د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

خبرونه

د ناروې د کډوالو شورا وايي، تر یو میلیون ډېر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي

Afghan refugee children board trucks loaded with their belongings as they wait to depart for Afghanistan at a holding centre near the Pakistan-Afghanistan border in Chaman on April 27, 2025.
Afghan refugee children board trucks loaded with their belongings as they wait to depart for Afghanistan at a holding centre near the Pakistan-Afghanistan border in Chaman on April 27, 2025.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، له کله چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د بې اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو پلان اعلان کړی، تر اوسه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دې شورا پرون (جمعه) پر خپله ویبپاڼه اعلان وکړ چې د بېرته ستنو شویو افغانانو ډېری په زور ایستل شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغان کډوال هغه هیواد ته په زوره ایستل شوي چې لا دمخه له اقتصادي سقوط، پراخې بې‌وزلۍ، او د خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۶۰۰ زره نور افغانان هم افغانستان ته ستانه شي.

دا کسان له هغو شاوخوا یو میلیون افغانانو جلا دي چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه په زور ایستل شوي دي.

افغانستان، چې له مخکې څخه په آسیا کې د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر له پلوه تر ټولو له ستر کړکیچ سره مخامخ دی، اوس د ګاونډیو هیوادونو له لوري د لکونو نورو کډوالو د ورستنېدو بحران هم ورله غاړې شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا دې ته په اشارې چې په درو کې دوې برخې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، د بیرته ستنېدونکو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

د دې شورا د راپور له مخې، راستانه شوې افغان ښځې هم له ځانګړو ستونزو سره مخامخ دي، لکه د تګ راتګ محدودیتونه، د خوندیتوب خطرونه، او د عایداتي سرچینو محدودیت په هغو ټولنو کې چې باید پکې ژوند وکړي او ځان پکې ور ګډ کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا په مېجر کرکټ لیګ کې د نور احمد ټیم بریا خپله کړه

نور احمد
نور احمد

نور احمد په تکزاس سوپرکینګز کې لوبیږي. دغه ټیم سیاټل لوبډلې ته ماته ورکړه. تکزاس ۱۵۳ منډې کړې وې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې په ۶۰ منډو اوټ شول.

افغان لوبغاړي نور احمد د خپل ټیم په ګټه په دریو اوورنو کې ۱۸ منډې ورکړې او دری مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.

په میجر لیګ کې بل افغان لوبغاړي نوین الحق بیا په ممبی نیویارک لوبډله کې لوبیږي. هغه خپله وروستۍ لوبه کې دوه ویکټې واخیستې خو ټیم یې لوبه وبایلوده.

په مېجر لیګ کې سږ کال د افغانستان مشهور لوبغاړی راشد خان نه لوبیږي. راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې د تېرو کلونو په نسبت ښه ونه ځلېد د زیاتو تمرینونو په هدف سږ کال مېجر لیګ ته نه دی تللی.

ټرمپ؛ د ایران "بشپړه تسلیمي" غواړم نه اوربند

ټرمپ وایي چې د ایران "بشپړې تسلیمۍ" غوښتونکی دی، نه اوربند

ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د اسرائیل او ایران ترمنځ روان جنګ کې هدف یې یوازې اوربند نه، بلکې "یو حقیقي پای" ته رسېدل دي.

د امریکا ولسمشر، چې له کاناډا څخه د جي-۷ غونډې یا د نړۍ د اوو لوی صنعتي هېوادونو کلنۍ سرمشریزه له ګډون وروسته بېرته امریکا ته روان و، خبریالانو ته د ایر فورس ون الوتکې کې وویل: "زه د اوربند په لټه کې نه یم، موږ د اوربند نه هم ښه څه غواړو." ټرمپ زیاته کړه چې هدف یې "پای، یو حقیقي پای دی، نه اوربند"، او ټینګار یې وکړ چې له ایران څخه د "بشپړې تسلیمۍ" غوښتونکی دی.

له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي و چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ، چې د جي-۷ غونډه کې ګډون درلود، په دوامدار ډول له خپل د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو او نورو چارواکو څخه تازه معلومات ترلاسه کول.

پر اوکرایین د روسیې په تازه بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي

د کییف یوه ورانه شوې څنډه
د کییف یوه ورانه شوې څنډه

د اوکرایین پلازمینه کییف او نور ښارونه بېګا د روسيې تر پراخو توغندويي او ډرون بریدونو لاندې راغلل.

د راپورونو له مخې دا بریدونه چې تر نن سهاره روان وو لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

دا پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یوه خونړۍ حمله بلل کېږي.

ګڼې هستوګنې ودانۍ په بیګانیو بریدونو کې ورانې شوي. چارواکي اندېښمن دي چې ښايي د مرګژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي ویلي روسیې تېره شپه په ۹ ساعته بریدونو کې پر اوکرایین لږ تر لږه ۴۴۰ ډرون او ۳۲ توغنديز بریدونه کړي.

نږدې ۵ میلیونه افغانان سږکال لومړیو دریو میاشتو کې طبیعي پېښو اغېزمن کړي

د طبیعي پېښو له امله وران کور او متاثره جوړه
د طبیعي پېښو له امله وران کور او متاثره جوړه

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې نږدې پنځه میلیونه افغانان، یا د هیواد د نفوس لس سلنه، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له چاپیریالي ناورینونو اغیزمن شوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ افغانان اکثر د طبیعي پېښو له امله له خپلې اصلو مېنو کډې ته اړ شوي.

د راپور له مخې، د افغانستان ډیری برخې د ژمي او پسرلي په لومړیو کې وچکالۍ، درنې واورې او سیلابونه ځپلي دي.

له دې مخکې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي وو چې د طبیعي پیښو په وړاندې د افغانستان زیانګالو او د څلورو لسیزو جګړو له امله د اقلیم بدلون منفي اغیزې په هیواد کې لویې اقتصادي ننګونې رامینځته کړې دي.

د ایران د جګړې جګپوړي قومندان وژل شوی

د ایران د خاتم الانبیا اډې قومندان علي شادماني
د ایران د خاتم الانبیا اډې قومندان علي شادماني

اسرائیل وایي چې د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه نوی ټاکل شوی قوماندان یې وژلی دی.

د اسرائیل پوځ وایي، علي شادماني چې د غلامعلي رشید تر وژل کېدو وروسته د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د قوماندان په توګه ټاکل شوی و، د سه شنبې سهار وختي په یو هوایي برید کې وژل شوی دی.

تر دې وړاندې، علي شادماني د خاتم‌الانبیا قرارګاه د همغږۍ مرستیال و. خو کله چې غلامعلي رشید په یو هوایي برید کې ووژل شو، علي خامنه‌یي هغه ته د تورن جنرالۍ رتبه ورکړه او د قرارګاه د قوماندان په توګه یې وټاکه.

وای.نت ادعا کړې چې د اسرائیلي استخباراتي او پوځي ادارو له‌خوا د علي شادماني موقعیت معلوم شوی و، او د سه شنبې په سهار د هغه د پټې ناستې ځای د جنګي الوتکو لخوا په نښه شو.

تر دې دمه ایران د دغه راپور په اړه هېڅ غبرګون نه‌دی ښودلی، او د علي شادماني د وژل کېدو موضوع یې نه تایید کړې او نه هم رد کړې ده.

د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه د ایران تر ټولو لوړه نظامي-عملیاتي اداره ده، چې د جګړې، بحران او لویو امنیتي ګواښونو پر مهال د وسله‌والو ځواکونو ګډه قومانده پر غاړه لري.

په دغه پنځو ورځو کې چې د ایران او اسرائیلو تر منځ جګړه روانه ده، اسراییل تر اوسه د ایران د سپاه او وسله‌والو ځواکونو نږدې شل لوړپوړي قوماندانان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر له نړیوالو وغوښتل چې د غزې جګړه ودروي

غزه، ارشیف
غزه، ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک د نړۍ له هېوادونو په بیړني ډول په غزه کې د یوه اقدام غوښتنه کړې ده.

تورک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۹مې غونډه کې وویل " په حکومت کې هر یو کس باید راجګ شي او د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید پر اسراییل او حماس له خپل فشاره کار واخلي".

هغه د جګړې د دوام له کبله پر اسراییل نیوکه وکړه.

تورک ویلي، دوامداره سوله هغه وخت امکان لري چې د دوه دولتونو حل لاره باندې کار وشي او غزه د راتلونکي فلسطیني دولت یوه برخه شي.
د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه ونښته چې حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.
له همغه مهاله د فلسطیني‌ چارواکو په وینا د اسراییلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې څه باندې ۵۴ زره فلسطینان وژل شوي او د غزې اکثره برخې ویجاړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي

له پاکستانه د افغان کډوالو بار شوې کډې، ارشیف
له پاکستانه د افغان کډوالو بار شوې کډې، ارشیف

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) ویلي چې د بودجې د کموالي له کبله خپل درې نیم زره کارکوونکي کموي.

د فرانس پریس په لیکنه دغې ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي چې له دې کار سره به د نړۍ په کچه د دوی د خیرښیګڼې چارې هم کمې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د هغو سازمانونو له ډلې وه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې مرستې پرې بندې کړې.

امریکا د کډوالو د دغې ادارې ۴۰ فیصده لګښتونه برابرول او په کلني ډول یې دوی ته دوه میلیارده ډالر ورکول.

له دې سره به په جینوا کې د دغه سازمان د مرکزي دفتر او په نړۍ کې د نورو دفترونو ګڼ شمېر څانګې وتړل شي.

د طالبانو یو پلاوی د روسیې سنټ پټرزبورګ ته تللی دی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د کرنې د وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کانفرانس کې د ګډون په موخه سنټ پټرزبورګ ته روان شوی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله تېره شپه دغه خبر خپور کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د کرنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې یاد پلاوی د جون له اتلسمې تر ۲۱مې پورې د روسیې اقتصادي کانفرانس کې ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې اقتصاد، چاپیریال ساتنه، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو شریکول به د دغه کانفرانس د بحث وړ مسلې وي.

روسیه له طالبانو سره په سیمه کې ښه تعامل لري او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر یې هم منلی دی.

سپینه ماڼۍ: منځني ختیځ کې مو پوځیان ( په دفاعي حالت) کې دي

په عراق کې د ترهګرۍ ضد ځواکونه، ارشیف
په عراق کې د ترهګرۍ ضد ځواکونه، ارشیف

سپینه ماڼۍ وایي، په منځني ختیځ کې د دوی پوځیان په " دفاعي حالت" کې دي او دغه دریځ کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.

د فرانس پریس په وینا د سپینې ماڼۍ ویاند الکس فایفر د ټولنیزو شبکو په یوه پوست کې پرون دوشنبه ویلي " مونږ به له خپلو ګټو دفاع وکړو".

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د نژدې متحد اسراییل او ایران ترمنځ نن د پيل شوې جګړې پنځمه ورځ ده.

امریکا په منځني ختیځ کې له لسیزو راهیسې د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ سرتیري لري چې د بحرین، مصر، عراق، اردون، کویټ، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په ۱۹ اډو کې میشت دي.

ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.

تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.

دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.

نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.

طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG