د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۴

افغانستان

یوې زلزلې د تخار مرکز او شاوخوا سیمې لړزولي

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه شپږ و، د تخار مرکز تالقان او شاوخوا سیمې لړزولي.

د ولکینو دیسکوري ویبپاڼې د راپور له مخې دغه زلزله تېره نیمه شپه ( د جوزا یولسمه) د تالقان ښار په ۴۴ کیلو متري واټن کې پیښه شوې.

تراوسه د زلزلې د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت اړوندو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په خوست کې د ناچاوده مهماتو چاودنې دوه ماشومان وژلي

په خوست ولایت کې ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

دا مهمات د افغانستان د اوږدو جګړو له کلونو پاتې و.

د طالبانو د خوست د پولیسو ویاند طاهر احرار د سې شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په علیشېر او تریزیو ولسوالیو کې شوې ده. نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.

په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.

جرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل

د جرمني د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) وویل، دغه هېواد ۱۳ افغان نارینه په چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي.

د وزارت د ویاند په وینا، دې کسانو په جرمني کې جنايي سابقه لرله. د هغوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، تاوتریخوالی او د نشه‌يي توکو قاچاق شامل وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې اوسنۍ ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا، د دغو کسانو نژدې ټولو جنایي سابقه لرله.

په افغانستان کې د ایچ‌آی‌وي د مثبتو پېښو زیاتوالی

رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې په افغانستان کې د ایچ‌آی‌وي ویروس نوې مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې لږ تر لږه ۲۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې ۸۶ یې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې تشخیص شوې دي.

روغتیايي چارواکي وايي، د درملنې د مرکزونو کمښت او ټولنیزه بدنامي د دې ناروغۍ د کنټرول پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د تېر کال د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره کسان په ایچ‌آی‌وي اخته دي.

د اسلام اباد محکمې د افغان طبي محصلانو د زده کړو د دوام حکم وصادر کړ

د پاکستان د اسلام‌اباد لوړې محکمې د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو د مخنیوي موقت حکم صادر کړ.

پاکستاني رسنیو پرون (چهارشنبې) راپور ورکړ چې دا حکم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د هغې پرېکړې په وړاندې د ثبت شوې عریضې په تړاو صادر شوی دی.

د اسلام‌اباد لوړې محکمې یو کسیزه قضايي پلاوي، چې قاضي خادم حسین سومرو یې مشري کوله، د یوه افغان ډاکټر د پاکستانۍ مېرمنې له لوري د ثبت شوې عریضې پر بنسټ له پاکستان څخه د طب په پوهنځیو کې د شاملو افغان محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړ. عریضه له پاکستان څخه د افغان ډاکتر عمادالدین د ایستلو په اړه شوې وه.

د عریضه کوونکې مدافع وکیل، قاسم نواز عباسي، محکمې ته وویل چې د پاکستان د طبي شورا PMDC د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې مکتوب باید پر هغو ډاکترانو تطبیق نه شي چې لا له وړاندې یې تخصصي روزنه پیل کړې او روانه ده.

تر دې مخکې د لاهور او کراچۍ محکمو هم ورته پرېکړه کړې وه. خو د بلوچستان لوړې محکمې د طب په څانګه کې د افغان محصلانو د زده کړو د دوام غوښتنه رد کړې ده.

د ترکیې د استخباراتو مشر کابل او کندهار ته تللی

ارشیف، د ترکیې بیرغ
ارشیف، د ترکیې بیرغ

د طالبانو چارواکو او د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو ویلي چې د ترکیې د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین د چهارشنبې په ورځ د «وږې په ۲۵مه» له لوړپوړو طالب چارواکو سره د امنیتي خبرو لپاره افغانستان ته تللی دی.

دا د هغه یو نادر سفر بلل کېږي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، کالین د دې سفر پر مهال په کابل کې له خپل افغان سیال، د طالبانو د حکومت د استخباراتو له عمومي رئیس عبدالحق وثیق سره کتلي دي.

د راپور له مخې، هغه د طالبانو د حکومت له یو شمېر مهمو څېرو، د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم خبرې کړې دي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې د دغو خبرو اصلي محور د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ترهګرۍ، انساني قاچاق او نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د استخباراتي همکاریو پر پراختیا راڅرخېده.

انادولو زیاته کړې چې ابراهیم کالین کندهار ته هم تللی، هغه ولایت چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د اوسېدو ځای دی.

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره کتلي او دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

قطر او ترکیه له کلونو راهیسې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د اصلي پلونو په توګه رول لوبوي، خو تر اوسه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما نن چهارشنبې د وږي په ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې پلان شوې، د یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله، جورجیت ګانیون، د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او پالیسیو دوام نه یوازې د افغانانو بشري حقونه نقضوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.

په ترمز کې د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانستل شوی

آرشیف
آرشیف

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون په ازبکستان کې پرانستل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغه نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ افغانستان پولې ته څیرمه د ازبکستان د ترمز ښار د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې پرانستل شوی او درې ورځې به خلاص وي، په څه باندې سلو غرفو کې د ازبکستان د محصولاتو ترڅنګ د افغانستان محصولات لکه غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې او تازه میوې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو دغه ګډ نندارتون داسې مهال پرانستل شوی چې په مزارشریف کې د ازبکستان قونسلګرۍ د روانې اونۍ په پیل کې ویلي و چې ازبکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرې د راکړې ورکړې کلنۍ کچه تر۲۰۲۷ کال پورې پنځه ملیارډ ډالرو ته ورسوي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو ملیارډ او اوه سوه ملیون ډالرو ته رسیدلې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان سږکال ورو اقتصادي وده کړې خو د نفوس د زیاتوالي په پرتله کمه ده

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان اقتصاد که څه هم سږ کال لږه وده کړې، خو دا وده د نفوس د زیاتوالي پرتله کافي نده. په هغه راپورکې چې د نن چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې کرنه، صنعت او خدمات د اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې دي، خو بې‌ وزلي، د کار محدود فرصتونه او د خلکو کم عاید لا هم د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.

د راپورله مخې دې ته په پام چې افغانستان ترډیره د خوراکي او نورو اړینو توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نړیوالو بیو لوړېدل او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډي کولی شي په دې هیواد کې د توکو بیې لوړې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره دغه فشار پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو ډېر اغېز کوي.

راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.

د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.

هند له افغانستان سره د کرکټ د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم وګټله

افغانستان تیرماښام د شل اوریزو لوبلړۍ دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.

افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی وچې هندي لوبډلې هغه په ۱۵ اورکې د درې لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. تردې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړې وه.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا پنجشنبې ترسره شي. افغانستان په هند کې د دغو لوبو کوربتوب کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG