خبرونه
ایران تر ۴ میلیونو ډېرو افغانانو ته له خپلې خاورې د وتلو امر کړی
ایران څه باندې څلور میلیونو اسناد نه لرونکو افغان کډوالو ته امر کړی چې د جولای تر ۶مې (چنګاښ ۱۵مه) پورې له دغه هېواده ووځي.
ایراني چارواکو اعلان کړی چې افغان مهاجرو ته د احصایې د ادارې له لوري ورکړل شوي اسناد نور اعتبار نه لري، او اوس له اسناد نه لرونکو مهاجرو غوښتنه شوې چې له ټاکل شوې نېټې مخکې له ایرانه ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي، ویلي چې د احصایې اسناد لرونکي کسان نور غیرقانوني مهاجر ګڼل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې یوازې شپږ ځانګړي ډلې مهاجر، چې د لنډمهاله اقامت کارتونه ترلاسه کولی شي، اجازه لري په ایران کې پاتې شي.
د ایران د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه او سل زره افغان کډوال په ایران کې اوسي، چې له دې ډلې څلور میلیونه او سل زره یې قانوني اسناد نه لري.
یاراحمدي همداراز خبرداری ورکړی چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به، هغه زدهکوونکي چې سرپرستان یې یوازې د احصایې اسناد لري، په ښوونځیو کې د نوملیکنې حق ونه لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسلام اباد ومنله چې هغه هیواد ته ورغلي یوشمیر ایراني الوتکې په هغه هیواد کې پاتې دي
پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران ته یې د اسلاماباد نورخان هوايي اډه کې د پوځي الوتکو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده. امریکایي سي بيا ېس شبکې راپور ورکړی و چې ایران د اوربند له اعلان وروسته خپلې څو پوځي الوتکې په دغه اډه کې ځای پر ځای کړې دي.
خو پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې دا راپورونه "تیرایستونکي" بللي او ویلي یې دي چې ایراني الوتکې د ایران او امریکا د خبرو اترو د لومړي پړاو وروسته د ډیپلوماټیکو، امنیتي او اداري ټیمونو د لېږد لپاره پاکستان ته داخلې شوې وې. اسلام اباد زیاته کړې چې ځینې الوتکې او ملاتړ کوونکي پرسونل په موقتي ډول په پاکستان کې پاتې شوي، څو د راتلونکو احتمالي خبرو لپاره چمتو وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: په کابل کې د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د ارومچي د خبرو د بهیر پراغیرمنتیا ټینګاروشو
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا پرموضوعاتو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د دوشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، سیمه ییز امنیت، او د ارومچي خبرو اترو د بهیر د پرمختګ په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د بیان له مخې د چین ځانګړي استازي د ارومچي د خبرو اترو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار وکړ او دا یې د سیمه ییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ وباله. ښاغلي متقي بیا ټینګاروکړچې سیمه ییز ثبات، توازن، اقتصادي همکاري او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي ستنې جوړوي.
د چین په کوربه توب د ارومچي د خبرو د بهیر وروستۍ غونډه د تیرې اپریل میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ترسره شوه چې د طالبانواو پاکستان چارواکو پکې ګډون کړی وو.
هغه مهال دواړو لورو د اورمچي خبرې چې د طالبانو او پاکستاني لوري د کړکیچ د هواري لپاره پلان شوې وې، ګټورې وبللې، خو کومه هوکړه په کې ونه شوه.
بروکسل له اروپایي هیوادونو د افغان کډوالو د ډیپورټ پرمسلې د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي ورغواړي
افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع د بحث لپاره، اروپايي کمېسیون پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو چارواکي بروکسل ته د تخنیکي خبرو لپاره ور وبولي. د راپورونو له مخې، کابل ته به ډېر ژر یو رسمي لیک واستول شي څو د دې غونډې نېټه وټاکل شي.
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې شاوخوا ۲۰ اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول هغوی چې په اروپایي هیوادونو کې یې جرمونه ترسره کړي، د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي. بلخوا، د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې افغانستان کې روان بشري بحران ته په کتو، د کډوالو جبري ستنول ښايي جدي بشري ستونزې رامنځته کړي.
ټرمپ: ایران سره اوربند د نړیدو په حال کې دی
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ایران سره اوربند د "نړیدو په حال کې" وباله او زیاته کړه چې په هرمز تنګي کې د "تلپاتې ازادي" ترعنوان لاندې عملیاتو په بیا پیل ځکه غور کوي چې غواړي په جګړه کې بشپړه بریا ترلاسه کړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل هغه اوربند چې د اپریل په اتمه رامینځ ته شو اوس "دومره کمزوری شوی چې باور یې نه شي کیدای."
ټرمپ وروسته فاکس نیوزته وویل د تلپاتې ازادي عملیاتو په تمدید غور کوي خو تراوسه یې نهايي پریکړه نه ده کړې.
یاد عملیات چې د مې په ۶ مه پيل شول له دوه ورځو کمه موده کې ودرول شول.
ټرمپ وویل : "مونږ به بشپړه بریا ترلاسه کړو. "
د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومت غواړي چې درې نیول شوي خبریالان خوشې کړي
د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومت د دریو افغان خبریالانو د سملاسي خوشي کیدو غوښتنه کوي.
دیاد سازمان د جنوبي اسیا څانګه ددغو خبریالانو د نیول کیدو په اړه اندیښنه څرګندوي او وايي چې د طالبانو حکومت باید د منصور نیازي ، عمران دانش او جاوید نیازي د ساتنې ځای او برخلیک څرګند او هغوی خوشې کړي.
اعلامیه وايي دغه کسان د خبریالانو د ویرولو او غچ اخیستنې دلړۍ په دوام کې نیول شوي او زیاتوي چې اجباري لادرکه کول ددوی د امنیت او د شکنجې د خطر په هکله جدي اندیښنې را مینځ ته کوي.
د طلوع نیوز خصوصي شبکې دیکشنبې په ورځ تایید کړه خبریالان یې ،منصور نیازی او عمران دانش د طالبانو د حکومت لخوا کابل کې نیول شوي دي.
ښاغلی جاوید نیازی د پیګرد په نامه دیو محلي خبري اژانس مسئول مدیر دی.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې "د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ" کې د بیان ازادي ته ژمن دي.
افغان ورزشکارانو بلاروس کې ۶ مډالونه وګټل
د افغانستان د پاور لیفټنګ فدراسیون بلاروس کې د ۲۰۲۶ کال نړیوالو سیالیو کې شپږ مډالونه ګټلي دي.
په دغو سیالیو کې د لسو هیوادونو ورزشکارانو برخه واخیسته او د افغانستان د ملي ټیم غړو وکولای شول چې ۴ د سرو زرو ۱ د سپینو زو او۱ د برونزو مډال وګټي.
نوراحمد سخی زاده ، میرویس رفیع زاده ، فواد شیرین سخن او جابر شیرین سخن هریو د سرو زرو مډال وګاټه.
دو نورو لوبغاړو، روح الله خیراندیش د سپینو زرو او حمید الله کریمي د برونزو مډالونه وګټل.
دغه سیالي چې د مې میاشتې په ۶ مه پيل شوې وې د افغانستان لخوا ۶ لوبغاړو او یو روزونکي په کې برخه واخیستله.
پاور لیفټنګ د زور ازمیلو یوه سیالي ده چې ورزشکار هڅه کوي ترټولو دروند ممکن وزن په دریو حرکتونو کې له ناستې تر ولاړیدو او په سینه ایښودو اوچت او ځای پرځای کړي.
اروپايي اتحادیې د پوتین وروستی وړاندیز رد کړ
اروپايي اتحادیې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین وروستی وړاندېز چې د جرمني پخوانی صدراعظم ګیرهارد شرویدر یې دروسیې او اوکراین په لانجه کې غوره منځګړی وباله، رد کړ.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو مشرې کایا کالاس د دوشنبې په ورځ بروکسل د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل:
"که موږ روسیې ته دا حق ورکړو چې زموږ له خوا مذاکره کوونکی وټاکي، نو دا به هېڅ عاقلانه کار نه وي."
هغې زیاته کړه:
"ګېرهارډ شروېدر د روسیې د دولتي شرکتونو لوړپوړی لابي کوونکی پاتې شوی دی. نو څرګنده ده چې ولې پوتین غواړي هغه د مذاکره کوونکي په توګه وټاکل شي، ځکه په حقیقت کې به هغه د مېز په دواړو خواوو کې ناست وي."
پوتین د شنبې په ورځ، کله چې ترې وپوښتل شول چې له اروپا سره د خبرو د بیا پیل لپاره څوک مناسب بولي، وویل چې دی "په شخصي ډول" شروېدر غوره ګڼي.
دفرانسې د خبري اژانس درپوټ په اساس، ۸۲ کلن ګیرهارد شرویدر له کرملین سره نږدې اړیکې ساتلي دي، او د اوکراین پر ضد د روسیې د یرغل راهیسې یې د ډېرو لوېدیځو مشرانو خلاف دریځ غوره کړی، او هېڅکله یې دغه یرغل په څرګندو ټکو نه دی غندلی.
تهران: له امریکا موږ هیڅ ډول امتیازات ندي غوښتي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا وړاندیز ته په ځواب کې یې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او په بهرکې د دې هیواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازاديدوغوښتنه کړې ده.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ په تهران کې په خبري کنفرانس کې وویل: "موږ هېڅ ډول امتیازات نه دي غوښتي. یوازینی شی چې موږ یې غوښتنه کړې د ایران قانوني حقوق وو."
هغه زیاته کړه، "د ایران په غوښتنو کې په سیمه کې د جګړې پای ته رسول، د امریکا د سمندري محاصرې ختمول او د ایرانیانود شتمنیو ازادیدل چې کلونه کلونه په ناحقه په بهرنیو بانکونو کې بند پاتې دي، شامل وو."
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د جګړې د پای ته رسولولپاره د امریکا وړاندیز ته د ایران ځواب یې ردکړ او هغه ورته هیڅ د منلو ندی.
په کابل کې د جاپان سفارت افغان محصلینو ته د بورسونو د لړۍ اعلان وکړ
په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ میلادي کال د تحصیلي بورسونو اعلان کړی دی.
د سفارت په اعلامیه کې چې دوشنبې د می په یولسمه پرخپله ایکسپاڼه کې یې خپره کړې ویل شوي چې د پوهنې، فرهنګ، ورزش او د تکنالوژۍ علومو وزارتونو له لوري په رسمي او غیررسمي توګه هغو افغان محصلانو ته بورسونه برابریږي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې څیړنیزو زده کړو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د جاپان سفارت او د جاپان حکومت په خپلواکه توګه د غوښتنلیکونو د ارزونې او د نوماندانو د غوره کولو د ټولو پړاوونو مسؤلیت لري.
همداراز ویل شوي چې د افغانستان د آغا خان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلي ازموینو د بهیر په اسانتیا کې له سفارت سره مرسته وکړي، خو د نوماندانو د غوره کولو په برخه کې به هېڅ مسؤلیت ونه لري.
اعلامیه زیاتوي چې دغه بورسونه وړیا دي او ټول لګښتونه یې د جاپان له خوا تمویلېږي.
جاپان افغان ښځینه او نارینه محصلینوته د بورسونو دا لړۍ داسې مهال اعلانوي چې پرافغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په دې هیواد کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو راګرځول شوې دي.
په جلا وطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم غړې له ICC غواړي چې د فیفا په څیردوی ته هم په نړیوالو لوبو کې د لوبیدو اجازه ورکړي
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم غړې د کرکټ له نړیوالې شورا ICC غواړي چې ورته اجازه ورکړي چې د افغانستان په استازیتوب نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.
د دې ټیم غړې شفیقه خان چې اوس د اسټرالیا په کانبیرا کې اوسي اې بي سي نیوز ته ویلي چې ICC دې د فوټبال د نړیوال فدراسیون، فیفا په څیرچې له هیواده بهر د افغانستان د فوټبال ښځینه ټیم ته یې اجازه ورکړې، د دوی د کرکټ ټیم ته هم اجازه ورکړي چې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي. هغې ویلي، د فیفا پریکړې ډیرو افغان ښځو ته له دې پرته چې دوی چیرې ژوند کوي، ډیرې هیلې ورکړي چې کولای شي د خپل هیواد استازیتوب وکړي او هغه څه تعقیب کړي چې ورسره علاقه لري.
تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې له افغانستانه بهرد افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره به یو مالي صندوق او ځانګړې کاري ډله جوړه کړي. د راپور له مخې پرافغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې چې ښځې یې په ټولنه کې د ځینو نورو برخو ترڅنګ له ورزش څخه هم منع کړي، په نړیوالو لوبو کې د دې هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې د دوامداره لوبیدا سره دا بحث راپورته شوی چې د دې شورا مقررات ایجابوی چې هرغړی هیواد باید د ښځو ملي لوبډله هم ولري.