دوه ایراني چارواکي د ایران د واک په اوسني جوړښت کې تر کومې کچې د پرېکړو واک لري.

د ونس دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تهران او واشنګټن په وروستیو اوونیو کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره یو بل ته وړاندیزونه کړي دي. خو دواړه لوري لا هم د خبرو د چوکاټ او د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافونه لري.

د امریکا متحده ایالات وايي، طالبان د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي

د امریکا متحده ایالات وايي، طالبان د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او ترهګرو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره وکاروي. په هغه بیان کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکتوبر په ۷ په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیل د ۲۵ کلیزې په مناسبت ازادي راډیو ته رالیږلی ویل شوي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې په ګټه ده چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي، پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د سیمې د بې ‌ثباتۍ پر ځای د ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.

په بیان کې پر طالبانو تور لګول شوی چې د خپلو اقداماتو له لارې یې ښودلې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته چمتو نه دي.

طالبانو د دغو څرګندونو په وړاندې سمدستي غبرګون ندی ښکاره کړی خو د حکومت مرستیال ویاند یې حمدالله فطرت رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې د اوکتوبر ۷ توره ورځ بللي چې د ده په ټکو په پایله کې یې زرګونه افغانان مړه، ټپیان او کډوال شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې په کراتو کراتو ټینګار کړی چې هیچ چاته به اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخه د بل هېڅ هېواد پر ضد کارواخیستل شي.

د کاسوو پارلمان نن نوې ولسمشره وټاکله

د کاسوو پارلمان جسټینا شیروکا پولا د دغه هېواد د نوې ولسمشرې په توګه وټاکله او په دې سره یې د یوه نوي سیاسي کړکېچ او له وخت مخکې انتخاباتو مخه ونیوله.

شیروکا پولا د چهارشنبې په سهار په پارلمان کې د پټې رایې اچونې په لومړي پړاو کې ۸۱ رایې ترلاسه کړې. د ۱۲۰ کسیز پارلمان له خوا د ولسمشر د ټاکلو لپاره لږ تر لږه ۸۰ رایو ته اړتیا وه.

رایه اچونه د ولسمشر د ټاکلو د قانوني ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو یوازې شپږ دقیقې مخکې پیل شوه. که پارلمان پر وخت د نوي ولسمشر په ټاکلو نه وای بریالی شوی، پارلمان به منحل او له وخت مخکې انتخابات به ترسره شوي وای.

دا ټاکنه وروسته له هغې ممکنه شوه چې په وروستۍ شېبه یوه سیاسي هوکړه وشوه. د دې هوکړې یوه مهمه برخه په هاګ کې د کاسوو د جګړې د جرمونو د ځانګړې محکمې د واکونو د محدودولو لپاره د قانوني بدلونونو تصویب و.

د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان د توغندیو او ډرون بریدونه کړي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د یمن د حوثیانو یو بالستیک توغندی یې چې د ریاض پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی.

حوثیانو ویلي چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط د کینګ خالد هوايي اډه یې په توغندیو او ډرونونو ویشتلي دي.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. د فرانسپرس خبري اژانس د سرچینو په وینا، یوازې په یوه ورځ کې د دواړو خواوو تر ۲۷۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.

د جګړې د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالب چارواکو د نیولو حکمونه؛ د «ای‌سي‌سي» څارنوالۍ یې هرکلی وکړ

د جرمونو د نړیوالې محکمې (ای‌سي‌سي) ودانۍ
د جرمونو د نړیوالې محکمې (ای‌سي‌سي) ودانۍ

د جرمونو د نړیوالې محکمې (ای‌سي‌سي) د څارنوالۍ دفتر د دې محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده په ګډون د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونه‌یې علني کړي دي.

په هغې اعلامیه کې چې دې څارنوالۍ د سې شنبې په ورځ د «تلې په ۱۴مه» خپره کړې په درې نورو کسانو کې د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني، د پوهنې سرپرست وزیر حبیب‌الله اغا او د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم شامل دي.

پر دوی د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ د ځورونې تورونه لګېدلي چې د بشریت ضد جرم بلل کېږي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مرستیالې څارنوالې نزهت شمیم خان ویلي، د نیولو دا حکمونه په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو، په تېره د زده‌‌کړو د حق، د تأمین لپاره مهم دي.

هغې ویلي، افغان ښځې او نجونې د جنسیت له امله په سیستماتیک ډول له تبعیض سره مخ دي او د عدالت مستحقې دي.

د دې محکمې څارنوالۍ وايي، په افغانستان کې د جنسیت، سیاسي نظر، قوم او مذهب پر بنسټ د خلکو د ځورونې د ادعاوو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.

بخښنې نړیوال سازمان د ریچارډ بنېټ د مأموریت د غځولو هرکلی وکړ

ارشیف، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا
ارشیف، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د بخښنې نړیوال سازمان (امنېستي انټرنشنل) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د هغه پرېکړه‌لیک هرکلی کړی چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د مأموریت د غځول کېدو ترڅنګ‌یې په دې هېواد کې د قومي، مذهبي او ژبني لږکیو د وضعیت په اړه د څېړنو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې همدارنګه د بشري حقونو د شورا د ۶۳مې غونډې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به‌یې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د روانو سیستماتیکو او پراخو سرغړونو په ترڅ کې د ښځو او نجونو د حقونو او وضعیت په اړه ځانګړي بحثونه دوام وکړي.

د بشري حقونو دې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان باید د خپلو کړنو په اړه حساب ورکوونکي وګرځول شي او اړ کړل شي چې خپلو له بشري حقونو څخه سرغړوونکو مقرراتو، کړنو او تګلارو ته د پای ټکی کېږدي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې او ښځې له لوړو زده‌کړو راګرځولي او پر ښځو یې د ورځني ژوند په ډېرو نورو برخو کې هم محدودیتونه لګولي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سې ‌شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» د پاکستان له تحریک انصاف ګوند څخه وغوښتل چې د خپلو پلویانو اعتراضي لاریون ودروي او له حکومت سره بېرته خبرو ته کېني.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG