خبرونه
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا به پر ناټو وسلې پلوري او ناټو دې یې اوکراین ته ورکوي
ولسمشر ډونالډټرمپ او د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې متحدایالات به پر ناټو وسلې وپلوري څو اروپايي متحدان یې دا وسلې پر اوکراین، چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د حملو د شنډولو هڅه کوي، وپلوري.
ښاغلي ټرمپ پرون له ان بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې وویل د دې وسلو سل په سلو کې پیسې به ناټو ورکوي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون وویل چې په امریکا کې جوړې شوې ځینې وسلې چې اوکراین اړتیا ورته لري ناټو ته ورکړل شوي دي. او ناټو کولای شي دا وسلې اوکراین ته ورکړي او اروپايي هېوادونه یې پرځای له امریکا څخه نورې وسلې وپېري.
روبیو د مالیزیا پلازمېنې کوالالامپور ته د سفر پرمهال په یوه خبري غونډه کې د مثال په توګه یادونه وکړه چې د امریکا پرتله له جرمني څخه اوکراین ته د وسلو لېږد ډېر چټک او آسانه کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین ویلي، د روسیې د بالستیک او کروز توغندیو د شنډولو لپاره امریکايي وسلو له هغې ډلې د هوايي مدافعې پاټریوت سیسټم ته ډېره اړتیا لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران د سپاه پاسداران ویاند ووژل شو
د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د دې ځواک ویاند علي محمد نائيني د جمعې په سهار (د کب/ حوت ۲۹ مه) وژل شوی دی.
سپاه په خپله خبرپاڼه کې پر ناییني د برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
له دې خبر لږ وروسته، اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې علي محمد نائيني یې په نخښه کړی او زیاته یې کړه چې «د ایران د حکومت د مشرانو او قوماندانانو پر ضد به بریدونو ته دوام ورکړي.»
د سپاه پاسداران ویاند په داسې حال کې وژل شوی چې تر دې پېښې څو ساعته مخکې، فارس خبري اژانس (چې سپاه ته نژدې بلل کېږي) د هغه له قوله راپور ورکړی و چې ویلي یې وو: «موږ حتی د جګړې په شرایطو کې هم د توغندیو تولید لرو او د زیرمو له پلوه هېڅ ځانګړې ستونزه نشته.»
د ژورنالستانو مرکز د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشي کېدو هرکلی وکړ
د افغانستان د ژورنالستانو مرکز وايي، افغان خبریال مهدي انصاري په کابل کې له یو نیم کال بنده وروسته خوشي شوی دی.
دې مرکز ویلي د انصاري، چې په بګرام محبس کې بندي و، د خوشي کېدو هرکلی کوي خو په عین حال کې ټینګار کوي چې له دې کبله چې نوموړی له جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور محاکمه او بندي شوی وو، اساسي حقونه یې نقض شوي دي.
مهدي انصاري تېر لمریز کال د تلې په ۴ مه د کابل په دشت برچي کې ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ.
وروسته یوې طالب پلوې رسنۍ د هغه یو اعتراف خپور کړ چې هغه په کې له جلا وطنه رسنیو سره د همکارې په خبره اعتراف کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اکتوبر په ۲ مه د ښاغلي انصاري اعتراف جبري وباله او په یو بیان کې یې دا د عادلانه محاکمې د اصولو او د خبریالانو د حقونو سرغړونه وبلله.
پاکستان وايي، اوربند یې نه دی مات کړی
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکې پاکستان موقت اوربند مات کړی دی.
وزارت نن (جمعه) په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي
«د طالبانو د رژیم د دفاع وزارت/ویاند دا ادعا بې اساس ده چې پاکستان هغه لنډمهاله وقفه ماته کړې — چې په خپله پاکستان د کوچني اختر په مناسبت پیل کړې وه. »
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت لنډمهاله اوربند د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه د چهارشنبې په ماښام د دواړو هیوادونو له لوري اعلان شو.
خو پرون د طالبانو دفاع وزارت وویل چې پاکستان څو خلې اوربند مات کړی او د کونړ پر مرورې او ناړۍ ولسوالیو یې د توپونو ګولۍ ویشتي چې له کبله یې څو تنه ټپیان شوي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ موقت اوربند یوه ورځ وروسته له دې اعلان شو چې پاکستاني جنګي الوتکو په کابل کې د معتادانو پر روغتون بمباري وکړه او د طالبانو په وینا په لړ کې یې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۲۶۰ ډېر نور ټپیان شول.
ولسمشر ټرمپ وايي، نه غواړي ایران ته پوځیان ولېږي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې نه غواړي امریکايي پوځیان د ایران خاورې ته واستوي.
هغه دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظم سره د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به خپل پوځیان ایران ته ولېږي، وویل: «نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل هم چې دا کار وکړم، تاسو ته به مې نه ویل.»
له دې څو ساعته مخکې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې ښايي د ټرمپ اداره منځني ختیځ ته د زرګونو پوځیانو پر استولو او د ایران پر ضد د عملیاتو په پراخولو غور کوي.
د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې هغه د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته ویلي چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید ونه کړي، او زیاته یې کړه چې نتانیاهو له دې موضوع سره موافقه کړې ده.
څو هیوادونو په هرمز تنګي کې د بېړیړو د تګ راتګ ساتنې ته چمتووالی وښود
څو اروپايي هېوادونو له جاپان او کاناډا سره په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی چمتو دي د کښتیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د هرمز تنګې په ساتنه کې برخه واخلي او د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره ګامونه پورته کړي.
په دې اعلامیه کې چې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او هالنډ له خوا خپره شوې، پر سوداګریزو کښتیو او ملکي زیربناوو—په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو پر تاسیساتو د ایران وروستي بریدونه غندل شوي او د دې مهمې لارې د «عملي بندېدو» په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ چمتو یو چې د مناسبې همکارۍ له لارې د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره برخه واخلو، او د هغو هېوادونو د ژمنتیا هرکلی کوو چې لومړني پلانونه جوړوي. همدارنګه، موږ به د ملګرو ملتونو او نړیوالو مالي بنسټونو له لارې د هغو هېوادونو ملاتړ وکړو چې ډېر زیانمن شوي.»
دغو هېوادونو له ایران څخه وغوښتل چې د بېپیلوټه الوتکو او توغندو بریدونه، د ماینونو ښخول او هر ډول هڅې چې دا حیاتي سمندري لار بندوي، سمدستي ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.
د کویت پر یوه چاڼځای د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول
په کویت کې د «مینا الاحمدي» د تېلو د تصفیې پر فابریکې د جمعې په سهار (۲۹ حوت) د څو بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول.
د کویت د تېلو شرکت اعلان کړی چې د برید له امله د دې چاڼځای ځینو برخو اور اخیستی دی.
د کویت چارواکو ویلي چې د فابریکې په ځینو برخو کې فعالیتونه درول شوي، خو په دې پېښه کې د سر زیان نه دې پېښ شوی او د ژغورنې ډلې د اور وژلو هڅه کوي.
له کله چې د ایران پر ضد د اسرائیل او متحده ایالات امریکا جګړه پیل شوې، پر دې چاڼځای دا څویم برید دی.
پراسراییل د ایران د توغندویي بریدونو دوام
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ وروسته له هغه چې د اسراییل پوځ د ایران له لوري د راکټونو د توغولو خبرداری ورکړ، د اسراییل په شمال کې د حیفا بندري ښار کې د تېلو یوه تصفیه خانه تر برید لاندې راغلې ده.
د اسراییل دولتي شبکې «کان ۱۱» هغه انځورونه خپاره کړي چې ښیي د دې تصفیه خانې له ساحې څخه اسمان ته تور لوګي پورته کیږي.
دې شبکې په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د خطرناکو موادو د لیک کیدو په اړه کومه اندېښنه نشته.
د اسراییل د انرژۍ وزیر، الي کوهن، د دغو راپورونو په غبرګون کې د حیفا پر تصفیه خانې برید تایید کړی خو ویلې یې دي چې لوی زیان یې نه دی پیښ کړی.
کوهن زیاته کړه چې د اسراییل په شمال کې برېښنا د لنډ وخت لپاره پرې شوې وه، خو وروسته بېرته وصل شوه.
ټرمپ: "نیت نه لري چې ایران ته ځواکونه ولیږي"
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې نیت نه لري امریکایي ځواکونه ایران ته ولیږي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظمې سره د کتنې پر مهال، له خبریالانو سره د ایران د جګړې په اړه د خبرو پر مهال وکړه.
ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به ایران ته پوځیان ولېږي، وویل: "نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل چې دا کار وکړم، تاسو ته مې نه ویل."
تر دې څو ساعته وړاندې، د رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د ډونالډ ټرمپ اداره منځني ځتیځ ته د زرګونو پوځیانو د لېږلو او د ایران پر ضد د عملیاتو د پراخولو په اړه غور کوي.
د متحده ایالاتو ولسمشر همدارنګه وویل چې هغه د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو څخه غوښتي چې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو برید ونه کړي او زیاته یې کړه چې نتانیاهو هم له دې غوښتنې سره موافقه کړې ده.
نن جمعه د سعودي عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هیوادونو کې د اختر لومړۍ ورځ ده
نن جمعه د کب یاحوت ۲۹ په سعودي عربستان او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت پرون پنجشنبې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.
سعودي عربستان د چهارشنبې په شپه اعلان وکړ چې پنجشنبه د روژې د میاشتې دېرشمه ورځ او جمعه د اختر لومړۍ ورځ ده.
د هغو هیوادونو په ډله کې چې نن جمعه یې د کوچیني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې، متحده عربي امارات، بحرین، قطر، کویت، یمن، لبنان او عراق او همدارنګه فلسطیني اداره شامل دي.
د افغانستان د بزکشي لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله
د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډلې د نړیوالو سیالیو په درېیمه لوبه کې د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۸ د منګولیا لوبډله ۷ صفر ماته کړه.
افغانستان له دې بریا سره ۹ نمرې ترلاسه کړې او له بي ګروپ څخه یې نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د افغانستان لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې هم ښې پایلې لرلې؛ د چهارشنبې په ورځ یې د روسیې لوبډله ۵ صفر او د سه شنبې په ورځ یې د هنګري لوبډله ۱۴ صفر ماتې کړې وې. قزاقستان د بزکشۍ د دې نړیوالو سیالیو کوربه توب کوي. په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ۹ نورو هېوادونو لوبډلې هم ګډون لري.