د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ کب ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

خبرونه

ظاهر قدیر په نایروبي کې محکمې ته حاضر شو

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال رئیس ظاهر قدیر، چې څه موده وړاندې د امریکا په غوښتنه د کینیا حکومت ونیوه، پرون (پنجشنبې) د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې محکمې ته حاضر شو، څو د امریکا له خوا د ده د استرداد (بېرته سپارلو) غوښتنه وڅېړل شي.

پر قدیر د مخدرو موادو د قاچاق او ناقانونه وسلو د لرلو تورونه لګول شوي دي.

قدیر، چې نژدې یوه میاشت مخکې په کینیا کې نیول شوی، دغه تورونه رد کړي او امریکا ته د ده د استرداد غوښتنه یې سیاسي بللې ده.

هغه محکمې ته ویلي، د خپل سیاسي دریځ له کبله نیول شوی او امریکا ته سپارل کېږي.

د کینیا چارواکو تایید کړې چې د قدیر نیونه د امریکا د یوې محکمې په غوښتنه شوې، چې د مارچ په ۲۵ نېټه یې د هغه د نیونې حکم صادر کړی و. د نایروبي محکمې د ده د توقیف موده غځولې تر څو د استرداد د غوښتنې په اړه پرېکړه وشي.

د ظاهر قدیر وکیل، ندیګوا نجیرو، محکمې ته ویلي چې د امریکا غوښتنه یوازې د نیونې پر حکم او د تورونو پر لنډیز ولاړه ده، نه پر مستندو شواهدو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په تهران کې د هالنډ سفارت کوونکي باکو ته انتقال شوي

UKRAINE-CRISIS/KHARKIV/
UKRAINE-CRISIS/KHARKIV/

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې په تهران کې د سفارت یو شمیر کارکوونکي يې اذربایجان ته انتقال کړي دي.

تام برندسن د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د سفارت کارکوونکو ته په ایران کې د امنیتي خطراتو د زیاتیدو له کبله د سفارت فعالتونه په موقته توګه د اذربایجان پلازمینې باکو ته انتقال شوي دي".

د هغه په ټکو،"که چیرته امنیتي وضعیت ښه شو پریکړه به وکړو چې څه وخت او په کومو شرایطو بیرته په تهران کې سفارت پرانیزو".

هسپانیا، اتریش او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې د جګړې له پیل راهیسې يې په موقت ډول خپل سفارتونه باکو ته انتقال کړي دي.

استرالیا د ایران د فوټبال ۵ ښځینه لوبغاړو ته پناه ورکړه

استرالیا د سې‌شنبې په ورځ د ایران د ښځو د فوټبال ملي ټیم پنځو غړو ته د بشري خواخوږۍ پر اساس ویزه ورکړه. استرالیا دا کار وروسته له هغه وکړ چې دغو ښځو د پناه غوښتنه وکړه.

د دوی په وینا، که بېرته خپل هېواد ته ستنې شي، نو د آسیا جام د یوې سیالۍ په پیل کې د ملي سرود له ویلو د انکار له امله به له ځورونې او قانوني تعقیب سره مخامخ شي.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د سې‌شنبې په ورځ په پلازمېنه کانبرا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «استرالیایان د دغو زړورو ښځو له سخت وضعیت څخه ډېر متاثره شوي دي.»

البانیز زیاته کړه: «هغوی دلته په امن کې دي او باید دلته د خپل کور احساس ولري.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې لوبغاړو ته په استرالیا کې د پاتې کېدو دې اجازې ورکولو له امله د البانیز ستاینه کړې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې که استرالیا دا لوبغاړې نه وای منلې، نو متحد ایالتونه چمتو وو چې هغوی ومني.

یو درې کسیز پاکستانی پلاوی کابل ته تللی

کابل
کابل

په کابل کې ځايي رسنیو نن وویل چې د مولانا فضل‌الرحمان خلیل په مشرۍ د پاکستان یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.

سرچینې ویلي، دغه پلاوی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د اختلافونو د حل او د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو لارې چارې وڅېړي.

ویل کېږي چې په دې پلاوی کې، د مولانا فضل‌الرحمان خلیل تر څنګ، مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.

طالبانو د «ناحقه نیونو د هیواد» په توګه د افغانستان پر اعلانېدو خواشیني وښوده

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د امریکا پر وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناحقه نیونو ملاتړی هېواد» بللی، خواشینۍ څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د دې وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي نن (سې‌شنبې) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد وګړي د معاملې یا فشار لپاره نه نیول کېږي. د هغه په وینا، ځینې کسان د قانون د سرغړونې په تور نیول شوي، خو ډېری یې وروسته د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.

وزارت همدارنګه یادونه کړې چې په تېر یو کال کې دوی د ښه نیت د څرګندولو په توګه د ځینو امریکایي وګړو په اړه څو مثبت ګامونه پورته کړي دي.

په خبرپاڼه کې د قطر رول هم ستایل شوی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې یې مرسته کړې ده. وزارت ټینګار کړی چې د اړیکو دوام او د ستونزو حل باید د ډیپلوماتیکو لارو او تعامل له لارې ترسره شي.

تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "غیر عادلانه توقیفونو ملاتړی په فهرست کې شامل کړل شوی دی.

ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."

له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.

حزب الله پر سوریې د توپ ګولۍ ویشتي

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د سې‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سوریې د پوځ چارواکو ویلي چې له لبنان څخه د توپ ویشتل شوې ګولۍ د دمشق لوېدیځ ته د سرغایا ښار ته نژدې لګېدلي دي.

د سوریې پوځ د ایران له ملاتړه برخمنه شیعه ډله حزب‌الله تورنه کړه چې د سوریې د پوځ پر پوستو یې بریدونه کړي دي. پوځ همداراز ویلي چې د سوریې او لبنان پر پوله د حزب‌الله د مرستندویو ځواکونو تحرکات لیدل شوي دي.

د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سوریې عربي پوځ به د سوریې پر خاورې هېڅ ډول تېری ونه زغمي.»

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې سختې شوې دي. لبنان تېره اوونۍ وروسته له هغه د منځني ختیځ جګړې ته ور داخل شو چې حزب‌الله د علي خامنه‌يي د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسراییل برید وکړ.

امریکا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو" ملاتړی هیواد اعلان کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو ملاتړی هیواد دی".

مارکو روبیو تیره شپه پر ایکس شبکه په یوه پیغام کې لیکلي چې طالبان هڅه کوي د "ترهګریزو تاکتیکونو" په کارولو سره امتیازات ترلاسه کړي، خو دا طریقه به تر اوسنۍ ادارې لاندي متحده ایالاتونو سره کار ونکړي.

ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."

له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.

هغه زیاته کړه چې درې "بې ګناه" امریکایی اتباع اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي او د دوی د پرېښودل کیدو وخت دی.

طالبانو تر اوسه د امریکایی چارواکو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

په م.م د پاکستان استازي د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د هند او افغانستان تورونه رد کړل

د پاکستان استازی
د پاکستان استازی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار، د امنیت شورا په غونډه کې د هند او افغانستان د استازو هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان له خپلو پولو ورهاخوا د سختدریځو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د هند او افغانستان استازو پر پاکستان تور پورې کړ چې د پولې پورې غاړې وسله‌والو فعالیتونو ملاتړ کوي.

پر پاکستان دا تور له څو لسیزو راهیسي د افغانستان او هندوستان حکومتونه لګوي.

په امنیت شورا کې د افغانستان او هندوستان د تور په ځواب کې د پاکستان استازي وویل چې دا نیوکې د هغو تروریستي ګواښونو د پټولو لپاره دي چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته متوجه دي. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان تل د تروریزم قرباني شوی دی.

عاصم افتخار د پاکستان د هغو اقداماتو دفاع وکړه چې ده د تروریزم پر ضد مبارزه وبلله او ویې ویل چې دغه هیواد د وسله‌والو ډلو پر ضد د مبارزې او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره جدي هڅې کړې دي.

پاکستان له تېرو څه باندې لسو ورځو راهیسي پر افغانستان بمباري او بریدونه پیل کړي او وايي چې دا جګړه به یې تر هغو دوام لري چې د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي.

خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

ټرمپ وايي، که ایران هرمز تنګی بند کړی، شل برابره سخت ګوزار به پرې وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ په سوشل ټروت کې ولیکل:

«که ایران په هرمز تنګي کې د تېلو د صادراتو مخه ونیسي، متحد ایالتونه به پر هغوی داسې ګوزار وکړي چې د هغه څه به شل چنده سخت وي چې تر اوسه یې تجربه کړی دی.»

ټرمپ د ایران له لوري د داسې اقدام په اړه خبرداری هم ورکړ او ویې ویل:

«سربېره پر دې، موږ به هغه هدفونه له منځه یوسو چې په اسانه له منځه وړل کېدای شي؛ داسې هدفونه چې د ایران بیا رغونه د یو ملت په توګه په عملي ډول ناممکنه کړي. مرګ، اور او قهر به پرې واکمن شي — خو هیله لرم او دعا کوم چې داسې څه ونه شي.»

بلخوا د تهران او د البرز ولایت د اوسېدونکو له لوري رسېدلي راپورونه ښيي چې د دوشنبې په ماښام او د سې‌شنبې د سهار (د حوت ۱۹مه) په لړ کې د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو نوې څپه پیل شوې ده. د دې بریدونو په ترڅ کې په تهران، کرج او شاوخوا سیمو کې د جنګي الوتکو د الوتنې او ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، د عیني شاهدانو په وینا د شپې په دوولس بجې او ۱۰ دقیقې د تهران په بېلابېلو سیمو لکه تهرانسر، کوهک، میرداماد، سیدخندان، نارمک، مجیدیه، اکباتان، ستارخان، قیطریه، فرمانیه او جردن کې د چاودنو پرله‌پسې غږونه اورېدل شوي دي. ځینو اوسېدونکو د ودانیو د سختې رپېدنې او د ټیټې ارتفاع په کچه د جنګي الوتکو د الوتنې خبر هم ورکړی دی.

همداراز د مهرآباد هوايي ډګر ته نژدې او د تهران په شمال ختیځ او لوېدیځ کې د څو نورو چاودنو راپورونه هم خپاره شوي دي.

دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو بریدونو سره غواړي نړۍ یرغمله کړي

 دمتحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف
دمتحدو ایالاتو بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ، ارشیف

دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو هوايی بریدونو سره «هلې ځلې کوي چې نړۍ یرغمله کړي. »

مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ ( دکب په اتلسمه ) واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د یو لړ مراسمو په ترځ کې ایران دیرغمل نیونکوو ترټولو لوی ملاتړی هیواد وباله او ټینګار یې وکړ چې متحد ایالات داسې چلند نه شي زغملی او په ټکو یې د یرغمل نیونې دیپلوماسۍ ته نه داخلیږي.

ښاغلي روبیو ټینګار وکړ چې واشنګتن ایران سره په جګړه کې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لور ته روان دی.

دوشنبې په ایران باندې د امریکا او اسرائیلو دګډو بریدونو په لسمه ورځ د تهران ، کرج، اصفهان ، شیراز او اهواز په شمول دایران په څو ښارونو کې د هوايي بریدونو او چاودنو رپوټ ورکړل شو.

د اسرائیلو اردو په خپله ایکسپاڼه اعلان وکړ چې «د بریدونو یوه پراخه همهاله څپه یې دایران په بنسټیزو تاسیساتو په تهران ، اصفهان او د ایران په جنوب کې پیل کړې. »

په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل

د کابل ، بدخشان ، کونړ ، ننګرهار نورستان، بادغیس ، میدان وردګ ، بامیان او هرات په شمول د افغانستان په ۲۳ ختیځو، شمال ختیځو ،مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې سه شنبې د واورې او باران اټکل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت د هوا پیژندنې د ادارې له اټکل سره سم د باران کچه له ۱۰ تر۳۰ ملی میترو او دواورې کچه له ۱۰تر۳۰ سانتي مترو اټکل شوې او دغه وریا به په ځینو ولایتونو کې له تلندې او برښنا سره وې.

د ملګرو ملتونو دبشری چارو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي رپوټ کې وویل چې سږ ژمی د افغانستان په ځینو برخو کې د واورې پوښښ د تیر کال د ورته مودې پرتله خورا ښه حالت کې دی.

د دې ادارې په ټکو، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شوي تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمو سیمو کې یې پر ودې مثبته اغیزه ولري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG