د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۴

خبرونه

د ویانا ژوبڼ د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ

په ویانا کې د لان یون په نامه پانډا - عکس رويټرز
په ویانا کې د لان یون په نامه پانډا - عکس رويټرز

د ویانا ژوبڼ د چهارشنبې په ورځ (د می ۱۴مه) په ځانګړو مراسمو کې د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ.

دا دوه ژوي په ۲۰۲۰ م کال کې د چین په مرکزي سیمه کې د حیوانانو په یوه مرکز کې زیږیدلي او لان یون او هي فینګ نومیږي.

د ویانا ژوبڼ خپل دوه نور پانډا په تیر سپتمبر میاشت کې چین ته ستانه کړل. دغو ژویو ۲۴ او ۲۵ کاله عمر درلود.

د ویانا د ژوبڼ چارواکو د دغو نویو پانډاوو لپاره د اوسېدو ځای عصري جوړ کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د جرمني دفاع وزیر: ټرمپ دې له خپلو څرګندونو بښنه وغواړي

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ، ارشیف
د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ، ارشیف

د جرمني دفاع وزیر د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د ناټو دتیر حضور په اړه خپلو څرګندونو څخه بښنه وغواړي.

ټرمپ په دې وروستیو کې وویل چې د ناټو متحدینو افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې ځانونه لیرې ساتل.

داروپايی هیوادونو نوروسیاستوالو او پخوانیو پوځیانو هم د ټرمپ په دغو څرګندو سخت انتقادونه کړي.

تیره اونۍ فاکس بیزنس نیتورک سره مرکه کې ټرمپ وویل چې امریکا هیڅکله ناټو ته اړتیا نه لرله او توریې ولګاوه چې ناټو ځواکونو افغانستان کې د جګړې له لومړۍ کرښې ځانونه لیرې ساتل.

دغه خبرې د ناټو د متحدینو د ژور خپګان سبب شوې.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس تیره شپه ددغه هیواد ملي ټلویزیون ARD سره مرکه کې وویل:

دا سمه نه ده او دا بې احترامي ده چې د خپلو متحدینو د مړو په اړه په دې ډول خبرې وکړئ. دوی ټول هلته د امریکا ترڅنګ ولاړ وو. نن ورځ که کومه بله ادعا وشي هیڅ حقیقت نه لري.


د جرمني زرګونو سربازانو د افغانستان په تیره شل کلنه جګړه کې د ناټو په لیکو کې فعالیت کړی اوددوی ۵۹ عسکر هلته وژل شوي دي.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریوس وویل چې دامریکا دفاع وزیر پیت هاګسیت سره خپله راتلونکې غونډه کې به په دې اړه خبرې وکړي او له ولسمشر ټرمپ څخه یې وغوښتل چې بښنه وغواړي.

هغه وویل چې دا بښنه غوښتل به په ټکو یې"د نجابت، درناوي او همدارنګه د بصیرت نښه وي."

د پیستوریوس له دغو خبرو مخکې د بریتانیا د صدراعظم کییر ستارمر په شمول نورو اروپايی سیاستوالوهم د ټرمپ د څرګندونو په هکله ورته خبرې کړي.

د بریتانیا صدراعظم کییر ستارمر د ټرمپ څرګندونې "وحشتناکې" وبللې.

ټرمپ دتیرې شنبې په ورځ سره لدې چې له خپلو څرګندونو بښنه ونه غوښته خو د بریتانیا سربازان یې" ستر او زړور " وبلل.

د اسټرالیا، ایټالیا، ډنمارک او پولنډ صدراعظمانو، او د ناټو د نورو غړو او متحدو هېوادونو چارواکو هم د افغانستان په جګړه کې د دوی د ونډې په اړه د ټرمپ پر څرګندونو سخت انتقادونه کړي دي.


د ټرمپ ادارې چارواکي په اروپايي متحدینو انتقاد کوي وايي چې دوی دناټو په لګښتونو کې نسبتا کمه ونډه اخلي او د خپلې دفاع لپاره ډیره تکیه په متحده ایالاتو باندې کوي.

د المپیک ملي کمیټې مشر د اسیا المپیک شورا د لیاقت جایزه ګټلي ده

په تبعید کې د افغانستان د المپیک د ملي کمیتې مشر حفیظ الله ولي رحیمي د اسیا د المپیک شورا د "لیاقت"جایزه ګټلي ده.

هغه ته دا جایزه د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) د ازبکستان په پلازمینه دوشنبې کې د دې شورا په۴۶مه عمومي ناسته کې ورکړه شوه.

رحیمي له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مشري په غاړه لري.

په ۲۰۲۱کال کې د تیر جمهوري نظام له پرځیدو وروسته دې کمیټې په تبعید کې په کار پیل وکړ چې مشري يې ښاغلی رحیمي کوي.

که څه هم د افغانستان دننه د طالبانو حکومت احمد الله وثیق د المپیک د ملي کمیټي د مشر په توګه ټاکلی، خو د المپیک نړیواله کمیټه او د دې شورا د اسیا برخه ښاغلی رحیمي په رسیمت پیژني.

په تبعید کې د افغانستان د المپیک ملي کمیټه نړیوالو لوبو ته افغان لوبغاړي معرفي کوي.

یونیسیف؛ په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي، په ښوونځیو کې د هلکانو نوملیکنه د پخوا پرتله کمه شوې ده.

یونیسیف د دوشنبې په ورځ د (جنوري۲۶مه) پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل، "د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز، د دوه نیم میلیونو نجونو سربیره په ښوونځيو کې د هلکانو په نوملیکنه هم کمښت راوستی دی".

دې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر زده کړو بندیز د یوه نوي نسل راتلونکی په خطر کې اچولی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې له شپږم ټولکي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه محرومه دي.

د نړیوالو له غبرګونونو او شدیدو انتقادونو سربیره د څلورو کلونو په تیریدو سره طالبانو لا هم دغه بندیز لیرې کړی نه دی.

د افغانستان د کرکټ۱۹کلنې لوبډلې له سریلانکا ماتې وخوړه

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د نړېوال جام د دویم پړاو په لومړنۍ لوبه کې له سریلانکا څخه ماتې وخوړه.

د سریلانکا او افغانستان ترمنځ دا لوبه نن دوشنبه ترسره شوه چې لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۴۹،۵ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۱۹۳ منډې هدف وټاکه.

د سریلانکا لوبډلې وکولی شو چې په ۴۶ م اور کې ټاکل شوی هدف پوره او د ۴ ویکټو په توپیر لوبه په خپل نوم کړي.

په دې پړاو کې د افغانستان دویمه لوبه د جمعې په ورځ له ایرلینډ سره ده.

د افغانستان تر نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې د نړېوال جام د لومړي پړاو په څلورم ګروپ کې جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، او تانزنیا ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړې ده.

په امریکا کې وروستیو سختو واورو او سړې هوا تر اتلسو زیات کسان وژلي دي

په امریکا کې وروستیو سختو واورو او سړې هوا تر اتلسو زیات کسان وژلي دي.

د نړیوالو اژانسونو د راپورونو له مخې، د واورې توپان په بیلابیلو ایالتونو کې میلیونونه کسان اغیزمن کړي دي.

د دغو راپورونو له مخې، په ټکساس ایالت د موټرو د ښوییدو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس د نیویارک ښارول زوهران ممداني په حواله راپور ورکړی چې په دې ښار کې پنځه کسان د یخې هوا له کبله مړه شوي دي.

راپورونه وايي، د ټکساس او نیویارک سربیره په میشګین او لوییزیانا ایالتونه کې هم خلکو ته مرګژوبله اوښتي ده.

له تیرو څو ورځو راهیسې د امریکا په ډیر ایالتونو کې سخته واوره شوي ده.

د واورې دغه توپان د مرګژوبلې سربیره، د ګڼو کورونو او فابریکو برېښنا پرې کړې او له زرو ډیر نړیوال پروازونه يې لغوه کړې ده.

د امریکا د هوا پیژندنې ملي ادارې په راتلونکو ورځو کې د لا زیاتو واورو د وریدو اټکل کړی دی.

د طالبانو له‌خوا د رسنیو ملاتړو بنسټونو د جواز لغوه کیدو غبرګونونه راپارولي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له خوا د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو لغوه کول د رسنیو د ازادیو خلاف بللي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، "د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د فعالیت جواز لغوه کول د رسنیو قانون او د رسنیو د ازادۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي".

یاد سازمان دا اقدام "د واکمنې ادارې د یو غږیز سیاست په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د بهیر دوام" بللی دی.

بل پلوه، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دوشنبې په ورځ ویلي، "دا پرېکړه له حقوقي او مسلکي معیارونو پرته عملي شوې او کولی شي د رسنیو پر ازادۍ، د خبریالانو پر امنیت او د معلوماتو پر ازاد بهیر جدي او زیانمنې پایلې ولري ".

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ د دلو په شپږمه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونه ارزولي، چې له ډلې یې د درې بنسټونو د فعالیت جواز تمدید کړی او د نورو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.

د طالبانو حکومت له درو پرته د خبریالانو او رسنیو د ټولو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي

افغان خبریالان او عکاسان
افغان خبریالان او عکاسان

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دوی یواځې «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید کړي دي.

له دغو دریو پرته پاتې نور ټول سازمانونه او بنسټونو لغوه شوي.

د طالبانو حکومت د دغو بنسټونو مسوولین په غیر مسلکیتوب تورن کړي او ادعا یې کړې چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور ته زیان رسولی وو.

د طالبانو دغه اقدام د رسنیزو فعالانو عکس العملونه پارولي.

له دې ډلې رسنیز فعال او افغانستان کې د جنوبي اسیا د رسنیو سفما پخواني مشر ضیا بومیا ازادي راډیو ته وویل چې د ده په خبره له استبدادي نظامونو له دې ډېره تمه نه شي کیدای.

امریکا کې درنو واورو او سړې هوا لږ تر لږه لس کسان مړه کړي

د امریکا د سختو واورو او سړې هوا یو انځور - نیویارک
د امریکا د سختو واورو او سړې هوا یو انځور - نیویارک

په امریکا کې د سختې واورې او سړې هوا له امله لږ تر لږه لس کسان مړه شوي.

له دې ډلې پنځه تنه په نیویارک او دوه تنه په لویزیانا کې د سړې هوا او هایپوټرما یا د بدن د حرارت د ډېر کمښت په سبب او دری تنه په ټکساس کې د موټر د ښوییدو په پېښه کې مړه شوي.

د امریکا په اکثرو سیمو په تېره جنوبي ایالتونو کې له څو ورځو راهیسې سختې واورې شوي او ورسره هوا سړه شوې ده.

له دې امله د یکشنبې له شپې د شاوخوا اتو لکو کورونو برېښنا پرې شوې او د هوايي شرکتونو زرګونه الوتنې لغوه شوي دي.

د امریکا د هواپېژندنې ملي ادارې امریکایانو ته راتلونکو ورځو کې د لا زیاتې سړې هوا او واورې ورېدو خبرداری ورکړی.

تېر ډسمبر کې ۳۶۶ افغانان د ناروغیو په تېره سینه و بغل په سبب مړه شوي

هرات کې یوه افغان ښځه د خپل ناروغ ماشوم سره
هرات کې یوه افغان ښځه د خپل ناروغ ماشوم سره

د روغتیا نړیوال سازمان وايي تېر ډسمبر میاشت افغانستان کې لږ تر لږه ۳۶۶ کسان اکثر د حاد تنفسي ناروغیو په سبب مړه شوي.

دغه سازمان پرون ناوخته په خپله پاڼه په دې اړه یو تفصیلي راپور خپور کړی.

د راپور په اساس د ۲۰۲۵ کال په وروستۍ میاشت ډسمبر کې یواځې ۳۵۲ کسان د سینه و بغل / نمونیا له لاسه مړه شوي چې دا شمېر د نومبر په پرتله نږدې ۲۵ فیصده زیات دی.

په افغانستان کې د ژمي په سړو میاشتو کې د شدیدو تنفسي ناروغیو پېښې زیاتیږي چې له امله یې اکثر زیانګالي کسان او ماشومان د مرګ له خطر سره مخ وي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ  د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کوي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د آسیا د فوټسال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر وړاندې ترسره کړي.

افغانستان په دې سیالیو کې په څلورم ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره یو ځای دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبغاړي په تایلنډ کې له تمریناتو وروسته، د یکشنبې په ورځ اندونیزیا ته د سیالیو د ګډون لپاره ورسېدل.

دغه سیالۍ د دلوې له اومې څخه د دلوې د میاشتې تر ۱۸ پورې د شپاړسو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG