خبرونه
پاکستاني رسنۍ: پر ډیورند کرښه ډزې تبادله شوي
پاکستاني خبري سرچینې وايي چې د دغه هېواد او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ پرون (چهارشنبې) سهار ډزې تبادله شوې دي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلي چې له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
تراوسه پورې د دې نښتې د علت په اړه نه د طالبانو حکومت او نه پاکستان څه ویلي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه هر څه موده وروسته نښتې کېږي او پاکستان ډېر ځلي له دې ډول نښتو وروسته خپلې لارې بندې کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا له خوا پر روسیې او ایران د بندیزونو طرحه ولسمشر ټرمپ ته واستول شوه
د امریکا د استازو جرګې پرون پر روسیې د بندیزونو د زیاتېدو او د ایران د بندیزونو د تمدید طرحه تصویب کړه.
دا طرحه د لاسلیک لپاره ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته استول شوې ده.
په دغو بندیزونو کې یو شمېر روسي چارواکي، بانکونه او بنسټونه، او همدارنګه هغه بهرني اشخاص او شرکتونه شامل دي چې د دغه هېواد د دفاعي سکتور ملاتړ کوي.
د استازو جرګې همدارنګه پر ایران لګول شوي بندیزونه تر ۲۰۳۱ کال پورې وغځول.
پر ایران بندیزونه د "ایران د بندیزونو د قانون" له مخې وغځول شول؛ دغه بندیزونه د ایران د انرژۍ سکتور په نښه کوي او پر هغو بهرنیو شرکتونو او اشخاصو د بندیزونو د لګولو اجازه ورکوي چې د ایران د تېلو او ګازو له صنعت سره په پانګونو او راکړو ورکړو کې ښکېل وي.
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې په وروستۍ ۲۰ اوره سیالۍ کې مخامخ کېږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان اوهند د کرکټ ملي لوبډلې نن (پنجشنبه) په وروستۍ شل اوره سیالۍ کې مخامخ شي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ دوې د هند لوبډلې ګټلي او لوبلړۍ یې هم ګټلې ده او هڅه کوي چې افغانستان ته په صفر کې ماتې ورکړي.
تراوسه څرګنده نه ده چې دواړه خواوې به د نننۍ مسابقې لپاره په خپلو لوبډلو کې څه بدلون راولي خو ګومان کېږي چې دواړه به د خپلو لوبډلو په ترکیب کې څه نا څه بدلون راوړي.
دا سیالي د افغانستان په کوربه توب د نوي ډیلي په لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نیمې بجې پیلېږي.
لسګونو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سمدستي د ښځو په حقونو بندیزونه لرې کړي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې ۴۳ هېوادونو د طالبانو له حکومت غوښتي چې سمدستي د افغان ښځو او نجونو په حقونو باندې ټول بندیزونه لرې کړي.
د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې تېر ماښام راغلي چې: « موږ د طالبانو لخوا د جنسیت پر بنسټ دوامداره او سیستماتیک تبعیض او ځپنه په کلکو ټکو غندو»
په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ژروم بونافون د اعلامیې د لوستلو پر مهال وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو راهیسې د جنسیت په اساس تبعیض ته مخه کړې او عملاً یې زده کړو، صحي خدماتو او کار ته د ښځو او نجونو لاسرسی تر ډېره محدود کړی.
دا ګډه اعلامیه په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د استازولۍ له خوا ترتیب او د اکثرو اروپايي هېوادونو، اسټرالیا، بریټانیا، کاناډا،جاپان، متحده عرب اماراتو او ځینو نورو له خوا خوا لاسلیک شوې ده.
تېر ماښام د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وشو او پکې د یوناما مرستیالې جورجیت ګانیون هم وویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو د افغانانو او نړیوالې ټولنې اندېښنې نه دي ځواب کړي.
په خوست کې د ناچاوده مهماتو چاودنې دوه ماشومان وژلي
په خوست ولایت کې ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
دا مهمات د افغانستان د اوږدو جګړو له کلونو پاتې و.
د طالبانو د خوست د پولیسو ویاند طاهر احرار د سې شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په علیشېر او تریزیو ولسوالیو کې شوې ده. نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.
جرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل
د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، دغه هېواد ۱۳ افغان نارینه په چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي.
د وزارت د ویاند په وینا، دې کسانو په جرمني کې جنايي سابقه لرله. د هغوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، تاوتریخوالی او د نشهيي توکو قاچاق شامل وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې اوسنۍ ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا، د دغو کسانو نژدې ټولو جنایي سابقه لرله.
په افغانستان کې د ایچآیوي د مثبتو پېښو زیاتوالی
رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ایچآیوي ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۸۶ یې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د درملنې د مرکزونو کمښت او ټولنیزه بدنامي د دې ناروغۍ د کنټرول پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایچآیوي اخته دي.
د اسلام اباد محکمې د افغان طبي محصلانو د زده کړو د دوام حکم وصادر کړ
د پاکستان د اسلاماباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو د مخنیوي موقت حکم صادر کړ.
پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې دا حکم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د هغې پرېکړې په وړاندې د ثبت شوې عریضې په تړاو صادر شوی دی.
د اسلاماباد لوړې محکمې یو کسیزه قضايي پلاوي، چې قاضي خادم حسین سومرو یې مشري کوله، د یوه افغان ډاکټر د پاکستانۍ مېرمنې له لوري د ثبت شوې عریضې پر بنسټ له پاکستان څخه د طب په پوهنځیو کې د شاملو افغان محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړ. عریضه له پاکستان څخه د افغان ډاکتر عمادالدین د ایستلو په اړه شوې وه.
د عریضه کوونکې مدافع وکیل، قاسم نواز عباسي، محکمې ته وویل چې د پاکستان د طبي شورا PMDC د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې مکتوب باید پر هغو ډاکترانو تطبیق نه شي چې لا له وړاندې یې تخصصي روزنه پیل کړې او روانه ده.
تر دې مخکې د لاهور او کراچۍ محکمو هم ورته پرېکړه کړې وه. خو د بلوچستان لوړې محکمې د طب په څانګه کې د افغان محصلانو د زده کړو د دوام غوښتنه رد کړې ده.
د ترکیې د استخباراتو مشر کابل او کندهار ته تللی
د طالبانو چارواکو او د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو ویلي چې د ترکیې د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین د چهارشنبې په ورځ د «وږې په ۲۵مه» له لوړپوړو طالب چارواکو سره د امنیتي خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.
دا د هغه یو نادر سفر بلل کېږي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، کالین د دې سفر پر مهال په کابل کې له خپل افغان سیال، د طالبانو د حکومت د استخباراتو له عمومي رئیس عبدالحق وثیق سره کتلي دي.
د راپور له مخې، هغه د طالبانو د حکومت له یو شمېر مهمو څېرو، د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره هم خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی چې د دغو خبرو اصلي محور د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ، انساني قاچاق او نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د استخباراتي همکاریو پر پراختیا راڅرخېده.
انادولو زیاته کړې چې ابراهیم کالین کندهار ته هم تللی، هغه ولایت چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د اوسېدو ځای دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه ولیکل چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره کتلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
قطر او ترکیه له کلونو راهیسې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د اصلي پلونو په توګه رول لوبوي، خو تر اوسه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.
د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ په زیاتو شویو نښتو کې نوې ادعاوې
په داسې حال کې چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتو زوراخیستی، مصر او متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
حوثیانو د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ ادعا وکړه چې د مأرب ولایت په سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال د سعودي عربستان یوه "اېف-۱۵" جنګي الوتکه نسکوره کړې ده. خوسعودي د دې خبر ترخپریدو پورې دغه ادعا نده تایید کړې.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر سعودي عربستان تور ولګاوه چې په وروستیو ورځو کې یې د یمن په بېلابېلو سیمو سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.
دا ادعا څو ساعته وروسته له هغې مطرح شوه چې د سعوي عربستان په مشرۍ ایتلاف اعلان وکړچې د دې هیواد د هوایي مدافعې ځواکونو د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه چې د مکې ښاریې په نښه کړی و، هوایي حریم ته یې له ننوتو مخکې له منځه یوړه. حوثیانو په بریدونو کې د مکې او نورو سپیڅلو ځایونو د په نښه کولو ادعاوې ردکړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما نن چهارشنبې د وږي په ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې پلان شوې، د یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله، جورجیت ګانیون، د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او پالیسیو دوام نه یوازې د افغانانو بشري حقونه نقضوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.