خبرونه
د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله به نن د تاجکستان له ټیم سره مخامخ شي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن چهارشنبه ماښام (د می ۲۸مه) د تاجکستان سره مخامخ شي.
دا لوبه، چې د مرکزي اسیا د اتلولۍ یوه برخه ده، د افغانستان پر وخت د مازدیګر پر ۵:۰۰ بجو پیليږي.
د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان پر وړاندې ماتې وخوړه.
د افغانستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان ترمنځ د مرکزي آسیا اتلولي په تاشکند کې دوام لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په کواټ کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې چاودنه شوې
د خیبرپښتونخوا په کواټ کې یوه جومات ته څېرمه نن د پولیسو د روزنې په یوه مرکز کې زورورې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې له چاودنې وروسته ډزې شوي او کومکي ځواک د پېښې ساحې ته رسېدلی دی.
لومړني راپورونه وايي چې د چاودنې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وايي چې د چاودنې له کبله د روزنیز مرکز شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
د لاهور محکمې د افغان طبي محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه
د پاکستان د لاهور لوړې محکمې د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۱۸مه، له پوهنتونونو څخه د څه باندې ۱۰۰ افغان طبي محصلانو د ایستلو بهیر تر بلې محکمې پورې وځنډاوه.
د فرانسې خبري اژانس د ترلاسه کړي حکم له مخې، قاضي خالد اسحاق د دغو محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم وغځاوه، خو د راتلونکې محکمې د ناستې نېټه یې نه ده ټاکلې.
دغه افغان محصلان وروسته له هغه د ایستلو له ګواښ سره مخامخ شول چې د پاکستان طبي شورا اعلان وکړ، هغه افغانان چې په پاکستان کې د طب او غاښونو په څانګو کې له وړاندې زدهکړې کوي یا یې تازه نوملیکنه کړې، باید افغانستان ته ستانه شي. د دې شورا په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د ملي تګلارو په چوکاټ کې شوې ده.
تر دې مخکې د بلوچستان لوړې محکمې هم د یو شمېر افغان طبي محصلانو د زدهکړو د دوام غوښتنه رد کړې وه.
د بشري حقونو ځینو بنسټونو د پاکستان له طبي شورا غوښتي و چې خپله پرېکړه لغوه کړي. دوی ویلي، دغه پرېکړه په ځانګړې ډول پر افغان ښځینه محصلانو اغېز کولی شي، ځکه ښځې او نجونې په افغانستان کې له زدهکړو محرومې دي.
د جرمني پولیسو یو افغان د یهودانو د عبادتځای د سوځولو د هڅې په تور نیولی
د جرمني پولیسو ویلي، د پنجشنبې په ورځ یې د دغه هېواد په لوېدیځ، ووپرتال ښار کې یو ۳۷ کلن افغان د یهودانو د یوه عبادتځای د سوځولو د هڅې په تور نیولی دی.
د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د ویاند له قوله راپور ورکړی چې شکمن کس هڅه کړې وه د د عبادتځای یا کنیسیټ یوه فرعي دروازه وسوځوي، خو د دې عبادتځای غړو په چټکۍ سره اور مړ کړی دی.
پولیس وايي، شکمن کس تر پېښې مخکې عبادتځای ته د ننوتلو پر زینو اور اخیستونې مایع هم شیندلې وه. په پېښه کې څوک نه دي ټپیان شوي او د رامنځته شویو زیانونو اندازه هم کمه بلل شوې ده.
د پولیسو په وینا، شکمن کس چې مخکې هم پولیسو پېژانده، له پېښې سمدستي وروسته د کنیسیټ په شاوخوا کې نیول شوی دی. لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښايي دې کس په دې اقدام کې کوم ملګری نه درلود.
د جرمني د یهودانو د مرکزي شورا مشر یوزف شوستر دا پېښه غندلې او ویلي یې دي چې دا په دغه هېواد کې د یهودانو پر وړاندې د کرکې د «ورو ورو عادي کېدو» نخښه ده.
امریکا پر سعودي ۴۸ ایف-۳۵ الوتکې پلوري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۴۸ ایف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور اجازه ورکړې ده. د دې معاملې ارزښت شاوخوا ۲۴.۳ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.
په معامله کې د الوتکو ترڅنګ ۴۹ انجنونه، د اړیکو وسایل، پُرزې او نور ملاتړ کوونکي تجهیزات هم شامل دي.
خو د دې معاملې وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې او باید د امریکا کانګرس یې تصویب کړي. که معامله تصویب شي، سعودي عربستان به په منځني ختیځ کې له اسرائیلو وروسته دوهم هیواد شي چې ایف-۳۵ الوتکې لري.
ریاض وايي، دا پرمختللې جنګي الوتکې به د دغه هېواد دفاعي وړتیا پیاوړې کړي.
اسراییل له یوې لسیزې راهیسي ایف ۳۵ الوتکې لري او په جګړه کې ورڅخه کار اخلي.
روسیې او چین د ایران د اتومي بندیزونو د څارنې د پلاوي د ماموریت غځول ویټو کړل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د روسیې او چین د منفي رایو له امله ونه توانېده چې د ایران د اتومي بندیزونو د څارنې د کارپوهانو د پلاوي ماموریت وغځوي.
د امریکا له خوا د وړاندې شوې مسودې هدف دا و چې د دغه پلاوي ماموریت وغځول شي. ټاکل شوې وه چې د پلاوي اوسنی ماموریت د سپټمبر په ۲۶مه پای ته ورسېږي.
مسودې ته د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۱ غړیو مثبتې رایې ورکړې او دوو هېوادونو سپینه رایه ورکړه، خو روسیې او چین، چې د امنیت شورا دایمي غړي او د ویټو حق لري، ورسره مخالفت وکړ.
روسیې او چین ویلي چې د ایران د بندیزونو د څارنې د دغه میکانیزم د دوام اړتیا نشته او پر هېوادونو یې د سیاسي فشار پر ځای د خبرو او دیپلوماسۍ غوښتنه کړې ده.
امریکا بیا د روسیې او چین پر اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دغه پلاوي له منځه تلل به د ایران د اتومي فعالیتونو او د بندیزونو د احتمالي سرغړونو په اړه د معلوماتو او څارنې تشه رامنځته کړي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د ایران اتومي دوسیه د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې له خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم استول شوې ده. د دې ادارې د رییس رافایل ګروسي په وینا، دوی له څه باندې یوه کال راهیسې د ایران د اتومي پروګرام په اړه بشپړ معلومات نه لري او د ۲۰۲۵ کال له جون راهیسې یې د ایران په اعلان شویو اتومي تاسیساتو کې د پلټنې او تایید چارې نه دي ترسره کړې.
افغانستان کې د پولیو دوه نوې مثبتې پېښې؛ د اخته کسانو شمېر ۲۵ ته ورسېد
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس د (ډبلیو پي وي۱) دوه تازه پېښې ثبت شوې دي.
دې سازمان پرون پنجشنبه وویل، د پولیو دغه مثبتې پېښې د هلمند او نورستان ولایتونو په دیشو او کامدېش ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا پېښې د روان کال د اګسټ په ۴مه او ۶مه راپور شوي.
د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په ټول افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
بل پلو، له پولیو پاک افغانستان اعلان کړی چې د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپیاین پیلېږي.
دې ادارې ویلي، د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې به دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي.
لا معلومه نهده چې په دې کمپاین کې به څومره ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
پولیو یوه ساري ناروغي ده چې درملنه نهلري او یوازې واکسینيې مخه نیولی شي.
مکې ته نږدې د "حوثیانو" د بېپیلوټه الوتکې حملې ته د طالبانو حکومت خبرداری
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مکې ښار ته نږدې د بېپیلوټه الوتکې د برید هڅه غندلې ده.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، د حرمینو شریفین خلاف هر ډول اقدام چې د دې مقدسې سیمې امنیت تهدید کړي "نهبخښل کېدونکی جنایت" دی.
د وزارت په ټکو، مکه د اسلامي امت ګډه مقدسه سیمه ده او باید له هر ډول تاوتریخوالي او پوځي اقداماتو په امن کې وي.
د سې شنبې په ورځ سعودي چارواکو د مکې پر ښار د حوثي یاغیانو لهخوا د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید د هڅې خبر ورکړ.
د ایران له ملاتړه برخهمنې د یمن حوثي یاغیانو ډلې پر مکې ښار د برید هڅه رد کړه او ویېویل چې د سعودي پوځي او د تېلو تأسیسات د دوی اهداف دي.
د ترکیې د استخباراتو مشر له افغانستان وروسته پاکستان ته تللی
د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم کالین اسلاماباد ته سفر کړی.
د ترکیې د دولتي خبري اژانس انادولو د راپور له مخې، کالین افغانستان ته له سفر وروسته د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته تللی او د دې هېواد له صدراعظم شهباز شریف، د پوځ مشر عاصم منیر او د استخباراتي ادارې مشر محمد عاصم ملک سرهيې کتلي دي.
د انادولو د راپور له مخې، د ترکیې او پاکستان ترمنځ اړیکې او په سیمه کې امنیتي وضعیت د خبرو اترو اجنډا وه.
کالین د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته سفر کړی و.
هغه په کابل او کندهار کې له یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو سره وکتل.
ترکیې او طالب سرچینو تأیید کړې وه چې په دغو کتنو کې د امنیتي او استخباراتي همکاریو، سیمهییز ثبات، د ترهګرۍ او قاچاق پر وړاندې د مبارزې او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې شوې وې.
ایران کې هره ورځ لږ تر لږه ۵۰ کسان په ټرافیکي پېښو کې مري
په ایران د ټرافیکو پولیس وايي، په ورځني ډول د ټرافیکي پېښو له کبله لږترلږه ۵۰ کسان مړه کېږي.
د ایران د ټرافیکو پولیسو مرستیال احمد کرامي اسد وايي "په روانه سنبلې میاشت کې له ښاري سیمو بهر پر سړکونو په ټرافیکي پېښو کې ۱،۶۱۰ کسانو ژوند بایللی دی".
د ایران روغتیايي ادارې وايي، په روان کال کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۹ زره ۵۴۰ کسان مړه شوي دي.
د ایراني چارواکو په خبره، د سړکونو غیر معیاري جوړښت او د موټر چلولو ناسم فرهنګ د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو عمده لاملونه دي.
کاناډا ته د اروپايي ټولنې د غړیتوب ورکولو په اړه د ټرمپ خبرداری
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، کاناډا ته د اروپايي ټولنې اړونده غړیتوب ورکول د خندا وړ اقدام دی.
هغه د چهارشنبې په ورځ وویل "که چېرته دا اقدام له امریکا سره د دښمنۍ له امله شوی وي، پر اروپايي ټولنې به لوړې تعرفې وضعه کړي".
د ټرمپ په ټکو، "خو که دا اقدام د ښه نیت له مخې شوی ورسره ستونزه نهلري".
اروپايي ټولنې د ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا وړاندیز کاناډا سره د ښو اړیکو په نیت ترسره شوی او د هېڅ هېواد خلاف نهدی.
د چهارشنبې په ورځ د اروپا د کمېسیون رئیسې اورزلا فون درلاین یوه طرحه وړاندې کړه چې له مخې يې په اروپايي ټولنه کې کاناډا ته د دې ټولنې اړونده غړیتوب ورکړل شي.
د دې وړاندیز پلي کېدل د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تأیید ته اړتیا لري.
د کاناډا صدراعظم مارک کارني له امریکا سره د اړیکو له ترینګتیا وروسته هڅه کوي له اروپايي ټولنې سره خپلې اړیکې پراخه کړي.