خبرونه
د تخار یوې محکمې د دریو خبریالانو دبرائت حکم صادر کړ
دافغانستان د خبریالانو مرکز د سیمه ایزو منابعو له قوله رپوټ ورکوي چې په تخار کې د طالبانو د حکومت ابتدايي محکمې د دریو خبریالانو د برائت حکم صادر کړ.
نصرت الله ابراهیمي، منیرهدف او اسدالله تیمور تبعیدي رسنیو سره په همکاري تورن او څه د پاسه یوه میاشت بندیان وو .
یوې محلې سرچینی دافغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي چې دتالقان دښاري ابتدایي محکمې غونډه نن د تورنو کسانو ، ددوی د وکیلانو او خپلوانو په حضورکې وشوه.
سرچینه زیاتوي چې قاضی ددغو خبریالانو د برائت او بشپړې آزادي چې پخوا په ضمانت آزاد شوي وو، حکم صادر کړ.
دغه دریواړه خبریالان د" افغانستان انترنشنل" تلویزیونی چنل سره په همکاري تورن شوي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو نندارتون نن جمعه پای ته رسیږي
د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې نن جمعه ( د مارچ ۲۷ مه) د افغاني محصولاتو د نندارتون وروستۍ ورځ ده.
په دې درې ورځني نندارتون کې، چې د ملګروملتو د پراختیايی پروګرام په مالي ملاتړ د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شو، په څه باندې ۶۰ غرفو کې د افغانستان وچې او تاره مېوې، زعفران، ځلغوزې، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او مشروبات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د دې نندارتون هدف د افغانستان د تولید او صادراتي وړتیاوو نندارې ته وړاندې کول دي
د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د مارچ په ۳۱ له سوریې سره لوبه کوي
د اسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د مارچ په یو دېرشمه نېټه له سوریې سره مخامخ شي.
د تېرې پنجشنبې په لوبه کې افغانستان له میانمار څخه ۱–۲ ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۳مه اعلان وکړ چې له میانمار او سوریې سره د افغانستان د لوبو څخه مخکې، د لوبډلې ۱۰ تنه هغه غړي چې د دې سیالیو لپاره بلل شوي وو، د فدراسیون په وینا د کورنیو ستونزو، د منځني ختیځ وضعیت او ټپي کېدو له امله له لوبډلې څخه په شا شول.
موږ هڅه وکړه چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه د ملي لوبډلې د ګول کیپر ویس عزیزي په ګډون چې په ډیرو سیالیو کې لوبیدلی د یوشمیرکسانو نظرواخلو خو په دې کاربریالي نشو.
د یوې سروې موندنې ښي چې په نړۍ کې استبدادي رژیمونه په زیاتیدو او ډیموکراسي په کمزورې کیدو ده
د جرمني د برټلسمن (Bertelsmann) بنسټ د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې استبدادي رژیمونه په نړۍ کې په زياتېدو دي او ډيموکراسي ورځ تربلې ترفشارلاندې ده.
دې بنسټ د ۲۰۲۶ کال د بدلون په شاخص کې چې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ خپره شوې، د ۱۳۷ هېوادونو وضعیت څیړلی او موندنې یې ښیي چې په اوس وخت کې ۵۶ سلنه هېوادونه د استبدادي رژیمونو له خوا اداره کیږي چې دا د شاوخوا دوه لسيزو مخکې حالت پرتله چې ډيموکراسۍ اکثريت درلود، یو په شاتګ څرګندوي.
د دغې څیړنې له مخې د قانون واکمني، سياسي ازادۍ او عادلانه سيالي په تدريجي ډول کمزورې شوي او دا بهیرد اندېښنې وړ ګڼل شوی.
د ۷۷ پيژندل شويو استبدادي رژیمونو، شاوخوا يوه برخه یې معتدل او دوه پر درېمه برخه یې “سخت استبدادي” بلل شوې چيرې چې بنسټيز حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي. په دې هېوادونوکې افغانستان، روسيه، چين، ايران او شمالي کوريا هم شامل دي.
دغه شاخص چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ، حکومتولۍ او د آزاد بازار د اقتصادونود کیفیت د ارزونې په اړه د شاوخوا ۳۰۰ کارپوهانو د نظرونو پراساس چمتوشوی، د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال ترجنوري پورې دوه کلنه دوره رانغاړي.
په دې شاخص کې پرمختللې صنعتي ډيموکراسۍ لکه جرمني، فرانسه، بریتانيا، جاپان او کاناډا شامل نه دي خو د امريکا په متحده ايالاتو کې د ډيموکراسۍ د کمزورې کیدو د نښو یادونه شوې ده.
متحدو ایالتونو او اسراییل تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د بحري ځواک قومندان یې وژلی دی
متحده ایالاتو د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د بحري ځواک د قوماندان، علي رضا تنګسيري، د وژل کېدو پخلی وکړ.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د پنجشنبې په ورځ په اېکس شبکه کې اعلان وکړ چې تنګسيري د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی.
تر دې څو ساعته مخکې، د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې تنګسيري د دې هېواد د پوځ په برید کې وژل شوی دی.
کاتز تنګسيري «د ماین اېښودنې عملیاتو او د هرمز تنګي د تړلو د هڅو مستقیم مسؤل» وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد پوځ به د سپاه پاسداران نور لوړپوړي غړي هم هدف وګرځوي.
د ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی، خو که تهران یې تایید کړي، د علي رضا تنګسيري نوم به د هغو لسګونو لوړپوړو چارواکو او قوماندانانو په لړ کې شامل شي چې د ایران په وړاندې جګړه کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو پر مهال وژل شوي دي.
له ناټو څخه د ولسمشر ټرمپ ګیله
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، د ناټو غړیو هیوادونو د ایران د حکومت پرضد په جګړه کې هیڅ نه دې کړي.
ډونالډ ټرمپ پنجشنبه( د مارچ ۲۶ مه) په خپله خواله رسنۍ تروت سوشل کې ولیکل چې « متحد ایالتونه د ناټو هیڅ شي ته اړتیا نه لري؛ خو دا مهمه زماني مقطع به کله هم هېره نه شي».
یوشمیر اروپایي هیوادونو د تیرې اونۍ دوشنبه اعلان کړی و چې د هرمز تنګي د پرانیستو لپاره به په عملیاتو کې برخه وانخلي.
د امریکا ولسمشر له خپلو متحدانو تر دې مخکې په زغرده غوښتي و چې د هرمز تنګي د مهم مسیر د پرانیستو لپاره لاس په کار شي.
د تورخم لار د کډوالو لپاره پرانیستل شوه
د تورخم لار له یوې خوا پرانیستل شوې ده.
پاکستاني چارواکو نن وویل چې دا لار به د تګ راتګ لپاره بنده وي او یوازې به هغه کډوال پرې پورې وځي چې افغانستان ته ځي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د دوه زره پنځه ویشتم کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د سوداګرو او عامو خلکو پرمخ تړل شوې دي.
د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې مخکې تر دې چې ناوخته شي له امریکا سره دې خبرو اترو ته جدي شي.
ډونالډ ټرمپ نن په تروت سوشل کې لیکلي چې ایراني مرکه چیان ډير متفاوته او عجیبه دي. دوی موږ ته زارۍ کوي چې روغه وکړو خو په عام ډول بیا وایي چې موږ د مذاکراتو په اړه غور کوو.
د ولسمشر ټرمپ تر دې خبرو څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د خبرو اترو هیڅ پلان نه شته او یوازې پيغامونه تبادله شوې دي.
د پښتونخوا ګورنر: پاکستان پر افغانستان نوره بمباري درولې ده
د خیبرپښتونخوا ګورنر وايي په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اوربند پای ته رسیدلی خو د دوستو هېوادونو په مشوره یې بمباري درولې ده.
فیصل کريم کونډي نن( د مارچ ۲۶ مه) په پېښور کې د خبرې غونډې پرمهال خبرداری ورکړ چې پاکستان به بيا هم په افغانستان کې دننه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، عمليات کوي. نوموړي زیاته کړه چې قطر او ترکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند هڅه کړې خو اسلام اباد څرګنده کړې چې افغان طالبان بايد د پاکستاني وسله والو پرضد ګامونه واخلي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د موجوديت تورونه رد کړي دي.
د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پيل شو
د افغانستان په سړو ولایتونو کې نن نوی تعلیمي کال پيل شو، خو بیا هم له شپږم ټولګي ورپورته نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت په ایکسپاڼه کې د نوی تعلیمي کال د پيلیدو خبر ورکړی خو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو موضوع ته یې اشاره نه ده کړې. په دې بیان کې راغلي دي چې دوی د دیني او عصري زده کړو پياوړتیا ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د طالبانو د امر له مخې په افغانستان کې د پنځم پرله پسې کال په مخه نجونې د منځنۍ او لیسې دورې له زده کړو محرومې شوې دي.
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه پرون (چهارشنبې) د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې الوتکه د ناستې پر مهال له رنوې څخه واوښته.
چارواکي وايي چې په دې پېښه کې سپرلیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو الوتکه زیانمن شوې ده.
د دې پېښې د علت په اړه پلټنه روانه ده، خو ویل کېږي چې پیلوټانو د الوتکې کنټرول له لاسه ورکړ، چې له کبله یې الوتکه له الوتلارې کږه شوه او د الوتلارې ترڅنګ اومې ساحې ته کږه شوه.
د الوتکې دننه او انجنونو د زیان کچه اوس د تخنیکي ټیمونو له خوا ارزول کېږي.
د عملیاتو اغېز
د رنوې ترڅنګ د زیانمنې الوتکې شتون د دې لامل شو چې د کابل نړیوال هوايي ډګر الوتنې لنډ مهال وځنډول شي.
د دې پېښې له کبله سمدستي ځینې راتلونکې الوتنې نورو سیمهییزو هوايي ډګرونو ته واړول شوې.