نړۍ
د ناټو سرمنشي؛ اروپا داسې دښمنان لري چې ښايي وغواړي پر دوی برید وکړي
د ناټو سازمان سرمنشي مارک روته وايي، "اروپا داسې دښمنان لري چې ښايي وغواړي پر دوی برید وکړي".
هغه وړاندې وویل،" د برلین دیوال له ماتیدو وروسته موږ په ارامه ژوند نه دی کړی او اوسهال په ډیره خطرناکه دوره کې یوو".
روته دا خبرې د ناټو سازمان د مشرانو د ناستې له پیل وړاندې نن سه شنبې په هالنډ کې کړي دي.
نن د ناټو مشران د دوه ورځیني تاریخي ناستې لپاره راټول شوي دي.
تمه ده د دې سازمان غړي هېوادونه د خپلو ناخالصو تولیداتو پنځه سلنه امنیتي چارو ته ځانګړې کړي، څو په ګډه وتوانیږي د بهرنیو خطرونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړی.
اسپانیا بیا دا غوښتنه غیرمنطقي بللې او ویلي دي چې نشي کولی دې موخې ته ځان ورسوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې نه باید د دې سازمان د مصارفو ډیر برخه په غاړه واخلي.
له دې ناستې وړاندې بریټانیايې، فرانسې او جرمني په ګډه توافق کړی چې د خپلو ناخالصو پنځوس سلنه د ناټو سازمان د بودیجې لپاره ځانګړي کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان پوځ وایي، په بلوچستان کې یې پوځي عملیات پای ته رسولي
د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې په بلوچستان کې یې د بېلتونپالو پر ضد پوځي عملیات چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د دې ایالت په بېلابېلو نا ارامه سیمو کې ترسره شول، ۲۱۶ وسله وال وژل شوي دي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې بلوچستان، چې د پاکستان تر ټولو لوی او وروسته پاتی ایالت دی، پکې د شنبې په ورځ هغه مهال نږدې ټولې چارې په بشپړه توګه ودریدې چې بېلتونپالې بلوڅ لبریشن آرمي (BLA) په سیمه کې پر ښوونځیو، بانکونو، بازارونو او امنیتي تأسیساتو بریدونه وکړل. دا په سیمه کې د دې ډلې له ترټولو لویو عملیاتو څخه بلل کېږي.
پوځ وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۲ امنیتي سرتېري او ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بي ایل اې همغږي بریدونه په لسګونو ځایونو کې هغه مهال پیل شول، چې پوځ د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د "رَدُّ الفِتنہ ۱" په نوم عملیات پيل کړل. پوځ ویلي چې دا عملیات د جنورۍ په ۲۹مه نېټه پیل شوي وو.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغوعملیاتو له پیل راهیسې په ټول بلوچستان کې ۲۱۶ وسله وال وژل شوي دي.
پرطبیعي زیرمو بډایه بلوچستان چې له ایران او افغانستان سره پوله لري، چین پکې د ګوادرپه بندر په ګډون په ځینو پروژو کې پانګونه کړې ده.
دا سیمه له لسیزو راهیسې له بغاوت سره مخ ده، چې مشري یې بلوڅ بېلتونپالي کوي. دوی د زیاتې خپلواکۍ او له خپلو طبیعي سرچینو د سیمې د اوسیدونکو په ګټه د زیاتې برخې د ترلاسه کیدو غوښتنه کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر: له خامنه یي سره د مستقیمو خبرو د امکان نشتوالی ډیپلوماسي سختوي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، وايي چې په ایران کې اصلي پرېکړه کوونکی علي خامنه يي دی او له هغه سره د مستقیمو خبرو د امکان نشتوالی ډیپلوماسي ډېره ستونزمنه کړې ده.
هغه دا څرګندونې د فاکس نیوز له پخوانۍ ویاندې مېګن کېلي، سره په مرکه کې کړې دي. دغه مرکه د سیروس ایکس ام شبکې لپاره چمتو شوې وه.
ونس وايي: “په ایران کې اصلي پرېکړه کوونکی د اسلامي جمهوریت رهبر دی، ولسمشرعملاً چندان اهمیت نه لري."
هغه ویلي دا د دې برعکس وضعیت دی چې ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې او چین له ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او شي جین پینګ سره مستقیمې ټلیفوني اړیکې ولري.
د ډونالډ ټرمپ مرستیال ټینګار کړی: "دا چې موږ نه شو کولی د ایران له اصلي رهبر سره په مستقیم ډول خبرې وکړو، رښتیا هم غیرعادي ده او ډیپلوماسي ډېره سختوي."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په اېکس شبکې ادعا کړې وه چې ده د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته لارښوونه کړې چې له امریکا سره د عادلانه مذاکراتو امکان وارزوي.
جي ډي ونس په عين حال کې ويلي چې ډونالډ ټرمپ نه غواړي د ايران په اړه د عراق جګړې ته ورته څه بيا تکرار شي او که څه هم «ټول انتخابونه د میز پرسردي، خو لومړی هڅه کوي چې د خبرو اترو او غيرنظامي لارو چارو له لارې مخته ولاړ شي."
د امریکا کانګرس بالتیک هېوادونو ته د امنیتي مرستو لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر منظور کړل
د امریکا کانګرس د ناټو د ختیځې پولې په اوږدو کې د روسیې د فعالیتونو له زیاتېدو سره سم، د بالتیک هېوادونو ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو امنیتي مرستې منظورې کړې دي.
دا بودجه د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا د ۲۰۲۶ مالي کال د دفاعي بودیجې د یوې برخې په توګه تصویب شوې، چې د بالتیک امنیتي نوښت (BSI) له لارې له استونیا، لاتویا او لیتوانیا سره د امریکا دوامداره ملاتړ تضمینوي.
د ۸۳۸،۷ میلیارډ ډالرو دفاعي بودیجه ولسمشرډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په درېیمه توشیح کړه. د امریکا مرسته د بالتیک له دغو درېیو هېوادونو سره د امنیتي همکارۍ لپاره تمویل خوندي کوي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنيو ماموريتونو د بوديجې تر چتر لاندې د بهرنۍ پوځي تمویل پروګرام له لارې استونیا ته اضافي ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې شوې. تالین پخوا له دې مرستو څخه د هایمارس (HIMARS) مهماتو، جاولین توغندیو او د درنو توپچي مرمیو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخیستې ده.
د U-19 د نړیوال جام پایلوبه سبا دهند او انګلستان ترمینځ
تر نولسو کلونو د کشرو لوبغاړو دنړیوال جام پایلوبه سبا د جمعې په ورځ د زمبابوې پلازمینه هرارې کې د هند او انګلستان د ټیمونو ترمینځ ترسره کیږي.
د افغانستان ټیم د چهارشنبې په ورځ نیمه پایلوبه دهند ټیم ته وبایلله.
پیل کې د افغانستان U-19 ټیم بیټنګ وکړ او د ۴ لوبغاړو په سوځیدو یې سیالې ډلې ته ۳۱۱ رنزه هدف وټاکه. دهند ټیم په داسې حال کې چې درې لوبغاړي یې وسوځیدل په ۴۲ ام اور کې یې دغه هدف پوره کړ.
د جام بله نیمه پایلوبه دسه شنبې په ورځ د استرالیا او انګلستان ترمینځ وشوه چې په هغې کې انګلستان بریالی شو او پایلوبې ته ووت.
د لیبیا څارنوالان وايی د سیف الاسلام قذافي د وژل کیدو په اړه یې تحقیقات پیل کړي
د لیبیا څارنوالان وايي ددغه هیواد د پخواني مشر معمرالقذاقی د زوی سیف الاسلام قذافي د وژل کیدو د پیښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
د فرانسې دخبري اژانس د رپوټ سره سم ، د لیبیا څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دعدلي طب کارپوهان د لیبیا شمال لویدیځ کې د زنتان ښار ته تللي دي چیرته چې سیف الاسلام قذافی ووژل شو.
د څارنوالانو د دفتر اعلامیې وویل چې قذافي د ډزو د ټپونو له امله سا ورکړې.
بلخوا دلیبیا خبري اژانس رپوټ ورکړ چې د ۵۳ کلن سیف الاسلام قذافي مړینه چی یومهال ګمان کیده چې دخپل پلار ځایناستی به شي د سه شنبې په ورځ د هغه دسیاسي ډلې دمسئول لخوا تایید شوه.
د لیبیا حکومت چې مقر یې په طرابلس ښار کې دی د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوی دی خو د هیواد په ختیځ کې د خلیفه حفتر ترمشری لاندې یوه اداره هم واکمنه ده.
په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو ډزو مرګ ژوبله اړولې
د جرمني dpa خبري اژانس د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا ادارې په حواله راپور ورکړ چې د چهارشنبې په سهار په غزه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول، چې دا پیښه د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ د اوربند نازکوالی په ګوته کوي.
حماس ډله د امریکا او اروپايي اتحادیې لخوا یو ترهګر سازمان پیژندل شوی دی.
د اسراییلو پوځ وویل چې دوی په شمالي غزه کې څو بریدونه وروسته له هغه وکړل چې فلسطینیانو په اسراییلي سرتیرو ډزې وکړې او یو یې ټپي کړ.
د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع ادارې وویل چې یو ۱۲ کلن ماشوم په مړو کې شامل دی. د اسراییلو پوځ وویل چې دوی دغه راپورونو څیړي.
د اسراییلو او فلسطیني وسله والې ډلې حماس ترمنځ اوربند د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې نافذ دی، خو سره له دې هم څو ځلې مرګونې نښتې رامنځته شوې دي، او دواړه خواوې یو بل د اوربند دماتولو تورلګوي.
نن په عربي متحد اماراتو کې د اوکراین په تړاو غونډه کیږي
ټاکل شوې ده چې د اوکراین، روسیې او د امریکا د متحد ایالتونو مرکچي پلاوي نن په ابوظبي کې راټول شي او د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون روسیه تورنه کړه چې له هغې موافقې یې سرغړونه کړې ده چې امریکا یې هم ملاتړ کوي او هغه د خبرو پرمهال د اوکراین د انرژي پر سکتور له بریدونو څخه ډډه کول دي.
زیلینسکي د سې شنبې په ورځ وویل چې تیره شپه روسیي ځواکونو په سلګونو ډرون الوتکې او بالستیک توغندي پر اوکراین ویشتلي دي او د اوکراین د انرژي مرکزونه یې زیانمن کړې دي.
د روسیې پلاوی ابوظبي ته رسیدلی دی او د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې تر اوسه د اوکرایني او امریکایي پلاوو د رسیدو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک شوي.
امنیت شورا د داعش د ګواښونو په تړاو غونډه کوي
تمه ده چې نن د ملګرو ملتو امنیت شورا د داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه غونډه وکړي.
دا غونډه به د کابل په وخت د ماښام اووه بجې او دیرش دقیقې په نیویارک کې جوړه شي.
د دې غونډې په تړاو په خپاره شوي بیان کې د ملګرو ملتو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په وینا راغلي دي چې داعش خراسان څانګه د افغانستان په شمال او هغو سیمو کې چې له پاکستان سره پرتې دي فعاله ده. په دې بیان کې په کابل کې د جنوري د نولسمې نیټې برید ته هم اشاره شوې ده چې پکې د یوه چینایي په ګډون شپږ افغانان ووژل شول.
امنیت شورا ویلي دي چې داعش د سولې او نړیوال امنیت پرضد تهدید دی.
د جرمني صدراعظم نن سعودي عربستان ته ځي
د جرمني صدراعظم نن د خلیج بډایه او له ستراتیژیک پلوه مهمې سیمې ته روان دی.
دا خلیج ته د فریدریښ میرڅ لومړی رسمي سفر دی. دی به سعودي عربستان ته ولاړ شي، بیا به قطر او ورپسې متحد عربي اماراتو ته ورشي.
جرمني اژانس د دې سفر په اړه لیکلي دي چې ښاغلی میرڅ غواړي د تیلو او ګازو له دغو بډایه هیوادونو سره اړیکي پراخ کړي او تمه ده چې همکاري به، په ځانګړي ډول د انرژي په برخه کې پياوړې کړي.
د راپور له مخې ښایي د وسلو په تړاو هم خبرې وشي. د جرمني مخکنیو چارواکو له دغو عربي هیوادو سره چې ډیموکراسي پکې نه شته او د بشري حقونو په تړاو تورونه باندې پورې شوې دي د وسلو د صادراتو په برخه کې په ډیر احتیاط ګامونه اخیستل. د جرمني اژانس د راپور له مخې د میرڅ حکومت اوس غواړي چې دا محدودیت لرې کړي.
د بلوچستان په جګړو کې تر ۲۵۰ ډیر کسان وژل شوي
د پاکستان یوه امنیتي چارواکي وویل، له شنبې راهیسې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو له همغږه عملیاتو راپه دې خوا تر دوه سوه پنځوس ډير کسان وژل شوې دي او لاهم جګړې روانې دي.
دې لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس اژانس ته څرګنده کړه چې د ترهګرو پرضد د دې عملیاتو پرمهال یو سل او اووه نوي ترورستان وژل شوې دي، د ملکي تلفاتو شمیر شپږ دیرشو ته رسیږي او دوه ویشت امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلوچ بیلتون غوښتونکو( بي ایل اې) د اونۍ په پيل کې د بلوچستان په نژدې ټولو مهمو ښارونو هممهاله بریدونه وکړل، بانکونه، زندانونه، د پولیسو مرکزونه او پوځي تاسیسات یې په نښه کړل.
ملګرو ملتو دا حملې وحشیانه بللې دي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي درې ورځې مخکې ویلي و چې هغه ټولې سیمې له ترهګرو پاکې شوې دي چې حملې یې پرې کړې وې.