خبرونه
یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي
یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي.
دا خبره د شارجه کتاب ادارې (SBA) مشرې، شیخه بدور بنت سلطان القاسمي کړې ده. دې ویلي چې یونان، د خپل بډایه تاریخي میراث او نړیوال کلتوري نفوذ سره، د انساني تخلیق په بهیر کې یوه مهمه ستنه دی.
د شارجه نړیوال کتاب نندارتون د ادارې د معلوماتو له مخې دا په نړۍ کې دریم لوی د کتاب نندارتون دی او په عربي نړۍ کې ترټولو معتبر ګڼل کیږي.
د شارجه کتاب نندارتون اداره هر کال، په خپرونو او اړوندو برخو کې غوره نړیوال استعدادونه منځني ختیځ ته جلبوي. د سږ کال نندارتون به د ۲۰۲۵م کال د نومبر له ۵مې تر ۱۶مې دوام وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
واشنګتن د تایلند او کمبودیا ترمنځ د روغې جوړې هڅې کوي
د امریکا متحد ایالتونو له تایلنډ او کمبودیا څخه وغوښتل چې په خپلو کې سمدستي له دښمنۍ لاس واخلي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ له درې ورځو راهیسې په سرحد کې نښتې روانې دي. تر اوسه لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او په سلګونو زره کسان مجبوره شوې دي چې د جګړو له ویرې له خپلو سیمو ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ وویل چې دغو دواړو ملتونو په اکتوبر کې د ولسمشر ټرمپ په منځګړیتوب روغه جوړه وکړه او باید هغه تړون ته ژمن پاتې شي.
ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې دی به د تایلنډ او کمبودیا له مشرانو سره په ټیلفون هم خبرې وکړي چې له جګړې لاس واخلي.
کمبودیا او تایلند یو بل تورنوي چې جګړه یې پیل کړې ده، دواړو لوریو پر یوه بل د توپونو ډزې کړي او هوایي بریدونه یې کړې دي.
د توکیو او سیول اعتراض پر ماسکو او پیکنګ
جنوبي کوریا او جاپان نن وروسته تر دې اعتراض وکړ چې د چین او روسیې پوځي الوتکو په ګډه د دغو دوو هیوادو شاوخوا الوتنې وکړې.
جنوبي کوریا د روسیې او چین استازیو ته خپل اعتراض اعلان کړ او جاپان ویلي دي چې خپلې جدي اندیښنې یې د خپل ملي امنیت په تړاو له دغو هیوادو سره شریکې کړې دي.
د توکیو په باور، دوو ( تو- پنځه نوي) روسیي الوتکو چې د اټومي وسلو د لیږد توان لري د سې شنبې په ورځ له دوو چینایي ( ایچ- شپږ) الوتکو سره د جاپان شاوخوا الوتنې وکړې.
دا الوتنې وروسته تر دې ترسره شوې دي چې د جاپان صدراعظم سانای تاکایچي د تایوان په برخه کې د چین له دریځ سره مخالفت څرګند کړ.
د راپورونو له مخې د روسیي او چین الوتکې د جاپان او جنوبي کوریا د هوایي حریم له قلمرو څخه بهر تیرې شوې دي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو له دفتر سره مرستې کمې شوي
د ملګرو ملتو د بشري حقونو ستر کمشنر وایي د ده دفتر د پاتیدو لپاره هڅې کوي، ځکه چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي.
ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ وویل چې مرستې په داسې وخت کې کمې شوې دي چې له شخړو څخه په اغیزمنو سیمو کې له بشري حقونو څخه سرغړونې په زیاتیدو دي.
ښاغلي ترک زیاته کړه چې هیوادونو ته د ملګرو ملتو د ځانګړیو راپور ورکوونکو سفرونه کم شوې دي او په کولمبیا، کانګو، میانمار، تونس او یوشمیر نورو هیوادونو کې چې اړتیاوې به زیاتیدو دي، بنیادي هلې ځلې باید ودرول شي.
په ایران کې د طالبانو د لوړو زده کړو پر وزیر انتقادونه شوې
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران د سفر پرمهال د دغه هیواد د علومو له وزیر حسین سیمایي صراف سره لیدلي دي او هغه ترې پوښتنه کړې ده چې دا ممکنه ده چې د یوه هیواد نیمایي کسان حذف شي.
د ایران ایلنا خبرې اژانس د ښاغلي سیمایي خبرې رااخیستې دي چې ندا محمد ندیم ته یې ویلي دي چې د ایران په پوهنتونونو کې نجونې او هلکان یوځای درس وایي او په دین او روایتونو کې د ښځې او نر ترمنځ هیڅ توپیر نه شته.
د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي بي بي سي ته ویلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې نه دې شوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د اونۍ په پيل کې د نژدې یوې اونۍ په مخه ایران ته په سفر تللی دی.
دیوالي جشن د یونسکو په فرهنګي میراث کې داخل شو
دیوالي جشن نن د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لیست کې شامل شو.
د هند په پلازمینه نوي ډيلي کې د یونسکو غونډه پرون پرانیستل شوه چې تر سبا پورې دوام کوي. په دې غونډه کې د اته اویا هیوادونو په لسګونه فرهنګي میراثونه ارزول کیږي چې ځیني یې د یونسکو د فرهنګي میراث برخه شي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي د یونسکو د اعلامیې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دیوالي د هندي کلتور او ارزښتونو مربوط ده.
مودي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل چې دیوالي د هندي تمدن روح دی او د یونسکو دا پریکړه به د دې جشن نړیوال شهرت لاپسې زیات کړي.
دیوالي د هندوانو له مهمو جشنونو څخه دی چې په هند او نوره نړۍ کې یې هندیان لمانځي.
د تایلنډ او کمبودیا د جګړو له امله سلګونه زره کسان بیځایه شوې
د امریکا متحد ایالتونو له تایلنډ او کمبودیا څخه وغوښتل چې په خپلو کې سمدستي له دښمنۍ لاس واخلي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ له درې ورځو راهیسې په سرحد کې نښتې روانې دي. تر اوسه لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او په سلګونو زره کسان مجبوره شوې دي چې د جګړو له ویرې له خپلو سیمو ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ وویل چې دغو دواړو هیوادونو په اکتوبر کې د ولسمشر ټرمپ په منځګړیتوب روغه جوړه وکړه او باید هغه تړون ته ژمن پاتې شي.
ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې دی به د تایلنډ او کمبودیا له مشرانو سره په ټیلفون هم خبرې وکړي چې له جګړې لاس واخلي.
کمبودیا او تایلند یو بل تورنوي چې جګړه یې پیل کړې ده، دواړو لوریو پر یوه بل د توپونو ډزې کړي او هوایي بریدونه یې کړې دي.
د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو ته استول شوی پرانیستی لیک: له خطرسره مخامخ افغانان دې ژرتر ژره جرمني ته ولیږدول شي
د بشري حقونو په ګډون څه باندې ۲۵۰ سازمانونو پرون سې شنبې د جرمني حکومت ته په یوه استولي پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې چې ټول هغه له خطرسره مخ افغانان ژر ترژره جرمني ته ولیږدوي چې مخکې ورسره د منل کیدو ژمنې شوې دي.
د جرمني ډي پي آې خبري آژانس د راپورله مخې دغو سازمانونو په دغه لیک کې چې د بشري حقونو له نړیوالې ورځې څخه یې یوه ورځ مخکې د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو په نومونو استولی، ویل شوي: "اوس خپل ټول توان وکاروئ چې هغه افغانان چې د منلو ژمنې ورسره شوي د دي کال تر پای ته رسیدو مخکې جرمني ته ولیږدي."
د جرمني ایتلافي حکومت د مې میاشتې په پیل کې له افغانستان څخه د خلکو د منلو پروګرامونه ځنډولي وو.
خو په وروستیو اوونیو کې، جرمني په څو الوتنو کې هغه افغانان چې په محکمو کې یې دعواوې ګټلې وې، له پاکستانه هغه هیواد ته ولیږدول. د راپورنو له مخې نژدې ۱۹۰۰ افغانان لا هم دې ته منتظردي چې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې جرمني ته ولیږدي.
په دوی کې هغه پخواني محلي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ هم شامل دي چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې یې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.
په دغه لیک کې همدارنګه غوښتنه شوې چې د جرمني حکومت ته پکارده چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې له خپلو ټولو امکانانو کارواخلي ترڅو ډاډ حاصل شي چې پاکستان له خطرسره مخ افغانان د هغوی د کیسونو تربشپړېدو پورې بیرته افغانستان ته ونه لیږي.
د اوکراین ولسمشر وایي چمتو دی چې انتخابات ترسره کړي که ورته د ډاډمن امنیت زمینه برابره شي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، که چېرې متحده ایالات او نور شریکان یې په خوندي او ډاډمنه توګه د انتخاباتو لپاره د امنیت زمینه برابره کړي چمتودی چې په خپل جګړه ځپلي هیواد کې انتخابات ترسره کړي.
سپینې ماڼۍ د اوکراین له حکومت څخه د ټاکنو غوښتنه کړې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سې شنبې د ډسمبر په ۹مه له پولیټیکو خپرونې سره په یوه مرکه کې بیا ټینګاروکړچې "اوس یې وخت دی". د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې په اوکراین چې د روسیې له خوا جګړه روانه ده، د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه داسې مهال کیږي چې د دې هیواد اساسي قانون د جګړې پر مهال ټاکنو ته اجازه نه ورکوي.
زیلینسکي وویل چې دی به پارلمان وهڅوي چې داسې قانون جوړ کړي چې د فوق العاده وضعیت پر مهال ټاکنو ته اجازه ورکړي.
د راپورله مخې که چیرې له روسیې سره په اوکراین کې د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند وشي او د ټاکنو د پروسې د ترسره کیدو ډاډ ترلاسه شي، نو کیدای شي په دې هیواد کې له ۶۰ څخه تر ۹۰ ورځو پورې انتخابات ترسره شي.
چین له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل منځني اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
چین له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل منځني اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د چین د سینهوا خبري آژانس د راپورله مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند کوجاکین Guo Jiakun پرون سې شنبې د ډسمبرپه نهمه په یوه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ د ډسمبرپه پنځمه بیا نښتې شوې چې یوشمیرکسان پکې وژل شوي، وویل، پاکستان او افغانستان باید خپل اختلافات د خبرو او سلامشورو له لارې حل کړي، خپل ترمنځ کړکیچ کم کړي او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره په ګډه کاروکړي. هغه زیاته کړه، پاکستان او افغانستان د چین د اوږدې مودې دوستان اوداسې ګاونډیان دي چې له یوبل څخه ځان نشي لیرې کولی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګاروکړچې چین چمتو دی چې له نړیوالې ټولنې سره یوځای کار وکړي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او پراختیا لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. که څه هم ظاهراً چین تراوسه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روان کړکیچ د هواري لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو کوربه توب ندی کړی خو په دې برخه کې د قطرپه ګډون د سیمې د یوشمیرنورو هیوادونو هڅو تراوسه پورې کومه نتیجه نده ورکړې. له هغې راهیسې چې د اوکتوبرمیاشتې په لومړیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې لارې تړلي دي.
په پنجشیر کې د چاودنې په اړه ضد ونقیضې څرګندونې
د یوشمیر رسنیو له خوا د هغو راپورونو له خپریدو وروسته چې وایي په پنجشیرکې تیرماښام په دوو چاودنو کې یوشمیرطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د طالبانو د حکومت یوې باوري سرچینې د یوې چاودنې پخلی کړی خو دا یې نده تایید کړې چې طالبانو ته دې پکې مرګ ژوبله اوښتي وي. دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي ازادي راډیو ته وویل، داسي ښکاري چې پیښه د هغو چاودیدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې شوې چې کان کیندونکو کانونو ته لیږدول. دې سرچینې داهم ویلي چې چاودنه داسې سیمه کې شوې چې هلته څوک نه و.
یوشمیر کورنیو رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي چې د پنجشیر په دره عبدالله خیل ولسوالۍ کې تیرماښام د طالبانو په یوه قرارګاه کې چاودنې شوې چې په ترڅ کې یې اته طالبان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. ازادي راډیو نشي کولای په خپلواکه توګه په دې چاودنه کې طالبانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه خپاره شوي راپورونه تایید کړي.