خبرونه
د سوریې په سویدا کې بیا نښتې پیل شوي دي
سره له دې چې د سوریې په دې جنوب لوېدیځه سیمه کې تر څلور ورځنیو نښتو وروسته، چې نژدې ۶۰۰ تنه پکې وژل شوي، اوربند اعلان شوی و، له سیمې ورکړل شوي راپورونه د دروزي جنګیالیو او بدویانو ترمنځ د نښتو د بیا پیلېدو پخلی کوي.
انادولو خبري آژانس، الجزیرې، او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چنګاښ په ۲۷مه، جمعه راپور ورکړ چې د سوېدا په سیمه کې ټینګ شوی اوربند د پنجشنبې په ماښام مات شو او یو ځل بیا نښتې پیل شوې.
د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، چې خبریالان یې په سوریه کې حضور لري، د سني بدویانو د بېلابېلو قبیلو سلګونه جنګیالي، سوېدا ته رسېدلي دي، د سوېدا په شاوخوا کې یې د یو شمېر کلیو کنټرول ترلاسه کړی، او د سوېدا ښار لوېدیځې دروازې ته روان دي.
وسلوال بدویان وایي چې دوی د جمعې په ورځ پر دروزي جنګیالیو بریدونه پیل کړل. د دوی یوه قوماندان ویلي، اوربند یوازې د دولتي ځواکونو او دروزي جنګیالیو ترمنځ شوی، نه له بدویانو سره.
دغه قوماندان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دوی ځواکونه د خپلو هغو ملګرو د خوشې کېدو غوښتنه لري، چې په تېرو ورځو کې د دروزي وسلهوالو له خوا نیول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی
عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله.
د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول.
ډمبله د فرانسې د پاریسنټ جرمن ټیم غړی دی.
عثمان ډمبله چې سږ کال یې د طلا توپ یا بلون ډي اور هم ګټلی وتوانېد د نړۍ نور غوره فوټبالران لکه کیلیان ایمباپي، رافینها، ویټینها او لامین یامال شاته پریږدي.
کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
رونالډو د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر لپاره لوبیږي.
د بارسلونا مخکښ ځوان لوبغاړي لامین یامال هم له لاسته راوړنو ډکه شپه درلوده. هغه درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.
د ټینس نامتو لوبغاړي نوواک جوکوویچ چې ۲۴ ځله د ټینس ګرانډ سلم اتلولي لري له کریستیانو رونالډو څخه په الهام د ګلوب ساکر لومړنۍ جایزه خپله کړه.
پاریس سینټ جرمن ټیم هم د کال د نارینه وو د ټیم لقب وګاټه.
هنګاو: سږکال ایران ۸۵ افغانان اعدام کړي دي
د هنګاو په نوم د بشري حقونو یو سازمان وایي چې ایران د ۲۰۲۵ کال له پيله ۸۵ افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې تر ټولو تازه پیښه کې پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) د بسم الله تاجک په نوم یو افغان د ایران د بندر عباس په مرکزي زندان کې اعدام شو.
هنګاو لیکلي چې د اعدام شویو افغانانو تورونه تر ډیره د نشه یي موادو قاچاق او یا هم عمدي قتلونه وو.
تېر ۲۰۲۴ کال کې بیا په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه و.
د بشري حقونو سازمانونه تل له ایرانه غواړي چې خپل قضایي نظام اصلاح او د اعدام سزواې پای ته ورسوي.
یو.ان.هبیتات: د کابل د هرو ۵ اوسیدونکو له ډلې ۴ په غیر رسمي هستوګنځېو کې اوسیږي
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام ( یو.ان.هبیټات) وایي، د کابل د هرو پنځو اوسیدونکو له ډلې څلور هغه په غیر رسمي هستوګنځایونو کې اوسیږي.
دغه بنسټ پرون یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ښاري نفوس څلویښت فیصده د کابل ښار اوسیدونکي دي.
د دوی په ټکو عمده برخه دغه اوسیدونکي په غیر رسمي کورونو کې ژوند کوي.
د یو.ان.هبیټاټ په وینا د کابل اوسیدونکي د اقلیمي بدلونونو، سیلابونو، ځمک ښویدنې په وړاندې او د پیاوړ ودانیو د نه لرلو له کبله زیانګالي دي.
که څه هم د کابل کره نفوس معلوم نه دی، خو ځینې راپورونو کې د ۴ تر ۷ میلیونو پورې یادیږي.
شمالي کوریا لرې واټن ویشتونکي کروز توغندي و ازمایل
د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن دوشنبه ( د جدي ۸مه) ویلي چې دغه هېواد د لرې واټن ویشتونکي دوه کروز توغندي ازمویلي دي.
فرانس پریس لیکلي چې دغه ازموینه د یکشنبې په ورځ د کوریا ټاپوزمې په لویدیځ کې ترسره شوه چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم ورغلی و.
ازمایل شویو توغندیو دوه ساعته مزل کړی دی.
چارواکو دې ازموینې ته د بهرنیو ګواښونو په وړاندې " د جګړه ییز چمتوالي" نوم ورکړی دی.
شمالي کوریا وخت نا وخت د خپل توغندیز او اټومي قدرت د واک نندارې کوي.
د فرانسې د سینما افسانوي لوبغاړې د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه
د فرانسې وتلې فلمي لوبغاړې بریژیت باردو د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه.
د بریژیت باردو بنسټ نن یکشنبه د هغې مړینه اعلان کړې، خو د هغې د مرګ د کره وخت او ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
باردو په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د " او خدای ښځه پيدا کړه" په نوم فلم کې نړیوال شهرت ته ورسېده.
هغه ۱۹۷۰ کال کې چې د شهرت اوج یې و له سینما سره مخه ښه وکړه او د حیواناتو د حقونو د ملاتړ چارو ته یې مخه کړه.
خلیلزاد بیا په ناڅاپي سفر کابل ته تللی، نن یې له طالب چارواکو سره کتلي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر کابل ته تللی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه ( د جدي ۷مه) ویلي چې خلیلزاد د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره " د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو" خبرې کړي دي.
خلیزاد په دې وروستیو کې څو ځله کابل ته سفر کړی چې د سفر اصلي اجنډا یې په افغانستان کې د بندي امریکایانو ازادول یا تبادله وه.
دې ترڅ کې امیر امیري تر ټولو وروستی امریکایي تبع و چې په سپتمبر میاشت کې د طالبانو له خوا خوشې شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله له طالبانو غوښتي چې امریکایي اتباع ازاد کړي.
معلومه نه ده چې دا مهال څه شمېر امریکایان په افغانستان کې بندیان دي.
دې ترڅ کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د پخواني مرستیال محمود شا حبیبي برخه لیک، چې ادعا کیږي طالبانو زنداني کړی، لا هم نا معلوم دی.
دا افغان امریکایي تبع د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې په کابل کې د القاعده شبکې د دویم نمبر مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته ونیول شو.
کورنۍ او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی دی، خو طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د هغه د برخه لیک په اړه معلومات نه لري.
د مسکو د دوو هوایي ډګرونو فعالیتونه څو ساعته وځنډېدل،درې سوه الوتنې لغو یا وځنډېدې
د مسکو د څلورو هوایي ډګرونو له ډلې د دوو هغو فعالیتونه تېره شپه د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي وو.
د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي چې د شیرمېتیفو او ونوکوو هوایي ډګرونو څه باندې درې سوه پروازونه د اوکراین د ډرون د برید له ویرې لغوه یا وځنډېدل.
لږ تر لږه ۷۰ نورې الوتکې څنګ لورو هوایي ډګرونو کې کیناستې.
د روسیې دفاع وزارت بې له دې چې د احتمالي زیانونو یادونه وکړي ویلي چې د اوکراین ۲۳۷ ډرون یا الوتونکې وسلې یې نسکورې کړي دي.
زرګونه مسافر د مسکو په دغو هوایي ډګرونو کې داسې مهال سرګردانه شوي چې روسیه کې د دسمبر له ۳۱مې د جنورۍ تر ۱۱مې عمومي کلنۍ رخصتي ده.
له پولیو پاک افغانستان: د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ ټول تګ راتګ کوونکي باید واکسین شي
له پولیو پاک افغانستان بنسټ یوځل بیا ټینګار کړی د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي ټول مسافر باید واکسین شي.
دغه بنسټ نن یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د هر عمر ټولو کسانو واکسین د هېوادونو ترمنځ د ویروس د لېږد رالېږد مخنیوی کولای شي.
که څه هم ایران نژدې دوه لسیزې وړاندې له پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ له ویروس څخه پاک اعلان شوی، خو پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازني دوه هغه هېوادونه دي چې دا ویروس په کې پاته دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې نومبر میاشتې راپور ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له پيله په افغانستان کې د پولیو ۲ او پاکستان کې ۱۳ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
تهران به د اکرام الدین سریع د مرموزې وژنې د څیړنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي
د تهران والي حسین خوش اقبال وایي، د افغانستان د یوه پخواني پوځي د قتل په تړاو به د شویو څېړنو لومړنۍ پایلې نن یکشنبه اعلان کړي.
جنرال اکرام الدین سریع چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د تخار، بغلان او نورستان امنیه قومندان و، د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د ناپيژنده وسله والو له خوا ووژل شو.
د تهران والي د شنبې په ورځ وویل چې د پیښې په اړه د دوی پلټنې پېل شوي.
دا د سریع د وژنې په اړه د ایران د یوه چارواکي لومړنی رسمي غبرګون و.
جنرال سریع پرون په تهران کې خاورو ته وسپارل شو.
تراوسه د هغه د وژنې انګېزه معلومه نه ده او مسولیت یې هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جنرال سریع ۵۲ کاله عمر درلود، د کاپیسا اوسیدونکی او د څلورو ماشومانو پلار و.
هغه ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته ایران ته تللی و.
تایلند او کمبوډیا اوربند وکړ
تایلند او کمبوډیا له څو اونیو مرګونو سرحدي نښتو وروسته پرون اعلان وکړ چې په فوري اوربند یې موافقه کړې.
ګډه اعلامیه کې چې ددواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو له لاس لیک وروسته په یوه سرحدي بندر کې د تایلند په خاوره کې خپره شوه راغلي چې اوربند کې په پوځي او ملکي تاسیساتو او پوځي اهدافو باندې د هرډول وسلو د کارولو بندیز شامل دی.
دواړو خواوو دغه راز ومنله چې د ځواکونو له تحرکاتو لاس اخلي او د سرحدي سیمو اوسیدونکو ته زمینه برابروي چې په تدریجی ډول خپلو کورونو ته ستانه شي.
ددغو سرحدي نښتو په نتیجه کې چې درې اونۍ یې دوام وکړ او په کې له توپونو ، ټانکونو ، ډرون او جنګي الوتکو کار واخیستل شو لږ ترلږه ۴۷ کسه ووژل شول او څه دپاسه یو ملیون کسانو خپل کورونه پریښودل.
دغه نښتې ددواړو هیوادونو ترمینځ تقریبا ټولو سرحدي سیمو ته وغځیدې او په کې پخوانی اوربند چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملاتړ رامینځ ته شوی وو مات شو.
ددغو نښتو اصلي سبب د ۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي لانجمنه پوله او د څو لرغونو معبدونو د مالکیت په سر پخوانی اختلاف دی.
ددواړو هیوادونو ترمینځ دغه پوله په ۱۹۰۷ کال کې دفرانسوي استعمار په دوران کې په مبهمه توګه ټاکل شوې ده. اوس سره لدې چې په اوربند موافقه شوې خو ددواړو هیوادونو ترمینځ سرحدې لانجه په خپل ځای پاته ده.