خبرونه
د طالبانو حکومت ازبکستان ته شپاړس لارۍ مرمر ډبرې ورکړي دي
د ازبکستان رسنیو د سورخُندریا سیمه اییزې ادارې د مطبوعاتي خدماتو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د می په ۱۳مه، د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز کې د ازبکستان او طالب چارواکو تر منځ یوه غونډه وشوه.
د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د سورخندریا سیمې والي الغبیک قسیموف، د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع او د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا ګډون کړی و.
په راپور کې راغلي چې ازبکستان د هرات د سپینو مرمر ډبرو ۱۶ لارۍ ترلاسه کړې چې په سمرقند کې به د امام بخاري کمپلیکس په جوړولو کې وکاریږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی
د جمعې په ورځ د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د توند باران ، سیلابونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، پنجشیر،پروان، کاپیسا،لغمان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست او میدان وردک کې د توندو بارانونو او چټکو بادونو اټکل شوی دی.
د ورښتونو کچه له ۱۰ تر۳۵ ملي میترو او دبادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر۹۰ کیلومترو اټکل شوی.
افغانستان کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست له خلکو غوښتي چې د هوا وضعیت او رسمي خبرداریو ته پاملرنه وکړي.
بلخوا له پیښو سره دمبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دتوندو بارانونو ،چټکو بادونو ، تلندې او برښنا له کبله ۶ کسه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه اداره وايي یادې پیښې په کندهار، غور، هرات او تخار کې شوي دي.
د انرژۍ نړیواله اداره خبرداری ورکوي چې دنړۍ دنفتو بازارونه به د اوړي تر راتګ پورې «سرې سیمې» ته داخل شي
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ که چیرې ایران کې د جکړې پایته رسولو لورته پرمختګ ونشي نو دنړۍ دنفتو بازارونه به د اوړي تر راتګ پورې «سرې سیمې» ته داخل شي.
فاتح بیرول لندن کې د چتم هاوس څیړنیز مرکز کې وویل: «که موږ د جګړې په وضعیت کې ښه والی ونه وینو، ښايي د جولای یا اګست په میاشتو کې د عرضې له پلوه سرې سیمې ته داخل شو.»
ایران د امریکا او اسرائیلو د هغو بریدونو په غبرګون کې چې د تېر کال د کب میاشتې په نهمه پیل شول، په عملي ډول د هرمز تنګي له لارې د نفتو د ټانکرو تګ راتګ درولی، او دې کار د نفتو او ګازو جریان ګډوډ کړی او بیې یې په شدیده توګه لوړې کړې دي.
بیرول وویل: «زېرمه شوې ذخیرې مخ په کمېدو دي.»
د انرژۍ نړیوالې ادارې د خپلو ۳۲ غړو هېوادونو له بېړنیو زېرمو څخه د ۴۲۶ میلیونه بېرلو نفتو د خوشې کولو ترتیبات ترسره کړې او اعلان یې کړی چې تر اوسه شاوخوا ۱۶۴ میلیونه بېرله نفت ایستل شوي دي.
هغه اوربند چې د وري میاشتې له ۱۸مې راهیسې نافذ شوی، جګړه یې درولې ده، خو ډیپلوماټیکو هڅوتراوسه د تلپاتې سولې کومه هوکړه نه ده رامنځته کړې.
د جرمني د فوټبال په ټیم کې افغان الاصله لوبغاړی ندیم امیري نړیوالو سیالیو کې لوبو ته بلل شوی
د جرمني د فوټبال په ټیم کې افغان الاصله لوبغاړی ندیم امیري نړیوالو سیالیو کې لوبو ته بلل شوی دی.
د جرمني د ټیم روزونکي جولیان ناګلزمان د پنجشنبې په ورځ د خپل ټیم د غړو لیست اعلان کړ چې دندیم امیري نوم هم په کې شامل دی.
۲۹ کلن ندیم امیري چې د جرمني ټیم کې د لوبو ښه سابقه لري د ۲۰۲۴ کال راهیسې د ماینتس ټیم لپاره لوبې کوي.
د جرمني ملي ټیم په راتلونکي نړیوال جام کې په E ګروپ کې د کوراسائو، اکوادور او د عاج ساحل ټیمونو سره سیالي کوي.
اسرائیل وايي ټول هغه بهرني فعالان ډیپورټ کوي
اسرائیل د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ټول هغه بهرني فعالان چې د مرستو سمندري کاروان سره غزې ته روان وو ډیپورټ کوي .
اسرائيلي ځواکونه د تېرې دوشنبې په ورځ هغو بېړیو ته ننوتل چې د قبرس له لارې د غزې ساحلي اوبو ته نږدې کېدې، او د نړۍ د بېلابېلو سیمو څخه تر ۴۳۰ ډېر فعالان یې ونیول.
دا لومړی ځل نه و چې اسرائیل غزې ته د مرستو وړونکو بېړیو فعالان نیسي، خو دا ځل هغه ویډیو چې د دې هېواد د کورني امنیت سختدریځي او ښي اړخي وزیر، ایتامار بنګوېر خپره کړه، پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول او حتی د ځینو اسرائيلي سیاستوالو له لوري هم دا اقدام وغندل شو.
په دې ویډیو کې، ایتامار بنګوېر چې د اسرائیل یو لوی بیرغ یې په لاس کې وي نیول شویو فعالانو ته چې لاسونه یې ترشا تړل شوي او تندي یې په ځمکه ایښي وي په طعنه وایي: «اسرائیلو ته ښه راغلاست».
د چهارشنبې په ورځ، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا، کاناډا، اسټرالیا او حتی متحده ایالاتو د نیول شویو فعالانو سره چلند، او په ځانګړي ډول د ایتامار بنګوېر کړنه، وغندله.
د چین د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان صدراعظم شهبازشریف چین ته ورځي
ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شنبې په ورځ چین ته لاړشي. د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه خبر ورکړی خو دا یې نه دي ویلي چې د ایران جګړه به هم د خبرو برخه وي که نه.
د دې وزارت ویاند ګاوجایکون د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: "د چین او پاکستان مشران به د دواړو هېوادونو د اړیکو او د اندېښنې وړ ګډو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړي."
هغه زیاته کړه: "چین د سولې د ټینګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان د عادلانه او متوازن منځګړیتوب ملاتړ کوي."
د خبرله مخې له چین څخه د شهباز شریف کتنه به ترسې شنبې پورې دوام وکړي.
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې پاکستان او چین هڅه کوي چې د منځني ختیځ په روانه شخړه کې منځګړیتوب وکړي. خو پاکستان دې وروستیو کې دغې هڅې بیا تیزې کړې دي. د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیرسربیره چې روانه اونۍ یې دوه ځلې له تهران څخه کتنه ترسره کړې، په پام کې ده چې نن پنجشنبې د دې هیواد د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر هم ایران ته لاړشي. پاکستان د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره د منځګړیتوب هڅې مخ ته وړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر نن پنجشنبې بیا تهران ته ځي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر نن پنجشنبې بیا تهران ته ځي.
دا د ایران او امریکا ترمنځ یوه جوړجاړي ته د رسیدو د هڅو په ترڅ کې تهران ته د هغه دوهم سفردی چې نوموړی به یې په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره سلاو مشورې ترسره کړي.
د ایران رسمي خبري آژانسونو دغه خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپور کړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د روانې اوونۍ په ترڅ کې د دویم ځل لپاره تهران ته ورسېد.
محسن نقوي، چې د ثورد میاشتې په ۲۶مه ایران ته تللی او د اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي وو، له څلورو ورځو وروسته یو ځل بیا تهران ته ستون شو.
دغه سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې وویل چې له ایران سره خبرې اترې "وروستي پړاو" ته رسېدلې او زیاته یې کړه که ایران د هوکړې سند لاسلیک نه کړي، متحده ایالات به پوځي بریدونه بېرته پیل کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر بیاځلي ایران ته د دې لپاره راغلی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ "د پیغامونو تبادله اسانه کړي."
له پولیو پاک افغانستان: د پولیو ضد کمپاین نن وروستۍ ورځ ده؛ ماشومان باید د پولیو په وړاندې خوندي شي
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین د کمپاین په وروستۍ ورځ د پولیو د له مینځه وړلو نړیوال بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، موږ د ټولو هغو میندو او پلرونو څخه مننه کوو چې په روان کمپاین کې یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی او زیاتوي کمپاین نن هم دوام لري ترڅو ماشومان د پولیو څخه خوندي پاتې شي. د دې بنسټ په خبره د پولیو په دغه کمپاین کې به چې د دوشنبې له ورځې راهیسې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې پيل شوی، له پنځو کلونو کم عمره ۸،۳ ملیونه ماشومان واکسین شي.
پولیو یا ګوزڼ ساري ناروغي ده چې یوازې واکسین یې مخه نیولی شي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت: له افغانستانه ټول حاجیان سعودي عربستان ته انتقال شول
د طالبانو د حکومت د حج اواوقافو وزارت سعودي عربستان ته د ټولو حاجیانو د انتقال د بهیر د بشپړولو خبرورکوي.
دې وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې له افغانستانه ټول حاجیان د آریانا افغان او کام آیر هوايي شرکتونو په وسیله په څه کم یونیم سل الوتنوکې مدینې منورې او جدې ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې په لومړي پړاو کې مدینې منورې ته ۱۴۹۸۴ او په دوهم پړاو کې ۱۵۰۱۶ تنه جدې ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره سږکال ټولټال دیرش زره حاجیان د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شول. د دې وزارت په خبره ټول انتقال شوي حاجیان د دوی د هستوګنې لپاره په ځانګړیو معیاري او عصري ځایونو کې ځای پرځای شوې دي.
ټرمپ: د ایران ځواب ته څو ورځې نور صبرکوم خو ځوابونه یې باید "سلو په سلو کې سم"وي
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، دی چمتو دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن وروستي وړاندیز ته د ایران د ځواب لپاره “څو ورځې” انتظار وباسي، خو خبرداری یې ورکړ چې که تهران “سم ځوابونه” ور نه کړي، وضعیت ښايي ډېر ژر خراب شي.
نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ساحلي ګارډ اکاډمۍ د محصلینوفراغت غونډې ته له وینا وروسته خبریالانوته وکړې او ویې ویل، که د ایران ځواب سم نه وي، نو شخړې به ډیرژر زیاتې شي او زیاته یې کړه: "موږ د مخکې تګ لپاره چمتو یو. موږ باید سل په سلو کې سم او ښه ځوابونه ترلاسه کړو."
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مې په ۲۰مه وویل چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیرمحسن نقوي بېرته تهران ته ستون شوی ترڅو د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د پیغامونو د تبادلې لپاره اسانتیا رامنځه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک ګواښ کړی چې که امریکا پر ایران بریدونه بیا پیل کړي، نو "سیمه ییزه جګړه" به "له سیمې هاخوا" وغځوي.
روسیې او چین ترهګري د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښ بللی
روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ترهګري د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ بللی او له هېوادونو یې غوښتي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پیاوړې کړي.
دا اعلامیه په بیجینګ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جینپینګ تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړه هېوادونه د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي ترهګري له منځه یوسي او د افغانستان خاوره د ګاونډیو او سیمې د امنیت پر ضد ونه کارول شي.
روسیې او چین همداراز ویلي چې د افغانستان په اړه به خپلې دوهاړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او په دغه هېواد کې د دوامدار امنیت او ثبات ملاتړ کوي.