خبرونه
په هند کې د لویدلې الوتکې ۳۰ جسدونه تر اوسه ترلاسه شوي
د هند د هوایي چلند یوه الوتکه چې دوه سوه دوه څلویښت سپرلۍ یې لرلې نن د احمد اباد له هوایي ډګر څخه له الوتنې څو دقیقې وروسته وغورځیده.
رویټرز اژانس د هند د روغتیا د فدرالي وزیر په وینا خبر ورکړ چې په دې پيښه کې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ځینو راپورونو له مخې تر اوسه د الوتکې د غورځیدو له ځایه دیرش جسدونه ترلاسه شوې دي.
پولیسو ویلي دي چې الوتکه د احمد اباد هوایي ډګر ته څیرمه د استوګنې پر یوې سیمې لویدلې ده.
د هند د هوایي چلند په وینا په سپرلیو کې یوسل او نهه شپيته هندیان، درې پنځوس بریتانیایان، اووه تنه پرتګالیان او یو تن د کاناډا دي.
دا الوتکه بویینګ-۸-۷۸۷ ډوله یوه مدرنه مسافر وړونکې الوتکه وه چې د لندن ګیټویک هوایي ډګر ته روانه وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا د متحدانو د ونډې په اړه د خپلو خبرو یوه برخه بېرته اصلاح کړه
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وروسته له دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د نورو غړو د شل کلن ماموریت په اړه د خپلو څرګندونو له کبله له سختو انتقادونو سره مخ شو د خپلو خبرو ځینې برخې یې بېرته اصلاح کړې.
ټرمپ تېره اونۍ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل د افغانستان په جګړه کې له امریکا پرته د نورو هېوادو ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې شا ته وو.
وروسته له دې چې د برتانیا صدراعظم او نورو چارواکو دا څرګندونې وغندلې ښاغلي ټرمپ پرون شنبې په افغانستان کې د برتانیا رول وستایه. هغه د برتانیا د پوځي ماموریت په برخه کې خپل دریځ بدل کړ او ویې ویل چې د برتانیا ستر او ډېر زړور سرتېري به تل د امریکا ترڅنګ وي.
ښاغلي ټرمپ وویل په افغانستان کې د برتانیا ۴۵۷ سرتېري ووژل شول او ډېر نور یې سخت ټپیان شول. خو په داسې حال کې چې ټرمپ دا څرګندونې کولې، د برتانیا د حکومت یوه ویاند وویل صدراعظم کایر سټارمر د دې موضوع په اړه د امریکا له ولسمشر سره په ټلفوني خبرو کې بحث وکړ.
له بلې خوا د اسټرالیا، ایټالیا، ډنمارک او پولنډ صدراعظمانو، د جرمني د دفاع وزیر او د ناټو د نورو غړو او متحدو هېوادونو چارواکو هم د افغانستان په جګړه د دوی د ونډې په اړه د ټرمپ پر څرګندونو سخت انتقادونه کړي دي.
د اسلام محکمې د بشري حقونو فعاله ایمان زینب مزاري او د هغې مېړه په لس کاله بند محکوم کړل
د پاکستان یوې محکمې د بشري حقونو مخکښې فعالې او مدافع وکیلې ایمان مزاري او د هغې مېړه ته د لس کاله بند سزا اعلان کړه.
مېرمن مزاري او مېړه یې هادي علي چټه چې هغه هم مدافع وکیل دی د پاکستان د پوځ له سرسختو منتقدانو څخه دي.
د محکمې د اسنادو له مخې دوی ته د آنلاین یا سایبر ټروریزم او په عمدي ډول د ناسمو معلوماتو د خپرولو په ګډون د دریو تورونو له کبله سزا اورول شوې.
محکمې پرون په یوه بیان کې وویل چې مېرمن مزاري پر خپله ایکس پاڼه خورا توهینوونکي مطالب خپرول. په بیان کې راغلي دي چې نوموړې او مېړه یې باید د لسو کلونو لپاره په بند کې پاتې شي.
محکمه دا حکم یوه ورځ وروسته له هغه ورکوي چې پولیسو دا مېړه او ښځه په داسې حال کې چې د خپلې قضیې په اړه د محکمې غونډې ته د اسلام آباد خوا ته روان وو، ونیول.
راستانه شوي افغانان په سړه هوا کې سرپناه نه لري
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري وايي، د افغانستان سړې هوا د راستانه شویو افغانانو ژوند له کړاونو ډک کړی دی.
دې ادارې پرون شنبې د (جنوري ۲۴مه) پر خپلې ایکس پاڼې د یوې ویډیو په خپرولو سره له پاکستان او ایرانه د هغوو راستنو شویو افغانانو ژوند انځور کړی چې د کابل په سړې هوا کې تر خیمو لاندې ژوند کوي.
د دې ادارې په ټکو، دا کډوال نړیوال مرستو ته اړمن دي.
له ایران او پاکستانه په وروستیو څو میاشتو کې په زرهاوو افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.
یو این ایچ سي ار په داسې حال کې د راستانه شویو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلي چې په تیرو څلورو ورځو کې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ډيرو ښارونو کې واورې او بارانونه شوي دي.
د طالبانو حکومت پرون شنبې د واورو او بارانونو له کبله د شاوخوا ۶۰ کسانو مړینه او سلو ډیرو نورو ټپي کیدل تایید کړي وو.
وروستیو واورې او بارانونو د ځاني زیان سربیره خلکو ته مالي تاوانونه هم رسولي دي.
د بلیجم حکومت؛ د افغانو د اخراج په اړه له طالبانو سره خبرې کوو
د بلجیم حکومت له طالبانو سره له دې هېواد د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه خبرې کوي.
د بي ار اف په نوم یوې بلجیمي رسنۍ پرون شنبې د (جنوري۲۴مه) راپور ورکړی چې د بلجیم حکومت په دې غور کوي چې څنګه په دې هېواد کې "رد شوي او مجرم افغان کډوال" بیرته افغانستان ته ستانه کړي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، د بلجیم د کډوالو ادارې مشر فردي روزمونټ له یو شمیر نورو اروپايي چارواکو سره افغانستان ته له سفر وروسته ویلي،" بلجیم او شل نور اروپايي هېوادونه غواړي د هغوو افغانانو په اړه چې په دې هېوادونو کې يې د منل کیدو دوسیې رد شوي د بیرته ستنیدو او اخراج د پروسیې په اړه له طالبانو خبرې اترې وکړي".
روزمونټ تیره اونۍ کابل ته سفر درلود.
د هغه په ټکو، دوی هغه افغانان هم اخراجوي چې په اروپايي هېوادونو کې مجرم پیژندل شوي دي.
تراوسه د طالبانو حکومت په اړه څه ویلي نه دي.
له دې وړاندې د جرمني حکومت دوه ځلې د دوی په ټکو مجرم افغانان له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته افغانستان ته ستانه کړل.
ناټو په منصوعي ځیرکتیا سمباله دفاعي سیمه رامنځته کوي
ناټو پر اوکرایین د روسیې د بریدونو د مخنیوي په موخه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یو دفاعي سیمه رامنځته راکوي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو سازمان د لوی درستیز مرستیال توماس لووین پرون شنبېد (جنوري۲۴مه) ویلي،"دغه سیمه به د روسیې او اوکریین ترمنځ د حایل په توګه په منصوعي ځیرکتیا سمبال وي او که چیرته دښمن برید وکړي، منصوعي ځیرکتیا به د انسان له مداخلي پرته ځواب ورکوي"
د هغه په ټکو، په دې سیمه کې به هوايي مدافع او د توغندو ضد سیستمونه نصب شي.
روسیې د ۲۰۲۲کال په فبرورۍ کې پر اوکرایین برید کړی چې دا جګړه لا هم دوام لري.
د اوکرایین لودیز متحدینو په تیرو کلونو کې د اوکرایین د ملاتړ په موخه دې هېواد ته ډير جنګي ممهات ورکړي، خو دا لومړی ځل دی چې د ناټو په مرسته په منصوعي ځیرکتیا سمباله داسې یوه سیمه رامنځته کیږي.
د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې سکاټلنډ د بنګله دیش په ځای لوبیږي
د کرکټ نړیواله شورا پریکړه کړې چې د ۲۰۲۶کال په شل اووریز نړیوال جام کې د بنګله دیش په ځای د سکاټلنډ لوبډله ولوبوي.
دغه پریکړه د شنبې په ورځ د (جنوري۲۴مه) وروسته له هغې اعلان شوه چې بنګله دیش د امنیتي اندېښنو له کبله په هند کې له لوبیدو انکار کړې و.
د کرکټ نړیواله شورا وايي، "په هند کې د بنګله دیش لوبډله يې ته هیڅ ډول ښکاره امنیتي اندېښنه موجوده نه ده".
بنګله دیش د همدې روانې میاشتې په څلورمه غوښتنه کړې وه چې د امنیتي اندېښنو له کبله نه غواړي په هند کې لوبې وکړي.
د هند او بنګله دیش ترمنځ د کرکټ په ډګر کې دغه ناندرۍ وروسته له هغه راپورته شوې چې د هند کرکټ بورډ په ای پي ایل سیالیو کې بنګله دیشي لوبغاړی مستفیض الرحمن لیرې کړ.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، الرحمن په بنګله دیش کې له هندوانو سره د توپیري چلند له کبله له لوبډلې لیرې شوي و.
د کرکټ شل اووریز نړیوال جام په راروانه فبروري میاشت کې پیلیږي چې د بنګله دیش لوبې په کلکته او ممبېۍ کې پلان شوي وې.
د ملګرو ملتو مرستاله کابل ته رسیدلې
د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیاله کابل ته تللې ده.
د یوشمیر رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې روزمیري دیکارلو نن د طالبانو له یوشمیر مشرانو سره خبرې وکړي.
نژدې اونۍ مخکې د ملګرو ملتو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اغلې دیکارلو د دې سفر په اړه ویلي و چې هدف یې د دوحې پروسیې تعقیبول دي.
دا پروسه د دوه زره درویشتم کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پيل کړه چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو همغږه کول دي.
د دې پروسې په لومړیو دوو ناستو کې په افغانستان کې پر بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او بشري مرستو تمرکز شوی و.
اروپایي ټولنه: په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې حق دی
اروپایي ټولنې نن د جنوري څلرویشتمه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې تعلیم د هر ماشوم او ماشومې بنسټیز حق وباله.
په کابل کې د اروپایي ټولنې دیپلوماتیکي استازولۍ په یوه بیان کې وویل چې دوی له بیلابیلو موسسو سره په ملګرتیا پانګونه کړې چې ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ ماشوم د تعلیم له حق څخه محروم نه شي.
په ورته وخت کې اروپایي ټولنې په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې شپږ میلیونه یورو یې په افغانستان کې د زده کړو لپاره ځانګړې کړې دي.
له بلې خوا، اروپايي ټولنه وايي چې په پنځو ولایتونو کې د افغانستان لپاره د یونسکو د دفتر له لارې ۴.۷ میلیونه یورو مصرفوي چې اووه زره پنځه سوه ځوانانو او لویانو ته لیک لوست ورزده کړي او له مسلکي مهارتونو سره یې اشنا کړي.
په پاکستان کې ځان مرګي برید لږ تر لږه ۷ تنه ووژل
د پاکستان په شمال لویدیځ کې په ډیره اسماعیل خان کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوې دي.
د ډیره اسماعیل خان د پولیسو یوه مشر محمد عدنان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې دا ځان مرګی برید و چې د جمعې په ورځ د واده د مراسمو پرمهال وشو او پکې د امن کمیټې د مشر وحیدالله جګري په شمول اووه تنه ووژل شول.
د پېښې شاهدان وایي چې د چاودنې له امله یوه کوټه نړیدلې ده چې لاهم د ژغورنې عملیات روان دي او ښایي تلفات زیات شي.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
په کابل کې د سنوبورډ په لوبو کې په سلګونو لوبغاړو ګډون وکړ
د کابل په واورینو غرونو کې د سنوبورډ لوبې ترسره شوې. د افغانستان د سنوربوډ فدراسیون چارواکي وايي چې د روزنیزو سیالیو دا پروګرام د ژمنیو لوبو د ودې او د راتلونکو سیالیو لپاره د لوبغاړو د چمتوالي په هدف د جمعې په ورځ د قرغ غرونو په لمنو کې ترسره شو.
په دې لوبو کې په لسګونو لوبغاړو برخه واخیسته.
د افغانستان سنوبورډ لوبغاړو به پخوا تر ډیره خپل تمرینات په بامیان کې ترسره کول خو په کابل او شاوخوا سیمو کې د تیرې اونۍ درنې واورې دې ته زمینه برابره کړې ده چې دا لوبې په کابل کې هم وشي.