خبرونه
ایران او اسراییل پر یول بل بریدونو ته دوام ورکړ
ایران او اسراییل نن شنبې هم په یو بل د توغندیوباړونه وچلول او هوايي بریدونه و کړل.
په داسې حال کې چې دایراني توغندیو څپې داسراییلو فضا ته ورسیدې او دافع هوا سیستم یې د شنډولو لپاره لاس په کار شو ، په شمول د تل ابیب او بیت المقدس د اسراییل په ټولو سیمو کې د هوایي بریدونو دخطر شپیلی وغږول شوې، او اوسیدونکي یې په چټکۍ سرپناه ته ستانه سول.
د اسراییلو د امبولانس خدماتو ادارې په وینا، په اسراییلو کې یو سړی او یوه ښځه د هغه توغندي له امله ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول چې د دوی کورونو ته نږدې ولګېد.
د ژغورنې ټیمونو د تل ابیب څخه بهر په ریشون لیزیون ښار کې د ویجاړو شویو ودانیو لاندې د پلټنې او ژغورنې هلوځلو ته مخه کړه.
د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاټز د شنبې په ورځ وویل چې د ایران مشرتابه په ملکي وګړو برید سره ، سره کرښه ماته کړه او "د دې لپاره به درنه بیه پریکړي".
بلخوا ، د فلسطین سرې میاشتې وویل د حوثي ملیشو لخوا له یمن څخه یو توغول شوي توغندي د اسراییلو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه فلسطینیان ووژل.
په ایران کې، د نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې په پلازمینه تهران کې د شپې څو چاودنې واورېدل شوې.
د فارس خبري اژانس هم ویلي چې د تهران په مهرآباد هوايي ډګر کې دوه توغندي ولګېدل، او د ایران رسنیو ویلي چې هلته د اور لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
مهرآباد هوايي ډګر چې نږدې ورته دایران د رهبري مهمو ځایونه دي د جنګي جیټ او ترانسپورتي الوتکو یوه اډه هم لري.
ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني وویل چې په ایران باندې د اسراییلو په بریدونو کې د لوړ پوړو پوځي چارواکو په شمول ۷۸ کسان وژل شوي او له ۳۲۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې مرګونې چاودنه وغندله
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو مرکز یو جومات ته نژدې وسله وال برید غندلی دی.
دې وزارت نن شنبه د (سنبلې۲۸مه) په یوې اعلامیه کې ویلي،" پر مقدسو ځایونو بریدونه نه توجیه کېدونکی او د غندنې وړ عمل دی".
وړاندې په اعلامیه کې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده شوې ده.
پرون جمعه د (سنبلې۲۷مه) د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو د مرکز یو جومات ته نژدې چاودنه وشوه.
د کوهاټ مرستیال کمېشنر نوید احمد ازادي راډیو په چاودنه کې د لږترلږه ۲۰تنو وژل کیدل او د ۷۸کسانو ټپي کیدل تایید کړي دي.
تراوسه چا یا کومې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.
د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغان کډوالو ایستل ودروي
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، د پاکستان حکومت دې له خطر سره مخ، د افغان کډوالو د اخراج لړۍ ودروي.
دې دلې پرون جمعه (د سپټمبر ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته غوښتني څو د هغو افغانانو د اخراج لړۍ ودروي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له جدي نقض، شکنجې او د ځورونې له خطر سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر خپلې اېکسپاڼې د دې غوښتنې هرکلی کړی.
هغه وړاندې لیکلي "له پاکستانه د بشري حقونو د مدافعانو، بېسرپرسته ښځو او ماشومانو، خبریالانو، قاضیانو، څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او یو شمېر نورو کسانو د اخراج په اړه ډېر اندېښمن دی".
د پاکستان حکومت په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تېزه کړې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وړاندې د پاکستان له طبي پوهنتونونو د افغان محصلینو د اخراج په اړه خبرداری ورکړی او ویلي دي چې دا پرېکړه له ۱۰۰ ډېر افغان محصلین اغېزمنولی شي.
د پاکستان طبي شورا د روانې سنبلې میاشتې په ۱۶مه په دې هېواد کې د ټولو طبي رشتو افغان محصلینو ته امر وکړ چې له پاکستانه ووځي.
خو پرون جمعه د لاهور یوې محکمې د افغان محصلینو د اخراج مسئله تر بل امره ځنډولې ده.
ملګري ملتونه: پاکستان روان میلادي کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي
ملګري ملتونه وايي، پاکستان روان کال څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال نیولي او اخراج کړي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) او د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ پرون جمعه د (سپټمبر ۱۸مه) په یوه ګډ راپور کې وویل چې "د روان کال له جنورۍ تر سپټمبره څه باندې ۸۰ زره افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له نیول کېدو وروسته افغانستان ته اخراج شوي دي".
د راپور په ټکو، دا کډوال د طالبانو تر واک لاندې داسې افغانستان ته ستنېږي چې کاري فرصتونه لا له وړاندې پهکې په نشت حساب دي او خلک پهکې له فقر او بېوزلۍ کړېږي.
پاکستان کې د بشري حقونو دوه فعالان له خوشې کېدو وروسته بېرته نیول شوي
د پاکستان د بشري حقونو مخکښه فعاله ایمان زینب مزاري حاضر او خاوند يې هادي علي چته له زندانه تر خوشې کېدو څو ساعته وروسته بېرته ونیول شول.
اغلې مزاري او خاوند يې دواړه مدافع وکیلان دي او د پاکستان د حکومت له سرسختو منتقدانو شمېرل کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون جمعه په یوې اعلامیه کې وویل "دا جوړه د پنجشنبې په ورځ له زندانه تر خوشې کېدو څو ساعته وروسته بېرته ونیول شول".
د دې سازمان په ټکو، دا جوړه په "یوه سولهییزه" غونډه کې د ګډون په تور نیول شوې ده.
له دې مخکې د پاکستان یوې محکمې ایمان مزاري او خاوند يې له ۱۰ څخه تر ۱۷ کلونو په بند محکوم کړي وو.
اسټرالیا کې د نهنګ برید؛ یو لامبو وهونکی وژل شوی
د اسټرالیا پولیس وايي، سورینټو ساحل ته نږدې د یو شارک نهنګ د برید له کبله یو لامبو وهونکی وژل شوی دی.
دا په روان کال کې د شارک نهنګانو د برید له کبله د مرګژوبلې پنځمه پېښه ده.
د لوېدیځې اسټرالیا پولیسو ویلي چې دا ساحل تر بلې خبرتیا د خلکو پر مخ تړلی دی.
له دې مخکې د اسټرالیا په ګلینفیلډ ساحل کې د یو شارک نهنګ د برید له کبله یو لامبو وهونکي ژوند بایلی و.
د کوهاټ مرستیال کمشنر: د نن په چاودنه کې د مړو شمېر ۲۰ او د ټپيانو شمېر ۷۸ ته ورسېد
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ښار کې د نن ورځې له خونړۍ چاودنې وروسته، د کوهاټ مرستیال کمشنر نوید احمد وايي چې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ ته رسیدلی او د ټپیانو شمېر ۷۸ ته رسیدلی دی.
د کوهاټ مرستیال کمشنر ازادي راډیو ته وویل چې ډیری وژل شوي پولیس افسران دي. هغه دا هم تایید کړه چې له چاودنې وروسته د پولیسو او وسله والو بریدګرو ترمنځ نښته وشوه.
په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په برید کې د پنځو پولیسو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې چاودنه جومات ته نژدې او د پولیسو په مرکزي دفتر کې هغه وخت وشوه کله چې عبادت کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لږترلږه شپږ بریدګر هم وژل شوي دي.
نوید احمد زیاته کړه چې په پیل کې، یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو د مرکزي دفتر دیوال په چاودېدونکو موادو والوځاوه او بیا نور بریدګر ودانۍ ته ننوتل. د چاودنې له امله د پولیسو د روزنیز مرکز لویه برخه ونړېده.
د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې بریدونه کړي دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د تلفاتو په اړه خواخوږي څرګنده کړه او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله یې وکړه.
پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بریدونو د زیاتوالي پړه د هغو وسله والو ډلو پر غاړه اچوي چې له افغانستان سره تړاو لري، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي. دغه اختلافات په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتوالي لامل شوی دی.
په کوهاټ کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې چاودنه شوې
د خیبر پښتونخوا په کواټ کې له مرګوني چاودنې وروسته لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د خیبرپښتونخوا د روغتیايي چارو یوه ویاند بلال احمد فیضي ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۷ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه یوه جومات ته څېرمه د پولیسو پر مرکز هغه مهال شوې چې لمونځ کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.
د پولیسو د سرچینو په وینا، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او د سیمې په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته هم شوې ده.
پاکستاني چارواکو هم د برید د احتمالي انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو په خیبرپښتونخوا کې ټي ټي پي ډېره فعاله ده.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په پېښه خواشیني ښوولې او تینکار یې کړی چې له تروریزم سره به مبارزې ته دوام ورکړي.
د لاهور محکمې د افغان طبي محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه
د پاکستان د لاهور لوړې محکمې د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۱۸مه، له پوهنتونونو څخه د څه باندې ۱۰۰ افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر تر بلې محکمې پورې وځنډاوه.
د فرانسې خبري اژانس د ترلاسه کړي حکم له مخې، قاضي خالد اسحاق د دغو محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم وغځاوه، خو د راتلونکې محکمې د ناستې نېټه یې نه ده ټاکلې.
دغه افغان محصلان وروسته له هغه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شول چې د پاکستان طبي شورا اعلان وکړ، هغه افغانان چې په پاکستان کې د طب او غاښونو په څانګو کې له وړاندې زدهکړې کوي یا یې تازه نوملیکنه کړې، باید افغانستان ته ستانه شي. د دې شورا په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د ملي تګلارو په چوکاټ کې شوې ده.
تر دې مخکې د بلوچستان لوړې محکمې هم د یو شمېر افغان طبي محصلانو د زدهکړو د دوام غوښتنه رد کړې وه.
د بشري حقونو ځینو بنسټونو د پاکستان له طبي شورا غوښتي و چې خپله پرېکړه لغوه کړي. دوی ویلي، دغه پرېکړه په ځانګړې ډول پر افغان ښځینه محصلانو اغېز کولی شي، ځکه ښځې او نجونې په افغانستان کې له زدهکړو محرومې دي.
د جرمني پولیسو یو افغان د یهودانو د عبادتځای د سوځولو د هڅې په تور نیولی
د جرمني پولیسو ویلي، د پنجشنبې په ورځ یې د دغه هېواد په لوېدیځ، ووپرتال ښار کې یو ۳۷ کلن افغان د یهودانو د یوه عبادتځای د سوځولو د هڅې په تور نیولی دی.
د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د ویاند له قوله راپور ورکړی چې شکمن کس هڅه کړې وه د د عبادتځای یا کنیسیټ یوه فرعي دروازه وسوځوي، خو د دې عبادتځای غړو په چټکۍ سره اور مړ کړی دی.
پولیس وايي، شکمن کس تر پېښې مخکې عبادتځای ته د ننوتلو پر زینو اور اخیستونې مایع هم شیندلې وه. په پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي او د رامنځته شویو زیانونو اندازه هم کمه بلل شوې ده.
د پولیسو په وینا، شکمن کس چې مخکې هم پولیسو پېژانده، له پېښې سمدستي وروسته د کنیسیټ په شاوخوا کې نیول شوی دی. لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښايي دې کس په دې اقدام کې کوم ملګری نه درلود.
د جرمني د یهودانو د مرکزي شورا مشر یوزف شوستر دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې دا په دغه هېواد کې د یهودانو پر وړاندې د کرکې د «ورو ورو عادي کېدو» نخښه ده.
امریکا پر سعودي ۴۸ ایف-۳۵ الوتکې پلوري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۴۸ ایف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور اجازه ورکړې ده. د دې معاملې ارزښت شاوخوا ۲۴.۳ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.
په معامله کې د الوتکو ترڅنګ ۴۹ انجنونه، د اړیکو وسایل، پُرزې او نور ملاتړ کوونکي تجهیزات هم شامل دي.
خو د دې معاملې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او باید د امریکا کانګرس یې تصویب کړي. که معامله تصویب شي، سعودي عربستان به په منځني ختیځ کې له اسرائیلو وروسته دوهم هیواد شي چې ایف-۳۵ الوتکې لري.
ریاض وايي، دا پرمختللې جنګي الوتکې به د دغه هېواد دفاعي وړتیا پیاوړې کړي.
اسراییل له یوې لسیزې راهیسي ایف ۳۵ الوتکې لري او په جګړه کې ورڅخه کار اخلي.