خبرونه
جنوبي افریقا د کرکټ د ټسټ لوبو اتل شو
جنوبي افریقا د کرکټ د ټسټ میچ په پایلوبه کې نن د استرالیا لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
دا لوبه د جون په یولسمه په لندن کې پيل شوه، لومړی بټنګ استرالیا وکړ چې په دوه سوه دولس منډو یې ټول لوبغاړي وسوځیدل، په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبغاړو یوازې یوسل او اته دیرش منډې وکړې.
په دوهم ځلي بټنګ کې استرالیا دوه سوه اووه منډې وکړې او جنوبي افریقا د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د دواړو پاڼیو توپير پوره کړ او دوه سوه دوه اتیا منډې یې جوړې کړې.
دا لومړی ځل دی چې د کرکټ د پنځه ورځنیو لوبو پایلوبه جنوبي افریقا خپلوي.
د کرکټ د ټسټ لوبو دا دریمه اتلولي وه، په دوه زره یو ویشتم کال کې نیوزیلنډ اتل شو او په دوه زره درویشتم کې استرالیا د دې لوبو قهرمان شوی و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسان د ایران له بوشهر اټومي بټۍ څخه وتلو ته چمتو شوي
روسیه وايي، دې ته چمتو ده که اړتیا وي چې د ایران د بوشهر له اټومي بټۍ څخه خپل کارکوونکي وباسي.
د ازادی راډيو د ایران څانګې، فردا راډیو خبر ورکړ چې د روسیې د دولتي اټومي انرژۍ شرکت مشر الیکسي لیخاچف د پنجشنبې په ورځ (جنوري ۲۹) وویل چې روسیه په رښتینې توګه هیله لري چې ښکېل اړخونه به د بوشهر د امنیت لپاره خپلې ژمنې پوره کړي. هغه وویل چې روسیه وضعیت له نژدې څاري او د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو سره په همکارۍ، که اړتیا وه د تخلیې اقداماتو ترسره کولو ته چمتو ده.
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر ایران غږ وکړ چې د خبرو اترو میز ته راشي او د خپلو اټومي وسلو د پریښودو لپاره موافقه وکړي؛ که نه نو، د امریکا راتلونکی برید به ډیر سخت وي.
د چنګاښ په لومړۍ نیټه د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا په برید کې د بوشهر اټومي بټۍ په نښه نه شوه. په هغه وخت کې، الیکسي لیخاچف خبرداری ورکړی و چې د بوشهر پر تاسیساتو برید کولی شي د ۱۹۸۶ کال د چرنوبل د پېښې په څیر د یوه ناورین سبب شي.
د افغانستان د فوټسال لوبډله نن له مالیزیا سره مسابقه لري
ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله د اسیایي جام لوبو په ترڅ کې د مالیزیا له ملي ټیم سره مسابقه وکړي.
افغان لوبډلې د دې جام په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه له سعودي عربستان څخه درې د صفر په وړاندې ګټلې ده.
دا لوبې په څلورو ګروپو کې د شپاړسو لوبډلو ترمنځ په اندونیزیا کې د جنوري په اووه ویشتمه پیل شوې دي چې پایلوبه به یې د فبروري په اوومه ترسره شي.
افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له مالیزیا، سعودي عربستان او ایران سره یوځای شوی دی.
نولس کلنه افغان کرکټ لوبډله نن په نړیوال جام کې له ایرلنډ سره مخامخیږي
له نولس کلونو لږ عمره کرکټ نړیوال جام کې نن افغان لوبډله له ایرلنډ سره مهمه مسابقه لري.
که چیرته د افغانستان ټیم ایرلنډ ته ماتې ورکړي نو د دې نړیوال جام نیمه پایلوبې ته یې د وتلو چانس خورا لوړیږي.
افغانستان د دې نړیوال جام په الف ګروپ کې له دریو لوبو دوې ګټلې او یوه بایللې چې له استرالیا وروسته دوهم ځای لري، ایرلنډ هم درې لوبې کړې دي او درې سره یې بایللي دي.
دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب د جنوري په پنځلسمه پیل شوی دی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.
سیګار اداره سر له سبا خپل فعالیتونه دروي
د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره( سیګار) د شنبې له ورځې خپل فعالیت رسما پای ته رسوي.
دې ادارې په ایکسپاڼه لیکلي دي چې فعالیتونه یې د دوه زره شپږ ویشتم کال د جنوري په یو دیرشمه پای ته رسیږي.
د سیګار اداره د امریکا د کانګرس له لورې په دوه زره اتم کال کې رامنځته شوه او هدف یې په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو څارنه وه.
سیګار د خپل فعالیت د ختمیدو په تړاو په خپاره کړي بیان کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې ده چې په تیرو اوولس کلونو کې یې د دې ادارې ملاتړ کړی دی.
درې ورځې پرله پسې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د وړاندوینې له مخې نن، سبا او بل سبا د افغانستان په اوولس ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته.
د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې په یوه بیان کې لیکلي دي چې په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، رزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، پروان او کابل کې به واورې او بارانونه وشي.
د خبرپاڼې له مخې په ځینو سیمو کې د سیلابونو د راوتلو امکانات شته.
له افغانستان سره د متحدوایالتونو پر مرستو د څار د ادارې فعالیت ډېرژر پای ته رسېږي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو څارونکې ادارې سیګار اعلان کړی چې د روانې جنوري میاشتې په ۳۱مه یې فعالیت پای ته رسېږي.
سیګار د چارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۸مه- د جنوري ۲۸مه) په یوه بیان کې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د دې ادارې ملاتړ کړی، فعالیتونه یې څارلي دي او یا یې ګټه ترې اخیستې ده.
د امریکا کانګرس نوموړې اداره په ۲۰۰۸ کال کې په دې مقصد جوړه کړه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت پر مرستو څارنه وکړي.
سیګار په دې کلونو کې د افغانستان د پرمختګ په پروژو کې د فساد په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړل او ویل یې چې په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو په میلیونونه ډالره مرستو کې فساد روان دی.
د سیګار د معلوماتو له مخې متحدوایالتونو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هم له افغانستان سره څه باندې ۳ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې د تېرکال په جنوري میاشت کې د امریکا بهرنۍ مرستې بندې کړې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له مالیزیا سره لوبه کوي
د آسیا د فوټسال د جام د سیالیو په دوام افغان لوبډله سبا جمعه (د سلواغې ۱۰مه) له مالیزیا سره لوبه کوي.
دا به په روانه لړۍ کې د افغانستان دوهمه لوبه وي. افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د چارشنبې په ورځ سعودي عربستان ته درې- صفر ماتې ورکړه.
افغانستان د آسیا د فوټسال د جام په لړۍ کې په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یوځای دی.
د اندونیزیا په کوربه توب د لوبو دا لړۍ د ۱۶ لوبډلو په ګډون د روانې سلواغې میاشتې په اوومه پیل شوه او د همدې میاشتې تر ۱۸مې پورې دوام کوي.
د ایران د پارلمان مشر له متحدوایالتونو سره د خبرو امکان رد کړ
د ایران د پارلمان رییس له متحدوایالتونو سره مذاکرات رد کړل او ویې ویل چې امریکا یوازې غواړي چې خپله اراده پر نورو تحمیل کړي.
د امریکا ولسمشر پرون چارشنبې اعلان وکړ چې د امریکا یوه لویه کشتۍ د ایران پر لور خوځېدلې او د اړتیا په صورت کې به خپل ماموریت په ډېر سرعت او تشدد سره ترسره کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې تهران به ژرترژره خبرو ته چمتو شي.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د امریکا سي ان ان ټلویزیون ته وویل که څه هم تهران خبرو ته چمتو دی خو فکر نه کوي دا به هغه خبرې وي چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي.
د ټرمپ دې سخت خبرداري د ایراني چارواکو پراخ غبرګونونه وپارول.
د طالبانو او روسیې د دفاع وزارت مرستیالانو په مسکو کې د دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړي
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د ستراتيژۍ او پالیسۍ په چارو کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت مرستیال له خپل روس سیال سره د کتنې پرمهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د دفاعي همکاریو په اړه خبرې کړي.
انټر فکس خبري آژانس پرون د روسیې د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړ چې محمدفرید په مسکو کې له خپل روسي سیال واسیلي اوسماکوف سره د دې همکاریو په اړه مشورتي خبرې کړې دي.
په خبر کې راغلي دي چې دواړو چارواکو د علاقې وړ برخو کې د پوځي همکاریو د پیل اړه خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې د منظم کار د پیل لپاره به لازم ګامونه اوچتوي. د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت له روسیې پرته د نړۍ بل هېڅ هېواد تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.
په جلال آباد کې د کور د نړېدو په پېښه کې د یوې مور او شپږو ماشومانو مړینه
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ د نړیدو په نتیجه کې د یوې کورنۍ اوو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوتن ټپي دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکوي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د جلال آباد ښار په غوچک سیمه کې شوې او په نتیجه کې یې یوه مور او شپږ ماشومان یې وژل شوي او د ماشومانو پلار ټپي دی.
په خبر کې د پېښې علت نه دی ښودل شوی خو په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ختیځ او نورو برخو کې سخت بارانونه او درنې واورې وشوې چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.