خبرونه
تر ۶۰ ډیرو اسراییلي الوتکو نن پر ایران بمبارد وکړ
د اسراییل هوایي ځواکونه وایي، نن یې د ایران په لسګونه سیمې په نښه کړې دي.
د اسراییل دفاع وزارت په ټیلګرام کې لیکلي دي، تر شپیتو ډیرو (IAF) جنګي الوتکو په دې بمباریو کې برخه واخیسته.
د اسراییل دفاع وزارت څرګندوي چې د ایران صنعتي سیمې یې په نښه کړې دي، د اسراییل پوځ ادعا کوي چې په دې ځایونو کې ایران وسلې جوړوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان پر یوه امنیتي اډه په برید کې لږترلږه ۴ تنه وژل شوي
پاکستاني رسنیو د پولیسو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په بویا سیمه کې پر یوه امنیتي پوځي اډه د وسلوالو په برید کې څلور بریدګر وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، بریدګر د اډې انګړ ته له ننوتلو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې چې له هغې وروسته نښته رامنځته شوه او په ترڅ کې یې ټول څلور بریدګر ووژل شول. د دې پېښې پر مهال څلور امنیتي سرتېري ټپیان هم شوي دي.
د پولیسو چارواکو ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې ښايي بریدګرو له موټربم یا ځانمرګي واسکټ څخه کار اخیستی وي. د ځایي رسنیو په وینا، د یوې سترې چاودنې غږ د پېښې له ځایه شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې، د میرانشاه تر سیمې پورې اورېدل شوی دی.
نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې
یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ درجې و، نن د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.
د زلزله پېژندنې ویبپاڼې، والکانو دیسکوري د دې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شمال ختیځ په ۲۴ کیلومترۍ کې بللی او ویلي چې دا زلزله د افغانستان تر غرمې مخکې په یوولس بجې او څلور دقیقې وشوه.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۷ ریښتره بللی او د هغې مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې اعلان کړی دی.
تېره میاشت د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه بلخ، سمنګان، کندوز او بغلان کې یوې سختې زلزلې ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ نور ټپیان کړل.
امریکا ته د اوکراین او روسیې پلاوي روان دي
ټاکل شوې ده چې نن د اوکراین یو پلاوی د امریکا په میامي کې له امریکایانو سره پر دې خبرې وکړي چې څرنګه په اوکراین کې د روسیې یرغل پای ته رسیدلی شي.
د اوکراین د جګړې او پر دغه هیواد د روسیې د تیري د پای ته رسیدو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه طرحه چمتو کړې ده چې له دې طرحې سره د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ډیر موافق نه دی، ځکه چې د روغې جوړې په دې طرحه کې باید اوکراین د خپلې خاورې له ځینو سیمو تیر شي.
بل لور ته رویټرز اژانس میامي ته د روسیې د یوه پلاوي د تګ خبر ورکوي چې د شنبې یا یکشنبې په ورځو به له امریکایي لورې سره خبرې کوي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې مسکو په دې لټه کې دی چې پوه شي چې امریکایي پلاوي د ولسمشر ټرمپ د سولې د طرحې په تړاو له خپلو اروپایي شریکانو او کییف سره څه نتیجو ته رسیدلې دي.
د چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، که چیرته کییف او اروپایي مشران د واشنګتن د سولې له پلان سره موافقې ته نه رسیږي، روسیي ځواکونه به په زوره له اوکرایني پوځیانو نورې سیمې لاندې کړي.
افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره فشارونه زیات شوي
د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام( یو این ډي پي) وایي، په ګڼ شمیر کډوال له ګاونډيو هیوادونو افغانستان ته ستنیدلي دي چې پر ټولو خدماتي برخو یې فشارونه زیات کړې دي.
د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په اتلسمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته تر دوه میلیونه او درې لکو ډیر افغانان ستانه شوې دي.
په دې بیان کې وړاندې راغلې دي، چې د دې کډوالو لویه برخه د روغتیایي خدماتو، انرژۍ او کار موندنې په برخو کې ستونزې لري، همداراز د استوګنې په برخه کې هم افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره مشکلات پراخ شوې دي.
هند له افغانستان سره د درملو د نوې مرستې ژمنه وکړه
هند ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د سرطان ضد درملو، واکسینونو او یوشمیر روغتیایي وسایلو مرسته وکړي.
د هند روغتیا وزیر جیګت پراکاش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د درملو یو لوی بار له یوسل او اته ویشت سټي سکن ماشینونو سره افغانستان ته د لیږلو په حال کې دی.
ښاغلي پراکاش پرون په نوي ډیلي کې د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ د لیندۍ په پنځه ویشتمه د هند په بلنه دغه هیواد ته تللی دی، وکتل او له افغانستان سره یې د روغتیا په برخه کې د هند د اوږدمهاله مرستو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
په اسلو کې د افغانستان سفارت د پاسپورټ توزیع پيل کړه
په ناروې کې د افغانستان سفارت چې سږکال پسرلی یې واک د طالبانو استازي ته وسپارل شو، د ناورې، ډنمارک او ایسلنډ میشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو توزیع پیل کړه.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د وري په میاشت کې موافقه وکړه چې د طالبانو دیپلومات نجیب اله شاهین د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وپیژني.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته چې جمهوري نظام نسکوره شو، په اسلو کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ ودریده.
په اروپا کې د ناروې په شمول، په جرمني، هالنډ، اسپانیا، بلغاریا او یوشمیر نورو دیپلوماتیکو استازولیو کې د طالبانو ملاتړیو ته اجازه ورکړل شوې ده چې افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، خو تر اوسه له روسیې پرته د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی.
د افغانستان په نهو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل او بامیان کې به ورښتونه وشي. په ځینو کې له لسو تر شل سانتي مترو پورې د واورې او په ځینو کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د باران اټکل شوی دی.
د وړاندوینو له مخې د شنبې او یکشنبې په ورځو تقریبا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته چې په مرکزي، شمالي او غربي سیمو کې تر ډیره د واورو او په جنوب لویدیځ او ختیځ ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته.
جرمني غواړي د کال تر پایه ۵۳۵ افغانان خپل هیواد ته ولیږدوي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه افغانان چې موافقه ورسره شوې ده چې جرمني ته راشي هغوی به په راتلونکو دوو اونیو کې ولیږدول شي.
الکساندر دوبرینت نن د ( ار-این-ډي) په نوم د رسنیو یوه ګروپ ته په برلین کې ته وویل چې د دې افغانانو شمیر شاوخوا پنځه سوه پنځه دیرشو ته رسیږي چې اوس په پاکستان کې دي.
ښاغلي دوبرینت زیاته کړه چې د دې کسانو د انتقالیدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي او ښایي د ځینو کسانو کارونه د روان میلادي کال تر اخره خلاص نه شي، نو که داسې شول د هغوی غم به نوی کال وخوري.
د سې شنبې په ورځ هم په چارتر الوتنو کې یوسل او شپیته افغانان جرمني ته انتقال شول.
په پاکستان کې شاوخوا شپږ نیم سوه نور داسې افغانان دي چې جرمني پخوا ویلي و چې دا کسان به هم جرمني ته بیایي، خو په وروستیو کې برلین وویل چې دغه کسان جرمني ته نه شي لیږدولی.
د امریکا سنا ستره دفاعي بودیجه تصویب کړه
د امریکا سنا د دوه زره شپږ ویشتم مالي کال لپاره د (۹۰۱) میلیارډه ډالرو دفاعي بودیجه په غوڅ اکثریت تصویب کړه.
د چهارشنبې په ورځ د سنا اووه اویا غړیو له دې بودیجې سره موافقه وکړه او د سنا شل غړیو مخالفت ورسره وکړ.
دا لایحه تیره اونۍ د امریکا د استازیو جرګې له لورې تصویب شوې وه.
په دې لایحه کې د پوځي پرسونل لپاره د معاشونو د څلور فیصده زیاتوالي او له روسیې او چین سره د پوځي سیالۍ په خاطر د نظامي تجهیزاتو د پیرودلو غوښتنه شوې ده.
د سنا تر تایید وروسته اوس لایحه سپینې ماڼۍ ته استول شوې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي.
د کییف پلاوی د سولې د هڅو په لړ کې امریکا ته ځي
د سولې لپاره د اوکراین پلاوی د امریکا د متحد ایالتونو په لور روان شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن وویل چې دا هیات به سبا او بل سبا د امریکا د متحد ایالتونو له مذاکره کوونکي ټیم سره خبرې وکړي.
زیلینسکي د رسنیو د وټس اپ په یوه چټ کې خبریالانو ته نن وویل چې تر دې دمه د سولې وروستۍ منل شوې طرحه نه شته. د اوکراین ولسمشر بیا خپله پخوانۍ غوښتنه له خپلو متحدانو څخه وکړه او څرګنده یې کړه، که روسیه جګړه نه دروي له اوکراین سره مرستې زیاتې کړئ.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده چې له مخې یې کییف باید د خپلې خاورې له ځینو برخو تیر شي.
د اوکراین ولسمشر له دې طرحې سره مخالفت کړی دی.