خبرونه
په خیبرپښتونخوا کې د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ په بمونو والوزول شوه
نا پېژاندو وسله والو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نجونو لپاره د یو جوړېدونکي ښوونځي ودانۍ د چاودېدونکو توکو په وسیله ویجاړه کړې ده.
په خیبرپښتونخوا کې پولیسو د جمعې په ورځ وویل، په چاودنه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، ځکه چې د چاودنې پر مهال ودانۍ خالي وه.
دا چاودنه د بنو ولسوالۍ د بکه خېل د «اذان جاوېد» په ایتداییه ښوونځي کې شوې ده.
تراوسه کومې ډلې د چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ: منځني ختیځ کې پوځي هڅې کموو، اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په منځني ختیځ کې د پوځي هڅو " د کمولو " په فکر کې دی.
نوموړي پرون جمعه پر خپله ټولنیزه پاڼه تروت سوشېل ولیکل، داسې مهال د ایران د رژیم په وړاندې د عملیاتو د کمولو غور کوي چې په خبره یې " خپلو اهدافو ته ډېر نژدې کیږي".
هغه خپل اصلي اهداف د ایران د پوځ کمزوري کول او د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه څلورمې اونۍ ته ورسېدل او داسې راپورونه شته چې وایي د امریکا زرګونه ځمکني سرتیري سیمې خوځیدلي دي.
اتحاد هوایي شرکت د کابل- ابوظبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې
د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته.
دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي.
له العربیه او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.
پر کابل د پاکستان د وروستي برید لسګونه مړي لا هم عدلي طب کې دي او پیژندنه یې نه کیږي
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، پر کابل د پاکستان د وروستي خونړي برید لسګونه مړي لا هم په عدلي طب کې پراته دي او هویت یې څرګند نه دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان نن شنبه ( د وري یا حمل ۱) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه کورنۍ چې ناروغ یې لادرکه دی، دارلامان سیمه کې دغه روغتون ته ورتللی شي.
پاکستان د تیرې اونۍ د دوشنبې په ماخوستن کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې د طالب چارواکو په وینا له ۴ سوو ډېر ناروغان په کې ووژل شول.
پاکستان بیا ادعا وکړه چې د دوی هدف دغه مرکز ته نژدې پوځي تاسیسات و.
د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې برید پر ملکي تاسیساتو شوی او مرګ ژوبله یې هم ټوله ملکیانو ته اړولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ یې رویټرز ته یاده پیښه کې د ۱۴۶ ملکیانو مړینه تایید کړې وه.
په ایران کې د اختر لومړۍ ورځ، د اختر لمونځ د مجتبی خامنه یي په غیاب کې ادا شو
په تهران کې نن د کوچني اختر لمونځ د هغه هېواد د نوي مشر مجتبی خامنه یي په غیاب کې ترسره شو.
د تهران په لوی جومات کې د اختر د لمانځه امامت د تهران د جمعې د موقت امام محمد جواد حاج علي اکبري په امامت ترسره شو.
د اختر دغه لمانځه ځکه د ډېرو خلکو پام ځانته اړولی چې د ایران د اسلامي جمهوریت دریم مشر مجتبی خامنه یي په کې نه و او د هغه د وضعیت په اړه هم معلومات نشته.
پخوا د ایران د دغه مشر د ټپي کېدو خبره راپور شوې وه.
په تهران کې نن د اختر له لمانځه وروسته د سپاه پاسدران انقلاب د پخواني ویاند علي محمد ناییني د جنازې مراسم هم ترسره کیږي، هغه د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.
ټرمپ وايي په ایران کې هیڅ داسې کوم مشر پاته نه دی چې ورسره خبرې وکړي
په ایراني چارواکو او اهدافو باندې دامریکا او اسراییل بریدونو سره همهاله ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل په ایران کې هیڅ داسې مشر پاتې نه دی چې د جګړې په اړه ورسره خبرې وکړي.
ټرمپ د یوې وینا په ترځ کې د ایراني مشرانو وژل کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل: "موږ غواړو چې ورسره خبرې وکړو، مګر هیڅوک نشته چې ورسره خبرې وکړو. موږ هیڅوک نلرو چې ورسره خبرې وکړو."
دایران ستر مشر ایت الله علي خامنه ای د کب په نهمه د امریکا او اسراییلو د ګډ برید په لومړیو ساعتونو کې د ایران د یو شمیر لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په خپل دفتر کې ووژل شو.
څو ورځې وروسته یې زوی مجتبی خامنه ای د نوي مشر په توګه وټاکل شو، خو هغه تراوسه په عام محضر کې څرګند شوی نه دی او نه یې کوم نوی تصویر خپورشوی.
همدارنګه، د روانې جګړې په جریان کې، اسراییلو په هدفي بریدونو کې د ملی امنیت د شورا دمنشی علی لاریجاني ، د استخباراتو د وزیر او بسیج قواوو دقوماندان په شمول یو شمیر ایراني سیاسي او امنیتي چارواکي وژلي دي.
بریتانوي چارواکي وايي د زرګونو افغان کډوالو د ادرسونو معلومات یې له لاسه ورکړي
بریتانوي چارواکي وايي چې د نږدې ۷۰۰۰ افغان کډوالو د پتو په هکله معلومات یې لاسه ورکړي دي.
بریتانوي ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړ چې دغو کډوالو ،چارواکو ته له خبر ورکولو پرته خپل د استوګنې ځایونه پریښي.
ورځپاڼې د جمعې په ورځ، د مارچ په شلمه د چارواکو په حواله لیکلي چې د ۶۹۲۹ دغو کسانو ادرس نا معلوم دی .
خو د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې حکومت اړتیا نلري چې د کډوالو له میشتیدو وروسته د هغوی ځای وڅاري.
وروسته لدې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې بیرته واک ته ستانه شول، سلګونو زره افغان سرتیرو او ملکي وګړو چې بهرنیو ځواکونو سره یې کار کاوه، په دې هیوادونو کې د پناه اخیستلو لپاره خپل هیواد پریښود.
زرګونه یې د پناه غوښتنې د دوسیو د پروسس لپاره اوس مهال په ګاونډیو هیوادونو کې انتظار باسي.
د پاکستان په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم ددوی لسګونه کسان نیولي
د پاکستان په هریپور کې افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیسو د اختر په ورځ هم ددوی لسګونه کسان نیولی او افغانستان ته د اخراج لپاره بندیان کړي دي.
حاجی سعید خان کوچي د هري پور د کمپ یو اوسیدونکي د جمعې په ورځ د کب په ۲۹ مه ازادي راډیو ته وویل چې یو شمیر ګاونډیان او دوستان یې نیول شوي دي.
هغه وايي چې دوی افغانستان ته د ستنیدو لپاره تابیا نیولې وه خو لارې بندې شوي او هلته پاته دي.
نوموړی زیاتوي چې په کمپ کې پاته کسان د پولیسو د چاپو له ویرې له کورونو وتلی نسي.
حاجی سعید خان کوچی له ملګرو ملتونو وغوښتل چې افغانستان د ستنیدو لپاره خوندې لار ورته پرانیزي.
رپوټونه وايي د پاکستان په بلوچستان کې هم د پولیسو لخوا د افغانانو د نیولو او اخراج کمپاین روان دی چې د اختر په شپو ورځو کې یې ددوی ترمینځ ویره او ترهه خپره کړې.
د ملګرو ملتونو د ( یو، این، ایچ، سي، ار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې له دوه میلیونو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي او شاوخوا دوه میلیونه نور لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.
د کونړ سیمه ایزو چارواکو هم پاکستان داوربند په ماتولو تورن کړ
افغانستان کې د طالبانو حکومت سیمه ایزو چارواکو پاکستان د لنډمهاله اوربند په سرغړونه تورن کړ.
په کونړ کې د طالبانو د حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي چې پر دغه ولایت د پاکستاني توپخانې بریدونه دوام لري.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر ضیاء الرحمن سپین غر رسنیو ته ویلي چې پاکستان د پنجشنبې څخه تر جمعې ورځې پورې په دې ولایت ۲۵ د هاوان مرمۍ ویشتلي دي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ د طالبانو یوه ورته ادعا رد کړه.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت او ځینو ځایي اوسیدونکو ویلي وو چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني توپخانې ډزو دوام وکړ.
د خپلواکه سرچینو لخوا د دواړو خواوو د ادعاوو تایید ترلاسه کول ګران دي.
پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت د اختر په مناسبت اوربند اعلان کړی.
پاکستان ویلي چې اوربند د پنجشنبې په ورځ پیلیږي او تر دوشنبې پورې به دوام وکړي.
د ایران د سپاه پاسداران ویاند ووژل شو
د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د دې ځواک ویاند علي محمد نائيني د جمعې په سهار (د کب/ حوت ۲۹ مه) وژل شوی دی.
سپاه په خپله خبرپاڼه کې پر ناییني د برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
له دې خبر لږ وروسته، اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې علي محمد نائيني یې په نخښه کړی او زیاته یې کړه چې «د ایران د حکومت د مشرانو او قوماندانانو پر ضد به بریدونو ته دوام ورکړي.»
د سپاه پاسداران ویاند په داسې حال کې وژل شوی چې تر دې پېښې څو ساعته مخکې، فارس خبري اژانس (چې سپاه ته نژدې بلل کېږي) د هغه له قوله راپور ورکړی و چې ویلي یې وو: «موږ حتی د جګړې په شرایطو کې هم د توغندیو تولید لرو او د زیرمو له پلوه هېڅ ځانګړې ستونزه نشته.»
د ژورنالستانو مرکز د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشي کېدو هرکلی وکړ
د افغانستان د ژورنالستانو مرکز وايي، افغان خبریال مهدي انصاري په کابل کې له یو نیم کال بنده وروسته خوشي شوی دی.
دې مرکز ویلي د انصاري، چې په بګرام محبس کې بندي و، د خوشي کېدو هرکلی کوي خو په عین حال کې ټینګار کوي چې له دې کبله چې نوموړی له جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور محاکمه او بندي شوی وو، اساسي حقونه یې نقض شوي دي.
مهدي انصاري تېر لمریز کال د تلې په ۴ مه د کابل په دشت برچي کې ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.
وروسته یوې طالب پلوې رسنۍ د هغه یو اعتراف خپور کړ چې هغه په کې له جلا وطنه رسنیو سره د همکارې په خبره اعتراف کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اکتوبر په ۲ مه د ښاغلي انصاري اعتراف جبري وباله او په یو بیان کې یې دا د عادلانه محاکمې د اصولو او د خبریالانو د حقونو سرغړونه وبلله.