خبرونه
مارکو روبیو: ایران به تر ډیرو د اټومي وسلو د جوړیدو توان پيدا نه کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکایي الوتکو تر برید وروسته به ایران به تر ډیرو و نه توانیږي چې اټومي وسلې جوړې کړي.
مارکو روبیو چهارشنبه( جون پنځه ویشتمه) د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د پولیټیکو له ویبپاڼې سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله نسبتا محتاطه ارزونه وړاندې وکړه، چې ویلي یې و د امریکا په برید کې د فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیسات یو مخ ویجاړ شوې دي.
ښاغلي روبیو زیاته کړه چې ایران نن ورځ د اټومي وسلو له جوړیدو د هغه وخت په پرتله چې ولسمشر ټرمپ زړور ګام واخیست او برید یې وکړ، ډیر لرې دی.
نوموړي بیا وویل چې د امریکا د جنګي الوتکو د بمبارۍ له امله د ایران اټومي تاسیساتو ته د پام وړ زیان اوښتی دی او امریکا په دې اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کوله لټه کوي.
د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي استخباراتو ادارې د لومړني راپور له مخې، چې پرون د CNN لخوا افشا شو، د سرطان د لومړۍ نیټې د برید له امله د ایران اټومي هڅې څو میاشتې شاته لویدلې دي، خو روبیو دا راپورونه رد کړل او ویې ویل چې دا راپورونه بشپړ تصویر نه وړاندې کوي.
تمه ده چې د امریکا استخباراتي ادارې به په راتلونکو ورځو او اونیو کې په دې اړه نورې ارزونې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا د روسیې د تیلو پرصادراتو معافیت پای ته ورساوه
د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ ادارې د روسیې د تیلو د صادراتو هغه لانجمن معافیت پای ته ورساوه چې په موقت ډول یې د هند په څیریوشمیرهیوادونو ته اجازه ورکوله چې له روسیې تیل وپیري. د امریکا د خزانې وزارت د شنبې په ورځ دغه اعلان وکړ. په دغه اقدام سره پرروسیې د امریکا لګول شوي بندیزونه بیرته نافذیږي.
دغه معافیت د ایران د جګړې او په هرمزتنګي کې د نړیوالې انرژۍ د ګډوډیدو د اغیزو د کمیدو لپاره کارول شوی او څوځلې تمدید شوی و. د ایران له جګړې او د هرمز تنګي له تړل کیدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ډیرې لوړې شوې او د یوه بیرل بیه یې له سل ډالرو اوښتې.
د کابل ـ کندهار پرلویه لاره په یوه ټرافیکي پیښه کې پنځه کې کسان مړه شوي
د کابل ـ کندهارپرلویه لاره په یوه ټرافیکي پیښه کې پنځه کې کسان مړه او یوکس ټپي شوی.
د راپورونو له مخې دا پیښه د شنبې د ورځې ناوخته هغه وخت رامنځ شوه چې دوو موټرو پردې لاره د میدان وردګ په سیمه کې ټکروکړ. چارواکو کورنیو رسنیو ته د یوه کورولا ډوله موټرد چلونکي بې احتیاطي د دې پیښې د رامنځته کیدو لامل بللی دی. په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول او د موټرچلونکو بې احتیاطي د ټرافیکې پیښو د رامنځته کیدو عمده لاملونه بلل کیږي.
سبا دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي
سبا دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلیږي.
له "پولیو پاک افغانستان بنسټ" پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې له کندوز او بادغیس پرته په شمالي، شمال لویدیځو او لویدیځو اتسلو ولایتونو کې به دغه کمپاین د دوشنبې په ورځ او په نورو ټولو جنوبي او ختیځو ولایتو کې د سې شنبې په ورځ پیل شي.
دغه بنسټ له کورنیو غوښتي چې په دغه کمپاین کې خپله ونډه واخلي او خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړي.
له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلږي چې افغانستان تراوسه د پولیو د مثبتو پیښو د زیاتیدو له خطره ندی بج شوی. تردې مخکې د روان میلادي کال د اپریل په دیارلسمه د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې ترسره شو. د دغه کمپاین په ترڅ کې په ملیونونو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکې ورکړل شول.
پولیو یوه ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
بلغاریايي سندرغاړې دارا د یوروویژن د ۷۰مې سیالۍ ګټونکې شوه
بلغاریايي ښځینه سندرغاړې دارا د خپلې خوښۍ ډکې سندرې "بانګارانگا" په وسیله د شنبې په ورځ، د غویي ۲۶مه، د یوروویژن د ۷۰مې دورې ګټونکې اعلان شوه.
په سږنۍ سیالۍ کې اسرائیل، چې ګډون یې د غزې د جګړې له امله پراخ جنجالونه او سیاسي بحثونه راپورته کړي وو، د دویم مقام خپل کړ.
یوروویژن چې معمولاً د اروپا د پاپ موسیقۍ، رنګارنګه کلتورونو او تفریح یو لوی جشن ګڼل کېږي، سږ کال د غزې د جګړې له امله له بې ساري فشار او کړکېچ سره مخ شو.
د اسرائیل د ګډون پر ضد د اعتراضونو په ترڅ کې، د هسپانیا، ایرلنډ، هالنډ، ایسلنډ او سلوانیا ملي نشراتي شبکو په دې سیالۍ کې د نه ګډون پریکړه کړې وه.
له دې امله د سږ کال د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر ۳۵ ته راکم شو چې دا د ۲۰۰۳ کال راهیسې د یوروویژن د ګډونوالو ترټولو کوچنۍ دوره وبلل شوه.
سنتکام: د ایران لور ته او له ایرانه تلونکې ۷۸ بیړۍ یې ګرځولي
د امریکا د متحد ایالتونو مرکزي قومانداني، سنتکام د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د اوبو له لارې یې د ایران د محاصرې له پیله تر اوسه اته اویا کښتۍ مجبوره کړې دي چې بیرته په شا شي او مسیر تغییر کړي.
دې قومانداني تر دې مخکې ویلي و چې د سمندر له لارې یې پنځلس بیړۍ چې بشري مرستې پکې وې پرې ایښي دي.
د فبروري له اته ویشتمې راپه دې خوا چې اسراییل او امریکا پر ایران برید کړی دی، ایران د هرمز تنګي لاره بنده کړې ده او له اوربند وروسته، امریکایي ځواکونو د اپریل په دیارلسمه د سمندر له لارې د ایران محاصره پيل کړه.
د حماس یو چارواکی په غزه کې ووژل شو
د اسراییل پوځ وایي، د حماس د پوځي څانګې قوماندان عزالدین الحداد یې په غزه کې وواژه.
حماس ته امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د اسراییل د پوځ د بیان له مخې، الحداد د جمعې په ورځ، د می په ۱۵مه د هوایي برید په ترڅ کې ووژل شو.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، د حماس دوو چارواکو هم تایید کړه چې د حماس قوماندان د اسراییلو له لورې د استوګنې پر یوې ودانۍ او یوې نقلیه وسیلې د برید پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اسراییل د پوځ په وینا عزالدین الحداد هغه څوک دی چې د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر پر اوومه یې پر اسراییل د برید پلان جوړ کړی و او بیا یې وروسته د اسراییلیانو د یرغمل کیدو په پېښه کې لاس درلود.
په اسراییل کې دننه د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر پر اوومه نژدې دولس سوه تنه ووژل شول او وسله والو شاوخوا دوه سوه پنځوس تنه برمته کړل.
تر دې پېښې وروسته اسراییلي ځواکونو په غزه کې خونړي عملیات وکړل چې د لسګونو زره کسانو د وژلو سبب شول.
په کافا سیالیو کې د فوټبال له شل کلونو کم عمره افغان لوبډله له سیالۍ قرغزۍ لوبډلې سره مسابقه کوي
ټاکل شوې ده چې یکشنبه( د مې ۱۷ مه) د افغانستان د فوټبال له شل کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله له قرغیزستان سره لوبه وکړي.
دا لوبه د منځنۍ اسیا د « کافا ۲۰۲۶» سیالیو په لړ کې ترسره کیږي چې په تاجکستان کې روانې دي.
د دې سیالیو په ترڅ کې افغان ټیم تر اوسه له کوربه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه ماتې خوړلې دي.
د کافا ۲۰۲۶ سیالیو کې د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، قیرغزستان او تاجکستان له شل کلونو څخه کم عمره ملي لوبډلو برخه اخیستې ده چې پایلوبه یې د سې شنبې په ورځ ده.
د افغانستان د تکواندو ۶ لوبغاړي په اسیایي اتلولیو کې ګډون کوي
د تکواندو په اسیایي سیالیو کې د افغانستان شپږ لوبغاړي ګډون کوي. دا لوبغاړي او د دوی دوه رزونکي د شنبې په ورځ( د مې ۱۶ مه) له کابله منګولیا ته روان شول.
د تکواندو اسیایي سیالۍ د منګولیا په پلازمېنې اولنباتور کې د سې شنبې په ورځ پيلیږي.
په دې سیالیو کې د درې څلویښت اسیایي هیوادو لوبغاړي برخه اخلي چې شمیر یې څه باندې دیارلس سوو ته رسیږي.
د تکواندو اسیایي سیالۍ د مې تر پنځه ویشتمې دوام کوي.
د اسراییل پوځ واييو د حماس د پوځي څانګې قوماندان یې وژلی
د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ تایید کړه چې د حماس ډلې د پوځي څانګې قوماندان عزالدین الحداد په غزه کې وژل شوی دی.
د پوځ د بیان له مخې، الحداد د جمعې په ورځ، د غويي په ۲۵مه، په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حماس دوو چارواکو هم تایید کړې چې دغه قوماندان د اسرائیل له خوا «پر یوه کور او یوه موټر» د برید پر مهال وژل شوی دی.
اسرائیل او امریکا حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.
د اسرائیل پوځ عزالدین الحداد د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د برید له «طرحانو او عملي کوونکو» څخه بللی او وایي چې هغه له دې برید وروسته د اسرائیلي یرغملو په ساتنه کې هم لاس درلود.
یو شمېر افغان کډوالو په برلین کې د جرمني د مهاجرت د ادارې مخته مظاهره وکړه
یو شمېر افغان پناه غوښتونکي او د بشري حقونو فعالان د جمعې په ورځ د جرمني په برلین ښار کې د کډوالو او مهاجرت د فدرالي ادارې مخې ته راټول شول چې د افغان کډوالو د نه ایستلو غوښتنه وکړي.
لاریونوالو په خپلو شعارونو کې له جرمني او نورو اروپايي هیوادونو غوښتل چې د کډوالو په ستنولو کې د طالبانو له حکومت سره همکاری ونه کړي. دوی ټینګار وکړ چې افغانستان اوس هم ناامن دی او بشري حقونه باید د کډوالۍ د سیاستونو قرباني نه شي.
دا اعتراض وروسته له هغه ترسره شو چې د اروپايي اتحادیې چارواکو تایید کړه چې د یو شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره یې د طالبانو استازو ته بلنه ورکړې چې بروکسل ته ورشي.
همداراز د جرمني «زد ډي اېف» ټلوېزیون راپور ورکړ، د طالبانو استازو د بن ښار د مهاجرت په دفترونو کې د هغو افغانانو په پېژندلو کې برخه اخیستې چې پر ایستلو یې غور کېږي.