خبرونه
برتانیا او اروپايي ټولنه د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي
ډیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د اروپايي اتحادیې او برتانیې مذاکره کوونکي د بریګزیت یا - له دغې اتحادیې د بریتانیې له وتلو- وروسته د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې چې د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر په لندن کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې کوربه توب ته تیاری نیسي.
د اروپايي اتحادیې ډیپلوماتانو وویل چې غړو هیوادونو په دې سرمشریزه کې د امنیت او دفاع، تجارت او د کبانو د ښکار، او د ځوانانو د میشتیدو په هکله د همکاریو په برخه کې درې سندونه د لاس لیک لپاره تصویب کړل.
په نهایی توافق کې، بریتانیا منلې چې په ۲۰۲۶ کال کې د اوسني تړون له پای ته رسیدو وروسته به د ۱۲ کلونو لپاره اروپایی کب نیونکو ته اجازه ورکړي چې ښکار وکړي؛ په بدل کې به یې، اروپايي اتحادیه له بریتانیا څخه د خوړو پر وارداتو اداري محدودیتونه کم کړي.
د ځوانانو د مېشتېدو په مسئله کې - د اختلاف یوه بله لویه خبره، د لندن دا اندیښنه وه چې دا ډول پلان به د اروپايي اتحادیې او بریتانیا ترمینځ د سفر آزادۍ ته د بیرته ستنېدو لامل شي خو مذاکره کوونکو پر یوه عمومي متن موافقه وکړه، چې جزئیات به یې په راتلونکو خبرو اترو کي وڅیړل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د خزانې وزارت له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تازه بندیزونه
د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر ۲۷ هوايي شرکتونو بندیزونه اعلان کړل.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران دغو سوداګریزو هوايي شرکتونو له ډېره وخته د ایراني رژیم ملاتړ کړی او د ایران سپاه پاسداران د وسلو او پرسونل د انتقال لپاره له دغو هوايي شرکتونو کار اخیستی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ هم ویلي چې د دغو بندیزونو په اساس که ایرانۍ الوتکې په کوم هوايي ډګر کې کیني څوک تیل یا نور خدمات نه شي ورته وړاندې کولی که نه نو له ډالري سیسټم به لرې شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د دې اقدام په وړاندې به مقاومت وکړي.
د امریکا له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تر تازه بندیزونو وروسته په ځینو هېوادونو کې د ایران د هوایي شرکتونو د الوتنو د کمېدو راپور ورکړل شوی.
د ترکیې په مانیسا کې یوه بریدګر ۱۱ زده کوونکي په ډزو سره ټپیان کړي
په ترکیه کې د یوه ښوونځي مخته په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ زده کوونکي ټپيان شوي.
دا پېښه نن سهار د مانیسا ولایت په تورګوتلو سیمه کې شوې.
له ټپي زده کوونکو د دوو حالت نازک ښودل شوی.
ترکي چارواکو بریدګر د ښوونځي یو زده کوونکی بللی چې له سیمې تښتېدلی دی.
پولیس د بریدګر په لټه کې دي او د ښوونځي په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
فایق: افغان ښځې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په درشل کې د افغانستان د ښځو، سولې او ملي پخلاینې په نوم یوه غونډه جوړه شوه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق تېر ماښام دې غونډې ته وویل چې له پنځو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له تعلیم، کار او ټولنیز ژونده محرومې شوي.
هغه وویل چې افغان ښځې یواځې قربانیانې نه بلکې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي او په هر سیاسي بهیر کې باید د هغوی ګډون په مستقیمه او اغېزمنه توګه ډاډمن وي.
دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازیو او ځینو افغان فعالانو برخه اخیستې وه.
افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي د اسیایي لوبو نایب اتله شوه
افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي په اسیايي لوبو کې د نقرې مډال وګاټه.
فریبا هاشمي سه شنبه سهار د سړک د بایسکل چلوونې ټاکلی واټن په ۲ ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې وواهه او تر چینایۍ لوبغاړې وروسته دویم مقام ته ورسېده.
دا لومړی وار دی چې له اسیايي لوبو افغان نجونې مډال ترلاسه کوي.
فریبا هاشمي چې په ایټالیا کې اوسیږي په اسیايي لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي.
اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي برخه اخیستې.
پر افغانستان هوايي بریدونه؛ پاکستان وايي ۲۸ سخت دریځي یې وژلي
په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د درې ملکي وګړو د وژل کېدو پخلی وکړ، د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۲۸ سخت دریځي وژل شوي دي.
د روېټرز د راپور له مخې د پاکستان یوه امنیتي چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې په راپور کې خپور شي ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان په دوو ولایتونو، پکتیکا او کونړ باندې شوي او د دې هېواد د اطلاعاتو وزارتیې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۸ تنه ښودلی، خو د پاکستان پوځ د دې خبر تر چمتو کېدو پورې د دغو بریدونو په اړه څه نهدي ويلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغو بریدونو په وړاندې د اعتراض په توګهیې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ.
د اعلامیې له مخې دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوي او په کلکو ټکو غندل شوي دي.
واشنګټن د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوو باخبره سرچینو ویلي چې د بندیزونو طرحه چمتو شوې، خو د اعلان کره وختیې لا نهدی معلوم.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، ښايي په دې اړه پرېکړه په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې اعلان شي.
واشنګټن له هاګ مېشتې د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې د اسرائیلي مشرانو پر وړاندې د نیولو حکمونه او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه پخوانۍ څېړنه پای ته ورسوي.
امریکا تر دې مخکې د دې محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د جنګي جرمونو، نسلوژنې او بشریت ضد جرمونو د څېړنې او محاکمې لپاره جوړه شوې ده.
متحده ایالات د دې محکمې غړی نهدی.
د کرملېن تر کنټرول لاندې ګوند بریا؛ اروپايي ټولنې ټاکنې جعلي وبللې
روسي چارواکي وایي، د کرملېن تر کنټرول لاندې د "متحدې روسیې" ګوند په وروستیو پارلماني ټاکنو کې بېسارې بریا ګټلې، خو اروپايي ټولنې هغه "جعلي ټاکنې" بللې دي.
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې "متحدې روسیې" نږدې ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او د پارلمان یا دوما د ۴۵۰ څوکیو له ډلې یې ۳۵۵ څوکۍ ګټلې دي.
د دوما لپاره دغه ټاکنې پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بشپړ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې وې چې د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره شوې.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د راپور له مخې د دغه بهیر په ترڅ کې چې له مخکې "ښه تنظیم شوی" و، رایه ورکوونکو کولای شول له څو هغو سیاسي ګوندونو څخه چې ټولیې د کرملېن لهخوا منظور شوي و، یو انتخاب کړي.
ټولو دغو ګوندونو د ولسمشر ولادیمیر پوتین بشپړ ملاتړ کاوه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پر خواله رسنیو کې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي "دغه دوما ته په نوم ټاکنې د روسیې د ډیموکراسۍ لپاره یو بل ستر په شاتګ و".
د ټرمپ او پزشکیان احتمالي لیدنه؛ د تېلو بیې راښکته شوې
په نړۍ کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته راولوېدې چې وایي، روانه اوونۍ به د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شي.
د شمالي سمندر د برنټ اوومه تېلو بیه څلور سلنه راولوېده او د یوه بېرل بیهیې ۹۹ ډالرو او ۶۹ سنټو ته ورسېده.
د امریکا د وېسټ ټکزاس انټرمیډیټ تېلو بیه هم پنځه سلنه راټیټه شوه او د هر بېرلیې ۹۵ ډالرو او ۲۲ سېنټو ته ورسېده.
په نړیوال بازار کې د تېلو بیې داسې مهال راولوېدلې چې روانه اوونۍ به د نړۍ مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د خپلو ویناوو بهیر پیل کړي.
د راپورونو له مخې د دې احتمال شته چې د دې اسامبلې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم سره وګوري.
ټرمپ هم له یوې کورنۍ رسنۍ سره د دغې کتنې احتمال رد نهکړ.
پاکستاني پولیسو د عمران خان درې خویندې نیولې دي
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان درې خویندې نیولې دي.
تحریک انصاف ګوند نن تایید کړه چې علیمه خان، عظمی خان او نورین خان د لاهور کوټ لکهپت زندان ته وړل شوې دي.
د لاهور د پولیسو کمیشنر یکشنبه د خان د خویندو د نیولو امر ورکړی او ویلي یې دي چې د نظم د ټینګښت لپاره دې دېرش ورځې په توقیف کې وساتل شي.
د عمران خان خویندې داسې وخت بندیانې شوي چې د هغه ګوند تحریک انصاف په ټول پاکستان کې راتلونکې یکشنبه د سپټپمبر ۲۷مه د لاریونو پلان نیولی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا لاریونونه ناقانونه دي او اجازه نه ورکوي چې د خلکو ژوند مختل او لارې بندې کړي.
اسیايي لوبې او د افغان لوبغاړو ځینې لاسته راوړنې
د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي خالد هوتک په اسیايي لوبو کې خپل یمنی سیال مات کړی او یو اتم پړاو یا کوارټرفاینل ته وتلی دی.
تمه ده هوتک سبا ماښام په کوارټرفاینل کې له خپل اندونیزیايي سیال سره مخ شي.
دی که هغه لوبه وګټي نو د اسیايي لوبو د برنزو مډال یې قطعي کېږي ځکه نیمه پایلوبو ته وتلی شي.
خالد هوتک دوه وار مخکې هم په چین او اندونیزیا کې له اسیايي لوبو د برنزو مډالونه ګټلي.
اخوا افغان لوبغاړې فریبا هاشمي په بایسکل چلوونې کې د شنبې په ورځ په یو لړ لوبو کې اوومه شوه.
هغې ۲۴ کیلومتره لاره په نږدې ۲۸نیمو دقیقو کې ووهله او له تایلند، تایوان، ایران، مغولستان، اندونیزیا،متحده عرب اماراتو، ماکائو او قطر څخه مخکې پای کرښې ته ورسېده.
اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي ګډون لري.