خبرونه
اسراییل د ایران ستر مشر تهدید کړ
د اسراییل دفاع وزیر په ښکاره د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه ای ژوند تهدید کړ. ییسراییل کاتز نن له خولون ښار څخه د لیدنې پرمهال چې ایران تیره شپه په توغندیو وویشت، وویل، خامنه ای بیا بیا دا خبره کړې ده چې اسراییل به له منځه وړي او ده تیره شپه پر روغتون د برید امر ورکړی دی.
تیره شپه د ایران له خوا د توغندیو په برید کې د اسراییل په جنوب کې یوه روغتون ته زیان ورسید او تل ابیب ته نږدې څو استوګنیزې ودانۍ ولګیدې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۰۰ اغېزناکو ورزشي څېرو په لیست کې
ټایم مجلې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو ورزشي شخصیتونو په نوملړ کې شامله کړې ده.
مجلې ویلي، خالده پوپل یې د دې لپاره په دې نوملړ کې راوستې چې هغې د ښځو د ورزش د ودې او د افغان ښځینه ورزشکارانو د حقونو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کړي دي.
پوپل په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ښځینه فوټبال د لومړۍ ملي لوبډلې له بنسټګرو څخه وه او د لوبغاړې په توګه یې د فعالیت ترڅنګ د نجونو د سپورټ او فوټبال د پراختیا لپاره هم هڅې کړې دي.
هغې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له ډنمارک څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د افغان وومن یونایټډ په نوم د افغان ښځینه فوټبالرانو د یوې لوبډلې په جوړولو او تنظیم کې یې مهم رول ولوباوه.
حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پاکستان د «ناسمو سیاستونو او دښمنانه کړنو» له امله په سیمه کې له ستونزو سره مخامخ دی.
کرزي د چهارشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې په خپور کړي بیان کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان باید پوه شي چې د دغو سیاستونو دوام به یې هدفونو ته ونه رسوي.
هغه زیاته کړې: «د پاکستان په ګټه ده چې د افغانستان پر ضد د جګړې او ورانکارۍ له تګلارې لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.»
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي و چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې د هغه په وینا ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری پکې شامل دي. نوموړي ادعا کړې چې ۱۴ نور کسان هم، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
مجاهد ویلي چې بریدونه پر ملکي کورونو شوي او هغه یې «جنایت» بللی دی.
له بلې خوا پاکستاني چارواکو بې له دې چې پر افغانستان د بمبارۍ په اړه څه ووايي، ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو یې د افغانستان په پوله کې د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ ترهګر وژلي دي.
اتحاد هوايي شرکت کابل ته الوتنې دوه برابره کوي
اتحاد هوايي شرکت (Etihad Airways) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې نېټې څخه به د ابوظبۍ او کابل ترمنځ خپلې الوتنې دوه برابره کړي او هرې خوا ته به دوهمه ورځنۍ الوتنه هم ورزیاته کړي.
اتحاد هوايي شرکت د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې کابل ته په اوونۍ کې څلور الوتنې پیل کړې وې.
هوايي شرکت ویلي چې د دې لارې لپاره د مسافرو تقاضا له پیله تر تمې ډېره لوړه وه. د دې لوړې غوښتنې لامل نه یوازې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ مستقیم سفرونه دي، بلکې هغه مسافر هم دي چې د ابوظبۍ له لارې اروپا او نورو هیوادونو ته سفر کوي.
ابدالیان کرکټ لوبډله د هند له الف سره مخامخ کېږي
د افغانستان د کرکټ ابدالیان یا الف لوبډله به د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن (پنجشنبې) د هند له الف لوبډلې سره مخامخ شي.
د افغانستان، هند او سریلانکا د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ دا درې اړخیزې پنځوس اوره سیالۍ د سې شنبې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوې او د جون تر یوویشتمې دوام کوي.
د سې شنبې په ورځ د هند الف لوبډلې کوربه سریلانکا ته په لږ توپیر ماتې ورکړه.
یوناما: د هرات د اعتراضونو پر مهال یو هلک وژل شوی
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (UNAMA) ویلي چې د هرات ولایت د جبرئیل ښارګوټي د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه یو هلک د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له کبله ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي چې د یوې بلې احتمالي مړینې په اړه راپورونه هم ارزوي. دغه اعتراضونه وروسته له هغې وشول چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د «حجاب د لارښوونو د نه مراعت» په تور یو شمېر ښځې او نجونې ونیولې.
یوناما تایید کړې چې د جون د ۶ او ۷ ترمنځ لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات ښار کې نیول شوې وې، او لسګونو نورو ته شفاهي اخطارونه ورکړل شوي وو. د دې ادارې په وینا، که څه هم یادې ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې، خو دغه ډول نیونې د هغوی او کورنیو پر ژوند ژور اغېز پرېږدي.
بل لور ته، د طالبانو چارواکو د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او هغه یې «بېبنسټه اوازې» بللې دي. همداراز ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو د هرات له معترضانو سره د ملاتړ په موخه لاریون کړی، خو دغه راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام لوبې د پنجشنبې په ورځ پیلیږي
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن (پنشجنبه) د مکسیکو او جنوبي افریقا په مسابقه پیلېږي.
په دې سیالیو کې ۴۸ لوبډلې له یو بل سره ۱۰۴ مسابقې کوي.
درې هېوادونه؛ متحده ایالتونه، کاناډا او مکسیکو ددې سیالیو، چې نژدې شپږ اوونۍ دوام وکړي، کوربانه دي.
لومړۍ مسابقه به په مکسیکو سیټي کې وي خو په نورو ورځو کې به دوې – دوې سیالۍ کېږي.
د دوهمې ورځې سیالۍ به د جنوبي کوریا او چک جمهوریت او همداراز د کاناډا او بوسنیا هرزګوینیا ترمنځ وي.
د دې جام سیالۍ به د جولای تر ۱۹مې نېټې پورې به روانې وي.
ایران وايي امریکا سره د خبرو پر دوام غور کوي
دایران بهرنیو چارو وزارت وايي امریکا سره د خبرو پر دوام غور کوي.
د وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ خپلو څرګندونو کې پر خبرو باندې د وروستیو نښتو د اغیز په هکله وویل چې باید دا وڅیړل شي او په ټکو یې «دیپلوماسي او جنګ له یوبل جلا او د یوبل په څنګ او سور کې دي. »
اسماعیل بقايي دغه راز د مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه وویل : «دتیرې شپې تحولاتو ته په کتنه باید وڅیړو، د یپلوماتیک بهیر په تشه کې نه را مینځ ته کیږي.»
د امریکا اردو، د ایران په لاس د خپلې یوې هیلي کوپټرې د نسکوریدو په غبرګون کې تیره شپه دایران په جنوب بریدونه وکړل او ایران هم په ځواب کې د سیمه په ځینو هیوادونو کې د توغندیو بریدونه وکړل.
د امریکا ولسشمر دونالد ټرمپ چې مخکې یې ویلي وو ایران سره هوکړه نږدې ده، د امریکا د اردو د عملیاتو په جریان کې وویل «مونږ ښه هوکړه درلوده او احتمالا چې بیا به یې هم ولرو.»
د طالبانو یو پخوانی قوماندان، امریکا کې په ۴۲ کلونو بند محکوم شو
د امریکا عدلیه وزارت وايي د طالبانو یو پخوانی قوماندان د «ترهه ګرۍ»اړوندو جرمونو په تړاو، په ۴۲ کلونو بند او ۵ کلونو تر نظارت لاندې ازادۍ محکوم شو.
اعلامیه زیاتوي چې ۵۰ کلن حاجي نجیب الله ته د «یو امریکایي خبریال او دوو افغان وګړو د یرغمل نیونې» په تړاو سزا واورول شوه.
دغه پېښه په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې شوې وه.
حاجي نجیب الله د هغو طالب جنګیالیو د مشرۍ له امله هم محکوم شوی چې د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې پر امریکایي سرتېرو بریدونه کړي ، چې له امله یې یو شمېر امریکایي پوځیان وژل شوي وو.
د امریکا د عدلیې وزارت اعلامیه وايي نوموړي تیرکال په خپلو جرمونو اعتراف کړی و.
سرپرست لوی څارنوال، ټاډ بلانش ویلي «هغه کسان چې امریکایانو ته زیان رسوي او په ترهګریزو اعمالو کې لاس لري، هر څومره وخت چې ونیسي، تعقیبېږي او د عدالت منګولو ته سپارل کېږي.»
ټرمپ: ایران امریکایي هلیکپټره ویشتلې او متحده ایالات اړدي چې دې برید ته ځواب ووایي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایران د امریکا یوه اپاچي هلیکپټره ویشتلې چې د هرمز تنګي دپاسه یې د شپې له خوا ګزمه کوله او ژمنه یې وکړه چې دې کار ته به یې ځواب ووایي خو نور جزئیات یې ورنه کړل.
ټرمپ پرخپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې ولیکل: "ما ته همدا اوس زموږ ستر پوځ خبر راکړ چې تیره شپه ایرانیانو زموږ یوه ډېره پرمختللې اپاچي هلیکپټره هغه مهال وویشتله چې د هرمز تنګي پر سریې ګزمه کوله." هغه زیاته کړه: "په دې ماموریت کې دوو پیلوټانو حضور درلود چې دواړه روغ رمټ دي. له دې سره سره، متحده ایالات اړ دي چې دې برید ته ځواب ووایي."
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه هېواد AH-64 هلیکپټره د ایران په وخت د شپې شاوخوا درې بجې د عمان د سواحلو په شاوخوا کې د ګزمې پر مهال راوغورځېده. په بیان کې ویل شوي چې له پیښې شاوخوا دوه ساعته وروسته د هلیکپټرې دوه عمله د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې وژغورل شول او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. ایران تراوسه د دې پیښې په اړه رسمي څرګندونې ندي کړي.
د بنګله دیش په کوربه توب سیالیو کې د افغانستان د هنډبال د ملي ټیمونو ګډون
ټاکل شوې چې د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې د «جنوبي اسیا چلنج کپ» سیالیو کې نن لوبې ترسره کړي.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست د خبرپاڼې له مخې د افغانستان له ۲۰ کلنو کم عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له بنګله دېش او د ۱۸ کلنو کم عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له مالډیف سره ترسره کړي.
د بنګله دېش په کوربه توب په دغو سیالیو کې چې چهارشنبې د جون په لسمه پیلیږي او تر ۱۴مې نېټې پورې دوام کوي، د شپږو هیوادونو، افغانستان، نیپال، هند، یمن، مالډیف او بنګله دیش ټیمونو ګډون کړی دی.