نړۍ
ولسمشر ټرمپ نن مازیګر یو لړ اجرایوي فرمانونه لاسلیک کوي
سپینې ماڼې پرون چهارشنبې وویل، " تمه ده نن پنجشنبې ولسمشر ټرمپ د امریکا په وخت د مازیګر ۴بجې یو شمیر فرمانونه لاسلیک کړي".
خو سپینې ماڼې د دغو فرمانونو په اړه جزیات خپاره کړي نه دي.
له وړاندې ولسمشر ټرمپ د کډوالو د اخراج په ګډون ډیر شمیر جنجالي اجرایوي فرمانونه لاسلیک کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په پاکستان کې ځان مرګي برید لږ تر لږه ۷ تنه ووژل
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ډیره اسماعیل خان کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوې دي.
د ډیره اسماعیل خان د پولیسو یوه مشر محمد عدنان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې دا ځان مرګی برید و چې د جمعې په ورځ د واده د مراسمو پرمهال وشو او پکې د امن کمیټې د مشر وحیدالله جګري په شمول اووه تنه ووژل شول.
د پېښې شاهدان وایي چې د چاودنې له امله یوه کوټه نړیدلې ده چې لاهم د ژغورنې عملیات روان دي او ښایي تلفات زیات شي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
ایران خپلو اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو مفتشانو د بیا پرېښودلو لپاره شرط وړاندې کړ
د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مفتشانو د راستنېدو اجازه له دې شرط سره تړلې ده چې دا اداره په تېر دوبي کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل او امریکا د حملو په اړه خپل دریځ واضح کړي.
د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې ایراني رسنیو پرون جمعه (د سلواغې ۳مه) د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د رییس محمد اسلامي له قوله راپور ورکړ چې وايي، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشان باید لومړی د دې حملو په اړه خپل دریځ واضح کړي او له هغه وروسته به تهران پر دې غور وکړي چې دې زیانمنو اټومي تاسیساتو ته د ملګروملتو مفتشان پرېږدي که نه.
د تېرکال په دوبي کې د اسراییلو او متحدوایالتونو په حملو کې د ایران ځینې اټومي تاسیسات زیانمن شول.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې له دریو زیانمنو تاسیساتو نظنز، فردو او اصفهان پرته دا اداره د ایران نورو ۱۳ اټومي تاسیساتو ته لاسرسی لري.
د اوکراین، روسیې او امریکا استازو په ابوظبي کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کړي
روسي او اوکرایني مرکچیانو د اوکراین پرضد د روسیې د جګړې په اړه د مهمو خبرو په ترڅ کې له امریکايي چارواکو سره کتلي دي.
د آزادۍ راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دا غونډه پرون په ابوظبي کې جوړه شوې وه او پر اوکراین د روسیې له حملې وروسته دا لومړی ځل و، چې د روسیې او اوکراین چارواکو له امریکايي چارواکو سره مخامخ خبرې کولې.
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ له یوه پلاوي سره د ولسمشر ولادیمیر پوتین له کتنې وروسته کریملین په اوکراین کې د خپلې ارضي ادعا په مسئله کې په خپل دریځ کې هېڅ راز نرموالی نه دی راوستی.
دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د ژمي په سختو سړو شپو ورځو کې د بریښنا د نشتوالي له کبله تپه تیاره ده او د روسیې حملې لاهم روانې دي.
روسیه د اوکراین په دونباس سیمه کې د درنو تلفاتو په منلو سره د نورو سیمو د نیولو لپاره د سوکه پرمختګ په حال کې ده. ولسمشر پوتین او نورو روسي چارواکو ویلي چې که مسکو له ډیپلوماتیکو لارو د دې سیمو د نیولو هدف ترلاسه نه کړي نو نورې ډېرې سیمې به د زور په کارولو سره ونیسي.
نن د امریکا، روسیې او اوکرایین استازي په ابوظبۍ کې خبرې کوي
دوی د اوکرایین د جګړې د پای ته رسولو په هدف په اړوندو امنیتي مساییلو بحث کوي.
دا لیدنه وروسته تر هغه کېږي چې پرون په مسکو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او بل امریکايي استازي جرډ کوشنر د روسیې له جمهور رییس ولادمیر پوتین سره ولیدل.
کرملین دا لیدنه رغنده بللې او ویلي یې دي چې د راتلونکو پړاونو په اړه پکې بحث شوی.
امریکا په دې لټه کې ده چې د اوکرایین څلور کلنه جګړه پای ته ورسوي.
روسیه د اوکرایین په ختیځ کې د دونباس کنټرول غواړي خو اوکرایین لا دې چارې ته غاړه نه ده اېښې.
زیلینسکي: امریکا کییف ته امنیتي تضمینونه ورکړي
د اوکراین ولسمشر وایي چې د اوکراین لپاره د امریکا د امنیتي تضمینونو په اړه یو سند بشپړ شوی خو له روسیې سره د سولې لپاره د مځکې پر سر اختلافات په خپل ځای دي.
ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پرمهال وویل چې د امنیتي تضمینونو سند د اوکراین د پارلمان او د متحد ایالتونو د کانګرس له لورې تصویبیدو ته چمتو شوی دی، خو ښاغلي زیلینسکي دا ونه ویل چې په امنیتي تضمینونو کې څه شامل دي.
روسیه چې د اوکراین د خاورې شاوخوا شل فیصده یې نیولې ده د سولې په بدل کې غواړي چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمه روسیې ته وسپارل شي، خو کییف له دې سره سخت مخالفت کوي او وایي چې د روغې جوړې په بدل کې دې ته په هیڅ ډول چمتو نه دی چې د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.
ټرمپ د "سولې پلاوی" اعلان کړ
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د "سولې پلاوی" اعلان کړ.
د ولسمشر ټرمپ په مشری دغه پلاوی یا بورډ به پیل کې په غزه کې د سولې په ټینګښت تمرکز کوي.
ددغه ابتکار د لاس لیک مراسم د سویس په داووس ښار کې ترسره شول.
دنړۍ ګڼ مشران په داووس کې د ( WEF) یا د اقتصاد دنړیوالې ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون لپاره دغه ښار کې دي.
ټرمپ وویل : " کله چې دغه پلاوی په بشپړه توګه تشکیل شي ، مونږ کولای شو تقریبا هرکار چې وغواړو وکړو ، او دا کار به له ملګرو ملتونو سره په هماهنګۍ ترسره کړو."
هغه وویل ملګري ملتونه لوی امکانات لري چې تراوسه په بشپړه توګه ترې استفاده نه ده شوې.
ټرمپ د نړۍ لسګونو مشرانو ته بلنه ورکړه چې دغه پلاوي سره یوځای شي او وویل چې غواړي دغه پلاوی په غزه کې د اوربند د ټینګښت سربیره د نوروستونزو اواري ته هم پاملرنه وکړي.
ایران وایي، په لاریونونو کې ۳۱۱۷ کسان وژل شوي خو د بشري حقونو ډلې د وژل شویو شمیر ډیر لوړښیي
ایران د چهارشنبې په ورځ په دې هیواد کې د وروستیو پراخو لاریونونو په ترڅ کې د وژل شویو او ټپیانو رسمي شمیرې خپرې کړې او ویې ویل چې ټولټال ۳۱۱۷ کسان وژل شوي دي.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې په هغه اعلامیه کې چې د ایران د ملي امنیت شورا له خوا خپره شوې،۲۴۲۷ بې ګناه خلک او د نظم او امنیت ساتونکي بلل شوي دي.
دې شورا د ایران زاړه دښمنان، اسرائیل او متحده ایالات تورن کړل چې د جنورۍ د ۸ او ۹ په شپو کې یې د هېواد په لویو برخو کې په قصدي ډول «ډېر ترهګریز اعمال» ترسره کړي دي. د دې ځواکمنې ادارې په وینا، دا د ۲۰۲۵ کال د جون د میاشتې د «تحمیلي جګړې» دوام و.
خو د بېلابېلو اټکلونو له مخې، د قربانیانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي. په امریکا کې مېشت د بشري حقونو د فعالانو خبري بنسټ (HRANA) د اونۍ په پیل کې ویلي وو چې دوی ۴۵۱۹ مړینې تایید کړې او له ۹۰۰۰ څخه ډېرې نورې پېښې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
د راپورله مخې په ایران کې د جنورۍ د میاشتې په ۸ او ۹، ګڼ شمېر خلک سړکونو ته راووتل څو د اسلامي جمهوریت د استبدادي مشرتابه پر ضد لاریونونه وکړي.
د امریکا متحده ایالات: په ایران کې اعتراضونه د رژیم د "ناسم مدیریت" له امله شوي نه د کومې بهرنۍ لاسوهنې له کبله چې تهران یې ادعا کوي
د امریکا متحده ایالات وايي چې په ایران کې وروستي لاریونونه د رژیم د "ناسم مدیریت" له امله وشول او نه د کومې بهرنۍ لاسوهنې له کبله چې تهران یې ادعا کوي.
دغه لاریونونه چې د اسلامي رژیم په وړاندې په وروستیو کلونو کې ترټولو ننګونکي بلل شوي پکې د ځپل شویو اعتراض کونکو شمیرې مخ په زیاتیدو دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپلې فارسي ژبې ایکسپاڼه کې وویل چې دغه اعتراضونه، چې د تیرې میاشتې په وروستیو کې پیل شول، "د کلونو ظلم او ځپنې وروسته د ایراني ولس یو حتمي پاڅون" وو.
د ایران د ولسمشرمسعود پزشکیان په شمول ایراني چارواکو لاریونوال،«تروریست» او «بلواګر» بللي او د مظاهرو په مهال درنه مرګ ژوبله یې چې تراوسه یې رسمي ارقام نه دي خپاره شوي، اسرائیلي عواملو ته منسوب کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایراني چارواکو لخوا دا هڅه چې بهرني حکومتونه ملامت ګڼي او لاریونوال مجرمان معرفي کوی، د واقعیت د بدلولو لپاره د خندا وړه هڅه ده.
په ایران کې وروستي لاریونونه د ډیسمبرپه ۲۸ مه د بهرنیواسعارو په وړاندې د ایراني ریال د بیساري رالویدو او ګراني په وړاندې د تهران له بازاره پیل شول چې وروسته د هیواد ګڼو ولایتونو ته وغځیدل او هغو د ایران د اسلامي جمهوریت د رژیم پر وړاندې د یوه پراخ احتجاج بڼه غوره کړه.
په امریکا کی میشت د بشري حقوقو سازمان ، HRANA د دغو لاریونو په ترځ کې د ۴۵۱۹ کسانو وژل تایید کړي خو په ټوله کې د ۹۰۴۹ کسانو احتمالي وژل کیدل ترڅیړنې لاندې دي. د راپورونوله مخې ۵۸۱۱ تنه نور ټپیان او ۲۶۳۱۴ تنه هم نیول شوي دي.
په هسپانیا کې د اورګاډي په یوه بله کې پیښه کې یوکس مړ او ۳۷ نور ټپیان شوي
د هسپانیا په شمال ختیځ د کاتالونیا په سیمه کې پرون سې شنبې د مسافر وړونکي اورګاډي په یوه بله پېښه کې یوکس مړ او ۳۷ نور ټپیان شول. دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې رامنځته شوه چې د دې هېواد په جنوب کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکرپه مرګونې پېښه کې لږ تر لږه ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سیمه ییزو بیړنیو خدمدتو ادارې ویلي چې په پرونۍ پیښه کې مړشوی کس د اورګاډي چلوونکی و. د ځایي رسنیو له خوا خپاره شوي شوې انځورونه ښيي چې د اورګاډي مخکینۍ برخه سخته زیانمنه شوې ده.
دې ادارې وویل چې د رودالیس شبکې په آر ۴ کرښه کې یواستنادي دیوال د سخت باران او توپان له امله هغه مهال پر یوه مسافر وړونکي اورګاډي چې د تیریدو په حال کې وو، راولوید. د چارواکو په وینا پردې لاره د اونۍ په کاري ورځو کې په اورګاډو کې ډیرخلک تګ راتګ کوي.
له دې مخکې د تیرې یکشنبې په ورځ د کوردوبا ولایت ادموز ښارته نژدې د دوو ګړندویو مسافروړونکو اورګاډو د ټکر په پیښه کې نژدې ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. کارپوهانو وایي چې پرپټلۍ د یوې نښلیدونکې وسیلې د خرابوالي له امله ښایي یواورګاډی له پټلۍ وتلی او له بل سره یې ټکر کړی وي.
ټرمپ: ایران نیت کړی و ۸۳۷ تنه اعدام کړي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر یو ځل بیا وویل چې لاهم هغه انتخاب د میز پر سر دی چې پر ایران به برید کوي.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال دا هم وویل چې اونۍ مخکې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو غوښتل د لاریون کوونکو اته سوه اووه دیرش تنه اعدام کړي، خو د ده له خبرداري وروسته ایران دا کار ونه کړ.
د امریکا ولسمشر بیا وویل چې د ایران چارواکو ته یې وویل، که دا کسان اعدام شي دا به د دوی لپاره ډیره بده شي چې له دې خبرداري وروسته دوی نیولي معترضین اعدام نه کړل.
د امریکا ولسمشر بیا وویل چې دی نه پوهیږي چې په راتلونکې کې به د ایران چارواکي څه وکړي خو د اوس لپاره یې د دې کسانو له اعدامولو لاس اخیستی دی.