د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۳

خبرونه

ولسمشر زیلنسکي په روسیې داقتصادي فشار د پراختیا غوښتنه وکړه

ولسمشر زیلنسکی ، آرشیف
ولسمشر زیلنسکی ، آرشیف

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هغو هیوادونو چې د روسیې د یرغل په وړاندې د کیف ملاتړ کوي، وغوښتل چې په مسکو بندیزونو ته زور ورکړي، او ویې ویل چې کریملین د لویو تلفاتو پروا نه لري خو د کافي اقتصادي فشار په نتیجه کې کیدای شي له جګړې لاس واخلي.

زیلنسکي داخبره پرون د ویډیو لینک له لاری په پراګ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس د پیل غونډې ته وکړه.

د زیلنسکي لدغو خبرو څو ساعته مخکې ، روسیې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف یو ځل بیا دشپې په مهال برید وکړ.

د Globsec ، ګلوبسک امنیتي کنفرانس ته د هغه څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د روسیې او اوکراین ترمینځ د اسیرانو او بندیانو د تبادلې لړۍ دوام لري. اوکراین او روسیه ټپیان او ناروغه جنګیالي بیرته خپل هیواد ته راستنوي.

ګلوبسک کنفراس ته په خپله وینا کې، زیلینسکي له هیوادونو څخه داهم وغوښتل چې د ډرون یا بی پیلوټه الوتکو تولید زیات کړي او د روسیې د برید د مخنیوي لپاره نور ګامونه پورته کړي.

هغه وویل چې اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د ځواکونو په وړاندې "د دفاع لومړۍ کرښه" ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند وايي افغانستان ته یې نورې طبي مرستې هم لیږلي دي

ارشیف
ارشیف

هند افغانستان ته د نورو طبي مرستو د لیږلو خبر ورکوي.

دهند دبهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ ( د زمري په ۲۹ مه ) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د درملو او طبي تجهیزاتو دغه مرستې کابل کې یو دولتي روغتون ته استول شوي دي.

رندیر جیسوال د افغانستان د روغتیايی خدماتو د پیاوړتیا لپاره افغان ولس سره د هند په دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.

هند لدې مخکې هم څو ځله افغانستان ته طبي مرستې استولي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د روغتیايي خدماتو سیستم چې د لسګونو کلونو د جګړو او بهرنیو مرستو د کموالي له امله کمزوری شوی ، هیواد ته د ملیونو کډوالو په ستنیدو اوس تر سخت فشار لاندې دی.

بلغاریا د لسګونو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکوي

ارشیف
ارشیف

بلغاریا وايی ۳۵ افغان کډوال یې نیولي دي.

د بلغاریا کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه کسان هیواد ته دننوتلو په مهال په سرحدي سیمه کې په یو میني بس کې پیژندل شوي او ونیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول شویو کسانو خپله ویلي چې د افغانستان دي.

اعلامیه وايی ۲۲ کلن موټر چلوونکی چې دشمالي مقدونیا څخه دی هم نیول شوی او د قضیې څیړنه دوام لري.

بلغاریا او دبالکان نور هیوادونه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د ورتګ یوه عمده لار ګڼل کیږي.

عائشه وهاب،دامریکا د کانګرس لومړنۍ افغان الاصله امریکايي غړې شوه

د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان الاصله امریکايي غړې عائشه وهاب
د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان الاصله امریکايي غړې عائشه وهاب

عائشه وهاب د پنجشنبې ورځې ټاکنو کې له بریا وروسته دامریکا د کانگرس لومړنۍ افغان الاصله امریکايۍ غړې شوه .

د کالیفورنیا ایالت د سنا مجلس غړې عائشه وهاب د پنجشنبې ورځې په ځانګړو ټاکنو کې بریالیتوب ترلاسه کړ او دډیموکراټ غړي ایریک سوالویل پاتې دوره کې به د کانګرس غړې وي.

سوالویل چې د کالیفورنیا د والي د مقام لپاره یې ټاکنو کې سیالي کوله، د اپرېل په میاشت کې یې وروسته له هغې له خپلې ټاکنیزې مبارزې لاس واخیست او له کانګرس څخه یې استعفا وکړه چې د جنسي تېري تورونه پرې ولګیدل چې ردوي یې.

میرمن وهاب خپلې سیالې میلیسا هرناندیز ته سره لدې ماتې ورکړه چې دهغې لپاره په دغو ټاکنو کې لوی لګښتونه وشول.

عائشه وهاب له بریا وروسته وویل چې بریالیتوب یې وښودله چې انتخاباتي حوزه یې" په پیسو نه شي اخیستل کیدای."

نوموړې د ۲۰۱۸ کال ټاکنو کې د هایوارډ ښار د شورا غړیتوب ترلاسه کړی و.

میرمن وهاب په داسې حال کې دامریکا کانګرس ته لار مومي چې دننه په افغانستان د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو او ښځو په زده کړو ،کار او په عامه چارو کې یې په ونډې محدودیتونه لګول شوي دي.

جې ډي ونس: واشنګټن د ایران په وړاندې یوې "نوې مرحلې" ته داخل شوی

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي ونس
د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي ونس

د امریکا مرستیال ولسمشر وايي واشنګټن د ایران په وړاندې یوې "نوې مرحلې" ته داخل شوی چې په کې د ایران د اټومي هلوځلو د مخنیوي لپاره پرله پسې اقتصاد فشار دامریکا ترټولو مهمه وسیله ده.

جې ډي ونس " کلي او باک خپرونې" په نامه پادکست سره مرکه کې وویل: " فکر کوم چې مونږ یوې نوې مرحلې ته داخل شوي یو. هغه څه چې څو ورځې وړاندې ولسمشر( ټرمپ) وویل دا وو چې مونږ د دوی ( ایران) متعارف ځواکونه له مینځه وړي دي. دغه راز مونږ د دوی په هغو زیر بناوو چې د وسلې د جوړولو لپاره یې کاروي ډیر فشار وارد کړی دی. "

ونس زیاته کړه: " اوس په یوه ډول مونږ نوې مرحلې ته داخل شوي یو چې تر ټولو اغیزناکه وسیله په کې اقتصادي فشار دی چې پر دوی یې وکاروو. "

د ولسمشر ټرمپ مرستیال وايي امریکا نیت لري چې دغه بهیر ته ځکه ادامه ورکړي چې باور لري چې اقتصادي فشار د"نهايی هدف" ترلاسه کولو لپاره تر ټولو غوره لار ده.

جې ډي ونس د ایران د اټومي پروګرام په تړاو دامریکا د حکومت د دریځ په هکله د ولسمشر ټرمپ خبره تکرار کړه چې ویلي دي ایران به هیڅکله اټومي وسله ونلري او دايي هم وویل چې د ایران اټومي تاسیسات له مینځه وړل شوي دي.

د یوناما دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شول

د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دوه کارکوونکي د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

فرانسې خبري اژانس د یوناما په حواله لیکلي چې د ملګرو ملتونو دا دوه کارکوونکي د اګسټ په نهمه په هرات کې د طالبانو د استخباراتي ادارې له‌خوا نیول شوي وو او دا دی تر شاوخوا ۱۰ ورځو وروسته د پنجشنبې په ورځ بېرته خوشې شول.

د یوناما ویاند زیاته کړې چې د دغو دوو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

ایراني چارواکو یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی

حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.
حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان «هه‌نگاو» راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۰مه د اصفهان په مرکزي زندان کې د قائم حسین په نوم یو ۲۰ کلن افغان ځوان اعدام کړی.

قائم حسین په ارین مشهور و او په ایران کې د جنوري د لاریونونو په تړاو نیول شوی و.

حسیني د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۸مه د اصفهان په علي خاني چوک کې په هغو پېښو کې په ګډون تورن شوی و چې په ترڅ کې یې د ایران د ځانګړو ځواکونو څلور پرسونل ووژل شول.

هغه همدارنګه د یوه افسر د جسد د زیانمنولو او د یوه خیریه مرکز په سوځولو کې په لاس لرلو هم تورن و.

قائم حسیني د اصفهان د علي خاني میدان د قضیې پنځم تورن و چې اعدام شو.

په دې قضیه کې یو بل افغان چې د قائم حسین د ماما زوی و او ګل محمد محمدي نومېده هم څه وخت مخکې له درېیو نورو ایرانیانو سره اعدام شوی و.

په دې قضیه کې اته نور کسان هم د اعدام له خطر سره مخ دي.

لاهور کې د افغان تکواندوکارانو ځلېدل؛ حکمت‌الله زین کوارټرفاینل ته ووت

حکمت‌الله زین د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل.
حکمت‌الله زین د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل.

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي حکمت‌الله زین په یو لړ نړیوالو سیالیو کې د پاکستان او ازبکستان لوبغاړي مات کړل او کوارټرفاینل ته ووت.

د تکواندو د ریاست جام په نوم دا سیالۍ د پاکستان د لاهور ښار په کوربه‌توب پیل شوي.

د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر تره‌کي په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې حکمت‌الله زین په منفي ۶۸ کیلو وزن کې لومړی د پاکستان لوبغاړی مات کړ او بیا یې د ازبکستان لوبغاړی امېد بېګ چې نړیوال اتل و له ماتې سره مخ کړ.

زین په دغو دوو بریاوو کوارټرفاینل یا یو اتم پړاو ته وتلی دی.

اخوا په بله لوبه کې امېد سهاک په ۸۷ کیلو وزن کې د پاکستان لوبغاړی ناک اوټ کړی او بله لوبه‌یې له ایراني لوبغاړي سره ده.

د لاهور په کوربه‌توب په دغو لوبو کې د شاوخوا ۴۰ هېوادونو ۵۰۰ لوبغاړي په مبارزې او فورم برخه کې سره لوبېږي.

د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی

Hasib Qowai Markaz - NRF Member
Hasib Qowai Markaz - NRF Member

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشیری «حسیب قوای مرکز» وژل شوی دی.

د طالبانو د دې مخالفې وسلې والې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پنجشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د حسیب پنجشیري د وژنې خبر ورکړی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو حسیب قوای مرکز په یو لړ عملیاتو کې وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې نیولي دي.

د طالبانو اړوند رسنیو له هغې ډلې المرصاد لومړی د یو لړ عملیاتو پر مهال د حسیب قوای مرکز د وژنې خبر خپور کړی و.

حسیب قوای مرکز په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د «وژنو او غلاو» په تور تر تعقیب لاندې و.

دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱ کال کې د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې نژدې ۹۴ ډالرو ته لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د اومو تېلو د بیو د لوړوالي لړۍ نن هم دوام موندلی او په اروپايي بازارونو کې د برنټ اومو تېلو بیه نژدې ۹۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا د WTI اومو تېلو بیه هم له ۸۶ ډالرو لوړه شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، برنټ تېل د اکتوبر لپاره شاوخوا ۹۴.۰۶ ډالر او WTI شاوخوا ۸۷.۶۷ ډالر فی بېرل ته رسېدلي دي. 

دا د روانې میاشتې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي. د تېلو د بیو د لوړوالي اصلي لامل د منځني ختیځ روان کړکېچ، د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې دي. 

بازارونه اندېښمن دي چې د سیمې د کړکېچ دوام ښايي د نړۍ د تېلو په عرضه کې نور اختلالات رامنځته کړي، چې په پایله کې به د تېلو بیې لا لوړې شي.

هند د کابل روغتون ته طبي توکي ولېږل

ارشیف
ارشیف

هند د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه روغتیايي مرکز ته د طبي توکو مرسته رسولې او ټینګار یې کړی چې له افغان ولس سره به بشري ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د طبي توکو دغه مرسته د کابل یوه روغتون ته سپارل شوې ده. د هند له لوري دا اقدام د افغانستان له خلکو سره د بشري او روغتیايي مرستو د دوام په لړ کې بلل شوی دی.

هند وايي، د روغتیايي اړتیاوو په برخه کې افغانانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د اړتیا وړ طبي توکي روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG