خبرونه
د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړې
وروسته له هغه چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د احتمالي برید خبر خپور شو، د چهارشنبې په ورځ د تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې.
امریکايي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره چمتووالی نیسي.
د ګڼو رسنیو د راپورونو له مخې، دې خبر د تېلو رسولو او د سیمه ییزو شخړو د شدت په اړه اندیښنې راپورته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ یې د نړیوالو تېلو بیې ناببره لوړې کړې،
د رویټرز د راپور له مخې د نیویارک د خامو تېلو بیه تر ۳ فیصده زیاته لوړه شوه.
ایران د تېلو صادرونکو هېوادونو سازمان (OPEC) کې د تېلو درېیم لوی تولیدونکی دی، او د راپورونو له مخې، د اسراییلو برید کولی شي له ایرانه د تېلو د انتقال مخه ونیسي.
د رویټرز راپور زیاتوي چې ایران ممکن د هرمز تنګي د بندولو له لارې غچ اخیستونکي اقدامات هم وکړي، چې ویل کیږي د ډیرو هیوادونو د تیلو صادرات به اغیزمن کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا فضايي ځواک تایید کړې چې دوی فضا ته وسلې وړې دي
د امریکا د فضايي ځواکونو په اعلامیه کې راغلي: « متحده ایالتونه په مدار کې د فضا د کنټرول داسې وسلې لري چې د دښمن له خصمانه اقداماتو څخه د ګډو ځواکونو د دفاع وړتیا لري»
دا لومړی وار دی چې متحده ایالتونو په فضا کې د وسلو د لرلو خبره تایید کړې.
متحده ایالتونو په ۲۰۱۹ کال کې د وسله وال پوځ د شپږمې خپلواکې څانګې په توګه د فضايي ځواکونو د تشکیل خبر ورکړ چې دندې یې د ګواښونو مخنیوی او ځمکنیو او هوايي ځواکونو ته د عملیاتي ملاتړ برابرول یاد شوي.
امریکا د ایران په جګړې د جون تر وروستیو څه باندې ۳۳ میلیارد ډالره لګولي
د متحده ایالاتو د حکومت د څارونکو ادارو یو رسمي راپور ښيي چې د جون تر ۲۹مې پورې، متحده ایالاتو له ایران سره په جګړه باندې ۳۳ میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالره لګولي دي.
دا تازه خپره شوې ارزونه د دفاع وزارت د تفتیش، بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو د اژانس په ګډه همکارۍ چمتو شوې ده.
د دوشنبې په ورځ، د ایران د جګړې چې امریکا یې د حماسي غصې عملیات بولي اړوند د دغه راپور له خپرېدو سره هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په "ټروت سوشل" (Truth Social) ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې متحده ایالات اوس په خپل تاریخ کې تر هر بل وخت ډېر پرمختللې وسلې تولیدوي او دا تجهیزات هره ورځ په منځني ختیځ او نورو سیمو کې میشتو امریکايي ځواکونو ته رسول کیږي.
د سند عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه ځنډولې
د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه د سپټمبر تر ۲۹مې ځنډولې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې محکمې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغان محصلینو د عریضو په بنسټ دا پرېکړه کړې ده.
د لاهور عالي محکمې هم د سپټمبر په لسمه له طبي پوهنتونو او کالجونو د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه ځنډولې.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ په پاکستان کې ټولو هغو افغان محصلانو ته د وتلو امر کړی چې په طبي زده کړو بوخت دي.
د راپورونو په اساس د ۳۵۰ نجونو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغان محصلین دمګړۍ د پاکستان د طب او ستوماتولوژۍ په پوهنتونو او کالجونو کې په زده کړو بوخت دي.
نن ماښام د افغانستان او هند دویمه شل اووریزه لوبه؛ هند لومړۍ ګټلې
افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به نن ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.
دا لوبه د نوې ډهلي په ارون جيټلي سټډیوم کې ماښام شپږ نیمې پیلیږي.
افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته خوړلې وه.
په هغې لوبه کې افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو هند بیا یواځې د درېو ویکټو په تاوان په ۱۴م اوور کې پوره کړ.
دا لوبې که څه هم هند کې کېږي خو کوربه توب یې د افغانستان په غاړه دی.
د ایران سراوان ته نږدې ۱۷ افغان کډوال د تندې او ګرمۍ له لاسه مړه شوي
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان "حالوش" (Haalvash) ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ افغانان سراوان ته نږدې په یوه سرحدي سیمه کې د زیاتې تندې له لاسه مړه شوي.
دغه سازمان په یوه بیان کې یکشنبه ویلي چې دا پېښه د وږي په ۱۹مه تېره پنجشنبه شوې او د دغو خلکو جسدونه د خاش سیمې سردخانې ته لیږدول شوي.
په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالب او ایراني چارواکو لا د دې پېښې په تړاو رسماً څه نه دي ویلي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه په دې اړه خپرې شوې ویډیوګانې نه شي تاییدولی.
د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې اکثر افغان کډوال په قاچاقي او خطرناکو لارو ایران ته اوړي چې کله ناکله له داسې مرګونو پېښو سره مخ کېږي.
تېره جولای میاشت هم د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د لږ تر لږه ۱۴ هغو افغانانو مړي وموندل شول چې ایران ته په قاچاقي لارو تلل او په دښته کې ورک شوي وو.
له لومړۍ ماتې وروسته افغانستان نن بیا د هند پر وړاندې لوبېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې نن سې شنبه د ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمو بجو پیلېږي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ هند ته د اوو وېکټو په توپیر وبایلله.
افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې کړې وې او هند د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴ اور کې ټاکلی هدف پوره کړ.
د افغانستان په کوربهتوب دغه لوبې د نوې ډېلي په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي چې درېیمه او وروستۍ یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د «وږې په ۲۶مه» پلان شوې ده.
دا لومړی ځل دی چې هند په خپله خاوره کې د یوې لوبډلې په کوربهتوب لوبې کوي.
تر دې مخکې ډېر ځلې افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د هېوادونو له لوبډلو سره د لوبو کوربهتوب کړی دی.
۳۲ افغان ورزشکاران د جاپان د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو کې ګډون کوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې تأیید کړې چې د افغانستان له دننه څخه یو ورزشي کاروان به د ۲۰۲۶ کال په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته لاړ شي.
د دې کمېټې سرپرست محمد باور هوتک له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا موضوع تأیید کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د افغانستان ۳۲ ورزشکاران به د هېواد له دننه څخه په نهو ورزشي څانګو کې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون ویلي چې د دې برخې د ملي لوبډلې غړي د اسیايي لوبو د ګډون لپاره جاپان ته روان شوي دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبې به د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې پیل شي او د اسیا له لسګونو هېوادونو څخه به زرګونه لوبغاړي پهکې سیالي وکړي.
د یوې څېړنې خبرداری؛ د همالیا غرونه د بدلون یوه بحراني پړاو ته نږدې شوي
د یوې څېړنې موندنې ښیي چې د همالیا غرونه د بدلون یوه بحراني پړاو ته نږدې شوي ځکه د یخچالونو ویلې کېدل د یوې لسیزې مخکې په پرتله چټک شوي او دا وضعیت د اوبو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي.
د څېړنې له مخې، سیمه د دې پېړۍ تر نیمایي پورې د اوبو د "لوړې کچې" پړاو ته نږدې کېږي.
دا موندنې وروسته له هغې خپرې شوې چې د اګسټ په وروستیو کې د نیپال او تبت پر پوله د همالیا یو یخچال ونړېد.
دې پېښې په لاندې درو کې ځمکې ښویېدنې او ناڅاپي سېلابونو ته لار هواره کړه.
د دې پېښو له امله په سیمه کې لږ تر لږه ۱،۳۰۰ کسان مړه او له ۵،۳۰۰ ډېر کسان بېدرکه شوي دي.
دغه څېړنه چې د سیسټیمیک څېړنیز مرکز په ګډون درې سیمهییزو څېړنیز مرکزونو په ګډه ترسره کړې، وایي چې د یخچالونو په ویلې کېدو سره د هغو درو د پاسه جهیلونو کې اوبه ډنډېږي چې مخهیې یوازې کاواکې ډبرې او یخونه نیسي چې تر لاندې سیمو کې یې میلیونونه کسان ژوند کوي.
د دې څېړنې له مخې په وروستیو لسیزو کې د همالیا د یخچالونو کچه په چټکۍ کمه شوې.
دا څېړنه له افغانستانه نیولې تر میانمار پورې د هندوکش او همالیا په غرنیزو سیمو کې د شاوخوا ۴۰ زره یخچالونو له ډلې په ۲۱ یخچالونو ترسره شوې ده.
سبا ماښام د هند او افغانستان دویمه شل اووریزه لوبه کېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به سه شنبه ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.
افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته ومنله.
دا لوبه چې په نوې ډهلي کې وشوه افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو دفاع یې ونه کړای شوه او هند په ۱۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېد.
د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې خو نور اکثر لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول.
د هند پیلیز لوبغاړي ابیشک شرما بیا په ۳۲ توپونو ۸۲ چټکې منډې وکړې.
د ایران د نوي تعلیمي کال په درشل کې د افغان کډوالو ماشومانو ستونزې
په ایران کې د نوي تعلیمي کال د پيل په درشل کې د افغان ماشومانو د نوملیکنې په پروسو کې پیچلتیا افغان کډوال اندېښمن کړي.
د ایران نوی ښوونیز کال څه باندې یوه اوونۍ وروسته د تلې/میزان په لومړۍ پیلېږي.
د راپورونو له مخې د ایران اکثر ښوونځي د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې له معتبر معرفيلیک پرته د افغان ماشومانو نوملیکنه نه کوي.
په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د راپور له مخې تېر کال لږ تر لږه څلور لکه افغان او عراقي ماشومان هلته په ابتدایه او متوسطه ښوونځیو کې شامل شوي و.
ایران لا هم د څه باندې څلورو میلیونو افغانانو کوربه دی چې نږدې یو نیم میلیون یې اسناد نه لري.
اخوا د ځینو راپورونو له مخې چې ایراني چارواکو یې د څېړلو خبر هم ورکړی د ایران ځینو ښوونځیو د مرستې او د لګښتونو په نوم له کډوالو ماشومانو د لسو میلیونو تومانو غوښتنه کړې ده.